تر ټولټاکنو دمخه د کرزي تبليغات تر نيوکو لاندې راغلل

د رسنيو د څارنې دفتر ادعا کړې چې ولسمشرۍ ته نوماند حامد کرزى له ټاکنو يوه مياشت دمخه هوايي څپي په غير عادلانه توگه تر گورت لاندې راوستې دي.

تر ټولټاکنو دمخه د کرزي تبليغات تر نيوکو لاندې راغلل

د رسنيو د څارنې دفتر ادعا کړې چې ولسمشرۍ ته نوماند حامد کرزى له ټاکنو يوه مياشت دمخه هوايي څپي په غير عادلانه توگه تر گورت لاندې راوستې دي.

.



هره ليدنه، سفر، لاسليک او يا وينا ته خبرې ارزښت ورکول کېږي او ډېر لږ پېښيږي، چې د ولسشمر څېره دې د تلويزيون په پرده راڅرگنده نه شي.



په عادي ورځو کې ښايي هغه ښه تلويزيون ونه بلل شي، خو د ولسمشرېزو ټولټاکنو په کمپاين کې دا کار د رسنيو د کميسون پر وينا د ټولټاکنو له قانون څخه څرگند سرغړاوى دى، چې د ټاکنو تر خپلواک کميسون IEC لاندې د رسنيو د څار مسؤوليت لري.



د جولاى د مياشتې په نيمايي کې په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د رسنيو د څار د کميسون مشر، صديق الله توحيدي وويل: "موږ د ولسمشر په اړه د خبرونو خپرولو ته يو لړ اصول ټاکلي وو. د هغه له ورځنيو کارونو پرته بل هرڅه د کمپاين په نامه بلل کيږي.



د کرزي ورځني کارونه ډېروخت او ډېر ځاى غواړي. د توحيدي د وينا له مخې د څارنې د دوو اونيو په بهير کې کرزى په تلويزيوني خبرونو کې ٥٥ دقيقى راڅرگند شو، د هغه نژدې سيال، عبدالله عبدالله ١٣ دقيقې او يوازې يو بل تن نوماند، اشرف غني ٦ دقيقې راڅرگند شول.



په ورځپاڼو اوخپرونو کې خبره هماغه شان وه. څارونکو ته څرگنده شوه، چې دولتي خپرونو د عبدالله په پرتله دوه هومره ځاى او د اشرف غني په پرتله لس هومره ځاى کرزي ته وقف کړى و.



توحيدي وويل، دا کار انتخاباتې مبارزو د ګټو په پرتله ډېر زيات دى.



نوموړي وويل: "ولسمشر په دولتي رسنيو باندې برلاسى دى. د اطلاعاتو او فرهنگ وزرات بايد دې ټکې ته پام وکړي او پرې عمل وکړي."



نوموړى وزارت دولتي رسنۍ څاري او د هغې د محتوى مسؤوليت لري. د ټولټاکنو د نوماندو په اړه نوموړي وزارت د توازن او بې پرېتوب سرغړونه ونه منله.



د اطلاعاتو او کلتور وزارت په استازيتوب د باختر آژانس مشر، ضيا بوميا وويل: "موږ د ولسمشر دولتي بوختياوې تر پوښښ لاندې نيسو. د بېلگې په توگه ولسمشر په اونۍ کې يوه پلا د وزيرانو د غونډې مشري کوي. نور نوماندي داسې بوختيا نه لري. که موږ يې خبر خپور کړو، نو دا معنا نه لري، چې هغه دې په ټاکنو پورې اړوند وي."



بوميا ټينگار وکړ د کرزي د بيا ټاکنې په اړوند ټول خبرونه د نورو نوماندو په څېر د ټولټاکنو په برخې کې خپريږي. خو بيا هم د بشپړ توازن ساتل يو ناشونى کار دى.



هغه وويل: "يو شمېر نوماندو د کمپاين لس ويناوې خپرې کړي دي، په داسې حال کې يو شمېر نور له کوره نه دي راوتلي. آيا موږ کولاى شو هغه نوماندان چې فعال دي، د هغو نورو په خاطر، چې هيڅ هم نه کوي، يوې خواته پريږدو؟"



د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنو ته د مخينې، وړتياوو او مالي امکاناتو له مخې ټول ټال ٤١ تنه بېلا بېل نوماندي ولاړ دي. يو شمېر د کرزى او عبدالله په څېر کولاى شي پلازمينې کې خپل عکسونه او پوسترونه وغوړوي او همدارنگه د گران بيه تلويزونونو له لارې خبرې او ويناوې وکړي. په زياترو مشهورو تلويزيونو کې په مناسب وخت کې يوه دقيقه پيغام، د بېلگې په توگه په طلوع تجارتي تلويزيون کې، ٦٠٠ امريکايي ډالرو بيه لري.



کرزى او عبدالله په تلويزيوني کمپاين باندې په زرگونه ډالر لگوي، په داسې حال کې د ډېرې منځنۍ کچې نوماندي يوازې د پوسترونو په ځړولو او ټاکنيزو سفرونو باندې ځان قانع کوي.



بوميا وويل: "کرزى اوعبدالله ډېر فعال دي. د هغوى موضوعگانې خبرې ارزښت لري او موږ يې خپروو. موږ د توازن د ساتلو هڅه کوو. موږ آن د هر کليپ اوږدوالي په ثانيو شمېرو."



بوميا ټينگار وکړ، دولتي رسنيو د ټولټاکنو د کميسون د رسنيو د څانگې لارښوونې په پام کې نيولې دي.



هغه وويل: "موږ هغه په بشپړ دول رعايتوو."



خو د ټولټاکنو د کميسون د ر سينو د څار څا نگه قانع نه بريښي.



توحيدي وويل: "دولتي رسنۍ د کرزي ملاتړ کوي. دا آن د هغوى په کارندې ژبې کې څرگنده ده. د بېلگې په توگه هغوى وايي د "اشرف غني د ملاتړ لپاره يوه غونډه وشوه،" په داسې حال کې چې هغوى تل داسې وايي"د کرزي په ملاتړ يوه لويه غونډه جوړه شوې وه." دا په کمپاين باندې اغېز کوي."



توحيدي وويل دا د دولتي رسنيو د ماموريت سرچپه کار دى.



هغه زياته کړه: "دولتي رسنۍ په افغان ولس پورې اړوندې دي. له دې امله بايد د نوماندو تر منځ توازن وساتي."



يو شمېر نوماندي له دولتي رسنيو څخه ناخوښه دي.



د کرزي په وړاندې ولاړ نوماندى، رمضان بشردوست وايي: "د تېرو اوو کلونو راهيسې هغوى د کرزي لپاره پروپاگند کوي او دا هماغسې دوام لري. تر هغه ځايه چې زه پوهيږم، ملي راديو تلويزيون، زما په گډون، له هر نوماندې سره شل، شل دقيقې مرکې کړي دي. خو زه ډاډمن نه يم چې زما د کمپاين وينا گانې او پيغامونه به ټول خپاره شوي وي."



نوموړي زياته کړه: "اوس د افغانستان د ملي رايو تلويزيون په اړه اندېښنه نه لرم. ځکه هرڅوک پوهيږي، چې هغه پلويتوب کوي او په هغې غوږ نه گروي. څه شى چې ماته مهم دى هغه دادى چې ولايتونو او کلو ته ځم او له خپلو خلکو سره نيغ په نېغه اړيکې نيسم."



بشردوست د رسنيو پر کميسون پړه واچوله، ددې پر ځاى چې عمل وکړي، خبرې غونډې جوړوي. هغه وويل: "ددې موضوع د حل لار مطبوعاتي کنفرانسونه نه دي. که سرغړونه شوې وي، نو بايد د ټولټاکنو د کميسون د شکايتونو د اورېدو څانگې ته دې وړاندې کړي."



څه موده دمخه د عبدالله د کمپيان دفتر د افغانستان د ملي رايو تلويزيون له ناسم چلن څخه هم شکايت وکړ او ويې ويل د کرزي خبري کنفرانس يې په بشپړ ډول او د هغه په اړه يې يو لنډ رپوټ خپور کړ.



نور نوماندې هم په کرزي باندې د ځان په گټه د حکومتي سرچينو د ناسمو کارونو تورونه لگوي، خو د کرزي د کمپاين دفتر دا ادعاوې نه مني او ټينگارکوي، چې که کوم نوماندي ددې ناسمې کارونې کوم ثبوت لري، نو د ټولټاکنو کميسون ته دې وړاندې کړي.

يو شمېرخلک هم په دې باور دي، چې کرزى نه يوازې دولتي او شخصي رسنۍ کاروي، بلکې نورې حکومتي سرچينې هم (د ځان په گټه) کاروي.



د عبدالصبور په نامه د کابل يو استوگن وويل: "د کمپاين له پيل څخه د افغانستان ملي راديو تلويزيون د کرزى په اړه خبرې کوي. موږ له پخوا څخه د هغه له نامه څخه په تنگ راغلي يو. کرزى کمپاين ته اړتيا نه لري. اته کاله کيږي، چې د خپلو کمزورو تگلارو سره د خلکو پر اوږو سپور دى. خلک کرزى او د هغه ډله ښه پېژني. ولې هغه بيا پوسترونه چاپوي؟ او په تلويزيون څرگنديږي؟ پريږده چې خلک هغه نور نوماندي پېژني.
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists