د خټکيو حاصلات تر ګواښ لاندې دي
په شمال کې د خټکيو د مچانو په له منځه وړلو کې د هڅو غړندوالي بزګران د بل کښت په سوچ کړل.
د خټکيو حاصلات تر ګواښ لاندې دي
په شمال کې د خټکيو د مچانو په له منځه وړلو کې د هڅو غړندوالي بزګران د بل کښت په سوچ کړل.
له خټکو څخه ډکې لارۍ د ښارونو په لور درومي. خټکى څو مياشتې دوام کوي او تقريبا د هرې کورنۍ د دسترخوان پر سر ليدل کيږي.
زيات شمېر بزګران د خپل ژوند ټول لګښت له دغه لنډ فصل څخه تر لاسه کوي، چې له اوړي څخه د مني تر ورځو پورې رسيږي. هغوى له دې خرڅلاو څخه د ژمې په اوږده فصل کې د خپلې کورنۍ د اعاشې او اباتې لپاره ډېرې پېسې تر لاسه کوي.
اوس د شمال دغه شتمني د خټکو د ملخ په نامه د يوې کوچنۍ حشرې له ګواښ سره مخامخ ده. دا حشره خټکى دننه وهي او سوري په کې جوړوي. خټکى ترېو بوى کوي او څوک يې نه خوښوي.
د بلخ ولايت د دولت آباد د ولسوالۍ د محمد اسلم په نامه يو بزګر، چې په خپل بېل يې ډډه لګولې وه، وويل: "ما د خپل حاصل په نيمايي برخې کې تاوان وکړ. مه ونه کړاى شول چې دا مچ له منځه يوسم."
د خټکواخيستونکي د خټکو له څېري کولو وروسته خوسا شوي خټکي د موټرو له ښيښو څخه بهر ګوزاروي او يا يي د سړک په غاړې کې پرېږدي.
په مزارشريف کې خوسا شوي خټکي د کروندګرو مخه ډب کوي او په کوڅو کې د ښويېدو خطر رامنځته کوي.
دا ستونزه له څو کلونو راهيسې روانه او اوس د زيان لوړې کچې ته رسيدلې ده. زيات شمېر کروندګر اوس د خټکو له کرکېلې څخه مخ اړوي. په راتلونکي کال کې به د بلخ، بغلان او کندوز په ولايتونو کې په کروندو کې هغه د وښو څپري ونه ليدل شي، چې کروندګرو به په خپلو پاليزونو کې له څارويو او غلو څخه د خټکو د ساتلو لپاره جوړول.
هيڅوک د خټکو د مچ اصلي ټاټوبى نه پېژني. د يو شمېر ماهرينو په وينا د هغه اصل هندوستان ته رسيږي او په ټولې سيمې کې ستونزې رامنځته کوي.
د بلخ د کرنې رئيس، کاتب شمس د خټکو د مچ په اړه يو لړ څرګندونې وکړې. هغه په ټينګار وويل چې د نشه يي توکو مافيا د خټکو مچ دې ولايت ته راوړ ترڅو کروندګر د خټکو له کرکيلې څخه لاس واخلي او د کوکنارو کرکېلې ته راوګرځي. که دا رښتيا وي نو دا پلان شنډ شو. د بلخ ولايت له درېو کلونو راهيسې له کوکنارو څخه د خلاص ولايت په توګه پېژندل شوى او بزګرانو خپلو دوديزو مېوو او کښتونو ته پام اړولى دى.
مچ هغه مهال خټکى وهي چې نوې پچۍ شوې وي. هغوى د خټکى پوست پوټکى سورى کوي. د خټکې دننه هګۍ اچوي او په درېو مياشتو کې له خټکي څخه بېرته د کوچنيو سوريو له لارې راوځي.
په شمال کې، د بلخ، فارياب، جوزجان، کندوز، بغلان او سمنګانو په ګډون ټولې پرتې سيمې دې ناروغۍ ځپلې دي.
حکومت د مرستې هڅې کړي دي، خو د کروندګرو په وينا هغه ډېرې لږې او ناوخته وې.
پروسږکال د بلخ ولايت د نباتاتو د ساتنې رياست ددې حشرې د وژلو لپاره په ځمکه کې د ناروغۍ درمل وشيندل. هغوى وويل چې ښايي تر ٢٠٠٩ پورې دا ستونزه هواره شي.
د کرنې د لوړپوړي چارواکي، کاتب شمس د دوينا له مخې په دې اټکل کې يو څه مبالغه شوې وه. خو دا يې ونه منله چې وضعه نهيلې کوونکې ده. هغه وويل په بلخ کې ګرځنده ډلې له کروندګرو سره د مرستې په موخه کار کوي. نوموړي د خټکو له کروندګرو څخه وغوښتل چې په خپله هم ګامونه پورته کړي.
د هغه په سلا او مشورو کې لاندې ټکي شامل دي: د خټکو تخم دې په ځمکې کې د ٧٠ سانتيمترو په ژوروالي وکرل شي، چې مچ ور ونه رسېداى شي؛ د خټکو نوې پچۍ دې په پلاستيکي خلطو کې تاوې کړاى شي چې له مچانو څخه وساتل شي؛ د خټکو کرونده دې د ژمې په موسم کې اوبه کړاى شي، ترڅو مچان او هګۍ يې يخ ووهي؛ په پاى کې بايد په ځمکې کې کرنيز تناوب مراعات کړاى شي، ترڅو مچانو ته خپل خواړه ونه رسيږي او مړه شي.
هغه دا ومنله چې د "د لتامترينو" په نامه حشره وژونکي نوو درملو په پرتله، چې سږکال کروندګرو ته ورکړل شول،کورني درمل هومره اغېزمن نه دي.
د نباتاتو د ساتنې رئيس، انجنير محمد عمران ټينګار وکړ چې دلتامترين انسانانو او څارويو ته زيان نه رسوي. خو بزګران باور نه کوي چې دا کيمياوي توکى به مچان ووژلاى شي، په داسې حال کې چې ښايي څارويو ته يې زيان ورسيږي. په حقيقت کې زيات شمېر خلک د خپلې روغتيا په اړه داريږي.
په تېروکلونو کې کروندګرو ته ډول ډول حشره وژونکي درمل ورکول کېدل. ډېر لږ خلک پوهيدل چې هغه د څه لپاره پکاريږي او د هغوى د سمې کارونې په اړه يې لږ معلومات ترلاسه کول.
د نورالله په نامه د بلخ د چلګزي د کلي اوسيدونکي په تېر پسرلي کې ويلي و: "ما په خپله ځمکه کې هغه درمل وشيندل چې راکړل شوي و. يوه ورځ پالېز (د خټکو کروندې) ته لاړم، خر مې په ځمکه کې پرېښود، خو کله چې ماسپښين ورغلم، خر مردار شوى و."
يو شمېر نورو په ځمکو کې له درمل شيندلو وروسته له سرخوږ او کانګو څخه شکايت کاوه.
تر ټولو ناوړه داچې درملو مچان نشو له منځه وړلاى.
د بلخ ولايت د شولګرې د ولسوالۍ اوسيدونکي، سيد نادر وويل: "ما په تېرو کلونو کې د [کرنې د رياست] له لارښوونو سره سم عمل وکړ، خو هيڅ اغېز يې ونه کړ. ما پر حشره وژونکو درملو باندې ډېرې پېسې ولګولې، خو هيڅ کومه ګټه يې و نه کړه."
په دې توګه کروندګر خپه دي او پړه پر حکومت اچوي.
د بلخ د ولايت د چمتال د ولسوالۍ اوسيدونکي، امير محمد وويل: "د مچانو په وړاندې حکومتي مبارزې مازې يوه سمبوليکه بڼه درلوده."
د بلخ د ولسوالۍ اوسيدونکي، شيخ احمد وويل: "حکومت د ستونزې په وړاندې ناوخته ګام پورته کړى. هغوى بايد له مچانو او همدارنګه ملخانو او نورو حشرو په وړاندې د مبارزې په اړه خپلې هڅې ډېر ژر پيل کړى واى. اوس يې درمل هغه مهال راکړل چې ناروغ لا د وخته مړ شوى دى."
يو شمېر کروندګر د خټکو د نه کرلو ګواښونه کوي.
په مزارشريف کي د سوداګرۍ او صنعت د خونو رئيس، سيد طاهر روشن زاده د وينا له مخې به دا کار د سيمې عايداتو ته ستر زيان ورسوي.
هغه وويل: "پخوا به زموږ خټکي او هندواڼې د افغانستان ټولو ولايتونو ته وړل کېدې. په سلګونو ټنه به پاکستان او هند ته هم وړل کيدل."
د بلخ چارواکي له خپلې خوا څخه دا پړه په کروندګرو اچوي.
عمران وويل: "که چېرته کروندګر موږ ته غوږ ونيسي اوهغه کار وکړي چې موږ يې ورته وايو، نو وبه توانيږو چې له دې ناروغۍ څخه ځانونه بېغمه کړو."