افغان خفيه پوليس به د اردو ليکې له ياغيانوپاکې کړي
د استخباراتو رياست ځانګړي واحدونه استخداموي چې د پوليسو او اردو ليکو ته د جلب او جذب د بهير څارنه وکړي.
The Taleban have taken to disguising themselves as members of the army and police. Here, a real Afghan army soldier stands guard at a village meeting in Zabul province. (Photo: Isafmedia/Spc. Thomas Duval) په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، حبيب الرحمن ابراهيمي ليکنه
کابل د هغو اندېښنو د لرې کولو لپاره استخباراتي واحدونه ګومارلي دي ترڅو وسله وال ځواکونه تر خپل سترګو لاندې وساتي. چې افغان سرتيري او پوليس يي د ټوپکو خولې په خپلوکې يو بل ته اړوي،
حکومت د ناتو پر سرتيرو او افغان چارواکو د وروستيو بريدونو پړه پر طالبانو اچوي، چې د ملي اردو او ملي پوليسو ليکو ته ورننوتي يا د يونيفورم په تر لاسه کولو ځانونه د هغوی د غړو په څېر جوړوي. شنونکي وايي دا کار له څو کلونو راهيسي روان دی، خو په لوړ پوړو چارواکو د مرګوني بريدونو لړۍ حکومت غبرګون ته هڅولی دی.
د امنيت د عمومي رياست وياند، لطف الله مشعل وويل، د هغه رياست به د لومړي ځل لپاره د دفاع او کورنيو چارو د وزارتونو د جلب او جذب په مرکزونو او نورو ځايونو کې داسې واحدونه وګوماري، چې ملي اردو او ملي پوليس ته جلب اوجذب تر څارنې لاندې ونيسي.
هغه وويل: «وروستيو پېښو د ملي امنيت رياست اړ کړ، چې د دفاع او کورنيو چارو له وزارتونو سره له نژدې څخه کار وکړي.» هغه ونه ويل چې امنيت به خپل کار څنګه پر مخ يوسي.
ددې ډول تر ټولو وروستۍ پېښه د می په ۱۲ هغه مهال رامنځته شوه، چې يو افغان پوليس په هلمند ولايت کې د متحده ايالتونو د سمندري ځواک دوه تنه سرتيري ووژل. د اپرېل په ۲۷ د متحده ايالتونو د اردو نهه تنه افسران په کابل هوايي ډګر کې د يو افغان پيلوټ له خوا ووژل شول.
له نوموړې پېښې نهه ورځې وروسته يو يرغلګر د ملی اردو د سرتيرو په جامو کې د ملي دفاع وزارت ته ورننوت، تر وژل کېدو دمخه يې دوه تنه سرتيري ووژل او اووه تنه نور يې ټپيان کړل. چارواکي وايي هغه د چاوديدونکو توکو ډک واسکټ اغوستی و او هڅه يې کوله د دفاع وزير، رحيم وردګ ته ځان ورسوي. د طالبانو يوې بيانيې له مخې هغوی (په دروغه) باور درلود چې د فرانسې د دفاع وزير، ګرارد لانکوې هم د وزارت دننه موجود دی.
دا بريد له هغو دوو بريدونو يوازې درې ورځې وروسته رامنځته شو، چې ياغيانو ځانونه د ملي امنيت د غړو په توګه جوړ کړي وو. د اردو په يونيفورم کې يو ځانمرګي بريد کوونکي د جلال آباد په يو پوځي مرکز کې د ناتو پنځه سرتيري، د ملي اردو څلور غړي او يو ژباړن ووژل. د کندهار ولايت د امنيې قوماندان، خان محمد مجاهد له خپلو دوو کارکوونکو سره هغه مهال وژل شو، چې يو ځان مرګی بريد کوونکی د پوليسو په جامه کې د هغه مرکز، امنيې قوماندانۍ ته ورننوت.
تر ټولو لوی بريد په ختيځ ولايت، ننګرهار کې د فبرورۍ په مياشت کې ترسره شو. د طالبانو يو غړی د پوليس په يونيفورم کې د کابل بانک يوې څانګې ته ورننوت او تر ۴۰ پوري ولسي خلک او د اردو کارکوونکي يې ووژل.
د ځانمرګي بريدونو په څېر دمخه پلان شوي پېښې چې طالبان يې مسؤوليت پر غاړه اخلي، ددې څرګندونه کوي، چې يا بريد کوونکی د اجينت په توګه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې ورننوتی او يا يې له کوم ځای څخه يونيفورم غلا کړی دی.
په يو شمېر نورو پېښو کې له تاويلي، ماويلي او ناندريو وروسته ډزې شوي، چې په څرګنده يې له ياغيانو سره کوم تړاو نه په سترګو کيږي. د بېلګې په توګه د کابل د هوايي ډګر په پېښه کې طالبانو ادعا وکړه چې بريد کوونکی پيلوټ د هغوی پلوي و، خو د هغه کورنۍ او ملګرو دا ادعا رد کړه.
ددې کار چاره يو څه ستونزمنه ده، چې د امنيتی کارکوونکو د اعصابو د خرابېدو مخنيوی دې وشي. داسې ښکاري نوې تګلارې ددې لپاره جوړې شوې، چې په ليکو کې د طالبانو د په نښه کولو احتمالي پلان کمزوری کړي.
د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشری وويل، د ملي امنيت د واحدونو د مرستې ترڅنګ پوليسو ته د بايو متريک سيستم له لارې د استخدام پېژندپانې ورکول کيږي.
هغه وويل: «ددې سيستم له فعاليدو وروسته به د پوليسو په ليکو کې د خطرناکو افرادو د يوځای کېدو مخه ونيول شي.»
د دفاع وزارت وياند، ظاهرعظيمي وويل يو ورته سيستم چې په هغې کې د عکس او سترګې له سکن او ګوتې لګولو څخه به د ملي اردو د جلب او جذب په مرکزونو کې کار واخيستل شي. به په کار ولوېږي
هغه ومنله چې دمګړۍ د جلب او جذب مرکزونه کمپيوتري سيستم نه لري.
عظيمي وويل، په اوسني چک کې تر جلب او جذب لاندې شخص د مخينې څېړل او د دوو تنو له خوا د نوموړي شخص د اهليت او کفايت تصديق شامل دي. دا کار ددې لپاره کيږي چې نوموړي دوه تنه ضامن اشخاص د جلب او جذب څانګې ته راشي، وپېژندل شي او نومونه يې ثبت شي.
د طالبانو وياند، ذبيح الله مجاهد آی ډبليو پي آر ته وويل، حکومت داسې تګلارې دمخه هم عملي کړې وې، خو کوم ځای يې نيولی نه و، ځکه ياغيان د حکومتي وسله والو ځواکونو په ليکو کې افراد لري.
هغه وويل: «زموږ زيات شمېر سړي د ملي اردو او پوليسو په ليکو کې ځای په ځای شوي دي. کله چې وغواړو له هغوی کار اخلو. دا تګلارې به زموږ د راتلونکو ځان مرګي بريدکوونکو او متحدينو له خوا پر عملياتو منفي اغېز ونه کړي.»
مجاهد دا ادعا هم وکړه چې د بريدونو موضوع له ياغيانو سره تړاو نه لري.
هغه وويل: «آن د اردو هغه افسران چې له موږ سره اړيکي نه لري کله چې د بهرنيانو، په تيره بيا د امريکايانو، ظلم ورته څرګند شی، زغملی يې نشي او په وړاندې يې وسلې ته لاس اچوي. تاسو به ددې ډېرې بېلګې ليدلي وي.»
يو شمېر شنونکي وايي استخباراتي خدماتو ته د پياوړي دندې ورکول به څه ناڅه د ياغيانو د نفوذ د ګواښ له لږولو سره مرسته وکړي.
هغوی په ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي تر حمايت لاندې رژيم ته ګوته ونيوه، چې د خاد استخباراتی ادارې په هرځای کې شتون درلود او مجاهدينو ته يې پر حکومتي ودانيو باندې د بريدونو په موخه ښاري مرکزونو ته ننوتل ګران کړي و.
يو شمېر نور وايي چې د ملي امنيت اداره له هماغه ستونزو سره لاس او ګرېوان ده، چې ملی اردو او ملي پوليس ورسره دي.
د محمد اشرف په نامه د کابل پوهنتون يو محصل وويل: «اردو، پوليس او ملي امنيت د افغانستان ملي ګټو ته ژمن نه دي. دا درېواړه ارګانونه په تنظيمي، قومي او ژبنيو ډلو وېشل شوي دي. موږ د څو پېښو په اړه اورېدلي دي، چې اردو له پوليسو سره جنګېدلې او پوليس له ملي امنيت سره. د دوی تر منځ به هيڅکله همغږي رانشي. زما په اند دا [نوي امنيتي] تدبيرونه به مازې ستونزې نورې هم زياتې کړي.»
په وسله والو ليکو کې له ننوتلو پرته ياغيان په اسانۍ سره يونيفورم تر لاسه کولای شي. يونيفورم په مغازو يا د ګنډونکو په هټيو کې له ډېر پخوا تر لاسه کېدای شي. غله، برمته کوونکي او د نشه يي توکو قاچاق کوونکي د عادت له مخې د اردو جامې اغوندي.
کابل د پوليسو په قوماندانۍ کې د فاروق په نامه د پوليسو د جنايي څېړنو يو افسر وويل، د هغو هټيو د تړلو کار روان دی چې په ښار کې يې يونيفورمونه پلورل.
په زوره د نوموړو بندو شوو هټيو په ډله کې يوه هم د نبي جان ده، چې ويل يې د پوليسو له خوا د هټيو تړل يوه پوچه خبره ده.
نوموړی زياته کړه: «باور نه کوم چې که طالبان او يا بل کوم څوک وغواړي د اردو او يا پوليسو يونيفورم ترلاسه کړي، کومه ستونزه دې وګوري.»