کوچيان په پارلمان کې په ورکړ شويو څوکيو باندې خوشحاله نه دي
کوچيان د هېواد د تر ټولو بېوزلی اوسيدونکي په دې اند دي، چې په پارلمان کې به رښتينی استازيتوب ونه لري.
کوچيان په پارلمان کې په ورکړ شويو څوکيو باندې خوشحاله نه دي
کوچيان د هېواد د تر ټولو بېوزلی اوسيدونکي په دې اند دي، چې په پارلمان کې به رښتينی استازيتوب ونه لري.
د افغانستان کوچيان به د وږي د مياشتې په 27 پارلمان ته خپل لس تنه استازي وټاکي. خو د کوچيانو رايه ورکوونکي او کانديدان دواړه وايي، دوی ته په لږ شمېر ورکړشوې څوکۍ به په نوي پارلمان کې د حکومت د ظلم په اوږده دوره کې يوازې د هغوی د وروستی اقدام څرګندونه وي.
نوی پارلمان به په متناسب استازيتوب ولاړ وي، په دې مانا چې کوچيان به د خپل نفوس په تناسب پارلمان ته خپل استازي ورپېژني.
د وروستۍ سرشمېرنې له مخې، چې د داودخان د واکمنۍ پر مهال د اويايمو کلونو په وروستيو کې تر سره شوې وه، د کوچيانو شمېر 7 ،3 مليون تنه ښوول شوی و. د احصايې د رياست په وينا د روان کال په پيل کې د پارلماني ټاکنو لپاره په تر سره شوې سرشمېرنې کې د کوچيانو شمېره 5 ،1 مليونه ښوول شوی دی.
يو شمېر کوچي سياستوال ادعا کوي، چې په پارلمان کې بايد د هغوی لپاره د بېلو شويو څوکيو شمېر له لسو څخه ډېرلوړ وي. يو کانديد، حاجي ملا تره خېل ټينګار کوي، چې د هغوی شمېره بايد اووه برابره وي.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((حکومت او ملګري ملتونه دواړه ددې موضوع په وړاندې مسووليت لري. زموږ په حقونو ځکه سترګې پټې شوې، چې موږ بېوزلې يو، توپونه او ټانکونه نه لرو، ترڅو خپل حق په زور واخلو.))
تره خېل وويل، هغه بيا بيا ولسمشر کرزي، ملګرو ملتونواو د ټاکنو د تنظيم ګډې څانګې (JEMB) ته شکايت کړی دی، خو تر اوسه يې هيڅ غبرګون نه دی ليدلای.
د JEMB د وياند، سلطان احمد بهين په وينا کوچيانو ته د لسو څوکيو د ورکولو پرېکړه د افغانستان حکومت له خوا شوې وه، نه د هغه د موسسې له خوا. هغه وايي: ((ماته د کوچيانو د سرشمېرنې په هکله کوم رپوټ نه دی راکړ شوی.))
په نوي پارلمان کې به ولسي جرګه 249 څوکۍ ولري، چې د 34 ولايتونو استازو او د کوچيانو له لسو تنو استازو څخه به جوړه شوې وي. د کوچيانو په لسو تنو کې بايد لږ ترلږه درې تنه ښځې هم شاملې وي.
پروين مهمند تلوسه، چې د کانديدو شويو ښځو له ډلې څخه يوه ده، وايي دا لومړی ځل نه دی، چې حکومت له کوچيانو سره ناسم چلن کوي. هغه وايي: ((زموږ په هېواد کې تل په کوچيانو ظلمونه شوي دي. هغوی د ټولنې ترټولو بېوزلی پوړکی دی. په پارلمان کې ددې څو څوکيو بېلول ددې ظلم يوه بله بېلګه ده.))
کوچيانو ته په مشرانو جرګې کې ونډه نه ده ورکړ شوې، چې يوه برخه يې د ولايتي شوراګانو له لارې غوره کيږي. په ولايتي شوراګانو کې کوچيان ځکه ونډه نه لري، چې هغوی ګرځنده ژوند (کوچيتوب) لري.
د کوچيانو يو بل کانديد، محمد نذير احمدزی وايي، هغه هم په خپل وار ولسمشر، ملګرو ملتونو او JEMB ته زيات شکايتونه کړي دي، خو هېڅ يو يې هم کومه پايله نه ده لرلې. هغه وايي: ((کوچيان نه غواړي افغانستان يو ځل بيا د جګړې په ډګر واوړي، له دې امله يې د حکومت او د ټاکنو د کميسون پرېکړې ته غاړه ايښې ده. خو هغه مهال چې کوچيان په پارلمان کې خپلې څوکۍ تر لاسه کړي، نو هله به خپل غږ پورته کړي.))
د 61 نارينه او اوو تنو ښځو په ګډون 68 تنو کوچيانو ځانونه نومولي دي. نوموړو کانديدانو ته يوازې کوچيان رايه ورکولای شي، چې د جغرافيايي استازيتوب پر ځاې به په ولسي کچه کمپاين وکړي.
کوچي رايه ورکوونکي د هغوی په ستونزو باندې د حکومت له خوا د سترګو په پټولو پړسېدلي دي او ډاريږي، چې په نوي پارلمان کې د هغوی دلږ شمېرې استازيتوب به د هغوې حالت نور هم پسې خراب کړي.
شپېته کلن حاجي احمدشاه باکوخېل وايي: ((حکومت له کوچيانو سره د هغوی د اولادونو لپاره د ګرځنده ښوونځي، کلينيک او د څکلو د اوبو د چمتو کولو ژمنه کړې وه، خو هېڅ يي هم ونه کړل.))
پنځه څلوېښت کلن ګل ولي وايي: ((هېڅوک هم د کوچيانو غږ نه اوري.))