دفساد اندېښنې د نشه يي توکو د سوداګرۍ مخنيوى له خطر سره مخامخ کوي.

داسې بريښي د هلمند هغه پروژه، چې کروندګرو ته په کې د غنمو تخمونه او سرې ورکول کيږي، د فساد له امله غړنده شي.

دفساد اندېښنې د نشه يي توکو د سوداګرۍ مخنيوى له خطر سره مخامخ کوي.

داسې بريښي د هلمند هغه پروژه، چې کروندګرو ته په کې د غنمو تخمونه او سرې ورکول کيږي، د فساد له امله غړنده شي.

Friday, 4 December, 2009
.



په يو شمېر ولسواليوکې له کلونو کلونو راهيسې د متحده ايالتونو د حضور له امله ټيکاو راغلى، چې طالبانو په کې بشپړ کنترول تر لاسه کړى وو. اوسيدونکو ته يوڅه هيله پيدا شوې او د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرايمو د څانګې د وينا له مخې سږکال د کوکنارو کرکيله په کې يو پر درېمې ته راکښته شوې ده. دا تر هرڅه زياته بريا ګڼل کيږي.



هلمند په يوازې سر د نړۍ د اپينو تر ټولو لوى توليدوونکى ولايت دى. د هيروينو د نړيوال لګښت نژدې نيمايي هغه يې دلته چمتو کيږي. د منګل د خوړو د زون پروګرام ددې توليد له راټيټدو سره مرسته کړي. په دې پروګرام کې هغو کروندګرو ته د غنمو تخم او سره ورکول کيږي چې کوکنار له کرکيلې لاس واخلي.



د تېرو څو مياشتو راهيسې د خوراکي توکو د زون پروګرام په فساد کې نغاړل شوى. لوړ پوړي سلاکاران او اداري چارواکي په فساد تورن دي او په لسګونه يې اوس مهال د هلمند په جېل کې شپې ورځې تېروي.



منګل آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ ٩٠ تنه د فساد په تور بنديان کړي دي. موږ هغوى ته دوسيې جوړوو. هغوى ټول اوس په زندان کې دي."



بنديان شوي چارواکي له قرارداديانو څخه د زرګونو امريکايي ډالرو په بډو اخيستو تورن دي.



نوموړى پروګرام د هلمند د ولايتي بيارغاونې برتانوي ډلې له خوا تمويل شوى، چې تېرکال يې د پروژې لپاره نژدې ١٣ مليونه ډالره چمتو کړي وو.



داسې ادعاګانې رامنځته شوي دي چې د لوړ کيفيت غنمو پرځاى ټيټ کيفيت غنم پېرودل کيږي. دا خبره د نادعلي د ولسوالۍ يو قومي مشر، عبدالاحد هلمند وال وکړه چې ادعا کوي، د نوموړي فساد په اړه زيات اسناد او شواهد يې د هلمند د والي او امنيتي چارواکو په واک کې ورکړي دي.



د هلمند ولايت د کرنې او اوبو لګولو يو چارواکي، چې د نوم د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، ددې درغلۍ پخلي کړى دى.



نوموړي حکومتي مامور وويل: "موږ ته [يوچارواکي] وويل، هر راز غنم چې مو په لاس درغلل، ويې پېرئ. هغه وويل، ځان ته زحمت مه ورکوئ چې روشن (د ښه کيفيت والا) غنم واخلئ. موږ ته بايد يوڅه پيسې پاتې شي."



"دولايتي بيارغاونې ډلې موږ ته د يو ټن غنمو د پېرودلو لپاره ٥٧٠ ډالره راکړل، خو موږ د (هغه) په امر يو ټن غنم په ٣٣٠ ډالرو وپېرودل. ټول مو ٤٠٠٠ ټنه غنم وپېرودل. لږ تر لږه په سلو کې اتيا غنمو ټيټ کيفيت درلود. هغوى ورسره کيمياوي توکي ګډ کړل چې د روشن د غنمو په څېر وبريښي، خو کروندګر پرې پوهېدل. ددې غنمو حاصل د ښو غنمو په پرتله نيمايي دى. "



د هلمندوال د وينا له مخې د ټيټ کيفيت غنمو پوښتنه څو څو ځايونو کې راياده شوه.



د حاجي حيات الله په نامه د ګرشک د ولسوالۍ يو کروندګر وويل: "دا څه شى دى؟ آيا حکومت داسې انګيري چې ددې ټيټ کيفيت غنمو په راکولو به زموږ ملاتړ تر لاسه کړي.؟ والي ته وواياست چې دا پروژه زموږ لپاره نه ده!"



د والي مرستيال، عبدالستار ميرزکه وال د هغو لوړ پوړو چارواکو په ډله کې دى، چې په دې فساد کې ښکېل دى. هغه نه دى بندي شوى. د کليو د پراختيا او بيارغاونې په اداره کې سرچينو، چې د نامه د نه ښودلو په شرط يې خبرې کولې، ميرزکه وال او نور چارواکي يې ونومول چې د خوراکي توکو د زون د پروګرام په ګډون له پروژو څخه پيسې تر لاسه کوي.



ميرزکه وال د هر ناسم کار له کولو څخه غاړه غړوي او ادعا کوي چې نوموړې موضوع يوه سياسي انګېزه لري.



هغه ادعا وکړه چې هغوى دا ادعاګانې د هيروينو له سوداګرۍ څخه د ګټې د ترلاسه کولو په موخه داسې خبرې کوي، هغه وويل: "د هلمندوال په څېر يو شمېرخلک، چې نه غواړي هلمند د نشه يي توکو د مافيا له لست څخه ولويږي، د خوراکي توکو د پروګرام ناکامېدل غواړي. که دا پروګرام بريالى شي په هلمند کې به نور د نشه يي توکو قاچاق رامنځته نشي."



په هغه ولايت کې يو شمېرنورخلکوهم په هلمندوال ټکه وکړه او ويل يې چې د هغه موخه د والي بدنامه کول دي. په نادعلي کې د شورا يو غړي شملزي وويل: "هلمند وال موخه د خوارکي توکو د زون د پروګرام تخريبول دي."



هلمندوال په غوسې له دې تورونوڅخه انکار کوي. هغه يو وروستني مطبوعاتي کنفرانس ته وويل: "زه مفسد نه يم." زه د هلمند د خلکو لپاره کار کوم. زه متاسف يم چې والي په دې پروژې کې خپل ټول ښکېل سلاکاران نه بنديانوي. زه تاسف کوم چې موږ يو له بل سره جنګيږو. زه متاسف يم چې د نړۍ له هاغه سر څخه برتانويان د هلمند خلکو ته تخمونه او سرې راليږي. له هغوى څخه د مننې پرځاى موږهغه غلا کوو."



يوشمېرځايي چارواکو د ادعا شوي فساد له امله د بسپنې کوونکو د ښه نيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې چې د خوړو د زون پروګرام ته دوام ورکوي.



د ولايتي بيارغاونې وياند د٢٠١٠ او ٢٠١١ کلونو د بسپنې په اړه کومه تبصره ونه کړه، خو ويې ويل:"موږ د فساد له ستونزو څخه خبر يو. موږ دا يو ښه ګام بولو چې والي دې ادعاګانو ته پام اړولاى دى."



هغه وويل د ټيټ کيفيت غنمو اوازې د ولايتي بيارغاونې ډلې ته رسيدلې دي، خو د پروژې د ادارې کارکوونکي باوري دي چې غنم د حاصل د لاسته راوړلو پوره کيفيت لري



په افغانستان کې سږکال غنموښه حاصل کړى دى. يو لامل يې په بازار کې د غنمو د لوړې بيې له امله د کروندګرو هڅېدل و. د اپينو بيې رالويدلي دي او يو کيلوخام اپين د درې کاله دمخه ١٤٠ ډالرو په پرتله شاوخوا٣٥ ډالره پلورل کيږي. دې ټولو لاملونو د خوړو د زون له برياليتوب سره مرسته کړې ده. ددې خبرې ضمانت نشته چې ګوندې دا کار به دوام ومومي.



د ولايتي بيارغاونې د ډلې وياند وويل: "دا نشي ويل کېداى چې وويل شي دې پروګرام د کوکنارو له کمښت سره څومره مرسته کړې. دا کار له کرنې او کوکنارو څخه زيات دى.دا کار په ولسواليو کې د حکومت شتون څرګندوي."



په حقيقت کې زيات شمېر کروندګر د خوړو د زون له پروګرام څخه ډېر خوشحاله دي.



د نادعلي په ولسوالۍ کې د نورمحمد اکا په نامه يو کروندګر وويل: "پروانه کوي چې څه پېښ شوي. دا يو ډېر ښه پروګرام دى. ما خپله ونډه شپږ بوجۍ سره او دوه بوجۍ غنم اخيستي دي. ددې ټولو بيه ٧٠٠ افغانۍ کيږي. که له بازار څخه مې پېرودلى واى، نو يوازې په ٧٠٠ افغانيو يوه بوجۍ سره کيده. له حکومت څخه مننه کوم. نور به کوکنار ونه کرم."



د ناوې په ولسوالۍ کې د شېر افضل په نامه يو کروند ګر وويل: "ما خپله ځمکه اجاره ورکړې، خو ماته يې اته بوجۍ غنم اوسره راکړې. خداى (ج) دې حکومت ته خير ورکړي، چې له موږ سره يې ډېره مرسته کړې ده. داسې پروګرامونه خلک باوري کوي چې حکومت غواړي له هغوى سره مرسته کوي."



يو شمېر نور بيا له پروګرام څخه د بې برخيتوب ادعا کوي.



د احمد جان په نامه د چاانجير د ولسوالۍ يو کروندګر وويل: "زما نوم د (موادو) ويش په لست کې نه و. موږ نه غواړو يو شمېر خلک دې راغونډ شي د خپلې خوښې د خلکو نومونه دې وليکي اومرستې دې په خپلو منځونو کې وويشي."



منګل وويل داسې ګامونه به پورته شي چې د خوړو د زون د پروګرام شفافيت ډاډمن کړي. هغه همدا راز لوړه وکړه چې له پروګرام څخه ناوړه ګټه تر لاسه کوونکو ته به سزا ورکړ شي.



هغه وويل: "نه به چاته بښنه وشي او نه به څوک له مجازاتو خوندي شي."



له دې سره سره د ناوې د ولسوالۍ د شورا يو غړي يو څه شک درلود.



هغه وويل: "والي يو صادق سړى دى، خو د هغه په خبرو سل په سلو باور نشو کولاى. په دې بهير کې زيات فساد دى."



په زياترو برخو کې والي ته د فساد په وړاندې د يو اتل په سترګه کتل کيږي.



د لښکرګاه يو استوګن، خال محمد وويل: "موږ به هيڅکله د ګلاب منګل د اتلولۍ دا اقدام هېر نه کړو، چې د مفسدو ادارو مشران يې بنديان کړي دي. موږ د هغه ننګه کوو. موږ غواړو هغه تل په هلمند کې پاتې شي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists