د نورګل ښځى د خپلى ځالى حاکمانى دي

د افغانستان د دغى ليرى پرتى او وروسته پاتى سيمى ښځى د نارينه و ټول کارونه تر سره کوي او چا هم د طالبانو په ګډون و نه شو کولى د دوى وضع بدله کړي.

د نورګل ښځى د خپلى ځالى حاکمانى دي

د افغانستان د دغى ليرى پرتى او وروسته پاتى سيمى ښځى د نارينه و ټول کارونه تر سره کوي او چا هم د طالبانو په ګډون و نه شو کولى د دوى وضع بدله کړي.

هغه مهال چى د ګاونډيو کليو ځوانان وغواړي وخت ښه تير کړي نورګل ته ځي ځکه چى هلته له ښځو سره په آزاده روغبړ کولى شي. پر دى سربيره د نورګل ښځى له کالۀ څخه بهر د مخ نه پټولو او خندا کولو سره روږدي دي چى دا کار د افغانستان په نورو سيمو کى عام نه دى.


خو د نورګل ښځى له نورو ښځو سره توپير لري. دلته ښځى ډير درانده کارونه لکه کرکيله، د لرګو ماتول او د اوبو راوړل تر سره کوي، پداسى حال کى چى نارينه له خپلو وسلو سره ناست وي او موسيقي اوري. يو تن اوسيدونکى په ډيرى بى اعتنايي سره د کار ويش ته په اشارى وايي: دا زموږ پخوانى دود دىاو دوى (ښځى) ورسره روږدى دي.


د نورګل د درى چار چاپير غرونه دي. له دى امله نورګل ته د رسيدو له پاره له نژدى خامه سړک څخه يوه ورځ لار ده. د نورګل د سيمى ١٢٠٠٠ اوسيدونکي د دغه ځاى د موقعيت له امله چى د ننګرهار ولايت د درۀ نور د ولسوالۍ چى د افغانستان په ختيځ کى دى له بهرنۍ نړۍ څخه په ګوښيتوب کى ژوند کوي او د بهرنۍ نړۍ پرمختياو، آن اسلام د دغى سيمى پر خلکو ډير لږ اغيز درلودى دى.


د طالبانو د مقيد حاکميت پر مهال، د نورګل ښځو چادري نه پر سر کوله او دا دود پر هغوى تحميل کيداى نه شو.


د افغانستان ډيرى خلک په سونو کلونه د بودايي دين پيروان و او خپل ديني سنتونه يي درلودل، تر څو چى په نهمه پيړۍ کى يي د اسلام دين ومانه. خو د نورګل خلک تر هغى زرکاله وروسته هم د بودايي دين پيروان و.


په ١٨٩٧ کال کى د عبدالرحمن خان د واک ته رسيدو سره د نورګل سيمه د حکومت لاس ته ولويده او خلک يي په زور سره مسلمانان شول. سميع اله د تاريخ د ريښو په نامه په خپل کتاب کى ليکي چى د اسلام دين د هيواد د نورو سيمو په شان په دغه سيمه کى دومره ريښه پيدا نه کړه. په شلمه پيړۍ کى لږو ملايانو وکولى شو هلته ورسيږي او جوماتونه د ټولنيز ژوند په مرکزونو بدل نه شول.


په افغانستان کى ليرى پرتى او ګوښي سيمى ډيرى دي خو ډيرى لږى سيمى دي چى د نورګل په شان يي خپل د پيړيو دودونه ساتلي وي. که څه هم د نورګل خلک کولى شي په پښتو ژبه وغږيږي خو پخپله په پشه اي ژبه غږيږي.


د نورګل ښځى اکثره په صندوقونو کى چى پکښى ميوى او د سونګ لرګي وي او يا يي هم ماشومان په تسمو تر شاه تړلي وي پر شاه بار وي او په دى توګه د درندو کارونو ډيره برخه پخپله تر سره کوي. دا ښځى لوبيا، غنم او ميوه کري. پسان او غواوى ساتي او د پخلي له پاره لرګي راټولوي او غوشيان هم وچوي. په ورځنيو چارو کى يوازى ماشومان او زاړه ورسره مرسته کوي.


د نورګل اوسيدونکي وايي نارينه د خپلو کارونو له پاره له سيمى څخه بهر سفر کوي او ځينى يي آن په پاکستان کى سوداګري کوي او مهم رول يي دا دى چى خپل کلي ساتي.


معصوم خان وايي د درۀ نور ډيرى خلک له ګاونډيو کليو سره خصومت او اختلافونه لري او پر کليو يي د دښمنانو له خوا يرغلونه شوي. له دى امله هغوى تل خپل ټوپکونه تيار ساتي.


د دوى مشاجرى اکثره د ښځو په اړه وي چى ښکلا يي مشهوره ده او مجبوره دي چى د نورګل له نارينه و سره واده وکړي.


کليوال په دى باور دي هغه ښځى چى نورګل پريږدي او په بل کلتور او نورو سيمو کى ميشت کيږي ناروغه کيږي او مري. که څه هم خلک پخوانۍ کيسى يادوي چى داسى شوي دي.


د نورګل ښځى چى يا يي نه خوښيږي او يا هم بوختى وي ، د ځان په اړه خبرى نه کوي. ډيرى يي چمتو نه وى چى زموږ له خبريال سره وغږيږي. يوازى يوه ميرمنه حاضره شوه زموږ پوښتنو ته له دى امله ځواب ورکړي چى آيا له دغه کار څخه ستومانه شوى او که څنګه؟ هغى وويل: نه ، اوس يي دا هر څه په عادت بدل شوي، زما نورګل خوښ دى او نه غواړم چى بل چيرى ولاړه شم.


که څه هم ټول خلک له دغه ډول ژوند څخه راضي نه دي. محمد علم چى د سيمى په يوازيني ښوونځي کى ښوونکى دى وايي د نورګل نارينه يوازى په دى پوهيږي چى څه ډول له خپلى وسلى کار واخلي او وجنګيږي. د يوه عدد وسلى درلودل د خلکو د دود برخه ده. له همدى امله بى وسله کول ناممکنه دي .


د تعجب ځاى دا دى محمد علم چى پخپله په خصومتونو کى راګير دى ، وسله پر اوږه زده کوونکو ته تعليم ورکوي. هغه وايي دا ځکه چى زه دښمن لرم او ډاريږم چى د دښمنانو له خوا راباندى حمله ونه شي.


د علم ستونځى هغه مهال پيل شوى چى له کورنۍ څخه يي يوه نجلۍ د بل کلي له يوه نارينه سره وتښتيده او علم د خپلى کورنۍ د عزت د ساتلو له امله دا سړى وواژه او اوس د هغه سړي خپلوان په ده پسى دي.


د ګاونډيو کليو خلک له ژوند سره د سخت چلند په اړه د نورګل پر کلتور نيوکى کوي خو دوى هم وايي د نورګل خلک ډيره ښه ميلمه پالنه لري. د ګاونډي کلي بريکوټ يو تن سپين ږيرى ملک شاهين خان وايي هغه مهال چى يي کلي ته ځو له موږ څخه تود هرکلى کوي او له موږ سره د ملګرتوب چلند کوي.


په زړه پورى خو دا ده چى ميلمه پالنه په نورګل کى يو ډول ساتنه ده. د خلکو د دود پر بنسټ هغه مهال چى يوه کورنۍ ميلمانه ولري نو د غچ اخيستنى موضوع مطرح کيدى نه شي.


هغه شان چى د دى سيمى پر خلکو راډيو او تلويزيون اغيز نه دى درلودى، دوى د ښوونى او روزنى او کر کرهڼى په برخه کى له پرمختياو څخه بى برخى پاتى دي. دا سيمه يوازى يو لمړنى ښوونځى لري. د ښوونځي زده کوونکو زموږ خبريال ته وويل : دوى له دغو جګړو او دښمنيو ستومانه شوي او غواړي چى عصري تسهيلات ښکلي کورونه او ګاډي ولري او د هغو په اړه يي يوازى له هغو خلکو اوريدلي دي چى د دوى سيمى ته تګ راتګ کوي.


هغه څه چى ښايي د نورګل مقاومت د بهرني نفوذ په وړاندى کم کړي غربت دى. د خلکو د عايد يوازينۍ سرچينه کر کرهڼه ده. د سيمى اوسيدونکي وايي د ځان د بقا له پاره د حکومت او بهرنيو غيرحکومتي موسسو مرستو ته اړتيا لري.


د ننګرهار ولايت والي حاجي دين محمدوايي: هغه مينه لرى چى د هغه د ولايت وروسته پاتى سيمو ته د پرمختګ امکان برابر کړي. خو په نژدى راتلونکي کى نورګل د خپل همدغه مادي غربت سره خپل انزوا او ګوښيتوب ته دوام ورکوي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists