پخوانى جنګيالىخپلواکه لاره نيسي

يوتکړه بوکسر او د سياست ډګر ته نوى راوتونکى په خپلواک ډول د ولسمشرۍ څوکې د نيولو په هڅه کې دى.

پخوانى جنګيالىخپلواکه لاره نيسي

يوتکړه بوکسر او د سياست ډګر ته نوى راوتونکى په خپلواک ډول د ولسمشرۍ څوکې د نيولو په هڅه کې دى.

Friday, 1 September, 2006

دمقاومت پخوانى جنګيالى، سيد عبدالهادي دبير د افغاني سياست ډګر ته نوى راوتلى. هغه د پوليسو د افسر په توګه له خپلې دندې ځان ګوښه کړ، تر څو د ولسمشرۍ د څوکې لپاره ځان کانديد کړي.


دتخار دې اوسېدونکى، د شوروي اتحاد په وړاندې په جهاد کې ونډه اخيستې ده. په ١٩٨٢ کال کې د کمونستانو د واکمنۍ پرمهال د يو کال لپاره بندي شوى و. دبير د خپلې کړنلارې په بنسټ ژمنه کوي، د هېواد د نوي اساسي قانون ته په درناوۍ به اسلامي ارزښتونه په پام کې ساتي او ديني عالمان او مذهبي شوراګانې به په حکومت کې شرېکوي .دبير د ملي يووالي خبرې هم کوي.


هغه د يو خپلواک کانديد په توګه چې هېڅ سياسي تجربه نه لري، نه د کوم ګوند ملاتړ لري او له لږې پېژندګلوۍ سره څارونکو هغه ته د شنبې د ورځو په ټولټاکنو دلږ بري چانس ورکړى دى. د جهاد دکلونو يوه تکړه جنګيالى اوس د غيږې نيولو او بوکس مينه وال وويل، چې افغانستان بايد يو نوى جهاد وکړي، د بياجوړونې، تکنالوژۍ او اقتصاد جهاد.


هغه وايي، که چېرته وټاکل شو،نو انفرادي اشخاص به د وړتيا له مخې په خپلې کابينې کې وګوماري، تر څو په اداره کې د واسطې او خپلوانو د مقررولومخه ونيسي. هغه وويل، چې د کابينې غړي بايد يوازې له دوو، دريو قومونو څخه ونه ټاکل شي. دبير د افغانستان په ټولو عالمانو غږ وکړ، چې د مجاهد په توګه د هغه ملاتړ وکړي، چې د هغه دهېواد د آزادۍ لپاره يې مبارزه کړې ده.


هغه وايي، چې که چېرته وټاکل شي، نو هغه به د هېواد ټاکل شوي پارلمان په ګډون د عالمانو يوه لويه شورا جوړه کړي. هغه وايي: "زه ددې وياړ لرم، چې رسما خپل عالمان راوبلم، تر څو په حکومتي چوکاټ کې ونډه واخلي." دبير وويل، هغه دښځو د سياسي برابرۍ پلوي دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists