Skip to main content

هندوان لا هم د تعصب سره مخامخ دي

د هغو لږکيو له پاره چى مسلمانان نه دي دا ګرانه ده خپل ماشومان اسلامي ښوونځيو ته وليږي.

هندوان لا هم د تعصب سره مخامخ دي

د هغو لږکيو له پاره چى مسلمانان نه دي دا ګرانه ده خپل ماشومان اسلامي ښوونځيو ته وليږي.


د افغانستان هندوان او سيکان چى د هيواد يواځيني غيرمسلمان لږکي دي وايي دوى لا هم د خپلو ماشومانو د ښوونى او روزنى په برخه کى د اسسلامي او بنيادګرو طالبانو له ړنګيدو يو کال وروسته له تعصب او ستونځو سره مخامخ دي.


په دغه هيواد کى چى ډيرى يي مسلمانان دي د نجيب اله د رژيم پر مهال چى د کمونستانو له خوا يي پلوي کيده د دوى شمير له دوو لکو څخه هم زيات و، او په دا تيره لسيزه کى د دوى شمير ځکه لږ شوى چى ډيرى يي د مذهبي تعصب او جګړى له امله هندوستان ته کډه شوي .


اوس دوى غواړي بيرته افغانستان ته راشي ځکه دوى ډيرى پيړۍ دلته اوسيدلي دي. خو ډير نور د کورونو د نشتوالي له امله راتلو ته زړه نه ښه کوي، د دوى کورونه د مجاهدينو او شوروي ځواکونو او وروسته د مجاهدينو له راتګ وروسته د دوى تر منځ په جګړه کى وران شوي او د دوى د نه راتګ تر ټولو عمده دليل د ښوونى او روزنى ستونځى دي.


په کابل کى د هندوانو ديوه ښوونځي او د هندوانو د ټولنى يوه مشر اوتار سنګ وويل زمونږ ماشومان نشي کوﻻۍ په عادي ښوونځيوو کښي زده کړه وکړي ځکه مسلمان ماشومان دوى د ويښتانو او په لاس کى د کړيو له امله ځوروي.


هغه وايي همدا دليل دى چى زموږ ماشومان په درمسال کى زده کړه کوي او هلته ورته يوازى د رياضي، انګريزي ، زموږ د خپلى ژبى او مذهب روزنه ورکول کيږي.


په تيرو ٣٥ کلونو کى موږ د کابل په لويديځ کى په درمسال کى د ښوونځي په جوړولو ماشومانو ته زده کړه ورکوو. له جګړى وړاندى ٥٠٠٠ ماشومانو هلته زده کړه کوله او نورو په عادي ښوونځيو کى د مسلمانو ماشومانو تر څنګ زده کړه کوله. دغه راز تر جګړى وړاندى د مسلمانو او هندو او سيکانو د ټولنى تر منځ مينه، پوهاوى او سوله وه او زموږ ماشومانو په خوشحالۍ سره د مسلمانانو په ښوونځيو کى درس لوست. خو اوس مسلمانان پخيله د يوه او بل پر ضد راپاځيدلي نو موږ به له دغه حالت څخه څه تر لاسه کړو.


د هندوانو پر ضد تعصب د مجاهدينو په راتلو سره رامنځ ته شو ځکه دوى د شورويانو پر ضد جنګيدل، او په ١٩٩٢ کال کى يي هغه مهال زور واخيست چى هندو بنسټ پالو بابري جومات چى په ١٦ پيړۍ کى د هند په آيودهييا کى جوړ شوى و وران کړ او ويل يي چى دا د هندوانو د يوه وران شوي معبد پر ساحى جوړ شوى و.


د افغانستان په لر او بر کى هندوان او سيکان اوسي او هلته درمسالونه لري او په دغه هيواد کى هندوانو او سيکانو دواړو ته د هندوانو خطاب کيږي، د دوى شته او کورونه لوټ او تالا شوي او سيزل شوي.


سخت دريزه طالبان چى په ١٩٩٥ کال کى واکمن شول نو اعلان يي کړى و چى دوى پلان لري چى دستور ورکړي تر څو هندوان پر لاس ځانګړى پټۍ ولګوي تر څو جوته شي چى دوى مسلمانان نه دي، چى دا په دوهمه نړيواله جګړه کى د نازيانو له خوا د يهودانو په وړاندى د تګلارى سره ورته وه چى د نړۍ له لر او بر څخه يي غبرګون او غصه راوپاروله.


د دى پوښتنى په ځواب کى چى خپله ستونځه ولى د ښوونى او روزنى له وزارت سره نه مطرح کوي اوتار سنګ وويل: موږ غواړو چى د وزارت په مرسته زموږ بچيان هم له مسلمانو ماشومانو سره زده کړه وکړي. خو دا اوس مهال موږ نه شو کولى ځکه چى لومړى خو زموږ ماشومان لا پخپله ژبه سم نه پوهيږي، نو دوى به پښتو او فارسي څنګه زده کړي. دوهم دا چي نور ماشومان به په دى وپوهيږي چى دوى د ويښتانو ،کړيو او د خپلو نومونو له امله له هغوى څخه توپير لري او دوى به وځوروي.


کمل جيت چى په درمسال کى مذهبي زده کړه کوله د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى تهيي وويل: که چيرى موږ له مسلمانو ماشومانو سره سبقً ووايو نو دوى به پر موږ وخاندي نو له همدى امله موږ دا کار نه کوو.


يوه هندوه ميرمنه چى ويي نه غوښتل نوم يي واخيستل شي وويل: له جګړى وړاندى ما درمسال ته نژدى په يوه ښوونځي کى زده کړه کوله . هغه مهال د هندوانو او مسلمانانو تر منځ ستونځى نه وى.


اوس زموږ نفوس کم شوى ، او زموږ ماشومان د مسلمانانو په ښوونځيو کى د زده کړى کولو سره خوشحاله نه دي او د ژبى ستونځى هم لرو.


د غزني له ولايت څخه چى د کابل جنوب لويديځ ته دى امرپرکاش او پلازمينى کابل ته د سوداګرۍ له پاره راغلى وايي په غزني کى د هندوانو يو ښوونځى هم نه شته او زموږ د ماشومانو ډيرى په ليک او لوست سم نه پوهيږي.


د جګړى پر مهال پر موږ ډيرى بدى ناخوالى راغلى، او زموږ ماشومان له بهر څخه د ترکارۍ له راوړو څخه هم ډاريږي. موږ غواړو د پخوا په شان سره يوځاى ژوند او زده کړه وکړو.


د کابل په ځنيو ښوونځيو کى دا لادمخه پيښ شوي. د کابل په لويديځ د غازي ايوب په ليسه کى ١٣ کلن منيش کمار ، چى د مسلمانانو په ښوونځي کى يوازينى هندو دى وايي له هم صنفيانو سره ستونځى نه لري او ورسره ښى اړيکى لري. هغه په افتخار سره وويل په وزګار وخت کى ورته د هندي فلمونو د سندرو ژباړه کوم.


هغه وايي چى يو کال وړاندى دغه ښوونځي ته راغلم ما هيڅ ستونځى نه دي درلودي. په اسلامي ساعتونو کى زه د باندى وځم. موږ ټول افغانان يو او ټول بايد هيواد ته خدمت وکړو.


د غازي ايوب د ښوونځي مدير سعادت د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل که هندو ان هلکان او نجونى وغواړي دلته زده کړه وکړي نو هيڅ ډول ستونځى به د دوى له پاره نه وي. له جګړى وړاندى زموږ د زده کوونکو نيمايي برخه هندوان و، او دوى کومى ستونځى نه درلودى. موږ منيش کمار ته ويلي که څه ستونځى وي نو مستقيا دى موږ ته راشي.


د ښوونى او روزنى د وزارت مرستيال ذبيح اله عصمتي وايي هندوان افغانان دي، او دوى دا حق لري چى له مسلمانانو سره يو ځاى زده کړه وکړي. د هر ښوونځي دروازي د هر چا له پاره پرانيستي دي. که هر څوک يي ځوروي دوى د ښوونځي مدير سره تماس نيولى شي. او که هغه يي ستونځه حل نه کړي نو له موږ سره دى تماس ونيسي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists