د افغانانو غوښتنې: ښوونه او روزنه تر ټول لويه اندېښنه
د ښوونځيو، د درسي موادو او پوهو ښوونکو کمبود د زيات شمېر افغانانو رښتينې اندېښتنه ده.
د افغانانو غوښتنې: ښوونه او روزنه تر ټول لويه اندېښنه
د ښوونځيو، د درسي موادو او پوهو ښوونکو کمبود د زيات شمېر افغانانو رښتينې اندېښتنه ده.
جان بي بي د خوست د ولايت يوه کونډه ښځه ده، چې نه در لري نه دروازه او نه پيسې، خو وايي، لويه ستونزه يي داده، چې اولادونه يي ښوونځي ته نه شي تللای. نوموړې وايي: ((زه يوه بې کوره کونډه يم، څنګه به خپل اولادونه ښوونځي ته وليږلای شم؟)) د هغې په کلي کې نه ښوونځی شته او نه ښوونکي او ښوونځيو ته دخپلو اولادونو يوازينۍ لاره يي د خوست ښا رته دهغوی کوچېدنه ده. خو لکه څنګه چې هغه خپلواولادونو ته نفقه په ډېره سخته پيدا کوي، نو نه شي کولای هلته ولاړه شي.
د جان بي بي يوازينې هيله د ولسشمرۍ په ټولټاکنو کې ونډه اخيستل دي. هغه وايي، هر هغه چاته به رايه ورکړي، چې ښوونځي ته دهغې داولادونو له تګ سره مرسته وکړي، ترڅو هغوي زده کړه وکړي او افغانستان ته د خدمت جوګه شي.
د جان بي بي اولادونه د هېواد مليونونو افغاني کوچنيانو په ډلې کي دي، چې د ښوونځي له لازمو شرايطو بې برخې دي. داګست په نيمايي کې د آی ډبليو پي آر له خوا په 21 ولايتونو کې په يوې سر ته رسېدلې سروې کې په سلو کې د يوولسو لويه اندښنه ښوونه او روزنه وه. دا د اقتصاد او اوبو د کمبود او نور اندېښنو په ډله کې څلورمه هغه راتله.
په افغانستان کې يو شمېر ستونزې شته، چې له ښوونې او روزنې سره تړاو لري. لکه، په سلګونه کلي او بانډې ښوونځي نه لري، د موجودو ښوونځيو په زياترو هغو کې کوچنيان په ناپاکو ټولګيوکې تر پلاستيک لاندې يا سرلوڅې ځايونوکې لوست کوي، په موجودو ټولګيو کې دزده کوونکو شمېر له حده زيات دى او له 50 څخه تر اويا تنو پورې رسيږي...
پر دې برسېره، په هېواد کې نورو دېرشو زروتنو ښوونکو ته اړتيا شته، چې د زده کوونکو شمېره په ټولګيو کې 40 ته راټيټه کړي، د 102 زرو موجودو ښوونکو په سلو کې اويا د ليسو زده کړې پای ته نه دي رسولي او نه يې د ښوونکو د روزني دوه کلنه روزنيزه دوره تېره کړې، تر ټولو ټيټه مسلکې زده کړه لري. زيات شمېر ښونکو د معاش د لږوالي له امله خپله دنده پرېښې ده، زيات شمېر ښوونځي ميزونه او څوکۍ نه لري او له درسي موادو بې برخې دي. سره له دې چې په تېرو پنځو کلونو کې د لومړي ځل لپاره نجونوته ښوونځيو ته د تګ اجازه ورکړ شوې، يو شمېر يې په ښوونځيو باندې د پرله پسې برېدونو له امله بېرته په کورونو ناستې دي.
د ښوونې او روزنې د چارواکو په وينا په داسې حال کې چې د پنځو مليونو تنو زده کوونکو په خواوشا کې ماشومان ښوونځيو ته ځي، لږ ترلږه يو مليون نور ښوونځيو ته نه شي تللای.
د مزارشريف د دولت آباد د قريشي ګاګ د کلي يو اوسېدونکي شل کلن هلک ګيله وکړه: ((زه سواد نه لرم. ځکه زموږ په چم ګاونډ کې ښوونځی نه شته.))
د کندهار د ښار د څلورمې ناحيې يوې مېرمنې وويل، ښوونه او روزنه د هېواد د پر مختګ لپاره اړينه ده. هغه وايي: ((زموږ په هېوادکې دټولو ستونزو او مشکلاتو اصلي سرچينه بېسوادي ده.))
د وړ ښوونکو او د زده کړې د لازمو وسايلو د نشتوالي له امله په ښوونځيو کې شامل ماشومان ډېره لږه زده کړه تر لاسه کوي. اتلس کلنه مژګان وايي، په کابل کې د هغې په ښوونځي کې ښوونکي د زده کړي په پرتله د دسپلين له امله زيات اندېښمن دي. هغه وايي: ((که يوه دقيقه ناوخته ښوونځي ته راورسيږو، نو د (ښوونځي په وره کې ولاړښوونکې) مو وهي. خو کله چې ټولګيو ته ځو، نه ښوونکی وي او نه لوست.))
د پوهنې په وزارت کې د پلان رئيس، محمد عظيم وايي، په هېواد کې د 7137 ښوونځيو له ډلې څخه ((5384 يي ودانۍ نه لري او زده کوونکي په ازاده هوا کې لوست کوي.))
په کابل کې د غازي ادي د ليسې يوې زده کوونکي، جميلې شکايت وکړ: ((کله چې سهار له کور څخه (ښوونځي) ته روانيږو، جامې مو پاکې وي، خو کله چې له ښوونځي څخه راوځو، نو له (خاورو) ډکې وي. د خدای لپاره تر څو به موږ په خاورو او دوړو کې زده کړه کوو؟))
د ټولګيو د کمبوت له امله د لومړنيو ښوونځيو زده کوونکي، سهار او ماسپښين په دوو وختونو کې لوست وايي. همدارنګه يو شمېر زده کوونکي له ډېر ليرې واټن څخه ښوونځيو ته راځي.
د لېسې يو مدير وويل، آن د کابل په ګاونډ، د لوګر په ولايت کې، يو شمېر نجونې بايد ښوونځي ته د تګ لپاره شپږ کيلومتره لاره ووهي.
د بدخشان ولايت د کشم د ولسوالۍ يو اوسېدونکي او د ملي اردو يو ډګروال وويل، د بدخشان په ولايت کې ((تر پروسږکال پورې د کشم د ولسوالۍ د بلوچي بالا د کلي ماشومانو ښوونځي ته تګ لپاره له څلورنيمو څخه تر پنځو کيلومترو پورې لاره وهله.)) په پام کې ده چې په دې ولسوالۍ کې د يو ښوونځي ودانۍ جوړه شي، خو اوس د جومات په يو کونج کې سبق وايي.
د بادغيس ولايت د قلعه نو د ښوونکو د روزنې د موسسې يو ښوونکي، خير محمد شېرزاد وويل: ((چېرته، چې ښوونځی دی، هلته ښوونکي نه شته، چېرته چې ښوونکي شته، هلته درسي مواد نه شته.))
د افغانستان په کليو او بانډو کې د نجونو ستونزه تر ټولو لويه ده.
مستري محب الله وايي، د بدخشان ولايت د ګرشاه بابا د نجونو د ښوونځي ودانۍ سوځول شوي اوخاورې اېرې شوې ده. د هغه ښوونځي ودانې بياجوړيږي، خو د نجونو له زده کړې سره مخالف خلک ښوونځي ته پرله پسې لاسي بمونه اچوي، چې د جوړولو د کار مخه يې ونيسي. ښوونځي ته راتلونکي نجونې ډاريږي او له ګواښ سره مخامخ دي.
د کندهار په ښار کې يوې انجلۍ وويل: ((کله چې له کورونو څخه د زده کړې په موخه راوځو، خلک موږ ته ښه نه ګوري. زده کړې ته د هڅونې په ځای هغوی (نجونو) ته ګواښ کوي.))
په عين حال کې په هېوادکې د ښوونکو زياته شمېره د ښوونکي د دندې لپاره د ښوونې او روزنې لازمه مسلکي زده کړه او وړتيا نه لري.
د پوهنې ددوزارت يو چارواکي وويل، (ددغه راز ښوونکو) زيات شمېر د ښوونکو د زيات کمبود په خاطر استخدام شوي دي.
د کندهار ولايت د تخته پول د سمي يو کروندګر وويل،ښوونکې تر دې اندازي پورې بې مسووليته دي، چې د يو نيشه يي په څېر چلن کوي. اوونۍ اوونۍ ټولګيو ته نه ورځي. نوموړی وايي: ((حکومت بايد موږ ته ښه ښوونکي استخدام کړي.))
د جګړې د کلونو او په نجونو باندې د طالبانو د بنديز له امله تر اتلس کلنۍ پورته زياتره هغو د زده کړې فرصت له لاسه ورکړی دی.
د کونړ ولايت د نورګل د ولسوالۍ اوسېدونکی، 19 کلن رفيع الله وايي: ((زموږ د زده کړې وخت د جګړې په کلونو کې له لاسه ووت. اوس غواړو زده کړه وکړو، خو داسې کوم ښوونځی زموږ لپاره نه شته. حکومت ولې لکه زموږ په څېر ځوانانود زده کړې غم نه خوري؟))