ډیر شمیر رایی ورکوونکی به په کور کښینی

ډیر شمیر رایی ورکوونکی به په کور کښینی

Thursday, 16 September, 2010

 

د یوې نظر پوښتنې  له مخې شاوخوا څلویښت په سلو کې به په  امنو سیمو اواتیا  په سلو د نا امنو سیمو کسان به د شنبې د ورځې په ټاکنو کې ګډون ونه کړی

محمد داوود چې د افغانستان په شمال کې د بلخ ولایت اوسیدونکی دی  وایی چې  ډیر شمیر نوماندان ښه خلک نه دی نو په همدې اساس دا رایه نه ورکوی

که څه په نوماندانو کې یوشمیر باسواده کسان هم شته خو د خلکو په منځ کې ډیرې پیژندل شوې څیری نه دی .

د داوود په وینا ډیری نوماندان بی سواده دي او حتی نشی کولای د خلکو تر منځ خبری وکړی .

له بلخ ولایت څخه ولسی جرګې ته یونوماند فضل احمد طغیان بیا وایی چې"  ددې لپاره چې ډیری نوماندان خپلې کړې ژمنې نه عملی کوی نو څکه خلک ترې ناخوښ دی او رایی ورکولو ته نه چمتو کیږی "

د هرات ولايت اوسيدونكي بيا وايي چې دوی د دې لپاره رایه نه ورکوي چې ګواکې نوماندان غواړی پارلمان ته لاړ شی او هلته خپلو سوداګریزو چارو ته رونق ورکړی .

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists