افغانستان: د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه په لرو سیمو کې پراته دي

سیمه ایز خلک شکایت کوي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د ګډون لپاره مجبور دي تر څو لرې سیمو ته تګ وکړي.

افغانستان: د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه په لرو سیمو کې پراته دي

سیمه ایز خلک شکایت کوي چې په راتلونکو ټولټاکنو کې د ګډون لپاره مجبور دي تر څو لرې سیمو ته تګ وکړي.

د افغانستان د شمال ختیځ کنړ ولایت اوسیدونکي خبرداری ورکوي چې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو نشتوالی په دې معنی ده چې د ډیر نفوس لرونکي سیمو په ګډون به زیاتره خلک د رای ورکولو لپاره نوم لیکنه و نه کړي.

حتی د کنړ د مرکز، اسعداباد ښار اوسیدونکي وايي چې هغوی مجبور دي تر څو د نوم لیکنې لپاره اوږد واټن ووهي. د روانو ناامنیو د خطرونو تر منځ، دا په خپله په را راوان اکټوبر میاشت کې په پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو په ټولټاکنو کې پیاوړی خنډ ګڼل کېږي. د افغانستان په شان په محافظه کاره کلتوري دودیزه ټولنه کې د ښځو د تګ راتګ محدودیت کولای شي هغوی په دې برخه کې په زیاته اندازه سره اغیزمنې کړي.

۲۷ کلن پرویز، چې د اسعداباد په ګاونډ په ډونډونو کلي کې ژوندي کوي، وايي چې که څه هم د هغوی سیمه امنه ده، خو هغوی مجبور دي چې په نواباد کلي کې یوازیني د رای ورکوونکو مرکز ته د یوه ساعت تګ وروسته ورسیږي.

نوموړی وايي: «زیاتره خلکو په تیره بیا ښځو تر اوسه پورې خپلې تذکرې نه دي ثبت کړي. که چیرته په ډنډونو کې د نوم لیکنې مرکز جوړ نشي، نو په ډاډ سره ویلی شم چې زموږ د کلي زیاتره خلک به د خپلو رایو د کارولو له حق څخه محروم شي.»

نورو بیا دا هم منلي چې هان په نسبتاً امن سیمو کې لا د رای ورکوونکو د ثبت مرکزونه نه دي جوړ شوي.

د اسعداباد ښار د لچګلي د سیمې اوسیدونکی، محمدالله بیا وايي: «زموږ کلی د اسعداباد او جلال اباد د ښارونو تر منځ پر لویه لاره پروت دی. چې دا سیمه په ټول کنړ کې یوه له امنو سیمو څخه ګڼل کېږي، خو لا اوس هم هېڅ د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکز نه لري. موږ د کنړ له ولایت او د ټاکنو د خپلواک کمېسیون (IEC) نه وغوښتل تر څو دلته د نوم لیکنې یو مرکز جوړ کړي، خو لا تر اوسه پورې هېڅ عملي ګام نه دی اخیستل شوی.»

د اسعداباد ښار د دوشاخېل سیمې اوسیدونکی، قذافي مل وايي: «له یوې خوا، د خلکو د عامه پوهاوي کچه ټیټه ده او له بلې خوا، امنیتي وضعیت هومره ښه نه ده چې خلک د خپلو تذکرو د ثبت لپاره اوږد واټن ووهي. د دې تر څنګ، د دغې سیمې خلک خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي تر څو د خپلو تذکرو د ثبت لپاره اوږد واټن مزل ووهي.»

د کنړ ولایت د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشر، شاه جهان سرداري د جګړې او سولې د رپوټ ورکوولو انستیتوت (IWPR) ته وویل چې کنړ ولایت ته د نوم لیکنې لپاره ټولټال ۱۳۷ مرکزونه ورکړل شوي دي. له دې جملې څخه، ۶۷ یې فعال دي خو له دې ډلې څخه اووه یې په ناړۍ، دانګان، وټه پور، نرنګ او شیګل ولسوالیو ا و همدا راز دوه یې په غازي اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ګواښونو له کبله تړلي پاته دي.

هغه وايي چې تر اوسه پورې په کنړ ولایت کې شاوخوا ۹۰۰۰۰۰  کسان خپلې تذکرې ثبت کړي دي، چې په دې کې ۲۴۰۰۰ ښځینه رای ورکوونکي شاملي دي، چې له دې امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د همدې پرمختګ له کبله ډېر خوشاله دی.

سرداري وايي: «دا ټول د قومي مشرانو، مذهبي مشرانو او د مدني ټولنو د فعالانو په ګډون د خلکو د ملاتړ او همکارۍ له کبله دی چې د نوم لیکنې بهیر همداشان ښه پر مخ روان دی او تر دې دمه پورې موږ له کومو ننګوونو سره نه یو مخ شوي.»

نوموړي د اوږد واټن لپاره د تګ د ځینو اندېښنو په منلو سره زیاته کړه: «د ځینو سیمو خلکو شکایت کړی دی چې د نوم لیکنې مرکزونه د  دوی له سیمو څخه ډېر لري پراته دي. موږ هم دا اندېښنې په کابل کې د کمېسیون له چارواکو سره شریکې کړي دي او د هغوی د ځواب او لارښوونو په تمه یو.»

د مدني ټولنې فعال، محمد شعیب غروال وايي ((چې موږ د راتلونکو ټولټاکنو په اړه د خلکو د پوهاوي د لوړولو او د رای ورکوونکو د ګډون د اهمیت په اړه کار کوو. په دې لړ کې موږ ځوان رای ورکوونکي کسان د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونو ته وړو او بیرته خپلو سیمو ته لیږدوو.))

د کنړ ولایت د ښځو د چارو رییسه، سهیلا بابر وايي چې د ښځینه رای ورکوونکو د لاسرسي د څرنګوالي په اړه ډېره اندېښمنه وه.

نوموړې وویل: «د دې لپاره چې ښځې په راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره وهڅوو، نو موږ زیات شمېر کلیو او کورونو کې د عامه پوهاووي د لوړولو کمپاینونه پیل کړل. هغې وویل دا چې د نوم لیکنې مرکزونه په لري واټن لرونکو سیمو کې پراته دي، نو دا ډېر کمه اغیزه پر دوی باندې لرلای شي.»

نوموړې زیاته کړه: «ښځې نشي کولای دغو مرکزونو ته په پوره ډاډ سره ولاړي شي. موږ د ځینو هغو ښځو شکایتونه واوریدل کوم چې غواړي همدا مرکزونه د دوی په سیمو کې جوړ شي تر څو هغو ورته په اسانۍ سره لاسرسی ولري. موږ د دوی دا اندېښنه د ولایت له مقام او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره شریکه کړې ده، مګر تر اوسه پورې مو کوم مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړی.»

د کنړ د ولایتي شورا مشر، حاجي ولایت خان وویل: «ځینې اوسیدونکي ولایتي شورا ته راغلل او په خپلو سیمو کې یې د نوم لیکنې د مراکزو له نشتون څخه شکایت وکړ، موږ هم د هغوی اندېنښې د ولایت له مقام سره شریکې کړلي.»

امنیت د راتلونکو ټولټاکنو په وړاندې له اصلي ننګوونې څخه شمېرل کېږي، چې په یو شمېر ولایتونو کې د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه تر بریدونو لاندې هم راغلي دي. کنړ چې له پاکستان سره په ګډه پوله پروت ولایت دی، له دې اړخه ډېر ناکراره دی.

د کنړ د امنیه قومندانی ویاند، فرید دهقان وویل چې د هغوی ارزونو ښودلې چې د دې ولایت د رای ورکوونکو د نوم لیکنې ۶۴ مرکزونه له لږ خطر سره مخامخ دي، ۲۶ یې له منځني خطر سره مخ دي او ۴۷ نور یې بیا له لوړ خطر سره مخ دي.

خو بیا هم هغه خلک هڅوي تر څو خپل ځانونه ثبت کړي.

نوموړي وویل: «تر اوسه پورې، په کنړ کې کومه ستونزه نشته. خو د دې لپاره چې په کنړ کې دا مرکزونه فعال وساتو، موږ ځینې احتیاطي ګامونه پورته کړي دي او ښه امنیت مو رامنځته کړی دی، تر څو خلک وکولای شي په پوره ډاډ سره مرکزونو ته ولاړ شي او خپل ځانونه ثبت کړي.»

د پارلماني او ولسوالیو د شوراګانو د ټولټاکنو لپاره د رای ورکوونکو نوم لیکنه د ۲۰۱۸ کال د اپریل په ۱۴مه پیل شوې ده. د ټولټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې ۱۵۰۰ د رای ورکوونکو د نوم لیکنې مرکزونه جوړ شوي دي، چې پکې ۱۰۰۰۰ وګړي کار کوي او تر دې دمه پورې ۵ میلیونه وګړو چې له هغې ډلې ۱.۵ میلیونه یې ښځې دي، نوم لیکنه یې کړې ده.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists