په اړيکو کې سوړوالی

افغاني څېړونکي باورلري، چې پاکستان نه غواړي د دوي په هېواد کې يو غښتلی حکومت وګوري.

په اړيکو کې سوړوالی

افغاني څېړونکي باورلري، چې پاکستان نه غواړي د دوي په هېواد کې يو غښتلی حکومت وګوري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوږدې سوړې بوړې پولې په خواوشا کې سياسي ناندريو، پيسو، وسلو او د ياغيانو تګ راتګ د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې سړې کړې دي.


د دواړو هېواد ونو تر منځ د اوږدې مودې د لفظي جګړې وروستی پېر په افغانستان کې د پاکستاني ((ترهګرو)) په نيول کېدو څرخيږي. د پاکستان جمهور رئيس پروېز مشرف ګوته څنډلې، چې دا تورونه او پړه اچول اړيکې لا پسې خرابوي او ښايي اسلام اباد ورته ګام پورته کړي.


د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند، لطف الله مشعل د طالبانو د جنګياليو د ملاتړ د مرکز په هکله له آی ډبليو پي آر سره په خبرو کې په زغرده وويل: ((دترهګرو ټولې وسلې، مهمات، بودجه، د پيسو د لېږدولو سيستم او د هغوې خوندي استوګنځای په پاکستان کې واقع دي.))


د امريکا د متحده ايالتونو ترمشرۍ لاندې پوځونه، افغاني پوځونه او پوليس ټول د وږي په مياشت کې د پلان شوې ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ته تر ټولټاکنو وړاندې د طالبانو د راپرځول شويو جنګياليو له زياتېدونکو بريدونو سره مخ دي.


په کابل کې چارواکي باور لري، چې پاکستان ددې (بريدونو د مخنيوي) په اړه مرسته کولای شي.


د مشعل د وينا له مخې که چېرته په رښتيا پاکستان له افغانستان سره په ترهګرو باندې له لاسبري سره مرسته وکړي، نو کېدای شي، داستونزه په چټکۍ له منځه لاړه شي.


هغه وايي: ((پاکستان له موږ سره څو څو ځلې (د ترهګرو په وړاندې د جګړې) ژمنه کړې. خو له يو ځل پرته چې هغه د افغانستان د تېر کال د ولسمشرۍ د ټولټاکنو پر مهال و، چې ټاکنې په سوله ييز ډول پای ته وروسېدې نورپخپلو ژمنو ندى دريدلى.))


مشعل وويل، سره له دې چې مشرف له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې، خو بيا هم يوازې په تېرو دوو مياشتو کې د کورنيو چارو دوزارت چارواکو له شلو څخه ډېر پاکستاني تبعه نيولي دي.


مشعل وايي، د هغوی له نيول کېدو سره يوځای له هغوی څخه وسلې، بمونه او چاودېدونکي توکي تر لاسه شوي دي، چې په څرګند ډول د بريدونو لپاره په پام کې نيول شوي و. داسې معلومه شوې وه، چې دا ټول توکې له پاکستان څخه راوړل شوي، چې يا د استخباراتي کړيو او يا هم د مذهبي ډلو له خوا چمتو شوي وي.


جمهور رئيس مشرف، څو څو ځلې د تاوتريخوالي د رامنځته کولو لپاره د طالبانو او نور بنسټپالو ډلو د فعاليتونو د بندولو ژمنې کړي او ځان هوډمن ښيې، چې تګلارو يې پايلې درلودلې دي. لکه څنګه چې هغه د تيرې جولای په مياشت کې په لاهور کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل: ((موږ په پا کستان کې د ترهګرۍ رېښې ايستلې دي. هيڅوک د پاکستان خاوره د افغانستان په وړاندې نه شي کارولای.))


خو آن د پاکستان دننه په حکومت باندې د تور لګولو داسې نارې سورې اورېدل کيږي، چې پاکستان نه يوازې افغانستان غولوي، بلکې د امريکا متحده ايالتونه او لوېديځ هم غولوي او د پردې ترشا ګاونډي هېواد ته د ملېشو له ورننوتلو سره مرسته کوي.


ددې اوونۍ په پيل کې، د پاکستان د شپږو اسلامي مخالفو ګوندو د اتحاد، متحده مجلس عمل، مشر، مولانا فضل الرحمن يو مطبوعاتي کنفرانس ته وويل، چې حکومت بايد (افغانستان ته ننوتونکي جنګيالي) په ګوته کړي او هغه هېواد ته د ننوتلو په اړه انګېزه څرګنده کړي.


هغه وويل: ((هغوی (حکومت) بايد ولس ته هم هغه سړي وروپېژني، چې له وزيرستان څخه په مانسهرې کې (دا دواړه ځايونه په پاکستان کې دي.) د ملېشو کمپونوته استول. دا کار (يوه څرګنده) دوه مخې ده. چارواکي نه يوازې د امريکا د متحده ايالتونو او د لويديځ د غولولو هڅه کوي، بلکې ټول ولس تېرباسي.))


پاکستان ته په لندن کې له بمي بريدونو څخه راوروسته د ټولې نړۍ پام راګرځېدلی، چې له 50 څخه زيات خلک په کې وژل شوي او ادعا شوې وه، چې په بريد کې لاس لرونکو کسانو له پاکستاني ولس سره تړاو درلود. مخ په زياتېدونکي فشار د واشنګتن د (ترهګرۍ په واړندې د جګړې) ملګری، مشرف، دې ته اړ ايسته، چې له پاکستاني ديني مدرسو څخه د ټولو بهرنيو زده کوونکو د شړلو اعلان وکړي.


کابل ته د پاکستان (په ديني مدرسو کې) د بهرنيو زده کوونکو شړل بس نه دی.


مشعل وايي: ((دا مهمه خبره ده، چې د ترهګرۍ لامل له منځه وايستل شي. دا يوازې بهرنيان نه دي، چې په پاکستان کې زده کړه کوي، بلکې پخپله پاکستاني زده کوونکي هم دي، چې د ترهګرو په فعاليتونو کې ښکېل دي.))


په کابل کې يو سياسي څېړونکي، فضل الرحمن اوريا وويل، ياغيان نېغ په نېغه د پاکستان د پوځي استخباراتو (آی ايس آی) له خوا روزنه او وسايل تر لاسه کوي، چې په 2001 کال د امريکايي پوځونو له خوا له رانسکورېدو دمخه يې د طالبانو له رژيم سره مرسته کوله.


اوريا په دې اند دی، چې اسلام اباد په کابل کې د يو غښتلي حکومت د ليدلو هيله نه لري. هغه د نيشه يي توکو قاچاق وړونکو او د جنګ سالارانو په لاس کې د واک شتون ته د افغانستان د مشرتابه د کمزوري کېدو د يو دليل په سترګه کوري.


هغه آی ډبليو پي آر ته وويل، ټولټاکنو ته يوازې پنځه اوونۍ پاتې دي، پاکستان له دې ډاريږي، چې په افغانستان د خلکو د استازو يو رښتينی نوی پارلمان رامنځته شي، ځکه هغه مهال به اسلام اباد ته د لاسوهنې شونتيا ډېره ستونزمنه وي.


په کابل کې د يو غښتلي حکومت له شتون څخه د پاکستان د ډار يوه موضوع ښايي هم د پولې (سرحد) او سيمې موضوع وي. دا بنسټيزه موضوع د ډېورند کرښه ده، چې د برتانوي هند له خوا د سر مارتيمر ډيورند له خوا راکښل شوې او پراخه سيمه يي له افغانستان څخه جلا کړې ده.


دا پوله پاکستان له افغانستان څخه بېلوي او کابل ته د منلو وړ نه ده، چې په غرنيو سيمو کې د 2000 کيلومتره په شاوخوا اوږده تېره شوې او د ياغيانو لپاره يې له يو هېواد څخه بل ته تېرېدل ډېر اسانه کړې او يوه اضافي امنيتي ستونزه يې رامنځته کړې ده.


د کابل پوهنتون د ټولنيزو علومو يو استاد عزيز احمد رهمند په يوې تبصرې کې وويل: ((پاکستان په افغانستان کې څو څرګند هدفونه لري. لومړی، پاکستان نه غواړي، په افغانستان کې يو غښتلی مرکزي حکومت وګوري، ځکه که افغانستان د ډېورنډ موضوع راپورته کړي نو اړ به وي په (يو وخت کې) په دوو ځايونو کې له هند او افغانستان سره ګډو پرتو پولو ته پوځونه واستوي.))


رهمند وويل، دا پوله چې د پښتنو کور سره په دوو برخو ويشي، تل د ستونزې سر و او په 2003 کال کې دواړو لوريو په قبايلي سيمو کې خپل پوځونه يو دبل په وړاندې ودرول.


دطالبانو د پرله پسې زياتېدونکو برېدونو د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله د پاکستان صدراعظم، شوکت عزيز کابل ته د جولای په مياشت کې يو ورځنی سفر وکړ، چې په ترڅ کې يې ژمنه وکړه، هېواد به يي له ګاونډي هيواد څخه د ترهګرو په له منځه وړلو کې مرسته وکړي.


عزيز د ولسمشر حامد کرزي ترڅنګ ولاړو او ويې ويل: ((څه شی، چې پاکستان د افغانستان د امنيتي وضعې په هکله د ټاکنو په بهير او عادي وختونو کې کولای شي، نو هغه به وکړي. پاکستان په دې فکر دی، چې يو غښتلی او باثباته افغانستان به د ګاونډېو (هېوادونو) په ګټه وي.))


د کرزي وياند، کريم رحيمي وروسته وويل: ((موږ د پاکستان له لومړي وزير سره په ډېرو موضوعګانو خبرې وکړې، چې مهمې يې امنيت او د ترهګرۍ په وړاندې ګډه مبارزه وه. هغه په دې اړوند د خپلو مرستو ژمنه وکړه.))


رهمند پوښتنه کوي، چې آيا دا ژمنې به کومې پاېلي ولري. د ډيورنډ د کرښې تر څنګه هغه اقتصادي موضوعګانې د اسلام اباد له لورې يوه بله لاسوهنه بولي. هغه وايي: ((پاکستان هڅه کوي، افغانستان په داسې يو حالت کې وساتي، چې د پاکستان په سوداګرۍ او بازار ولاړ وي.))


هغه وايي، پاکستان له ډېر پخوا څخه د خپل ګاونډي په شتو باندې سترګې ښخې کړې وې. هغه وايي: ((جنرال حميد ګل، چې د جنرال ضياالحق د حکومت په پېر کې د پوځي استخباراتو مشري کوله، وړاند وينه کړې وه، چې روسان به افغانستان په 1987 کال کې پرېږدي او موږ يې بايد ځای ونيسو، ترڅو په دغه هېواد کې يورانيومو ته ورسېدای شو.))


خو د افغانستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند، نويد احمد معز ، چې د پاکستان دلومړي وزير له ليدنې وروسته يې خبرې کولې، په دپلوماتيکه ژبه يادونه وکړه، چې د اسلام اباد په حکومت باندې د پرله پسې ستونزو پړه نه شي اچول کېدای: ((په پاکستان کې يو څو ډلې دي، چې د افغانستان له اوسنۍ وضعې څخه خوشحاله نه دي، له دې امله زيار باسي دلته ستونزې راپيدا کړي. دا د پاکستاني حکومت نظر نه دی.))


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists