د پخوانيو تنکيو ځوانوسرتېرو ژغورنه

د ملګرو ملتونو د يو پروګرام له مخې د هغو تنيکو ځوانانو د راتلونکي په هکله فکر کيږي، چې په جګړې کې د ګډون لپاره راکښل شوي وو

د پخوانيو تنکيو ځوانوسرتېرو ژغورنه

د ملګرو ملتونو د يو پروګرام له مخې د هغو تنيکو ځوانانو د راتلونکي په هکله فکر کيږي، چې په جګړې کې د ګډون لپاره راکښل شوي وو

Monday, 21 February, 2005

اتلس کلن سيد رحمن په لوړ غږ خبرې کوي او لا تر اوسه يي په مخ ږيره درک نه لري. هغه اوږده بوټان په پښو کړي او يو برتانوي ساخت ټوپک يي په کوچنيو لاسونو کې نيولى دى. هغه وايي، چې له


دووکلونو راهيسې په شمالي ښا ر،کندز کې، له يوې مليشايي ډلې سره د جګړې ملګرى دى.


سيدرحمن وايي، له سوداګرۍ سره مينه لري، خو په دې هکله مرستې ته اړتيا لري. هغه له هغو پخوانيوملګرو سره رخه وښوده، چې د ملګرو ملتونو تر حمايت لاندې د بې وسلې کولو له پروګرام سره ملګري شوي دي. لږه تر لږه اووه سوه زرو تنو سرتېرو خپلې وسلې د بې وسلې کلو او کار ميندلو تر پروګرام (ډي ډي آر) لاندې په ځمکه ايښي دي، تر څو په بدل کې يي کار ومومي او مدني ژوند ته بېرته ورستانه شي.


سيد رحمن وايي: "زه پښېمانه يم، چې په جګړې کې مې ونډه اخيستې. جګړه زما بده ايسي. هغې له موږ هر څه واخيستل. ما تر شپږم ټولګي پورې لوست کړى. که جګړه نه واى، نو اوس به مې زده کړې بشپړې کړې واى."


سيد رحمن د پخوانيو زرګونو تنيکو ځوانو سرتېرو په ډلې کې دى، چې د افغاني مليشاوو تر څنګ يي په جګړه کې ونډه اخيستې. په کابل کې د يونيسف د ادارې د وياند، ادوارد کارواردين د وينا له مخې د ملګرو ملتونو د کوچنيانو د ادارې (يونيسف) له خوا د يو نوي پلي شوي پروګرام له لارې له هغوى سره مرسته کيږي. د فبرورۍ په مياشت کې د پروګرام له پيل راهيسې په کندز کې له دوو سوو تنو څخه زيات ځوانان تر اوسه بې وسلې شوي دي.


د ملګرو ملتونو د ادرې له مخې، ماشوم سرتېرى هر هغه چاته ويل کيږي، چې تر اتلس کاله لږ عمر ولري اوپه منظمې يا غير منظمې وسله والې اردو يا وسله والې ډلې کې، د پخوونکي (آشپز)، پنډي او ډاګي په ګډون په هرې بلې دندې کې شامل وي او يا دکورنيو له غړيو پرته له دغو ډلو سره يو ځاى وي. په دې پېژندنه (تعريف) کې هغه نجونې هم راځي، چې د جنسي موخو لپاره ګومارل شوي وي او يا په زوره واده شوي وي.


د يونيسف د اټکل له مخې په افغانستان کې داتو زرو په شاوخوا کې تنکي ځوان سرتېري وو، چې زياتره هغه يي په تيرو کلونوکې په غير رسمي توګه د جګړه مارانو له ليکو څخه وتلي دي. د کارواردني د وينا له مخې دا پروګرام داسې جوړ شوى، چې له دې پنځو زرو تنوو سره يوازې د روان کال په بهيرکې مرسته وشي. ورته پروګرام له کندز برسېره په بدخشان، تخار، بغلان او باميانو په ولايتونوکې هم پلى کيږي. کارواردني وايي، چې په مجموعي ډول له يو زر تنو څخه زيات ځوانان تر اوسه بې وسلې شوي دي.


په مزارشريف کې د يونيسف يو مامور آى ډبليو پي آر ته وويل، له هغه مهاله چې د فبرورۍ په لسمه دا پروګرام په کندز کې پيل شو، په سلګونه تنه ځوانان رادمخه شوي او ادعا کوي، چې ځوان تنکي سرتېري دي. خو د هغوى يوازې يولږ شمېر له پروګرام سره اړخ لګوي. داسې بريښي، چې د ځينو جګړه مارو ډلو مشرانو ځوان او عادي سرتيري هڅولي دي، ترڅو دې پروګرام ته غوښتنليکونه وړاندې کړي، ځکه :"هغوى په دې اند دي، چې ګوندې د سرتېرو او ځوانانو د تسليمولو له لار ې به يو څه تشويقي مرستې او امتيازونه لاسته راوړي.


د يونيسف مامورينو وويل، په کندزکې د پنځه سوو تنو په ډله کې، چې غوښتنليکونه يي وړاندې کړي وو، يوازې ١٥٠ تنه د غوره کېدو وړ وو، نورو يي جګړه ييزې تجربې نه لرلې.


له شرايطو سره سم سرتيري تر روغتيايي کتنې لاندې نيول کيږي، تر څووليدل شي، چې په نيشه يي توکو او يا په ايچ آى وي باندې اخته نه وي. دا کتنه اومعاينه له ملګرو ملتونو سره د تړون له مخې د يوې نړيوالې روغتيايي ډلې له خوا تر سره کيږي. دا سرتيري به ژمنه کوي، چې بېرته به په پوځي ليکو کې نه ورګډيږي. هغوى ته د پېژندنې کارت ورکول کيږي او په تعليمي پروګرامونو يا حرفوي زده کړو او روزنيو پروګرامونو کې ورګډيږي.


هغوى ته د ماينونو د خطر، له ايدس څخه د مخنيوي او بنسټيزو روغتيايي موضوعګانو په هکله هم معلومات ورکول کيږي.


په سيمه کې ددې پروګرام په هکله تبليغات لا تر اوسه هم محدود دي. سيد رحمن د يو شمېر ځوانو سرتېرو او آن د شپږمې فوځي قول اردو قوماندان، جنرال محمد داوود په ګډون وايي، چې له دې پروګرام څخه خبر نه وو.


د ملي دفاع دوزارت وياند، جنرال محمد ظاهر عظيمي وايي، چې د نوې ملي اردو ليکو ته جلب شوي کسان بايد لږ تر لږه ٢٢ کلن وي. عظيمي همدارنګه وويل، تر هغه چې آى ډبليو پي آر ورته د ځوانو سرتېرو د بې وسلې کولو په هکله نه و ويلي، په دې هکله يي هيڅ معلومات نه لرل.


عظيمي وايي: "هغوى (جګړه مارانو) له دې کوچنيانو څخه په جګړې کې ګټه پورته کوله. زه نه پوهيږم، چې چا هغوى کارول، شمېر يي څومره وو او له کومې ډلې سره وو. دا موضوع له حکومت سره کوم تړاو نه لري"


داسې ښکاري چې د يونيسف د پروګرام لپاره د کانديدانو شمېر لږ نه دى. واصل احمد وايي، چې د څوارلس کلنى په منګ يي په جمعيت اسلامي پورې تړلې اتيايمې پلې فرقې کې دنده پيل کړې وه. هغه وايي، چې د طالبانو په وړاندې يي، کابل ته څېرمه د شمالي په ډنډ کې په جګړې کې ونډه اخيستې وه، تر هغه چې دا اورپکى رژيم په ٢٠٠١ کا ل کې له پښو وغورځېد. هغه وايي له هغه مهاله تر اوسه يي په فوځي واحدونو کې دنده سرته رسولې ده.


واصل احمد وايي، د هغه په منګ ډېر داسې ځوانان شته، چې د طالبانو په وړاندې يي جګړې کې ونډه اخيستې وه او ددې لپاره له جګړه مارو ډلو سره يو ځاى شوي وو، چې خپلې کورنۍ وچلوي. هغه وايي، چې له څلورم يا پنځم ټولګي وروسته يي له ښوونځي سره خداى پاماني کړې ده. نوموړى وايي: "موږ د طالبانو (د کړنو) له امله اړ شوي وو، چې ټوپک واخلو او د هغوى په وړاندې جګړه وکړو. هغوى زموږ کورونه وسوځول، نو له دې امله موږ مجبور شو چې ټوپک ته لاس واچوو."


واصل احمد چې اوس ٢١ کاله عمر لري د نوې دندې او بوختيا د موندلو د لارو چارو هر کلى کوي.


اتلس کلن زبيرالله وايي، هغه د عبدالرب رسول سياف تر مشرۍ لاندې د اتحاد اسلامي د تنظيم غړى و، چې مرکز يي کابل ته څېرمه په پغمان کې دى. زبيرالله وايي، کله چې طالبانو ماتې وخوړه او اتلس سوه افغانۍ مياشتنى معاش يي له لاسه ورکړ، نو له هغې ډلې څخه يي لاره بېله کړه. اوس هغه د پغمان د پشته چلتن د ډبرو راايستلو په کان کې کار کوي.


مير حبيب، چې هغه هم اتلس کلن دى، وايي هغه د قوماندان شېرعلم تر قوماندې لاندې د چټک غبرګون په فرقه کې دوه، دوه کاله دنده اجرا کړې ده. هغه هم وايي، له هغه وروسته يي دنده پرېښوده، چې معاش ورباندې ودرېد. هغه اوس د ورځې د دېرشو افغانيو په بدل کې په پغمان کې د ډبرو د رايستلو په يو کا ن کې کا رکوي، ډبرې ماتوي او په موټرو کې باروي، چې د ودانيو په جوړولو کې ترې کار اخيستل کيږي.


دوه ويشت کلن لطف الرحمن وايي، په ١٧ کلنۍ کې يي په جمعيت اسلامي پورې تړلې شپږمې قول اردو کې کار پيل کړ. هغه وايي، بل ژوند ته مې زړه کيږي، خو نه پوهيږم، چې له کومه ځايه او څنګه يي پيل کړم. هغه وايي په دې نه پوهېده، ددې وړتيا به ولري، چې د ملګرو ملتونو په پروګرام کې ورګډ شي. هغه وايي: "زه لا تر اوسه يو سرتيرى يم. پيسې نه لرم، چې دکان پرانيزم يا بله دنده پيل کړم. تر هغه چې حکومت راسره مرسته ونه کړي او په دندو مو ونه ګوماري، له خپله ځانه څه نه شو کولاى."


لطف الرحمن په جګړو کې د خپل عمر په تېرولو افسوس څرګندوي. هغه وايي: "داسې برېښي، چې موږ خپل وخت په جګړو کې له لاسه ورکړى وي. اوس زه د ٢٢ کلونو په منګ يم، کور او دندې ته اړتيا لرم. خو د وسلې له ګرځولو پرته نور څه په واک کې نه لرم او (په ستونزو درې وخته ډوډۍ تر لاسه کړم)."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists