رايه ورکوونکي به کاچوغې او لوبيا (د کانديدانو د پېژندنې نښې) ته رايې ورکوي
په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې کانديدانو ته غوره شوې نښې د يو شمېر سياستوالو د خپګان لامل شوي دي.
رايه ورکوونکي به کاچوغې او لوبيا (د کانديدانو د پېژندنې نښې) ته رايې ورکوي
په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې کانديدانو ته غوره شوې نښې د يو شمېر سياستوالو د خپګان لامل شوي دي.
آيا (په پارلمان کې د څوکۍ) د نيولولپاره د غاښونو يو برس غواړې؟ د غوښې ماشين څنګه؟ دا د هغو پوښتنو له ډلې څخه دي، چې د وږي د مياشتې دموکراتيکو پارلماني د ټاکنو لپاره د افغانستان د نويو سياسي اميداوارانو څخه د نوم ليکنې پرمهال تر سره کيږي.
د ټاکنو چارواکي هيله لري، د پنځو زرو څخه ترلسو زرو تنو پورې کانديدان به د وږي د مياشتې د 27 نېټې په ټاکنو کې د ولسې جرګې يا ولايتي شوراګانو د څوکيو د نيولو لپاره سيالۍ ته ودريږي، چې د مشرانو د جرګې له ټاکنو سر به هم مرسته وکړي. ويل کيږي، چې د ټولو اوو سوو څوکيو لپاره به ټاکنې تر سره شي.
ستونزه داده چې د خلکو لوی شمېر په ليک او لوست نه پوهيږي. هغوی به څنګه د خپلې خوښې کانديد وپېژندلای شي؟ سره له دې چې د هرکانديد عکس به په پاڼې باندې مښتی وي، خو د عکس د کوچنيوالی له امله ښايي هرڅوک د خپلې خوښې کانديد و نه پېژني. له دې امله د ټاکنو د تنظيم ګډې څانګې د ټاکنې د کميسون د نهو تنو غړيو په ګډون د نړيوالو سلاکارانو يوه کوچنۍ ډله جوړه کړې او د حل يوه لاره يې موندلې ده. هغوی 400 نښې چمتو کړي، چې مذهبي، قومي او سياسي اهميت نه لري او هره يوه د يو کانديد په واک کې ورکول کيږي.
د مني ټاکنو ته ولاړ کانديدان به پخپله پرېکړه کوي، چې هغوی به د خپل انتخاباتي سمبول په توګه د غاښونو برس، د برښنا پلک، ږمنځ او که يا جارو غوره کړي، ترڅو يې د هغې له لارې رايه ورکوونکي وپېژني او رايه ورکړي.
څنګه چې 400 سمبولونه د لسو زرو تنو کانديدانو لپاره بس نه دي، نو د ټاکنو د تنظيم ګډې څانګې پتېلې ده، چې د نښو له دوه ګونو يا درې ګونو سمبولونو څخه هم کار واخلي. په دې توګه کېدای شي، يو کانديد د ايس کريم يو سمبول خوښ کړي، په داسې حال کې د هغه ډېر ستر سيال هغه سمبول غوره کړي، چې دوه ايس کريم پرې وي.
کانديدان به له خولۍ څخه درې سمبولونه راپورته کوي او په هغوی کې به يو خوښوي. يو څو نېکمرغه هغه ښايي د زمري سمبول يا د يوې کفترې سمبول تر لاسه کړي. هغوی چې زيات نېکمرغه نه وي، ښايي يو تبر يي په نصيب شي او يا ښايي د پرېمنځلو د مايع يو بوتل.
زيات شمېر کانديدان دا بهير هېواد ته د سپکاوۍ په مانا انګيري. يو سياسي څيړونکی، محمد صديق پتمن وايي: ((د ټاکنو د کميسون پرېکړه په ټاکنو کې غير قانوني او نېغ په نېغه لاسوهنه ده. هغوی بايد وپوهيږي، افغانان دومره پڅ ذهنه نه دي، چې خپل سمبول غوره نه کړي.))
پتمن نيت لري، پخپله هم ځان پارلمان ته کانديد کړي او غواړي هغسې يو سمبول غوره کړي، چې د هغه د سياسي پلاتفورم سره سمون ولري. هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((که ما تهو ويل شي، چې زما سمبول د لوبيا يو ه دانه ده. زه به دا سمبول د هغوی په مخ ووهم.))
د يو بل کانديد، سيد محمد علي جاوېد د وينا له مخې په مذهبي سمبول باندې د ټاکنو د تنظيم د ګډې څانګې بنديز له پيله ناسم کار و. هغه وايي: ((د افغانستان ټول خلک مسلمانان دي. که چېرته د يو کانديد له خوا مذهبي سمبول وکارول شي، نو هيڅوک به ورته ګوته ونه نيسي. ما به قران يا کوم داسې ځای غوره کړی وای، چې تاريخي ارزښت يې درلودلای.))
جاوېد وويل، داسې سمبولونه به د هغه د حزب حرکت اسلامي له (تګلارې) سره ښه مناسب و. اوس د هغه د ټاکنې سمبول يو سروېس موټر دی.
د نهضت همبستګي ملي افغانستان مشر، سيداسحق ګيلاني پوښتي، چې ولې دې په سياسي سمبول باندې بنديز ولګول شي؟ هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((پارلماني ټاکنې اصلا يو سياسي بهير دی.)) هغه وايي، سمبولونه په کانديدانو باندې له هغوی سره له سلا مشورې پرته وېشل شوي دي. هغه شکايت کوي: ((داسې شيان دي، چې له افغانستان سره هيڅ تړاو نه لري. ولې د خرما يوه ونه؟ هغه په افغانستان کې نشته.))
د ټاکنو د نهه کسيز کميسون يو غړی، عبدالحيکم مراد د انځورونو پر ځای، چې له موجودو سياسي يا مذهبي ډلو سره تړاو لري، انفرادي کانديدانو ته د سمبولونو د ټاکلو له پرېکړې څخه دفاع کوي. هغه وايي: ((په پارلماني ټاکنو کې کانديدان په خپلواکه توګه مبارزه کوي، نه د کوم ګوند په استازيتوب. د هغې تر څنګ د افغانستان زيات شمېر وګړي په ليک لوست نه پوهيږي. له دې امله به دا سمبولونه له هغوی سره د خپلې خوښې کانديد په پېژندلو کې مرسته وکړي.))
د تېرکال دتلې په مياشت کې دولسشمرۍ په ټولټاکنو کې کانديدانو ته د خپلو سمبولونو د کارولو اجازه ورکړ شوې وه. حامد کرزي د عدالت د تلې سمبول ټاکلی و. نورو مذهبي سمبولونه، لکه قران غوره کړي و. يو بل کانديد د زرکې سمبول غوره کړی و. پخواني قوماندان او د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندانۍ اوسني درستيزوال، عبدالرشيد دوستم د ټاکنو په سمبول کې د آس تر څنګ ولاړو.
مراد وويل، دا به سخت کار وي، چې د لسو زرو تنو کانديدانو په منځ کې د هر چا خوښې ته وکتل شي. هغه وايي: ((موږ دومره زيات سمبولونه د رايې ورکولو په کارتونو باندې نه شو ځايولای.))
نوموړي وويل، سمبول به د هېواد په کچه معياري وي. هغه وويل، په هرولايت کې په جلا جلا ډول پچه اچول کيږي او په دې توګه به په هر ولايت کې سمبولونه په تکرراي ډول ووېشل شي.
د بېلګې په توګه په جلال آباد کې يو کانديد، چې سمبول يې د لوبيا درې دانې دي، ښايي د يو بنسټ پال اسلامي ګوند کانديد ته ورکړ شي، په داسې حال کې چې ښايي دا سمبول په هرات کې د هغه چا په برخه شي، چې زيات آزاد خيال واوسي.
د کارونو د لا پېچلتيا د مخنيوي لپاره همدغه سمبولونه به هم د ولسې جرګې او هم د ولايتي شوراګانو د کانديدانو لپاره وکاريږي. د ولسي جرګې د کانديدانو سمبولونه به د يوې مربع په منځ کې وي، خو د ولايتي شوراګانو هغه به د يوې دايرې په منځ کې وي.
داټوله پروسه دومره پيچلې ده چې آن دټاکنو کميسون يو نړيوال سلاکار هم دايوه مجهوله اومغلقه پروسه وګڼله .