د کابل خلک خپلې مټې رانغړي.
په داسې حال کې چې چارواکې په کې پاتې راغلي، خلکو د سرکونو او کورونو په جوړولو پيل کړى.
د کابل خلک خپلې مټې رانغړي.
په داسې حال کې چې چارواکې په کې پاتې راغلي، خلکو د سرکونو او کورونو په جوړولو پيل کړى.
پس له کلنو خپل منځيو جګړو د کابل خراب شوي سرکونه چې چا ورته پام نه دى کړى په بد حال کې دي. د ښار چاروکي په هغو پيسو چې د ښار د جوړولو له پاره لکه سيلاب راغلي په ځان ته کولو بوخت دي نو د ښار دوکاندارانو پريکړه وکړه چې په خپله سرکونه جوړ کړي.
٤٢ کلن ګل پاچا چې ترکارى پلوري وويل: (( د کابل ښاروالى د سرکونو د جوړلو دنده لري ځکه د مارکيټ ټولو دوکانونو نه تکس اخلي. خو د مارکيټ سر ک په ډير بد حال کې وه او دې هم خلکو او هم دوکاندرانو ته ستونزې راپيداکړې وي نو موږ پريکړه وکړه چې په خپلو پيسو يې جوړ کړو.))
د منډيې سرک چې له ګڼه ګوڼې ډک مارکيټ چيرته چې هر څه پيدا کيږي، تيريږي خو اوس ډير په بد حالت کې دى کله چې په ژمي کې د سرک کندې له اوبو نه ډکې شي.
سوداګرو پريکړه وکړه چې د دې سرک مخ بيرته ورغوي او داسې يې ومنله چې کوچني دوکانونه دې ٦٠ امريکايي ډالره او غټ سوداګر دې ٢٠٠ ډالره ورکړي. ځينو ډيرې پيسې د دې کار له پاره ورکړې له که يوې کمپنى په زرګونو ډالره مرسته وکړه.
نصير احمد دغه نوي بيا رغول شوي څړک ته کتل او وويل: (( هلته هر چيرې اوبه وې او په ژمې کې به ټوله لاره خټه وه. موږ پيسې ټولې کړې چې دا څړک ورغوو او خداى په حکمت سره موږ بريالي شوو.))
هلته نږدې په بل څړک کې هم د شاوخوا دوکاندرانو هم دا کار وکړ او له هر پلورنځي نه يې ٥٠ او يا ١٠٠ ډالره ټول او د څړک مخ يې ورغو.
رضا چې ترکاري پلوري وويل: (( موږ چټليو او نورو ستونزو له کبله موږ وغوښتل چې خپل څړک ورغوو.))
د کابل د نورو سيمو اوسيدونکو هم په همدې ډول ټولنيزو پروژو باندې لاس پورې کړ. د ده بوري د سيمې اوسيدونکو نږدې يو ميليون افغانى د سيمې د جامې جومات د بيا رغونې له پاره ټولې کړلې. دا جومات د ٩٢ کلونو د خپل منځيو او تنظيمو جګړو له کبله وران شوى وه. سلو کورو هر يو د خپل وس په برابر پيسې راغوڼډې کړې او د سيمې قصابانو د کارګرانو د غرمې ډوډى برابروله.
په اصل کې د جوماتونو بيا رغونه د حج او اوقافو د وزارت مسووليت ده. د جومات ملا امام مولوي ګل آغا چې ولې خلکو پريکړه وکړه چې په خپل دا جومات ورغوي، وويل: (( موږ څو ځلې د حج او اوقافو وزارت ته ورغلو. هغوى به وعدې ورکولې خو موږ ته يوه پيسه هم رانه کړه. نه دولت او نه هم غير حکومتي موسسو.))
خو د سيمې خلک دې ته ډير خوشاله دي چې په دې وتوانيدل چې دا جومات ورغوي. پاينده محمد وايي: (( موږ د حکومت مرستې ته اړه نه لرو. که چيرې ښاروالى په دغو بيا رغونو کې ګډه شي نو ډيرو امرونو ته اړتيا پيدا کيږي.))
د کابل ښاروالى د پلان د څانګې ريس بشير احمد آى ډبليو پي آر ته وويل چې ښاروالى هم د غير حکومتي موسسو په مرسته دا اوس نه ډيرو لويې پروژې پيل کړي دي او د خلکو د هڅو هرکلى هم کوي. ده زياته کړه چې دوى بايد دا په پام کې ولري چې د بيا رغونې کار د ښار د ماستر پلان په اساس سرته رسيدلى.
انجنير سيد احمد احمدي چې د کابل د ښار د بيا رغونې د کار مسووليت د ښارولى له خوا لري آى ډبليو بي آر ته وويل چې د ماستر نه بهر کارونو په دليل د منډيي د څړک د بيا رغونې کار تر اوسه پاتې وه چې خلکو لاس پې پورې کړ.
د زياته کړه: (( له بده مرغه د بيا رغونې وزارت د کابل ښاروالى ته نقشه نه ده ورکړې نو له همدې کبله هيڅ ډول بيا رغونې کار ته اجازه نشته. موږ نه غواړو چې دې بيا رغونې په هغو پروژو چې تر اوسه اجازه يې نه وي او يا بيرته ونړيږي، کار پيل کړو ))
بل خواته د افغانستان د نامتو سندرې غاړي احمد ظاهر چې په کال ١٩٧٩ کال کې د ٣٣ کلنى په عمر د موټر په يوې پيښې کې يې ځان له لاسه ورکړ، د زيارت د بيا رغونې کار د ده د مينه والو له خوا پيل شوى.
د آزادى د رايو خبريال عبدالرزاق ممنون وويل چې کله چې له اوه کلو وروسته بيرته هيواد ته راستون شوم نو په لومړي ورځ د ده زيارت ته لاړم. ده وويل: (( ما وليد چې زيارت په ډير بد حال کې وه طالبانو نړولى وه.))
د احمد د قبر په سر يو زيارت د لسو ملګرو په همت چې پيسې سره ټولې کړې وې له سره جوړ شو.
ممنون زياته کړه چې موږ د چارواکو د مرستې غوښتنه ونه کړه ځکه موږ نه غواړو چې د احمد ظاهر په نامتووالې له کبله ګټه تر لاسه کړو.))
آزارد خبريال محمد فاروق چې د آى ډبليو پي آر په روزنيز پروګرام کې يې ګډون کړى دى