تعويض کوونکي له خپل طلسم څخه کار اخلي

د مينى ټوټکى يا درملنى او نورو دوديزو روحاني دارو درملو شهرت مخ په زياتيدو دى چى ډير اسلامي پوهان يي ناکراره کړي دي.

تعويض کوونکي له خپل طلسم څخه کار اخلي

د مينى ټوټکى يا درملنى او نورو دوديزو روحاني دارو درملو شهرت مخ په زياتيدو دى چى ډير اسلامي پوهان يي ناکراره کړي دي.

اجمل له څلورو کلونو راپدى خوا د خپل تره له لور سره مينته درلوده، خو د هغوى کورنۍ دى ځکه رد کړ چى غوښتل يي هغه له يوه بډاى او شتمن سړي سره واده وکړي.


په ډيره لاچارۍ کى، هغه ملا قندهاري ته ولاړ او د نظربندۍ تعويض يي ورځنى واخيست، چى يوه اوونۍ وروسته د هغه د تره د لور کورنۍ خپل فکر او نظر بدل کړ.


اوس چى هغه له داسى چا سره واده کړى چى مينه يي ورسه درلوده، اجمل له تحفو سره چى جامى او بوټونه و ، ملا قندهاري ته د مننى لپاره راغى. د ملا لپاره چى ١٦ کاله يي په کابل کى د تعويضونو د ورکولو کار کړى ، دا د يوى ورځى کار دى.


هغه د ورځى ٢٠ مراجعين لري چى پکښى ښځى او نارينه دواړه وي، او ډير يي د خپلى مينى د تر لاسه کولو لپاره مرسته غواړي.


هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زه دا تعويضونه په دى شرط ورکوم چى له چا سره چل او ول وشي او يا هم هغه اړيکى وهڅول شي چى غيرقانوني وي، بلکى يوازى د ستونځو د حل او د ودونو د ودي لپاره يي ورکوم.


د طالبانو له ړنګيدو وروسته د افغانستان په پلازمينه کى زوړ دود بيا راپيل شوى. هغه مهال قندهاري دى ته اړ ايستل شوى و چى په پټه خپل هنر په کار واچوي، او ساتونکي يي له کور څخه بهر درولي و چى د طالبانو د راتګ په صورت کى خبر ورکړي.


خو دا ٤٠ کلن ملا اوس په ډاګه د خپل کور له تاکوۍ څخه کار پر مخ بيايي. قندهاري په يوى داسى خونه کى د يوه کوچني ټيټ ميز په وړاندى کښيني چى ډيره رڼا پکښى نه شته، او له څيرى چى ږيره لري چى جدي ښکاري.


هغه يو نى د بوټانو د رنګ په بوتل کى چى رنګ پکښى دى غوټه کوي ، او خپلى طلسم چى اکثره د قران مجيد آيتونه او يا احاديث وي چى د پيغمبر ژوند بيانوي پر کاغذ ليکي.


دغه ليکل شوى کاغذ بيا کوچنى او په مغلقه توګه تاويږي او په ټوکر او يا هم څرمن پوښيږي، او يا هم ځينى وختونه مخکى له دى چى په تار تاو شي په يوه کوچنى فلزي صندوق کى ايښودل کيږي.


دا په اخيستونکي پورى اړه لري چى څرنګه تعويض واغوستل شي، خو پر مټ تړل او په غاړه کول يي عام ډولونه دي.که څه هم يوه ميرمن چى نوى زيږيدلى ماشوم ولري نو هغه يي له خپل واسکټ سره سنجاق کولى شي.


د قندهاري تعويضونه ټاکلى بيه نه لري. هر هغه څه چى ورته مراجعين ورکړي او يا يي هم د ورکولو توان ولري مني، که دا پيسى پنځه افغانۍ وي او که ٥٠٠ ، او دوى تل په خوشحالۍ ځي.


وکيله ځکه راغلى چى د دفتر آمر يي هغه ته تمايل لري. په لومړي سر کى د هغى نه خوښيده، خو ډير ژر هغه هم ورته ور وکښل شوه.


هغى د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى دفتر ته ولاړم نو داسى مى احساس وکړ چى څه راباندى کيږي، او هره شيبه غواړم د هغه په هکله فکر وکړم.


په دى خبره يي قناعت حاصل شوى و چى د دفتر آمر يي پرى تعويض کړى چى هغه تيرباسي، نو ځکه قندهاري ته راغلى وه چى د هغى د ردونى لپاره څه واخلي. په لومړي سر کى تعويض کار وکړ خو هغه ته د راکښل کيدو احساس ژر بيرته راغى او هغى داسى احساس وکړ چى ملا بايد ورته دا ځل يو څه داسى وليکي چى قوي وي.


ملا ته په بيرته راتګ سره هغى وويل: زه غواړم د هغه له مزاحمت څخه خلاصه شم تر څو وکولى شم هلته کار ته دوام ورکړم.


د تعويض ورکولو هنر له نسلونو څخه د قندهاري په کورنۍ کى موجود و، او اوس هغه يو شمير کسان روزي تر څو دا هنر او فن ورک نه شي. دا هنر د ښځو لپاره هم پرانيستى دى.


٢١ کلنه وحيده، له ٦ کلونو راهيسته تعويضونه ورکوي، چى البته دا کار له خپل پلار او نيکه په لارښوونه کوي. که څه هم هغه د ناروغيو لپاره تعويضونه ورکوي خو له نارينه و سره تماس ردوي او وايي چى بايد ښځينه استازي وليږي.


که څه هم ټول تعويض ورکوونکي د قندهاري او وحيدى په شان پيژندل شوي نه دي. کربلايي د ښار په کوڅو کى ، کار کوي او هغو کسانو ته چى له هغه ځايه تيريږي تعويض ورکوي. هغه د روغتون تر څنګ پر يوى زړى تلتکى ناست وي، تسبيح يي په لاس او شاوخواته يي مذهبي کتابونه ايښي وي. د تعويضونو له ورکولو سربيره هغه فالونه هم ويني.


يوه ميرمن راغله او له هغه يي وغوښتل چى تعويض ورکړي تر څو زوى يي چى پنځه مياشتى کيږي او له ايران څخه راستون شوى کار پيدا کړي. وروسته بيا يو مخکينى مشتري راغي او د کربلايي د کار په اړه يي د شکايت کولو په ترڅ کى د خپلو پيسو د بيرته اخيستو غوښتنه وکړه.


دغه کس ادعا وکړه چى ورته ناسم معلومات ورکړ شوى، په فال کى ورته ويل شوي و چى هغه به يو خطرناکه سفر ولري، خو هغه په مصونه توګه راغى. سربيره پر دى يو تعويض يي چى اخيستى و چى کورنۍ لانجه پرى غوڅه کړي هم سم کار و نه کړ، که څه هم کربلايي د پيسو ورکول رد کړل


د تعويض ورکوونى کار تل چنى وهل درلودل. ډير اسلامي علما د حج په وزارت کى د روحانيونو د شورا د مشر غلام محمد غريب په ګډون د هغو تعويضونو د کارونى غندنه کړى چى يوه نجلۍ هڅوي چى يوه هلک ته تسليمه شي. که څه هم دوى وايي هغه تعويضونه چى د قران مجيد آيتونه پکښى کارول کيږي سم دي.


خو نور بيا داسى نرموالى نه ښيي. فضل باري چى له کابل څخه بهر د ده سبز په ولسوالۍ کى ملا دى، د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى د فال ليدونکو، تعويضو ورکوونکو او د نجوم پوهانو کار غيرقانوني دى. او پيژندل شوى اسلام پوه شيخ آصف محسني دا خبره رد کړه او ويل يي چى تعويض ورکوونکي او هغه څوک چى ادعا کوي چى جينيات کنترولوي چلبازان او تير ايستونکي دي.


هغه وويل: که چيرى دغو درملنو کوم اثر درلودى، دا بايد پر شتمنو کسانو کارول شوى واى چى خپلى پيسى ورکړي، او دا طوافان به د سړک پر غاړه ناست نه و.


Iraqi Kurdistan, Iran
Frontline Updates
Support local journalists