کاسيري په افغانستان کى مخ په زياتېدو ده

زوړ مسلک لا ژوندی دی او په ډېرو پټو کورونو او لارو کوڅو کې په مخ روان دی

کاسيري په افغانستان کى مخ په زياتېدو ده

زوړ مسلک لا ژوندی دی او په ډېرو پټو کورونو او لارو کوڅو کې په مخ روان دی

Wednesday, 16 January, 2008
: "زه له نارينه ګانو څخه خوند نه اخلم. هغوی زما بدي



ايسي. خو د مشتريانو په توګه يي غولوم."

يوويشت کلنې سعديې (مستعار نوم) جين پتلون او بې لستوڼو کميس اغوستی، اوږده تور ويښتان يي په اوږو ځوړند دي او سينګار يي نه دی کړی. هغه بيخي عادي بريښي. خو په دې سختې محافظه کارې ټولنې کې هغه له نارينه ګانو سره د پيسو په وړاندې جنسي اړيکي لري. کله ناکله د شپې څو ځلې دا کار کوي.



د سعديې پلار اومشر ورور د نوي يمو کلونو د کورنۍ جګړې پر مهال وژل شوي. هغه د مزارشريف په شمالې برخې کې له خپلې مور او کوچني ورور او خور سره اوسيږي.



هغه له شپږو کلونو راپدې خوا له هغه مهال راهيسې د کاسيرۍ په کاروبار بوخته ده، چې مور يي له يو ځايي بوړي سره معامله وکړه.



سعديه وايي: "يوه ورځ يو زوړ سړی زموږ کور ته راغی. زما له مور سره يي خبرې وکړې. وروسته يي له ځانه سره يو کور ته بوتلم. د دېرشو کلونو په منګ يو سړی ماته سترګې په لاره و. هغه له ځنډه پرته په ما بريد وکړ. زه ډېره وډارېدلم. زه په څه شي نه پوهېدم. يوازې د خوږ احساس مې کاو."



د سعديې د وينا له مخې نوموړې له هغه سړي سره نيمه ورځ پاتې شوه او وروسته کورته راوړل شوه.

هغې خپلې مور ته کيسه وکړه، خو مور يي ورباندې غوږ ونه ګرولو.



سعديه وايي: "زه اوس پوهيږم، چې هغې به زموږ د پرېشانه حالت له امله له دې کار سره موافقه کړې وي. يوه اوونۍ مې ځان خوږېدو. لس ورځې وروسته هغه زوړ سړی يو ځل بيا راغی او بيا يي هغه کورته يوړم. له هغې وروسته به پخپله تللم او له بډايوخلکو به مې پيسې اخيستې."



سعديه اوس د کاسيرۍ له نړۍ سره ښه بلده ده او هغې ته يي د خپل ژوند د يوې دندې په توګه غاړه ايښې ده.



هغې وويل: "د هر عمر له نارينه او هرې څېرې سره د جنسي اړيکو نيول اوس ماته يوه عادي خبره ده. د پيسو د لاس ته راوړلو لپاره ما ته کوم توپير نه کوي چې له چا سره شپه تېروم."

هغې وويل کله ناکله په يوې شپې کې له پنځو تنو سره يوځای کيږي. يو شمېر روږدي مشتريان لرم. هغه غوره بولي چې نوي مشتريان ورته راشي.



هغې وويل: "زما روږدي مشتريان ماته لږې پيسې راکوي. نوي هغه راته ډېرې زياتې راکوي."



سعديې وويل چې هغه له يو زر څخه تر دوه نيمو زرو افغانيو پورې په يوې شپې اخلي



هغې وويل: "ټول نارينه ماته يو شان دي. په پيل کې مې څوربه سړي يا بوين سړي نه خوښېدل. خو اوس يي پروا نه کوم."



هغه خپل مشتريان د خلکو د ورپېژندلو له لارې ډېروي او کوم بوړی يا ښځه ورته کار نه کوي.



هغې وويل: "سړي زما د تليفون شمېرې خپلو انډيوالانو ته ورکوي او له دې لارې نوي مشتريان پيداکوم."



د شخصي او رسمي سرچينو د وينا له مخې په افغانستان کې د بدلمنۍ کسب او کار مخ په غوړېدا دی. شمېرې نه شته. يوازې لږې رښتېنې شمېرې لاس ته راغلي. خو د 2001 کال په وروستيو کې د طالبانو د واکمنۍ له رانسکورېدو راوروسته کاسيري که زياته پراخه شوې نه وه، خو لږ ترلږه زياته برالا وه.



د جوزجان د ولايت د پوليسو يو چارواکي د نوم د نه ښوولو په شرط وويل، د رسمي شمېرو له مخې په تېرو لسو کلونو کې د 2000 کورنيو په شاوخوا کې کاسيرۍ ته لاره موندلې ده. رښتينې شمېره تر دې هم لوړه ده.



هغه وويل: "ددې کار ستر لامل بېروزګاري ده."

په يو شمېر حالتونو کې کاسيري په ارثي توګه له مور څخه لوڼو ته پاتې کيږي.



طالبانو په جنسي اړيکو ډېر سخت بنديز لګولی و. له واده پرته جنسي اړيکو په وړاندې يي ډېره سخته سزا ټاکلې وه. مړوښو مېرمنو ته د ناروا جنسي اړيکو په وړاندې د سنګسارۍ سزا ورکول کېده. نور د خلکو په وړاندې په متروکو وهل کېدې.



له واده پرته د جنسي اړيکو نيول د طالبانو له واکمنۍ راوروسته هم ناقانونه ګڼل کيږي. زندانونه له هغو ښځو ډک دي، چې په "زنا" تورنې شوې او له پنځو څخه تر لسو کلونو په حبس محکوميږي.



دې سزا د 40 کلنې دلبر په نوم (مستعار نوم) د يوې مېرمنې مخه نه ده نيولې، چې په مزارشريف کې د کاسيرۍ يو کور لري.



دلبر يوه مسلکي مېرمن ده. هغه له زياتې مودې راهيسې د کاسيرتوب کار کوي او خپل کار يي خپلې لور ته پريښی دی، چې د هغې پر ځاې کاسيري کوي. هغه پخپله مشتريان نه لري.



هغې وخندل او ويي ويل: "زه اوس زړه شوې يم. ماشومان لرم. خو نورې نجونې په کاسيرۍ راولم. زه د ځوانانو د خوشالۍ لپاره زمينه چمتو کوم."



د هغې مشتريان د درناوۍ لپاره هغې ته خاله وايي.



دلبر په خپل کور کې د کاسيرۍ لپاره لس نجونې لري او همدارنګه کورونو ته د غوښتنې پر مهال نجونې هم استوي.



هغه د خپلو مشتريانو لپاره تل نوي او تازه نجونې راغواړي.



هغه وايي: "کله چې يوه نوې نجلۍ په لاس راشي نو ورته وايم، چې خپله ملګرې راولي. له دې لارې زياتې نجونې پيدا کوم. له هغو نجونو ځانه بېغمه کوم، چې ډېرې زړې شوې يا کارول شوې وي."



څنګه چې کاسيري ناقانونه ده، نو له دې امله دلبر ډېر پام کوي. هغه هرکله مشتريانو ته د شپې د تېرولو اجازه نه ورکوي، ترڅو د ګاونډيانو پام وروانه اوړي.



هغې وويل: "زياتره مشتريان د ورځې له خوا يو څو ساعتونه تېروي. هغه د نجونو له مخې له هر مشتري څخه له يو زر څخه تر دوو زرو افغانيو پورې اخلي." هغې زياته کړه: "ځوانه او تنکۍ نجلۍ زياتې پيسې کوي. " هغه په لاس راغلې پيسې له نجونو سره ويشي. خو کومه فيصدي نه ورکوي.



دا کاروبار ګرځنده تليفونونو زيات اسان کړی دی. دلبر تل کور بدلوي، چې ونه نيول شي. د ګرځنده تليفون له لارې هغه خپل دايمي مشتريان له نوې پتې خبروي.



هغی وويل: "له ګرځنده تليفونو څخه دمخه ما په هر کور کې زياته موده تېروله. کله به چې بل کور ته لاړم، نو پخپله به خپلو مشتريانو ته تللم اود نوې کور پته به مې ورکوله. ګرځنده تليفونو راسره ډېره مرسته وکړه."



په پلازمينې کابل کې هم فاحشه خانې شته. د چينايي "رستورانتونو" برسېره، چې نړيوالو مشتريانو ته مهمې کاسيرۍ له بهره راغواړي، په ښار کې د کاکا فيض (مستعار نوم) په څېر کورونه شته.



په پلازمينې بيې ډېرې لوړې دي، کاکا فيض د يوې نجلۍ په وړاندې د شپې سل ډالره اخلي.



هغه وويل: "موږ د ځوانانو تندې ماتوو. هغوی وجود لري، له دې امله موږ وجود لرو."



د فيض زياتره نجونې له 25 کلونو څخه ټيټ عمر لري. هغه ډېر ښه مشتريان لري.



هغه په لاپو وويل: "د ناحکومتي موسسو کارکوونکي زما کور ته راځي او د ښار يو شمېر شتمن خلک هم ماته راځي. زه خپل ټول کور د هغوی په واک کې ورکوم. هغوی ځانونه ډېر خوندي او مصون احساسوي."



نولس کلنه ازيتا په فيض پورې اړونده يوه نجلۍ ده.



هغې په داسې حال کې چې اوښکې يي په مخ روانې وې، وويل: "زه نه غواړم دا کار وکړم. ما يوازې تر اتم ټولګي پورې زده کړې کړي . ما غوښتل ډاکټره شم. خو زده کړې مې پای ته ونه شوی رسولای. يوازې دا کار راته په لاس راغی."



په داسې حال کې چې له خپل تقدير ناخوښه وه، خو په فيض يي پړه نه اچوله. فيض هغې ته د اړتيا پر مهال ددې مرستې وړاندېز کړی و.



هغې وويل: "زه کوم هلک نه پېژنم. هغوی هم نه ما پيژني او نه زما پته ورته څرګنده ده. زه هغوی د فيض په کور کې ګورم. هغه ښه سړی دی. آن که چيرته کوم سړی رانه شي، هغه ماته يو څه پيسې راکوي. که نه نو، زموږ د شپږو غړو کورنۍ به له لوږې مړه شي."



تنظيم شوې فاحشه خانې ښايي نجونو ته د سختو خلکو په وړاندې حمايت چمتو کړي.



پينځه ويشت کلنه لطيفه، چې ازاد فعاليت کوي شکايت کوي، چې د هغه زياتره معامله داران ټګماران دي او له معاملې وروسته ورته پيسې نه ورکوي.



هغې وويل: "يو شمېر خلک موږ ته چرس يا شراب راکوي. يوه شپه دوو تنو خپل کور ته وبللم او ويې ويل، چې دوه زره افغانۍ به راکړي. هغوی ماته د شرابو ست وکړ، خو ما ونه څکل. وروسته يي له ما وغوښتل چې د شا له خوا يي ارضاکړم. کله چې مې ونه منله نو له کوره يي په نيمه شپه کې وشړلم او پيسې يي هم رانه کړي."



هغې زياته کړه چې دا سې بد کارونه ورسره تل نه کيږي.



هغې وويل: "ښه خلک هم شته، چې په خپلو ژمنو ودريږي او مخکې په مخکې پيسې راکوي."



د پلخمري اوسيدونکې، پنځه ويشت کلنه رويا (مستعار نوم)، اوسمهال په مزارشريف کې اوسيږي.



هغه ټوله ورځ درويزه ګري کوي او د پيسو په وړاندې بدلمني هم کوي. هغه هټيو ته ځي او له خلکو غواړي د څلورو ډالرو په وړاندې ورسره جنسي معامله وکړي.



هغه وايي: "که داسې ونه کړم، بايد له بيروباره ډکو سړکونو باندې ټوله ورځ ودريږم او يوازې يوه افغانۍ تر لاسه کړم. زه له ماشومتوب څخه درويزه ګري کوم. خو کله چې لويه شوم خلکو به سپکولم او لاس به يي راباندې وهلو. له هغې وروسته مې د پيسو په وړاندې په دې کار لاس پورې کړ."



ټکسي چلوونکي د کاسيرخانو په هکله د معلوماتو ښې سرچينې دي، ځکه له بېلا بېلو ډلو خلکو سره راشه درشه لري.



په مزارشريف کې د ټکسي يو چلوونکي وويل: "زه يو زوړ سړي پېژنم چې له بهرني هېواد څخه راغلی و. هغه په ښار کې بلد نه و او له ما يي د مرستې غوښتنه وکړه. د هغه تنکۍ نجونې خوښېدې. ما هغه يو څو ځايونو ته يوړ. اوس موږ دواړه په اوونۍ کې يو ځل ځو. هغه له يوې تنکۍ نجلۍ سره ګوري او زه له بلې يوې سره. هغه خپلې او زما پيسې ورکوي او د عادي کرايي په وړاندې شپږ هومره پيسې راکوي."



د بلخ په ولايت کې يو ځوان د کاسيرو سره له ليدو پښېمانه، نه و.



هغه وويل: "دا يوه ساعت تيري ده. بل څه کولای شو؟ زه له زياتو نجونوسره اړيکې لرم. هغوی زما هټۍ ته راځي او زه ورته پيسې ورکوم. دا کار د دواړو لورو په ګټه دی. ما واده نه دی کړی او هغوی پيسې ګټي."



هغه زياته کړه، چې بازار بېنظمه دی.



هغه وويل: "موږ د عمر او ښايست له مخې له سلو څخه تر پنځو زرو پورې افغانۍ ورکوو. د خلکو سم نيمايي په دې کار بوخت دي."



له دې زيات شمېر پټو جنسي اړيکو سره بيا هم د ناروغيو خطر زيات بريښي.



ډاکټر خالد، چې په مزار شريف کې د ايډس په هکله د معلوماتود خپرولو يوه برخه چلوي، وايي، افغانان بيخي د ايچ آی وي له خطر څخه ناخبره دي.



هغه وويل: "د ايډس د ايچ آی وي په سرايت او خپرېدا کې ډېر عنصرونه شته. خو تر ټولو مهم يي ناقانونه او ناپاک جنسي اړيکي دي."



نوموړي ډاکټر زياته کړه، کله چې يوه کاسيره له زياتو خلکو سره جنسي اړيکي نيسي، يوازې د ايچ آی وي د وايروس د سرايت لامل کيږي نه، چې ايډس رامنځته کوي، بلکې د سفليس او د زيړي د بېلا بېلو ډولو د ميکروبونو د رامنځته کيدو خطر هم شته.



هغه وويل: "د خلکو د پوهې د لوړولو کمپاين د قناعت وړ نه دی. زياتره خلک له دې خطر څخه خبر نه دي."



کره شمېره په لاس کې نه شته. خو د عامې روغتيا وزارت د 2007 کال د اګست تر مياشتې پورې د ايچ آی وي 75 پېښې ثبتې کړي دي، چې د تېرو شپږو مياشتو په پرتله څلور برابره زياتوالی په ګوته کوي. کېدای شي، چې رښتينې شمېره تر دې ډېره زياته وي.



که د دلبر نظر يوه څرګندونه وي، نو د ډاکټر خالد اندېښنه پر ځای ده.



د فاحشه خانې خاوندې وخندل: "ايډس، شميډس! ايډس په افغانستان کې نه شته. ما هيڅکله ه نه دي اورېدلي، چې څوک دې په ايډس اخته شوی وي. دلته د ورځې يوه نجلې له پوښ پرته له دريو نارينه وو سره څملي. دا پوښونه بهرني شيان دي. ما پخپله هيڅکله هم هغه کارولي نه دي."



پوليس وايي، هغوی په فاحشه خانو پسې ګرځي.



د بلخ د ولايت د امنيې قوماندان جنرال سردار محمد سلطاني وويل: "موږ د فاحشه خانو د مرکزونو د له منځه وړلو په هکله خورا جدي يو. اوس هيڅوک دا کار په ازادانه توګه کولای نه شي. که داسې مرکزونه وي، نو پټ به وي او خاوندان يي دومره ماهر دي، چې څوک د هغې د ځای او ځايګي په هکله معلومات نه لري."



يو ځوان چې د ناقانونه جنسي اړيکو په تور بندي شوی و، آی ډبليو پي آر ته وويل، زياتره کاسيرې د پوليسو په مرسته دا کار کوي.



هغه وويل: "ما يو وخت له يوې نجلۍ سره د هغې په کور کې وعده ايښې وه. لس دقيقې وروسته هلته ورسېدم. پوليس راغلل او زه يي بنديخانې ته يوړم."



هغه څرګنده کړه چې د سيستم د کار په اړه ورته په لاس کې پوره معلومات نه و.



نوموړي وويل: "پروسږکال زه يوې ښځې خپل کور ته بوتلم. هغې څادري اغوستې وه، خو پوليسو وپېژنده او ويي ويل، چې دا فاحشه ده. هغې پوليس ته وخندل. پوليس پيسې وغوښتې. ما هغوی ته سل ډالره ورکړل. هغوی پرېښودم."



د پوليسوقوماندان، سلطاني دا نه مني د هغه پوليس له کاسيرو سره لاس لري.



هغه وويل: "که څوک کوم ثبوت ولري، نو راوړاندې دې شي. که موږ اقدام ونه کړ، نو بيا دې خلک موږ مسوول وبولي."



له دلبر څخه چې کله د پوليسو د فساد په اړه پوستنه وشوه، نو مازې ويي خندل.



هغې وويل: "موږ تل په هر حکومت کې موجود يو. همداسې پوليس درواخله. موږ داسې لارې چارې لټوو، ترڅو خپله دنده پر مخ يوسو او هرڅوک خوشاله کړو."
Frontline Updates
Support local journalists