د باليوډ فلمونو د ليدو له پاره د تابو ماتول

يو شمير ښځى، د دودونو او چارواکو له پامه غورځولو سره د وروستيو هندي فلمونو د ليدو له پاره د ليدونکو په کتار کى دريږي.

د باليوډ فلمونو د ليدو له پاره د تابو ماتول

يو شمير ښځى، د دودونو او چارواکو له پامه غورځولو سره د وروستيو هندي فلمونو د ليدو له پاره د ليدونکو په کتار کى دريږي.

افغاني ښځى د لس کلن غيابت وروسته د ټولنى او دولتي واکمنو له مخالفت سره سره او په مجموع کى په مرد سلاره ټولنه کى يو ځل بيا سينما ته ورځي.


دا پرمختيا پداسى حال کى رامنځ ته کيږي چى د کابل سينماګانى له هغو ځوانانو څخه ډکى دي چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د تفريح له پاره تږي وو چى سينماګانى تړل شوى وى او د فلمونو ډيره برخه سوځول شوي و. دغه ځوانان د هندي وروستيو مشهورو فلمونو او ځنيو افغاني فلمونو د ليدو له پاره سينما ته راځي.


دا اوس مهال ډيرى لږى داسى ميرمنى دي چى د فلمونو د ليدو له پاره کافي زړه ورتيا لري او داسى ښکاري چى په کابل کى يوازى يوه سينما ده چى دوى کولى شي هلته ولاړى شي ، خو تل ورسره خاوند او يا نور خپلوان وي.


خو دا لا هم له يوى لسيزى وروسته يو لوى پرمختګ دى ځکه هغه مهال چى په ١٩٩٢ کال د شوروي په ملاتړ د نجيب اله د حکومت د ړنګيدو وروسته چى مجاهدينو واک تر لاسه کړ نو ښځى يي سينما ته له تلو څخه منع کړى او وروسته چى طالبان واکمن شول نو د هر ډول فلم ليدل هم منع شول.


يو کال وړاندى د طالبانو له ړنګيدو سره سره د ښځو ډيرى نه شي کولى د نجيب اله د حکومت د واکمنۍ په شان آزاده سينما ته ولاړى شي. محبوبه چى ١٧ کلنه ده د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل که چيرى شرايط ښه واى نو زه به په ډيرى خوښۍ سره د خپلو دوستانو سره سينما ته تللى واى.


اکبر خان آريوبوال چى ادعا کوي د هغه آريوب سينما په کابل کى يواځينۍ سينما ده چى ښځى د فلم د ليدو له پاره ورځي او د هغوى له پاره يي جلا ځاى برابر کړى وايي: ښځى زموږ سينما ته راځي خو شمير يي ډير لږ دى. موږ د ورځى درى پلا فلم ښيو او په دا ټولو دريو ځلو کى يوازى شپږ يا اوه ښځى په مجموع کى راځي. له دوى سره هميشه د کورنۍ غړي وي. تر اوسه پورى هيڅ يوه ميرمن يوازى سينما ته نه ده راغلى.


هغه همدارنګه زياته کړه امنيتي چارواکو موږ ته حکم کړى چى ښځى سينما ته پري نه ږدو. موږ په ځواب کى ورته وويل چى د ١٩٦٤ کال په اساسي قانون کى ( نوى اساسي قانون چى د جوړيدو په حال کى دى د همدغه قانون پر بنسټ جوړيږي) ښځى د فلمونو له ليدو څخه منع شوي نه دي. پر دى سربيره د حکومت له خوا هيڅ داسى اعلان نه دى شوى چى ښځى سينما ته له تلو څخه منع کړي.


د سينما په صالون کى د يوى تختى پر مخ ليکل شوي چى ښځى کولى شي سينما ته د فلم د ليدو له پاره راشي.


د کابل ځوانان معمولا د شپى لخوا سينما ته ځي تر څو د هندي فلمي اداکارانو اکټونو او اداګانو ته لاسونه وپړکوي او آوازونه وکړي. توريالى د ځوانانو په ډله کى له سينما څخه بهر د داخليدو انتطار باسي . هغه وايي دا دريم ځل دى چى دا فلم وينم. زما هندي فلمونه خوښيږي . هندي فلمونه په زړه پورى داستانونه او ډيرى نڅاوى او وهل او ټکول لري.


يو شمير نور ځوانان سينما ته د هندي ښکلو نجونو د ليدو له پاره ورځي چى د افغانستان د احصارشويو ميرمنو سره چى لا هم برقع په سر کوي ښکاره تضاد لري.


١٧ کلن اسد چى د پارک سنما بهر ته د ننوتو انتظار باسي وايي: زه افغان يم او دا خپله دنده بولم چى افغاني فلمونه ووينم. پر کيسو يي پوهيږم.خو د افغاني فلمونو شمير ډير محدود دى نو له همدى امله اړ يم چى بهرني فلمونه ووينم.


يوه سړي زموږ خبريال ته وويل ډير افغانان د هندي موزيکالو فلمونو په کيسى پوهيږي او ډيرو خو دومره هندي فلمونه ليدلي چى آن پر ژبه يي هم پوهيږي.


د پارک د سينما د آمر مرستيال فريدون دا خبره مني چى د افغاني فلمونو شمير محدود دى او کوم چى پاته دي ډير زاړه او خراب شوي دي. خلک هندي فلمونه خوښوي نو افغان فلم ټولو سينما ګانو ته ويلي چى په اوونۍ کى دوه پلا افغاني فلمونه ، دوه پلا ايراني فلمونه او په اوونۍ کى درى پلا هندي فلمونه خلکو ته وښيي.


د برياليتوب په نه درلودو يو شمير افغان فلم جوړونکي چى د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ځينى يي له هيواد څخه ويستل شول او نورو ځان مخفي کړ، اوس هڅه کوي د شخصي کمپنيو له لارى د هندي فلمونو د وارديدو سره د سيالي له پاره سيمه اييز فلمونه جوړ کړي.


وتلى افغان فلم جوړونکى سليم شاهين د قيس فلم د شخصي کمپنى مشر چى په پاکستان کى د پنځه کلنى جلاوطنۍ وروسته هيواد ته راستون شوى غواړي خپل هغه دوه فلمونه بشپړ کړي چى د طالبانو د واکمنيدو وروسته په ١٩٩٥ کال کى يي د کله شخ او ياغي په نامه جوړول.


وروسته له دى چى طالبان واکمن شول دوى زما دفتر ته راغلل او زما يو تصوير چى پر ديوال ځړيدلى و چى تومانچه مى په لاس کى وه، پر ما يي تور ولګوه چى عسکر يم او بايد وسله دوى ته ورکړم. ما ورته وويل چى اکټور يم او دا تصوير زما د فلم د يوى صحنى څخه دى دوى پر ما باور ونه کړ او زه يي ډير بد ووهلم.


بالاخره ما دوى يوه کور ته بوتلل او ومى ويل چى بهر انتظار وباسي ما په کور کى تومانچه واخيسته او د شاه د دروازى له لارى مى ځان پاکستان ته ورسوه.


هغه وايي په پاکستان کى د اوسيدو پر مهال مى د فلمونو جوړولو ته دوام ورکړ او د هغه مهال له جوړو شويو فلمونو څخه د دوزخ، جادۀ مرګ، شکست عشق او قاچاقبران مرګ يادونه کولى شم. محمد قاسم کريمي چى د افغان فلم په حکومتي شرکت کى د ثبت مشر و بل ډول برخليک درلود. طالبانو هغه د موجوده دفتر مشر ټاکلى و. طالبانو له واکمنيدو ورسته د افغان فلم د ١٤٠ کارکوونکو څخه يوازى ٢٠ کسان وساتل او نور يي برطرفه کړل او ٢٥٠٠ کړۍ فلمونه چى د هيواد د ملي آرشيف دوه پر دريمه برخه يي جوړوله وسوځول.


کريمي او ٨ تنو نورو وکولى شو ٢٥٠٠ کړۍ نور فلمونه چى د راډيو او تلويزيون پوځي ريس ملا اسحق يي د سيزلو حکم ورکړى و وساتي. دا فلمونه يي د لرګيو د ديوال تر شاه چى د خونى په شان رنګ شوى و پټ کړي و.


کريمي په دى هکله وايي موږ دا فلمونه وساتل ځکه د فلمونو آرشيف د ملي موزيم په شان ارزښت لري.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists