افغانان له ډاروونکو تلويزيوني خپرونو څخه سپږمو ته راغلي دي

له ياغيانو سره د خلکو د يوځاى کيدودمخنيوى په موخه دپېښې له سيمو څخه د ډاروونکو خبري فلمونو خپرول په ټول هېواد کې د خلکو شکايتونه راپارولي دي.

افغانان له ډاروونکو تلويزيوني خپرونو څخه سپږمو ته راغلي دي

له ياغيانو سره د خلکو د يوځاى کيدودمخنيوى په موخه دپېښې له سيمو څخه د ډاروونکو خبري فلمونو خپرول په ټول هېواد کې د خلکو شکايتونه راپارولي دي.





د شپې له خوا دډيري تلويزينونوپه خبرې برخو کې د وروستيوپېښو، قتل او وژنو تصويري خبرونه ليدونکو ته وړاندې کيږي. په دې اړه بيلابېلې نظريي شته چې ايا لازمه ده له ياغيانو سره د خلکو د يوځاى کېدو د مخنيوي په خاطر داسې ډاروونکي او وحشيانه تصويرونه وړاندې شي؟.



ډېري هغه فلمونه چې تلويزيونونه يې نندارې ته وړاندې کوي د حکومتي ادارو له خواداعلانونو په توگه توليديږي.نوله همدې امله د اطلاعاتو (او فرهنګ) وزارت ادعا کوي،چې په دې اړه دولتى ادارې ورسره سلا مشوره نه کوي او پخل سر دغسې زړه بوږنونکي اعلانونه تلويزيونونوته ورکوي له همدې امله . نوموړى وزارت د هغې د محتوا په هکله اندېښنه لري .

وموړى وزارت له هغو دولتى او غير دولتى ارگانونو څخه چې دا رنگه فلمونه توليدوي، غوښتنه کوي، ترڅو تلويزيونونو ته ددغو فلمونو له ورکولو دمخه د هغې د محتوا په اړه د نوموړي وزارت له کارکوونکو سره سلا مشوره وکړي . نوموړي وزارت ګوته وڅنډنه وکړه که چېرې اړونده ادارې ددې فلمونودثبت او نشر څخه دمخه داطلاعاتو او فرهنگ وزارت سره سلا مشوره ونکړي نو بنديز په پرې ولګوي.



د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو لوړپوړى مسؤول چارواکى، دين محمد مبارز راشدي وويل، د نوموړو فلمونو ډاروونکې صحنې او محتوا د زياتو نندارچيانو شکايتونه راپورته کړي دي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل د بدن ټوټه، ټوټه شوو غړو نندارې کورنيو ته رواني ستونزې رامنځته کړي دي چې د هېواد له نوي مطبوعاتي قانون څخه سر غړونه ده ،.

د کورنيو چارو وزارت د هغو وزارتونو په ډله کې دى، چې داسې فلمونه توليدوي. د نوموړي وزارت وياند، زمري بشيري وويل (( دا فلمونه په لاسي توگه غوره شوي، ترڅو حکومتي ضد فعاليتونو مخه ونيسي او د امنيتي څانګو ملا تړ پراخه کړي))، خوسره له دې يې د نوموړو فلمونو صحنې بوږنوونکې وبللې. هغه ټينګار وکړ، چې نندارې ته د نوموړو فلمونو وړاندې کول د بنسټپالو د اعمالو د څرګندولو لپاره اړين دي.



راشدي وويل د اطلاعاتو (او فرهنګ) وزارت له دې خبر دى، چې حکومتي څانګې دا فلمونه جوړوي . خو اوس ددې لپاره په هغې کې مداخله کوي، چې د هغې د محتوا په اړه ډېرې اندېښنې راپارېدلې دي

.

هغه آى ډبليو پي آر ته وويل، حکومتي څانګې زياتره داسې فلمونه دددى وزارت له مشورى پرته جوړوي . خو هغه له ټولو ارگآنونو څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې له هغوى سره په دې هکله سلا مشوره وکړي.

.

هغه وويل: ((هغوى بايد خپل پروګرامونه له موږ سره شريک کړي، ترڅو ورته سلا مشوره ورکړو.))



د افغانستان د ژورنالستانو دملي اتحاديې وياند او د کابل د اوونيزې مسؤول چلوونکى، فهيم دشتي د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارت د لاسوهني د قانونيت په اړه پوښتنه رامنځته کوي .



هغه وويل د رسنيو ستره شورا، چې له حکومتي استازو، د پارلمان له غړو د بشري حقونو د کميسون او د مدني حقونو له ډلو څخه جوړه ده او قانوني کېدو ته سترګې په لاره ده، د موضوعاتو د خپرېدا او نه خپرېدا د پرېکړې حق لري.



د طبي ډګر يو شمېر مسلکي کارکوونکو له حکومتي څانګو څخه د اطلاعاتو او فرهنګ د غوښتنې ملاتړ کړى دى، ترڅو د هغو فلمونو په محتوا کې له زيات پام څخه کار واخيستل شي، چې عامو خلکو ته وړاندې کيږي.



هغوى د ولسي خلکو په رواني حالت باندې د هغې د ژور اغېز له امله اندېښنه څرګنده کړې، چې د لسګونو کلونو جګړو غم او کړاو يې زغملى دى.



په مزارشريف کې د يو رواني کلينيک مشر، دکتور محمد نادر علمي آى ډبليو پي آر ته وويل: ((د دا ډول صحنو ليدل نهيلي او اظطراب ځپلي ناروغان ډېر سخت ځوروي. زياتره هغه ناروغان، چې داصحنې يې ليدلي دي وايي ډېر ډارېدلي دي.))



د پلخمري يو اوسيدونکى، اسدالله وويل د هغه ولايت په يو ښوونځي کې يې د چاودنې د خبر له اورېدو او دهغه پېښې دتصوير له ليدو وروسته خپل اولادونه د څو ورځو لپاره ښوونځي ته ونه لېږل.



هغه وويل: ((کله چې په تلويزيون کې په وينو ککړې جامې او د زده کوونکو دبدن دغړو ټوټې وښودل شوې، نو زما مېرمنې داسې وانګېرل،کېداى شي په هغه ښوونځي کې هم ورته پېښه وشي، چې د هغې اولادونه په کې لوست وايي.))



د مزارشريف يو اوسيدونکي نعمت الله وويل، يوازې د عامه پوهاوي فلمونه ستونزې نه راپورته کوي، بلکې خبرونه په عمومي ډول، په تېره په کوچنيانو اغېز کوي.



هغه وويل: ((دا سمه ده، چې خبرونه موږ ته (مهم) معلومات راکوي او پوهيږو، چې ترهګر د هغې وسه لري، خو ماشومان په هغې نه پوهيږي او د داسې صحنو (تاوتريخوالي) د ليدلو توان نه لري))



نوموړى زياتوي: ((زما يو نهه کلن ماشوم دى. کله چې تلويزيون روښانه کوو، هغه ډاريږي او بيده کيږي.))
Frontline Updates
Support local journalists