د ډله ييزو رسنيو هڅې: د هيڅ لپاره د شورماشور جوړول

ويناګانۍ سرته ورسېدې، کانديدان نورې خپرونې نه کوي، د ډله ييزو رسنيو د کمپاين اغېز مخ په راڅرګندېدو دى.

د ډله ييزو رسنيو هڅې: د هيڅ لپاره د شورماشور جوړول

ويناګانۍ سرته ورسېدې، کانديدان نورې خپرونې نه کوي، د ډله ييزو رسنيو د کمپاين اغېز مخ په راڅرګندېدو دى.

د وږي د مياشتې د پارلماني ټولټاکنو دوه ورځې دمخه هوايي خپرونو د کانديدانو پيغامونه، نه خپرول. هغه لوډ سپيکرونه، چې د موټرو په سر ايښوول شوي و، هم د چوپ کېدو په حال کې دي. ١٢ نيم مليونه رايه ورکوونکي به دوه ورځې وروسته د رايو مرکزونو ته مخه کړي.


د يوې مياشتې دا اوږد کمپاين يو ستومانه کوونکۍ کمپاين و. پارلماني او ولايتي شوراګانو ته ولاړو کم و ډېر شپږو زرو کانديدانو راديو او تلويزيون د خپل کمپاين لپاره وړيا کاروه، چې حکومت په وا ک کې ورکړې و.


د خپرونو بيه د نړيوالو بسپنه ورکوونکو مرسته کړې وه. د ټولټاکنو د سمون ګډې څانګې (JEMB) ددې کار تنظيم په خپلې غاړې اخيستی و. د سمون پورته څانګې د راديو او تلوينزيون له ستيشنونو سره د ټاکلي وخت دخپرونو په هکله خبرې کړې وې . کانديدانو کولاى شول، راديو يا تلويزيون پخپله خوښ کړي او دلګښت بيه يې د ټولټاکنو د سمون ګډې څانګې ورکوله.


د JEMB د چارواکو په وينا ټول لګښت څه ناڅه ٦٠٠ زره ډالرو ته رسېدلاى و.


يو شمير خلک پوښتنه کوي، چې آيا داپيسې په ځای لګېدلي. ښکاري چې د ګوتو په شمېر کانديدانو په رايه ورکوونکو خپل اغېز اچولاى وي. د هغوى يونواخته خبرو او ساده پيغامونو زيات خلک دې ته اړ ايستل، چې خپلې وسيلې (راديو يا تلويزيون) غلې کوي.


يو استوګن شل کلن اجمل وفا وويل: "د ورځې له خوا په کابل کې برښنا نه وي. هغه مهال چې به مو د شپې له خوا به خپل تلويزيون د فلمونو دليدلو لپاره لګولو. کله چې به کوم کانديد په تلويزيون کې خبرې کولې، نو ما به کانال بدلولو. زما د سياستوالو د درواغو خبرې نه خوښيږي، چې خلکو ته يې وايي."


د کابل يو بل اوسېدونکى، ٤٥ کلن محمود شاه د مطبوعاتي کمپاين د اورېدلو لپاره خپله هڅه کړې ده. خو ډېر ژر يې ترې مخ اړولاى دى.


هغه وايي: "ما د هغوى د يو زيات شمېر خبرو ته غوږ ونيو، چې په تلويزيون به راښکاره کېدل. خو په دې هېڅ پوه نه شوم، چې هغوى څه وايي. هغوى ډېرې تېزې تېزې خبرې کولې او بيا د خبرو په منځ کې به (پروګرام ) پرې شو."


هر يو کانديد ته اجازه ورکړ شوې وه، جې د دوو دقيقو لپاره په تلويزيون خبرې وکړي اويا د څلورو دقيقو لپاره په راديو. هر دواړه خپرونې دوه دوه ځلې خپرېدې. د ولايتي شوراګانو کانديدانو دوه دوه دقيقې په تلويزيون او څلور دقيقې په راديو کې وخت درلود،خو د هغوى خپرونې نه تکرارېدې.


دوه دقيقې وخت د زياترو کانديدانو لپاره بس وې او د خپل نوم او انتخاباتي نښان له ښوولو سره به يې بس همدومره ويل، (رايه ماته راکړئ!)


سره له دې يو شمېر کانديدانوړ شکايت درلود،چې د خپرېدا وخت يې ډېر لنډ دی.


له کابل څخه پارلمان ته يو کانديد، نصير احمد وويل: "په دې لنډ وخت کې يوکانديد آن خپل ځان


اورېدونکو ته نه شي ورپېژندلاى. بايد لږ تر لږه هر يو ته لس دقيقې وخت ورکو شوى واى."


پارلمان ته يو بل کانديد، صبغت الله سنجر وويل: " ماله JEMB څخه څو څو ځلې غوښتنه وکړه، چې په راديو او تلويزيون کې د کانديدانو وختونه زيات کړي. خو هغوى له دې ټکي سره موافقه ونه کړه. "


حاجي محمد محقق، يو پخواني قوماندان ، چې اوس يې سياست ته مخه کړې د خپرونې د وخت د محدوديت په هکله ناخوښه و. هغه وويل: " JEMB په کانديدانو باندې محدوديت لګولاى او له هغه وخت څخه زيات يې په راديو او تلويزون کې خبرو ته نه پرېږدي، چې دوى ورته ټاکلى دى."


خو د يو شمېر احتمالي رايه ورکوونکو لپاره د وخت منځنۍ برخه همدومره بس وه.


د کابل د ترکاڼۍ د فابريکې يو کارکوونکي، ١٨کلن محمد اميد وويل، "هغه مهال چې د شپې له کار څخه کور ته راځم، ډېر ستړى يم. د تلويزون ننداره نه شم کولای. خو په هر حالت له کانديدانو څخه ډېر ستړى يم. په هر ځاى کې د هغوى پوسترونه ځوړند دي."


دا ستړى رايه ورکوونکي ښايي داسې وپوښتي، چې کانديدان ولې JEMB ته خپل فرمايش نه وړاندې کوي.


د JEMB د مطبوعاتو کميسون ټاکنو ته د منډو ترړو پرمهال وويل، هغوى د ټولټال٥٨٠٠ کانديدانو له ډلې څخه د ٢٨٨٩ کانديدانو دوسيې پاکې کړې، چې په تلويزيون يا راديو خپل کمپاين وکړای شي.


د ټاکنو د کميسون د وياند، (ميچيلد برينس دې هان) د وينا له مخې "په ځينو ولايتونو کې د راديو يا تلويزيون ستيشن نه شته. يو شمېر کانديدان پخپله نه غواړې له نورو وسايلو څخه کارواخلي. "


حاجي محمد يوسف بلوچ د سرپل ولايت د ولايتي شورا کانديد دا خبره وکړه،چې د هغوى په سيمه کې يو شمېر ستونزې شته. نوموړي وويل: "په دې سيمه کې نه راديو شته نه تلويزيون او نه نورې خپرونې، چې خپل نظريات په کې خپاره کړو."


د کميسون د چارواکو له خولې د کانديدانو زيات شمېر له تلويزيونې خپرونو څخه په لويديځ ښار هرات کې ګټه اخيستې. ٢٦٢ تنه د هرات په دولتي تلويزيون کې راڅرګند شوي و. د هغې پسې کابل په دويمه درجه کې راځي. په کابل کې ١٣٤ کانديدانو د طلوع له تلويزيون څخه کمپاين کړی او ورپسې ١١٣ تنو کانديدانو په ننګرهار کې د سپين غر له تلويزون څخه خپل پيغاممونه خلکو ته رسولي دي.


له ٤٠٠ تنو څخه زيات کانديدان په خپلې هڅې کې پاتې راغلي و، ترڅو چې په دوو بېلابېلو ستيشنونو کې خپل پيغامونه خپاره کړي. دې هان وويل، تکراري خپرونې له هماغه اصلي کانال سره پاتې کېدې.


د ټاکنوخپرونې هر سهار له شپږو بجو څخه د سهار تر نهو بجو پورې له راديو څخه خپرېدې. هغو افغانانو ته ښه وخت و، چې خپل کارونه سهار دوخته پيلوي. تلويزيونې کمپاينونه د ماښام له خوا له شپږو بجو څخه ترنهو بجو پورې خپرېدل. دا وختونه د JEMB له خوا له خپرندويه وسايلو سره له سلا مشورو روسته ټاکل شوي و.


د JEMB وياند، سلطان احمد بهين وويل، د خپرونو بيه بېلا بېله وه، د دوو دقيقو بيه ٨٠ ډالرو ته رسېده.


د انټر نيوز غير حکومتي موسسې لوړ پوړي چارواکي، عبدالواحد هاشمي، چې په هېواد کې د ايف ايم راديو له لويې شبکې سر ه مرسته کوي، وويل، د ستيشن لومړۍ دنده دا وه، چې د کانديدانو پېژندګلوى کره او ارزيابي کړي.


هغه وويل: "ستيشن له کانديدانو سره د هغوی د پيغام په جوړولو کې مرسته کوله. موږ د پارلمان له هرکانديد څخه د پنځو دقيقو خپرونې لپاره سل ډالره اخيتسل، په هغې کې د پيغام د جوړولو حق الزحمه هم شامله وه. دا پيسې موږ ته JEMB راکړي دي."


هغه وويل د ولايتي شورا کانديد ته د پيسو دا اندزه ٤٠ ډالره وه.


خو په پاى کې ښايي دا هر څه د هيڅ لپاره و، که چېرته رايه ورکوونکي هغه نه اورېدل يا يې نه شواى اورېدلاى.


د کابل يو اوسېدونکي ٣٥ کلنه فريد وپوښتل: "زه د ښار په داسې يوې برخې کې اوسيږم، چې هلته برښنا نه شته. زه د تلويزيون ننداره نه شم کولاى. زه يوه راديو لرم، خو ځان ته دومره زحمت نه ورکوم، چې د کوم کانديد خبرو ته غوږ ونيسم."


Frontline Updates
Support local journalists