د افغانانو تاريخي ميراث له ويجاړتيا سره مخامخ دی

د ننگرهار ولايت لرغونې پانگه د چارواکو په وينا د سرچينو د نشتوالي له امله مخ په ويجاړېدو روانه ده.

د افغانانو تاريخي ميراث له ويجاړتيا سره مخامخ دی

د ننگرهار ولايت لرغونې پانگه د چارواکو په وينا د سرچينو د نشتوالي له امله مخ په ويجاړېدو روانه ده.

په ننگرهار کى داى دبليو پى ار تر روزنې لاندې خبريال ميرويس رحماني ليکنه

د افغانستان په ختيځ کې د سره رود د شاهي کلا شپږ (نيم درجن) برجونه د څوسوو مترو په واټن سره جلا پراته دي

دا بودايي ستوپي دي چې له دوه زره کلن زاړه مدنيت څخه راپاتې شوې دي. نوموړې ودانۍ د اصلي لوړوالي له نيمايي څخه زياته برخه رالوېدلې، چې فکر کېده شاوخوا لس متره لوړه به وه. د هر برج د خټواو دتيږو نه جوړ شوي  دېوالونه څلور متره سورور او په منځ کې يې پراخه تشه شته، چې اوس په خاورو پټ شوي. 

په ننگرهار کې، لکه د افغانستان د نورو برخو په څېر، د لرغوني ميراث دا ډول څلي او يادگارونه د کلونو کلونو جگړو او بې پروايۍ له امله د نابودۍ له خطر سره مخامخ دي.  

د سره رود د غوچکو د کلي اوسيدونکي، ‌ذبيح الله اماني وويل، ستوپه او نورې برخې زياتره د سيمې اوسيدونکو سپړلي، چې انگيرل يې ښايي دلته سره زر يا نور ارزښتمن شيان ښخ شوي وي.

هغه وويل: "شخصا زه له ملگرو سره د تاريخي قبرونو سپړلو ته تللی يم، خو څه شی مو پکې نه دی موندلی."هغه زياته کړه، هيچا ورته تر اوسه نه دي ويلي چې دا کنډوالې دومره ارزښت لري.

د افغانستان په خاورې کې زيات تاريخي توکي، هنري اثار، بتان او صنايع ښخ دي، چې يو شمېر يې پنځه زره کاله مخينه لري. زيات شمېر ارزښتمن توکي د ١٩٩٠ کلونو کورنۍ جگړې په بهير او نورو وختونو کې له هېواد څخه بهر په قاچاق وړل شوي. هغه لرغوني ځايونه، چې دا توکي ورڅخه وړل شوي، د تېرو دېرشو کلونو د جگړو په پېر کې ډېر زيانونه ليدلي او يا خراب شوي دي.   

د ننگرهار ولايت د ملسلمانانو تر بري پورې د بوديزم د مرکز، گندهارا د لرغوني پاچهۍ يوه برخه وه. په لسگونو تاريخي پاتې شونو کې شاهي ماڼۍ، په خوگياڼو پورې اړوند د مملې د باغ پاتې شونې، د بهراباد مقبره او د جلال آباد ښار سويل ته د هډې يوناني –بودايي پاتې شوني شامل دي.

د ننگرهار د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، اورنگ صميم وايي، د ننگرهار ټولې ٢٢ ولسوالۍ لرغونی ارزښت لري. نوموړي آی ډبليو پي آر ته وويل، دا د کابل په چارواکو پورې اړه لري چې د هغوی د خرابېدو مخه ونيسي.

هغه وويل: "موږ دا پرېکړه نشو کولای. دا د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنگ د وزارت او يونسکو دنده ده، چې يو د بل په مرسته هغه ورغاوي. موږ وزارت ته ټول انځور وړاندې کړی دی."

په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د تاريخي ودانيو د ساتنې او څارنې مسؤول، احد عباسي آی ډبليو پي آر ته وويل، د تېرو څو کلونو راهيسې د حکومت ټول پام غزني ولايت ته اوښتی دی. 

د ٢٠١٣ کال لپاره د اسلامي زده کړې، علمي او فرهنگي پلازمېنې په توگه د غزني د ښار د نومونې کارونه په دې وروستيو کې پای ته ورسېدل.

عباسي وويل: "موږ د هېواد په بېلابېلو برخو کې پر ټولو تاريخي ودانيو باندې د پام کولو لپاره پوره کارکوونکي نه لرو."

هغه ومنله چې د ننگرها د ستوپو کار له پامه غورځول شوی دی.

هغه وويل: "له بده مرغه، نه مو د ننگرهار لپاره کوم مرسته کوونکی پيدا کړو، نه مو پخپله کوم کار وکړای شو."هغه زياته کړه، هيله ده په نوموړي ولايت کې به په تاريخي ځايونو کې د بيا رغاونې کارونه په څو راتلونکو مياشتو کې پيل شي.

نوموړي زياته کړه: "يوازې ستوپه او شاهي کلا زموږ د ننگرهار په لست کې ځايول شوي دي. نورې ودانۍ په لست کې شاملې نه دي."

د اسلامي فرهنگ د پلازمينې په توگه د فبرورۍ په ٢٣ نېټه د غزني د نومول کېدو د پای مراسمو ته په وينا کې د اطلاعاتو او فرهنگ وزير، سيد مخدوم رهين وويل، په افغانستان کې ١٢٠٠ تاريخي ودانۍ د خرابېدو په مورگه ولاړې دي.  

هغه وويل: "موږ تمه درلوده ټوله اسلامي نړۍ به له موږ سره په دې اړه مرسته وکړي، خو تر اوسه هيچا د مرستې ژمنه نه ده کړې. د دې تاريخي ودانيو خرابېدل او لويدل نه يوازې موږ ته د شرم خبره ده، بلکې ټولې مدني نړۍ ته د شرم خبره ده."

د ننگرهار د فرهنگ د رياست د تاريخي ودانيو مسؤول، سيدپاچا باور ونشو ويلای څومره ځايونه له خطر سره مخامخ دي. هغه وويل، چارواکي يې د دې ودانيو له ناسمې کارونې څخه خبر کړي دي. 

هغه وويل: "ما څو ځلې امنيتي ځواکونو ته خبر ورکړی چې تاريخي ځايونه او ځمکه د زورورو افرادو او خلکو له خوا نيول شوې، خو هغوی په دې اړه هيڅ هم نه دي کړي. وگورئ، زه په دې څانگه کې يوازې يم. زه څه شی وکړم. په ولسواليو کې امنيت نشته. امنيتي ځواکونو له موږ سره مرسته نه ده کړې. زه څۀ وکړم؟"

د ننگرهار د پوليسو د قوماندانۍ وياند، حضرت حسين مشرقيوال د مرستې د غوښتنې خبره رد ه کړه.

هغه وويل: "د اطلاعاتو او فرهنگ رياست تر اوسه له موږ څخه مرسته نه ده غوښتې. هغوی موږ ته د دې موضوع په اړه هيڅ معلومات نه دي راکړې. پوليس په هر لاره کې له هغوی سره مرستې ته چمتو دي."

مشرقيوال وويل، که د فرهنگ رياست کارکوونکي احساس کوي چې لرې پرتې سيمې ډېرې خطرناکې دي، کولای شي لږ تر لږه د جلال آباد په ښار کې د مهمو ودانيو ساتنه او څارنه وکړي.

هغه وويل: "هغوی د پخواني پاچا د مقبرې امان الله خان د باغ په اړه څه کړي؟ هغه يوه تاريخي ماڼۍ ده. د هغې پر ځمکې گېډه اچول کيږي او هره ورځ خرابيږي."

نور خلک د زيات کار د سرته رسولو خبرې کوي او غواړي خلکو ته د هغوی د ولس د تاريخ د ساتلو په اړه معلومات ورکړل شي.

د کابل پوهنتون د ادبياتو د پوهنځي استاد، لال پاچا ازمون، چې کله د افغانستان د فرهنگي ميراث په اړه خبرې کولې، نو ژړا ونيو.

هغه وويل: "دا بدمرغي ده چې د ننگرهار ولايت تاريخي ودانۍ او يادگارونه د فرهنگي چارواکو له خوا ثبت شوي نه دي. هغوی ته خپل تاريخ کوم ارزښت نه لري."

هغه وويل، هم د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت او هم د هغوی ولايتي څانگه په دې اړه پړ بلل کيږي. هغوی يې پر دې پړ وبلل چې د خپل تېر تاريخ په ساتنه کې د منځنۍ کچې افغانانو په پوهولو کې پاتې راغلي دي. 

ازمون وويل: "مسؤولې ادارې بايد خلکو ته د معلوماتو د ورکولو ډلې جوړې کړي او هغو سيمو ته يې وليږي چې تاريخي ودانۍ او آبدات لري. هغوی بايد له خلکو سره د دې شيانو د ارزښت په اړه خبرې وکړي، چې ويې ساتلای شي يا لږ تر لږه يې ويجاړ نه کړي."

هغه دا وړانديز هم وکړ چې د ښوونځيو زده کوونکو او د پوهنتون محصلانو ته د لرغونو ځايونو په اړه پوهه ورکړل شي او د هغو ځايونو ليدلو ته علمي سفرونه وکړي.

ازمون خپلې خبرې په ټينگه گوت نيونه پای ته ورسولې، ويې ويل: "که دا بې پروايي همداسې دوام وکړي، د تاريخي پانگې نومونه به د راتلونکي نسل له حافظو څخه پاک شي. هيڅوک به په ننگرهار کې هډه ونه پېژني. دا شيان به مازې په کتابونو کې پاتې وي." 

ميرويس رحماني په ننگرهار کې د آی ډبليو پي آر روزل شوی خبريال دی. 

Afghanistan
Education
Frontline Updates
Support local journalists