د وسلو په زياتېدونکي سوداگرۍکې د تهران پړه

د هېواد په لويديځ کې چارواکي بيا بيا د ياغيانو په لاسونو کې په ايران کې جوړې شوې وسلې گوري.

د وسلو په زياتېدونکي سوداگرۍکې د تهران پړه

د هېواد په لويديځ کې چارواکي بيا بيا د ياغيانو په لاسونو کې په ايران کې جوړې شوې وسلې گوري.

Thursday, 30 April, 2009
(افغانستان) د بې ثباته کولو زيار باسي.



د سيمې د لوړپوړو چارواکو په وينا د ايران ساخت وسلې د افغانستان له لوېدېځې پولې څخه په منظم ډول هېواد ته راروانې دي. په داسې حال کې چې د نشه يي توکو کاروباريان او له جگړې څخه گټه لاسته راوړونکي، هېواد ته د ټوپکو او چاودېدونکو توکو مسؤوليت لري، خو په دې سوداگرۍ کې د تهران د يو شمېر چارواکو لاس لرل د زياتې اندېښنې وړ گڼل کيږي.



د افغان د سرحدي پوليسو يو لوړپوړي چارواکي، چې د نوم د نه خپرولو غوښتنه يې وکړه، آى ډبليو پي آر ته وويل "زيات شمېر ايراني افسران په افغانستان کې له (ياغيانو) او د نشه يي توکو له قاچاق وړونکو سره دايمي مستقيم ارتباط لري. هغوى نشه يي توکي اخلي او وسلې ورکوي. په سرحدي سيمو کې مو يوه زياته اندازه وسله نيولې ده."



افغان امنيتي ځواکونو تېره مياشت د فراه ولايت د بالابلوک د ولسوالۍ د بخش آباد په بند کې د ايران ساخت د چاودېدونکو توکو او مهماتو يوه زېرمه وموندله. د متحده ايالتونو د دوه عشاريه دوه مليونو ډالرو په لگښت تر ودانولو لاندې دا پروژه به په سيمې کې او به او برښنا خلکو ته چمتو کړي، خو گاونډي هېواد ايران ته به د اوبو د بهېدو کچه هم راټيټه کړي.



د فراه پخواني والي، عبدالصمد ستانکزي آى ډبليو پي آر ته وويل له هغه سره ايراني چارواکو په مختلفو مناسبتونو ليدلي او د پروژې د ودرولو غوښتنه يې ځنې کړې ده.



د فراه د والي مرستيال، محمد يونس رسولي وويل: " رارسېدلې رپوټونه څرگندوي، چې ايراني حکومت زيار باسي د بخش آباد د بند د جوړولو دکارمخه ونيسي. هغوى به هر هغه کار کوي، چې اړتيا ورته وليدل شي."



"اوسمهال هندي او افغاني انجينيران په بند باندې کار کوي. د کار له پيل راهيسې هغوى دوې پلا د ناپېژندل شوو ټوپک والاوو تر بريد لاندې راغلي دي."



د ايران د لاسوهنې خبره نوې نه ده. دوه کاله دمخه د ايران ساخت وسلې د هرات ولايت د سرحدي پوليسو له خوا نيول شوې او د ايران د مينې او علاقې په اړه يې د اوازو څپې خپرې کړې وې.



د شيعه ډېره کيو هېواد، ايران له سني مذهبه طالبانو سره ښې اړيکې نه درلودلې، چې د ١٩٩٦ او ٢٠٠١ کلونو تر منځ يې په افغانستان واک چلاو. خو کله چې د بوش د ادارې په بهير کې دايران اړيکې له متحده ايالتونو سره خړې پړې شوې، د يو شمېر شنونکو په اند ايران له افغاني ياغيانو سره د "زما د دښمن دښمن زما دوست دى." پر بنسټ د همکارۍ مينه پيدا کړه.



برسېره پر دې له ايران څخه د افغاني کډوالو په زوره ايستلو او په افغانستان کې د زعفرانو د صنعت په سر د ايران د لاسوهنې په گډون داسې ډېرې نورې موضوعگانې شته، چې د تېرو څو کلونو راهيسې يې د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې خړې پړې کړي دي.



ايران په ټينگه افغانستان ته دايران د وسلو له سوداگرۍ څخه انکار کوي او هرهغه وينا ردوي، چې گوندې ايران په جگړې کې د خپل ختيځ گاونډي د ډوبېدو او ښکيلتيا لېوال دى.



په هرات کې د ايران د قونسلگرۍ يو چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط وويل: "د ايران حکومت افغانستان ته د بيارغاونې او پراختيا لپاره ٥٠٦ مليونه ډالر ورکړي دي. موږ د افغانستان پراختيا او سوکالي غواړو."



چارواکي دا ادعا هم وکړه، چې ايران د بخش آباد د بند په جوړولو کې مرسته کړې ده.



بند ته نزدې د چاودېدونکو توکو موندل په داسې حال کې رامنځته کيږي، چې له ايران څخه زياته اندازه وسلې افغانستان ته قاچاقيږي. طالبان اقرار کوي چې زياته اندازه دا وسله هغوى ته رسيږي.



په فراه کې د طالبانو يو ځايي قوماندان ملا خدايداد آى ډبليو پي آر ته وويل چې ياغيان د افغانستان په لويديځ ولايت کې نشه يي توکې له ټوپکو سره تبادله کوي.



هغه وويل: "ځايي طالبان له ايران سره د پولې په اوږدو کې گرمې وسلې او مهمات د اپينو په وړاندې پېري. پروا نه کوي، چې وسلې په کوم ځاى کې جوړې شوي. مهمه خبره داده چۍ بهرنيان ووژل شي."



اپين او له هغې څخه جوړ شوي هيرويين د افغانستان تر ټول ستر نغد حاصل دى. د اټکل له مخې طالبان له دې سوداگرۍ څخه د ١٠٠ – ٣٠٠ مليونو ډالرو پورې گټه لاس ته راوړي. ددې پيسو ښايسته ډېره برخه د وسلو په رانيولو لگيږي.



د خدايداد د وينا له مخې هېواد ته د ايران له پولې څخه راوړل شوي ټوپکونه د افغانستان په لويديځ کې د بادغيس، غور او هلمند په ولايتونو کې طالب جنگياليو ته ويشل کيږي.



د افغاني چارواکو په وينا دا وسلې د افغان حکومت او بهرنيو پوځونو په وړاندې کاريږي.



د بادغيس والي، محمد اشرف ناصري وايي چې له مخ په زياتيدونکو ياغيانو سره جنگيږي. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل په څو ولسواليو کې ددې وسلو له امله تاوتريخوالي مخ په زياتېدو دى.



هغه وويل: "پروسږکال د ليندۍ (قوس) په شپږمه طالبانو د بالامرغاب د ولسوالۍ د اکازيو په سيمه کې د يو غلچکي بريد له امله ٢٠ تنه پوليس ووژل شول. د حکومت د پلټنو په نتېجې کې يو اندازه ايرانۍ وسله وموندل شوه."



د بادغيس د امنيې پخواني قوماندان، محمد ايوب نيازيار ددې پخلى وکړ، چې طالبان ايراني وسلې او مهمات کاروي.



په بادغيس کې د سرحدي پوليسو يو مامور، چې ويې نه غوښتل ونومول شي، وويل په دې وروستيو وختونو کې پوليسو ددې ولايت دکلا نظر په سيمې کې د ايراني ساخت چاوديدونکي توکي کشف او خنثى کړل.



د زياترو افغاني چارواکو لپاره د ايراني وسلو بې خړته ډېرېدل ددې معنا لري، چې د افغانستان د بې ثباته کېدو لپاره د ايران حکومت ډېر زيات لېوال دي.



ناصري وويل: "گاونډي هېوادونه تر خپلې وسې پورې زيار باسي، چې د افغانستان د پرمختيا مخه ډب کړي."



د فراه د ولايت (مرستيال)، رسولي وويل: "زموږ گاونډيان غواړي چې افغانستان د تل لپاره په جگړو کې ښکېل وي."



د افغانستان حکومت نه غواړي د وسلو د سوداگرۍ په سر له ايران سره بې اتفاق شي.



ولسمشر حامد کرزي په څو مناسبتونو کې له ايران سره خپله ملگرتيا ياده کړې او هغو مامورينو خپله دنده له لاسه ورکړې، چې د وسلو په قاچاق يې خوله خوځولې ده.



د افغانستان په لويديځ کې د سرحدي پوليسو لوى قوماندان، جنرال رحمت الله صافي له دېر پخوا څخه ددې موضوع په اړه اندېښنه څرگنده کړې ده په ٢٠٠٧ کال کې هغه جوته کړه، چې ښکاره په نښه شوى د ټانک ضد ماينونه له ايران څخه راغلي او په هرات کې تر لاسه شوي دي.



صافى څو مياشتې دمخه له کاره گوښه شو.



د کورنيو چارو وزارت وياند، زمري بشيري ټينگار وکړ، چې په لويديځ ولايت هرات کې نه صافى او نه بل چارواکى د ايران ساخته وسلو د شتون له امله له کاره گوښه شوي.



بشيري وويل په ٢٠٠٧ کال کې د صافي له خوا د ماينونو څرگندولو موضوع څرگنده نه وه، چې ايا هغه پخواني پاتې وو، که اوس. هغه وويل: "زموږ څېړنې دوام لري."
Frontline Updates
Support local journalists