په افغانستان کى پانګه اچونه
د دانش کروخيل ليکنه
په افغانستان کى پانګه اچونه
د دانش کروخيل ليکنه
هغه لويي جرګى ته وويل:بهرني پانګه اچوونکي په دغه هيواد کى ډيرى لويي ستونځى لري. دوى ته ګواښونه کيږي، له دوى څخه د بډو غوښتنه کيږي او د دوى شته مصونه نه دي. له دوي څخه ډير خپلى پيسى اخلي او بيرته ځي. دا د افغانستان له پاره لويه ضايعه ده، او زه به دا ستونځى حل کړم.
کرزي اعلان وکړ چى د بهرنۍ پانګى اچوونى له پاره به نوى کميسون وي يعنى د ١١ کميسونونو څخه به يو د بهرنۍ پانګى اچونى چارى پر مخ بيايي او په ځينو قضيو کى به پخپله چارى سر ته رسوي. تر اوسه پورى په دى اړه نور تفصيل نه دى ورکړ شوى.
د لويو ګڼ مليتيزه کمپنيو له پاره، چى د نړيوالو سوداګريزه تګلارو سره روږدي دي، افغانستان د نړۍ داسى يو هيواد دى چى د پانګى اچونى له پاره اصغري چاپيريال لري. د کلونو جګړى وروسته نسبي آرامي رامنځ ته شوى، خو په هيواد کى وسله او توکميزه سيالي لا روانه ده. داسى کوم خصوصي بانکي سيستم نه شته چى پرى خبرى وشي، آن لويي معاملى په نقدو کيږي. د هيواد شديد غربت د داخلي بازار او اقتصاد نه لرل او ور سره د هيواد په سلو کى له اوياو څخه زياته بى سوادي او تر څنګ يي پراخى روغتيايي ستونځى، چى ورسره ورسره پخپله پلازمينه هومره ورانه شوى څومره چى د کابل شاوخوا د خاورو په انبار بدل شوى.
له ټولو څخه بده يي پيچلى بيروکراسي ده، چى ډيره مغشوشتيا، ډير زيات اداري کار، او د فساد له پاره ښه فضا رامنځ ته کوي .
له تخنيکي پلوه هلته لا دمخه د مرکزي پانگى اچوونى اداره د بهرنۍ پانګى اچونى مسوليت لري. خو د هغه مسول محمد احمدي په داګه دا مني چى د حکومت د پلانونو په اړه په هيڅ هم خبر نه دى.
هغه IWPR ته وويل : زموږ قوانين د سوداګرۍ او بيا ودانولو د وزارت له خوا جوړيږي. دوى په دى وروستيو کى د پانګى اچونى په هکله يو سيمينار جوړ کړى و خو زه يي بللى نه وم. زه د خپل ملګري د بلن ليک څخه په کار اخيستو هلته ولاړم، خو د خبرو کولو چانس يي را نه کړ. تر اوسه پورى زه نه يم توانيدلى چى خپل نظر ولس مشر کرزي ته څرګند کړم.
حکومتي ادارى يوازى د شميرو په هکله غږيږي، چى دا يوازى د سوداګرۍ د رسمي موقف په اړه دي، خو دوى په اصطلاح په حقيقي يا رښتيني ډول د کار کولو په هکله څه نه وايي. د پانګى اچونى د مرکزي ادارى په آند، په افغانستان کى د توليد له پاره ٢٠٢٤ پروژى تصديق شوي دي،چى له هغوى څخه ٨٧٢ د طالبانو تر نسکوريدو وروسته پيل شوي.
په عين حال، د ځينيو توليدي موسسو په هکله خو اوس څه ويل کيدى نه شي ، ډير کسان په کابل کى د وارداتو او صادراتو له پاره هيلى لري، ډير غواړي چى هغو په سل ګونو غيرحکومتي موسسو ته چى د لنډمهالى ادارى د رامنځ ته کيدو وروسته راغلي دي ګاډي او نور لوژيستيکي وسايل وپلوري.
دوى په ګرانو هوټلونو او رستورانونو کى ليدل کيږي، کله له خپلو افغاني معامله دارانو سره په ګوښه ځايو کى ناست وي او کله هم يوازى وي.