په خوست ولايت کې د بشري حقونو څانگې ته اړتيا مخ په زياتېدو ده

د سيمې د اوسېدونکو په وينا يوازې له ولايت څخه بهر لاسوهنه د سرغړونو په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

په خوست ولايت کې د بشري حقونو څانگې ته اړتيا مخ په زياتېدو ده

د سيمې د اوسېدونکو په وينا يوازې له ولايت څخه بهر لاسوهنه د سرغړونو په مخنيوي کې مرسته کولای شي.

Wednesday, 18 May, 2016

د خوست ولايت فعالانو د افغانستان د بشري حقونو پر خپلواک کميسيون (AIHRC) غږ کړی چې په نوموړي سويلي ولايت کې د ښځو په وړاندې له بريده وتلو سرغړونو سره د مبارزې لپاره يوه څانگه پرانيزي.   

نوموړي فعالان گوته څنډي چې له پراخو جبري ودونو سره سره سرغړونې او په اصطلاح د ناموسي وژنو په وړاندې د ځانگړو مرستو د نشتوالي له امله د گوتو په شمېر قربانيان په دې اړه د رپوټ ورکولو جوگه دي. دولتي ادارې هم پوره وس نه لري چې د سرغړونو د شکايتونو په وړاندې غبرگون څرگند کړي. 

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون تر ټولو نږدې اداره د گاونډي ولايت، پکتيا په مرکز، گرديز کې موقعيت لري. نوموړې څانگې ته رسېدل گران دي. 

د افغاني ښځو د شبکې مشرې، زېبا بارکزۍ وويل: «زما د معلوماتو له مخې ښځې په هغو ولايتونو کې، چې هلته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون کومه څانگه موجوده وي، د خدمتونو لپاره پوره اسانتياوې لري. حکومت هلته د بشري حقونو له ادارې څخه ډاريږي او هڅه کوي تر خپل وس پورې د ښځو ستونزې هوارې کړي.»

بارکزۍ دا هم څرگنده کړه چې د هغې اداره د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي رپوټونه اړوندو چارواکو ته استوي. داسې ښکاري چې هغوی يا نه غواړي يا نشي کولای د ښځو اندېښنو ته ورسيږي. د بېلگې په توگه، حقوقي موضوعگانې له هوارۍ پرته ځنډيږي.  

هغې په دوام وويل، د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون سيمه ييزه څانگه کولای شي پر هغوی فشار راوړي.  

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون د افغانستان له ٣٤ ولايتونو څخه په ١٤ هغو کې څانگې لري، خو د چارواکو په وينا په نژدې راتلونکې کې د کومې بلې څانگې د پرانستلو شونتيا ډېره لږه ده.  

په کابل کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون سیمه ییز مشر، شمس الله احمدزي وويل: «د کارکوونکو او بودجې د نشتوالي له امله موږ نشو کولای په ټولو ولايتونو کې څانگې پرانيزو.»

نوموړې وړانديز وکړ چې د خوست ولايت خلک دې خپلې قضيې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د پکتيا سيمه ييزې څانگې ته استوي يا دې په کابل کې له مرکزي دفتر سره اړيکې ټينگوي. 

دا څرگندونې د ځايي فعالانو د قناعت وړ نه دي، چې گوته څنډي له بهرني مرستې پرته به وضع نوره هم ناوړه شي. 

په خوست کې د ښځو د وړتياوو د لوړولو د موسسې مشرې، کاملې اکبري وويل، د ولايت په لرې پرتو سيمو کې ژوند د محافظه کاره دودونو او رواجونو له لارې اداره کيږي.

هغې په دوام وويل: «ماته د ښځو د وهلو ډبولو او وژنې په لسگونه قضيې معلومې دي، چې هيڅوک يې پروا نه لري. که چېرته موږ دلته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون  يوه څانگه درلودلای، د ښځو په وړاندې تاوتريخوالی به تر ډېره بريده څېړل کېدای شو.»

د خوست مدني فعال او ژورنالست، الياس وحدت زياته کړه، د ځاځي ميدان په ولسوالۍ کې د پروسږکال د ناموسي وژنو د يوې قضيې رپوټ هم نه دی ورکړل شوی.

هغه وويل: «که چېرته په خوست کې د بشري حقونو کومه څانگه موجوده وای، نو هره پېښه به يې ثبتولای او هغه به يې مرکز کې له حکومتي چارواکو سره شريکولای. په دې توگه به هرې ستونزې ته د هوارۍ يوه لاره موندل کېدای. له دې امله چې دلته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون کومه څانگه نشته، څوک د ښځو د چارو له بې کفايته رياست څخه د داسې کارونو د سرته رسولو کومه تمه نشي درلودای.»

په خوست کې د ښځو د چارو رئيسه، ملالۍ ولي د بې پروايۍ تورونه، نه مني، خو دا مني چې يوه ځانگړې څانگه له ښځو سره مرسته کولای شي.

هغې وويل: «موږ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې کړي دي. موږ د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي، جبري ودونو او دشخړو او تربگنيو د له منځه وړلو لپاره د ښځو د جبری ودولو په گډون نورې پېښې ثبتې کړي دي. دا هغه پرمختگ دی چې موږ يې له خپلو امکاناتو څخه په گټې اخيستنې سرته رسوو، خو که د بشري حقونو کومه څانگه جوړه شي، نو له دې لارې به ښځو ته نورې اسانتياوې هم چمتو شي.»

د خوست حکومتي چارواکي له دې سره موافق دي چې په دې ولايت کې به د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون يوه څانگه د جنسيت له برابرۍ سره مرسته وکړي.

د خوست د والي مرستيال، عبدالودود پټان وويل، سره له دې چې په دې وروستيو کلونو کې د ښځو په ژوند کې ښه والی راغلی دی، خو لا تراوسه ډېرې ستونزې پر ځای پاتې دي، چې يوازې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون يې هوارولای شي. 

نوموړي په دوام وويل: «موږ غلي ناست نه يو. هلې ځلې مو کړي چې د ښځو په ژوند کې ښه والی راشي او په وړاندې يې تاوتريخوالی له منځه يوسو. سره له دې هم که چېرته دلته د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون يوه څانگه پرانيستل شي، نو د ښځو ستونزې به  نړيوال اړخ ومومي، نړيواله ټولنه به له هغې سره مينه وښيي او د ښځو پرمختگ ته به لا پسې لاره هواره شي.

Frontline Updates
Support local journalists