ياغيانو په کندوز کې په بغاوت لاس پورې کړ

کندوز يومهال تر ټولو کرار ولايت و، خو اوس يې ځينې برخې د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي.

ياغيانو په کندوز کې په بغاوت لاس پورې کړ

کندوز يومهال تر ټولو کرار ولايت و، خو اوس يې ځينې برخې د طالبانو لاسونو ته ورغلي دي.

Tuesday, 20 October, 2009
.



په دې وروستيو وختونو کې طالبانو د چاردرې په ولسوالۍ کې له پوليسو څخه اته رينجر موټرې نيولي دي او هرې خواته په کې ګرځي راګرځي.



ددې توپير بيان کومه ستونزمنه خبره نه ده. هغه مهال چې طالبان د موټر مخې ته پر وسلو سمبال يو د بل څنګ ته ناست وي، د موټر پر بام د نصب شوي لوډسپيکر له لارې اسلامي او ملي ترانې غږوي او خاندي.



که سړک د رينجرو لپاره ډېرتنګ او يا خراب وي، نو طالبان کله ناکله پر موټر سايکلو سپريږي. هغوى خپل سرونه اومخونه د سر په دستمالونو پوښوي.



د موټر سايکل سپرو طالبانو يو کتار مخ په چاردرې روان و او ډېر ژر په خاورو او دوړو کې له سترګو پنا شو.



طالبان په هغه ولسوالۍ بشپړ کنترول لري. هغوى خپل اسلامي اصول وضع کړي او له ډاره پرته برالا په کليو او بازارونو کې ګرځې راګرځي. حکومت هلته واک نه لري.



د چاردرې ولسوال، عبدالوحيد وويل: "يوازې د ولسوالۍ دفتر زموږ په لاس کې دى. د هغې له دېوالونو بهر موږ هيڅ قانونيت نه لرو. خلک د ستونزو د هوارۍ لپاره ولسوالۍ ته نه راځي، طالبانو ته ورځي."



څلور نورې ولسوالۍ تقريبا ورته حالت لري. د ولايت مرکز د کندوز ښار د هغو سيمو په منځ کې پروت دى چې حکومتي کنترول په کې له لاسه وتلى دى.



د کندوز شمال ته ٥٠ کيلومتره وړاندې د ارچې پرته ولسوالي د چاردرې په څېر په بشپړ ډول د طالبانو ترکنترول لاندې ده. سويل ته ٢٥ کيلومتره وړاندې د علي آباد پرته ولسوالي زياتره د بنسټپالو په لاسونو کې ده. شمال ته اويا کيلومتره وړاندې د امام صاحب په ولسوالۍ کې حکومتي کنترول اصلا په نشت حساب دى. ٢٥ کيلو متره وړاندې په ختيځ کې د خان آباد په پر تې ولسوالۍ کې حکومت د ولسوالۍ مرکز او دهغې په ګاونډ کې يوڅو کلي بانډې په لاس کې لري.



يو کال دمخه د کندوز په ولايت کې امنيت ښه وه، کاروبار په کې غوړېدلى او خلک يې هيله من وو.



افغانان او بهرنيان د بدلون په اړه د خپل زړه خبرې کوي. د هغوى خبرې او لاملونه خيالي او يو له بل سره توپير لري. هرڅوک خپل نظر لري، خو هيڅوک د خپلې ادعا په اړه ثبوت نشي وړاندې کولاى.



د کندوز والي، انجنير محمد عمر د ياغيانو د راڅرګندېدو پړه پر پاکستان وراچوي.



تر دې نژدې وروستيو پورې د نړيوالو پوځونو زياتره اکمالات افغانستان ته د سهيلي ګاونډې هېواد له لارې راتلل، چې د محصول او تعرفو ټوله ګټه يې اسلام آباد ته تله.



د پاکستان د اکمالاتي لارې په اوږدو کې د زياتيدونکي ناامنۍ له امله د ناتو يو شمېر هېوادونو وپتېله چې د سون توکي او نور اکمالات له تاجکستان څخه د دواړو هېوادونو ترمنځ سيند څخه هله تېرېدو وروسته د شېرخان بندر له لازې کندوز ته راوړي.



د کندوز والي وويل: "افغانستان ته د شېرخان بندر له لارې د ناتو لوژستيکي اکمالات به سيمې او هېواد ته اقتصادي ګټې راوړي. دا خبره پاکستان ته د منلو نه ده، ځکه نه غواړي له ناتو څخه تر لاسه شوى امتياز له لاسه ورکړي. له دې امله زيار باسي په دې سيمه کې وضعه کړکېچنه کړي، ترڅو د اکمالاتي لارو په اړه ناتو د پاکستان مرستې ته اړ شي."



په کابل کې پاکستاني چارواکو د تبصرې د غوښتنې په اړه غبرګون ونه ښود.



په کندوز کې د جرمني د ولايتي بيارغاونې د ډلې وياند، ډګروال کارستن سپييرنګ دا خبره رد نه کړه چې کېداى شي د اکمالاتي لارې بدلون په ولايت کې د ځينو ناکراريو لامل شوى وي.



نوموړي له زياتې څرګندونې پرته وويل: "په کندوز کې د امنيت د خرابېدو تر شا څو لاملونه شته، چې يو يې د ناتو او [د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې] ايتلافي ځواکونو له خوا د شېرخان بندر له لارې د کاروانونو د لېږد بدلون دى."



د کندوز والي، محمد عمر وايي چې طالبان په کندوز کې د پوليسو د شمېر د کموالي له امله هم زړور شوي دي.



هغه وويل: "کله چې پوليس کومې سيمې ته ځي، [ياغيان] تښتي او ځانونه پټوي. هغوى د مخامخ جګړې وسه نه لري. خو [ياغيان] يو ثابت ځاى نه لري. طالبانو نشي کولاى د جګړې ليکه پرانيزي. پرځاى يې ياغيان چريکې بريدونه کوي."



د پوليسو د امنيې قوماندان، محمد رزاق يعقوبي امنيتي ستونزې په کندوز کې د نشه يي توکو په قاچاق وړونکو پورې وتړلې.



هغه وويل: "طالبان زيار باسي په دې سيمه کې د کوکنارو کرکيله او حاصلات زيات کړي. په کندوز کې دا جګړه د نشه يي توکو د مافيا جګړه ده، چې د اسلام ترنامه لاندې فعاليت کوي."



يعقوبي په نړيوالو ځواکونو غږ وکړ چې له قاچاق وړونکو سره جګړه وکړي.



هغه ټينګار وکړ: "هغوى د دوى په وړاندې جګړې ته اړتيا لري. القاعده خپل زيات عايدات له نشه يي توکو څخه ترلاسه کوي او بيا پرې پوځي وسايل اخلي."



د کندوز ولايت له تېرو درېو کلونو راهيسې له کوکنارو څخه د يو خلاص ولايت په توګه اعلان شوى دى، خو د نشه يي توکو ماهرين اټکل کوي چې (کندوز) تاجکستان او ازبکستان او له روسيې څخه اروپا ته د اپينو او هيروينو د قاچاق عمده لاره ده.



د غلام حيدر حيدر په نامه يو سياسي شنونکى باوري دى، چې په کندوز کې د ناامنۍ تر شا بهرنيان لاس لري.



د حيدر د وينا له مخې ايتلافي ځواکونه ياغيانو ته ددې لپاره روزنه ورکوي اوسمبالوي يې چې ناکراري منځنۍ اسيا ته وروغځوي.



هغه وويل: "متحده ايالتونه داسې يو مرکز غواړي چې روسيه پرې وډاروي. په منځنۍ اسيا کې د متحده ايالتونو سياسي ګټې له چا پټې نه دي. متحده ايالتونه کولاى شي خپلې موخې يوازې هغه مهال تر لاسه کړي، چې طالبان د آمو سيند افغانستان، تاجکستان او ازبکستان تر منځ ګډه پوله جوړوي) بلې غاړې ته ورواوړي. هله بيا امريکايي پوځونه کولاى شي د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په نامه منځنۍ اسيا ته وخوځيږي."



د حيدر او د چاردرې ولسوالۍ د اوسيدونکو نظر يوشان بريښي.



د چاردرې يو اوسيدونکې، چې ونه يې غوښتل ونومول شي، د امريکايانو له خوا د طالبانو په ملاتړ ټينګار وکړ.



هغه وويل: "ما په خپلو سترګو ليدلي دي. ما يو ماښام خپل څاروي کور ته راوستل، ومې ليدل چې طالبان له امريکايي چورلکو څخه راکښته کيږي. له نوموړو چورلکو څخه يې موټر سايکلونه هم راکښته کړل. وروسته يو ځايي ملا چې ښه مې پېژانده، لاړ او له امريکايانو سره يې خبرې وکړې. ورسته بيا چورلکه ولاړه."



تورنې اليزابيت ماتياس، چې په افغانستان کې يې د متحده ايالتونو په استازيتوب خبرې کولې، دا تورنه رد کړل.



هغې وويل:"متحده ايالتونه د طالبانو له ملېشو سره مرسته نه کوي او نه منځنۍ اسيا ... د افغانستان – پاکستان سيمې ته د جګړې ورغځول غواړو. بس دى چې په دغو دوو هېوادونکو کې ناکرارۍ امريکايان او ناتو ځواکونه ښايسته ښه بوخت ساتلي دي.



نوموړې زياته کړه: "د اوازو په اړه زه احساس کوم چې دا د خلکو طبيعي غبرګون دى ځکه هغوى غواړي له ورسره مخامخ کړکېچن حالت په اړه خبر شي... [حکومت او ايتلافي پوځونه] په سيمې کې د کاواکه کوونکو ځواکونو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکوي او له خپلو دې هڅو څخه د کندوز اوسيدونکي خبروو."



يوه بله موضوع چې د طالبانو له اغېز سره يې مرسته کړي وي، ښايي دا وي پښتانه فکر کوي چې ناتو او ايتلافي پوځونه يوازې د هغوى د ډلو په وړاندې جګړه کوي.



طالبان زياتره پښتانه دي او جګړه هم يوازې په پښتني سيمو کې ده. د حيدر د وينا له مخې دې کار د پښتنو ترمنځ خپګان او غوسه راپارولې ده. هغوى غواړي په دې توګه د غچ يا ځان ساتلو لپاره ياغيانو ته په خپلې غېږ کې ځاى ورکړي.



هغه وويل: "چېرته چې پښتانه اوسيږي، هلته جګړه ده او ولسي خلک وژل کيږي. دا جګړه پر پښتنو تپل شوې ده، خو هغوى تر دې زيات نوره جګړه نه غواړي."



د سپتمبر پر څلورمې پر چاردرې باندې د بمبارۍ په څېر پېښې نوموړى خپګان او غوسه لا نوره هم پسې پراخوي، چې جرمني ځواکونو د طالبانو له خوا د تيلو د دوو ټانکرونو د تښتولو له امله د هوايي ځواک غوښتنه وکړه.



په لسګونوتنه ولسي خلک هغه مهال ووژل شول چې بمونه د موټرو پر شاوخوا ولاړو کسانو باندې راوغورځېدل. په داسې حال کې جرمنان وايي هغوى په دې اند وو چې هغه ټول ياغيان دي، خو زياتره يې کليوال وو چې له لاريو څخه د وړيا تېلو د ترلاسه کولو لپاره راغلي وو.



د چاردرې ولسوال، عبدالرحيم پر حکومت د څه نه کولو پړه اچوي.



هغه وويل: "په سر کې ډېر لږ شمېر طالبان وو. حکومت کولاى شول هغوى ته ماتې ورکړي. خو پر ستونزې يې سترګې پټې کړې. اوس [بغاوت] ورځ په ورځ زياتيږي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists