ناوړه چال چلن ښځې ځان وژنې ته هڅوي

د خپلو کورنيو په لاس له فزيکي ناوړه چلن او يا جنسي تيرى څخه د رنځېدلو ښځو لپاره يوازينۍ لاره په خپل لاس له ژوند څخه د ځان بېغمه کول دي.

ناوړه چال چلن ښځې ځان وژنې ته هڅوي

د خپلو کورنيو په لاس له فزيکي ناوړه چلن او يا جنسي تيرى څخه د رنځېدلو ښځو لپاره يوازينۍ لاره په خپل لاس له ژوند څخه د ځان بېغمه کول دي.

Wednesday, 16 November, 2005

يو څه موده وړاندې د ژمې په سختو سړو شپو او ورځو کې، د دوو کوچنيانو مور، ٢٢ کلنې ګلمهرې ځان د خپل کور په تشناب کې بند کړ، تېل يي په ځان وشيندل او بيا يي په اور کې ځان لولپه کړ.


يومهال يي مېړه ځير شو، چې له تشناب څخه لوګې خيژي. هغه دروازه ماته کړه، ګوري چې ګلمهره په او رکې ستي پرته او د بدن څه ناڅه ٩٨ برخه يي په اورباندې کباب شوې ده. مېړه يي د اور د مړ کولو په هڅه هغه په شړۍ کې تاوه او سيمه ييز روغتون ته يي ورسوله. ګلمهره شپږ ورځې وروسته مړه شوه.


د هغې قضيه زياتو نورو پېښوته ورته ده. د بشري حقوقو د چارواکو له خولې د تېرو ١٢ مياشتو په بهيرکې نژدې ٩٠ ښځو په دې لاره دخپل ژوند د پاى ته رسېدو هڅه کړې ده. په زياترو پېښو کې ښځې د فزيکې ناوړه چلن او يا جنسي تيري قربانيانې وې.


د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کميسون د ښځو د حقوقو د پراختيا د څانګې مرستياله، کريمه کريمي وايي، د ځان وژنې د پېښو اصلي لامل جبري ودونه دي.


د ٢٠٠٣ کال د مارچ له مياشتې را په دې خوا د ځان وژنې زياتره پېښې د هرات په ښا رکې رامنځه شوي دي. کريمي وايي: "د روغتون د کريمېنالوژۍ د ثبت له کتاب څخه تر لاسه شوې شمېرې څرګندوي، چې د ځان سوځولو په ٥٦ پېښو کې څلور تنه نارينه او ٥٢ تنه ښځينه وې. هغه وايي: "په دې پېښو کې ٣٢ تنه ښځې مړې شوي او پاتې نورې ژغورل شوي دي."


د بشرد حقوقو د چارواکو په وينا په کابل کې يو روغتون ٣٢ داسې پېښې ٍثبتې کړي دي او درې نورې ورته پېښې په جلال آباد کې رامنځته شو يدي.


د ځان سوځولو زياتره پېښې په کابل کې د د درېمې کارتې روغتون ته وړل شوي، ځکه د هېواد په کچه د جراحۍ ښه امکانات لري. ددې روغتون د جراحۍ د څانګې د شيف مرستيال، دکتور حسن کمال وايي: "زيات شمېر پېښې په کورنيو کې د تاوتريخوالي له امله رامنځته کيږي"


ګلمهرې، چې له واده يي اووه کاله تېريږي، له مړينې دمخه آى ډبليو پي آر ته د ځان د سېځلو په هکله خبرې کړې وې. د روغتون په بستر کې د سوې سکور ګلمهرې لاسونه او څنګلې زيات پړسېدلي وو. مخ يي سوځيدلى، سترګې يي د مخ په پړسوب کې پټې شوې وې او بېرته کولاى يي نه شوې. کله کله به يي له خولې زګېروي راوتل. کله ناکله هغه ګرځېدله او خبرې يي کولاى شوې.


هغې ويل: "زه به مې خاوند هر وخت وهلم، نور مې ور سره ګوزاره نه شوه کولاى. له ځان وژنې پرته مې بله لاره نه درلوده. له دې امله مې ځان ته اور ورته کړ."


هغې ويل، چې د خسرګنۍد نورو غړېو له لاسه يي هم وهل ټکول خوړلي دي. هغې ويل: "لېور مې په کيبل وهلم." نوموړي ويل، چې خاوند يي هغه او د هغې اولادونه؛ اتلس مياشتنى زوى او درې مياشتنۍ لور پريښي اوخپله ايران ته تللى و.


د ګلمهرې خاوند، نجيب الله له خپلې مېرمنې سره د جنګ په کولو اعتراف وکړ او وييويل، چې د هغه ورور ځکه هغه وهلې وه،چې تل به يي شکايت کاو. خو هغه په دې خبرې ټينګار کاو، چې دخپلې ښځې د کړنې مسووليت په غاړه نه لري. نوموړى وايي: "دا دهغه ناپوهي وه، چې داسې کار يي وکړ."


د ګلمهرې خواښې، بنفشه وايي، چې هغې ته هغه "ګلمهره" د خپلې لور په څېر ګرانه وه او ويل يي چې کورنۍ يي خپل منځي ستونزې نه لري. هغې ويل، ګلمهرې کولاى شول، هر مهال د خپل پلار او مور دليدلو لپاره د هغوى کورته لاړه شي.


هغې له دې ټکي سره موافقه لرله چې جبري ودونه زياتره له کړاو څخه ډک وي، خو ويل يي، چې ګلمهره داسې نه وه. هغه زياتوي: "په ځينو کورنيوکې په ناوې زيات ظلم کيږي، خو هغې ته چا څه نه و، ويلې، چې خپل ځان او کورنۍ تباه کړي."


خو د ګلمهرې خور، شير پيره بيا بل راز کيسه کوي. هغه وايي: "آن يوه پلاه هغه په سر باندې په غيچي وهل شوې وه. د خسرګنۍ هر يو به په ډېرې بېرحمۍهغه وهله او ټکوله. له دې امله په هغې نورې لارې تړلې وې او ځکه يي دا کار وکړ."


شير پيرې وويل، چې يو ځل ګلمهره له مړينې دمخه د خپل پلار کور ته راغلې وه او ويل يي ، چې طلاق اخلي. خو پلار، ولي احمد ورته اجازه نه وه ورکړې. هغې ته يي ويل، چې د هغه په قوم کې چا دطلاق کار نه دى کړى او که هغه يي وکړي، نو کورنۍ ته به يي شرم واړوي. هغې ورته نصيحت وکړ، څه چې پرې تېريږي، بايد له زغم څخه کار واخلي.


ولي احمد آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه لا له پخوا خپله ماندينه او څلور اولادونه له لاسه ورکړي دي. په داسې حال کې چې لا د هغه لور په روغتون کې وه، ويل يي، که چېرته هغه مړه شي، نو د آرام سا به واخلي. هغه ويل: "زه له خدايه غواړم، چې هغه مړه شي، ځکه هغه د ډېر ظلم لاندې وه."


کومه ښځه چې د ځان وژنې هڅه وکړي، کورنۍ ته يي د شرم داړولو مانا لري او که له مرګه وژغورل شي، نو خلک ځينې کرکه کوي.


د اووه ويشت کلنې، رونا له واده څخه لس کلونه تېريږي او د څلورو زامنو مور ده. هغه وايي دوه پلا يي هڅه کړې چې ځان د لرګيو په بخارۍ کې وسوځوي. د دريمې هڅې پرمهال هغه د خپل خاوند له خوا تر بريد لانې راغله او مخه يي ونيول شوه. هغه وايي: "خاوند مې تر هغه ووهلم، چې پرکاله شوم. له هغې وروسته يي راباندې ايشول شوې اوبه واچولې او غوښتل چې ومې وژني. شپږ مياشتې په دې روغتون کې بستر شوې يم. په دې ټوله موده کې زما خاوند زما د ليدلو لپاره نه دى راغلى او نه يي زما اولادونه زما د ليدو لپاره راپري ايښي دي."


پنځلس کلنه تمنا وايي، جنسي تيري هغه ځان وژنې ته اړ ايستله. هغې ويل، چې پلار به يي مچې کوله او کله چې به ويده شوه، نو په غيږ کې به يي نيوله او مينه به يي ورسره کوله او که کله به يي شکايت وکړ، نوچا به نه منله. نوموړې وايي: "په پاى کې کله چې هغه غوښتل په ما تيرى وکړي، ما خپل ځان وسوځولو."


فريبا د افغانستان د ښځو د انقلابي سازمان (راوا) غړې ده. دا سازمان د ښځو د ځان وژنې مخه نيسي. هغه وايي: "موږ په دې اند يو، چې د ځان سيځلو يو لامل هم بېسوادي او وروسته پاتې والى دى."نوموړې وايي د هغوى سازمان د سواد دزده کړې کورسونه او د لاسي صنايعو مرکزونه پرانيستي دي، چې ښځې سواد زده کړي او يو کسب ياد کړي، تر څو وکړاى شي، خپل ځانونه وچلوي.


فريبا وايي: "د هغې سازمان ټينګ باور لري، چې کېداى شي يوازې د قلم په وسله د افغانستان ښځې ځواکمنې او د بنسټپالنې په وړاندې په خپلې مبارزې کې بريالۍ شي، چې پر ښځو باندې د ظلم يوازينى لامل دى. موږ هغوى روزو او په دې يي پوهوو، چې ځان وژنه او ځان سېځل هغوى ته ګټه نه رسوي "


هغه وايي، لکه څنګه چې د هېواد زياتره سيمې د محافظه کارو مشرانو په لاس کې دي او ډېر کمزوري قانون سيستم لري، يو لږ شېر ښځې د ناوړه چال چلن څخه د تېښتې لار لري.


فريبا وايي: "ښځې د ځان په وړاندې د جنايتونو په هکله د خپل غږ ايستلو لپاره له دې پرته بله لاره نه لري. هغوى د ځان وژنې اسانه لاره موندلې ده." نوموړې زياتوي: "که په يوې پېښه کې عدالت تامين شو، نو هيڅوک به دې ته زړه ښه نه کړي، چې په ښځو ظلم وکړي او د خپلو لومړنيو حقونو څخه يي بې برخې کړي."


Frontline Updates
Support local journalists