نوې آزموينې له حکومتي کارکونکو نه

د حکومتي کارکوونکو د کيفيت د ښه کولو لپاره چاڼوونکي پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.

نوې آزموينې له حکومتي کارکونکو نه

د حکومتي کارکوونکو د کيفيت د ښه کولو لپاره چاڼوونکي پروګرامونه تر لاس لاندې نيول شوي دي.

Friday, 18 November, 2005

له کاره د نازده کړو او د پوهې د نه لرونکو کارکونکو د ګوښه کولو له لارې حکومت ته د سمې بڼې د ورکولو او چلولو په موخه د ولسمشر حامد کرزي هڅې د حکومتي مامورينو له ګډ غبرګون سره مخامخ شوي دي.


تېرکال کرزي د اداري سمون يو نهه کسيز کميسون ته دنده وسپارله، ترڅو حکومتي ټول کارکوونکي چاڼ کړي. هغه شمېر چې له دې چاڼ څخه بريالي راووځي، په خپلو دندو به پاتې شي. د هغه شمېر لپاره به د بيا روزنې پروګرامونه تر لاس لاندې ونيول شي، چې په دې ازموينه کې پاتي راشي. هغوی به له دريو مياشتو څخه وروسته يو ځل بيا وازمويل شي. که بيا هم پاتې راغلل نو له کار څخه به وشړل شي.


د کميسون د غړيو په وينا دا نوې کتنه ځکه اړينه ده، چې د کلونو کلونو راهيسې د ملکي خدمتونو په سيستم کې واسطې، بډو، فساد او بې کفايتۍ ريښې ځغلولي دي.


يو پلا چې دا پلان په پلازمېنې کې په بشپړ ډول پلی شي، نو له هغې وروسته به ولايتونو ته هم وغځول شي.


په داسې حال کې چې يو شمېر دولتي کارکوونکو دا پلان ستايلی دی، يو شمېرنورو بيا شکايتونه کړي، چې ازموينې غير عادلانه او معيارونه غير واقعبينانه دي. يو شمېر دا مني، چې دا ازموينې د هغه شمېر خلکو په ګټه پای ته رسيږي، چې په انګليسې ژبه پوهيږي او کمپيوتر کارولای شي.


د ودانولو يوانجنير، 53 کلن کبير وويل: ((پخوا په افغانستان کې هېڅوک په کمپيوتر نه پوهېدل، خو په دې ورځو کې هغه يوه عادي خبره ګرځېدلې ده. زما په اند دا د مسلکي کارکونکو لپاره سمه خبره نه ده، چې په انګليسي او کمپيوتر ونه پوهيږي. هغوی ښايي خپلې دندې له لاسه ورکړي.))


اووه پنځوس کلن حيات الله، چې د کليو د پراختيا وزارت د پلان په وزارت کې يې خپله دنده له لاسه ورکړې او اوس د پياروزنې په پروګرام کې شامل دی، وايي، ازموينه په محاسبه کې نه اخيستل کيږي، چې حکومتي مامورينو د خپل اوږد کار په بهيرکې په کې ښه تجربه تر لاسه کړې ده. هغه وايي: ((هغوی له ما وپوښتل، ارزيابي څه ته وايي؟ ما ورته وويل، نه پوهېږم.))


هغه وويل، له 25 کلنو راهيسې په دولت کې کارکوم او 13 کلونه مې په دې وزارت کې تېر شول. هغه 26 کاله دمخه له يوې لېسې څخه فارغ شوی دی، خو لوړې زده کړې نه لري.


حيات الله وايي، سختې او پېچلې پوښتنې يې له کار څخه د ګوښه کېدو لامل شوې. نوموړی وايي: ((کميسون له ماڅخه په انګليسي پوښتنې وکړې، چې پرې پوه نه شوم. کاري تجربه په پام کې ونه نيول شوه. د يو 57 کلن زوړ سړي په توګه ددې پوښتنو له امله نا پوه او بې کفايته وګڼل شوم.))


تر اوسه په لسو وزارتونو او نورو حکومتي موسسو کې اته زره تنه چاڼ شوي او 250 تنو يې خپلې دندې له لاسه ورکړي دي او اوس په حکومتي پروګرامونو کې تر بياروزنې لاندې دي.


اته دېرش کلن محمد قسيم، چې په حقوقو کې لوړې زده کړې لري او د بهرنيو چارو د وزارت د محاسبې په څانکې کې کار کوي، وايي، هغه د چاڼولو له نوي بهير څخه خوښ دی. هغه وايي: ((زه د کميسون د کار ميتود او لاره خوښوم، ځکه اوس په حکومتي څانګو کې وړ مامورين ستايل کيږي او بې کفايته هغه له کار څخه ګوښه کيږي. ))


د کليو د پراختيا د وزارت د کارکوونکو (پرسونل) رئيس، محمد سا لم وايي، د هغه په وزارت کې 26 تنه مامورين په لومړي چاڼ کې پاتې راغلي دي او د درې مياشتنۍ ازميښتي دورې لاندې نيول شوي دي. نوموړی وايي: ((هغوی د انګليسي ژبې، کمپيوتر او ادارې په کورسونو کې شامل شوي. له دريو مياشتو څخه وروسته هغوی يو ځل بيا ارزيابي کيږي، که پرمختګ يې کړی و، نو بيرته په کا رګومارل کيږي او که نه نو له کاره ايستل کيږي.))


محمد سا لم وويل، هغه په دې باور دی، چې د چاڼولو بهير به د حکومتي مامورينو د کيفيت له ښه کولو سره مرسته وکړي. هغه وايي: ((په دې وزارت کې نالوستي او غيرمسلکي کسان و. يو شمېر د ليکونو په ليږلو او اخيستلو (واردې او صادرې) نه پوهېدل. خو اوس دندې مسلکي کسانو ته ورکول کيږي. له کار څخه ګوښه شوي مامورين هغه خلک دي، چې يوازې يوه تشه (کمبود) يې ډکه کړې وه. هغوی نه پوهېدل څه وکړي او د هغوی کار څه شی دی. زه د هغوی له امله تل بېواره او تلولی وم، خو اوس چې نه شته، ارام يم.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists