په کندهار کې افغاني موسیقۍ د رژیدو په حال کې ده

دا چې ځوانو خلکو د هند پاپ موسیقۍ ته مخه کړي، یو ځلاند دود د ورکېدو په حال کې ده

په کندهار کې افغاني موسیقۍ د رژیدو په حال کې ده

دا چې ځوانو خلکو د هند پاپ موسیقۍ ته مخه کړي، یو ځلاند دود د ورکېدو په حال کې ده

IWPR
IWPR

لیکوال: ابراهیم سپیڅلی

په کندهار کې یو شمېر سازنده ګان وايي چې د هند سوداګریزې او برېښنايي موسیقۍ ته د خلکو د مخ ور اړولو له کبله یو بېساری دود د ورکېدو په حال کې ده.

کله چې په ۱۹۹۰ کلونو کې طالبان پر افغانستان مسلط شول، نو دودیزه موسیقي هم بنده او ناقانونه وګرځول شوه. خو بیا هم یو شمېر خلک شته چې دا دود یي لا ژوندی ساتلی دی.

په کندهار کې ۷۰ کلن طبله غږونکی استاد هاشم وايي: «دلته امنیت خراب شوی، چې د دودونو د تیت او پرک کېدو سبب ګرځیدلی او سازنده ګان او سندري ویونکي هم دلته په کندهار کې د وخت په تیریدو سره مري.»

کندهاري سندرغاړي په سویلي ولایتونو لکه زابل، روزګان، هلمند همداشان په کندهار او دې ته ورته په کابل او د پولې هغې غاړې په پاکستان کې هم ډېر مینه وال لري.

په دغو ورځو کې، یو زیات شمېر کندهاري ځوانان چې د بالیووډ فلمونه ګوري نو د خپلې موسیقۍ د ممتازو الاتو او د خپلې سیمې د شعرونو پر ځای هندي موسیقي ته ترجیح ورکوي.

نعمت الله کندهاری چې له تیرو ۴۰ کلونو راهیسي سندرې وايي، وویل: «موږ نور کندهاري موسیقي نه لرو. اوس مهال موږ یوازې دوه د موسیقۍ د الاتو غږونکي لرو چې یو یي سید جان دی چې هغه ډول وهونکی دی او بل یي هم اختر محمد دی چې هغه هارمونیه غږونکی دی. دا نور ټول د کابل دي. یوازې سندرغاړي یي کندهاریان دي.»

سندرغاړی بشیر فریادي، چې د کندهاري موسیقۍ د ژوندي ساتلو لپاره یي مبارزه کړي، د نوي نسل د «ضعیفه ذوق» په اړه ډېر خپه دی.

هغه وايي: «کله چې زه ځینو میلو ته ځم، نو تعجب کوم چې څرنګه خپله موسیقي تر سره کړم. زه هغه سندري چې په مسلکي ډول نه وي هغه ردوم، خو خلک بیا مسلکي سندري ویل نه خوښوي.»

نعمت الله کندهاری هم په دې اړه همنظره ده. هغه وايي چې د موسیقي ریښتیني پلویان، نه دا چې پخواني ټونونه خوښوي، بلکې ښایسته غزلي چې د سندرغاړو په ښو غږونو سره ویل کېږي، خوښوي. خو اوسمهال، خلک سوداګریزه موسیقي غواړي او کلاسیک شعر او موسیقي لکه غزل هېڅ نه خوښوي.»

هغه وايي: «زما د تجربې له مخې، پخوا به خلکو اصلي موسیقي، کلاسیک شعرونو او ښه ملایم غږونه غوښتل او د موسیقي په میله کې به په ارامه ورته ناست ول، خو له بده مرغه دا دود اوس نشته.»

خو بیا هم ځینې داسې مخلصان شته چې د کلاسیکي موسیقۍ د ثبت لپاره هر ډول قربانیو ته چمتو دي.

د سیمې یو تن اوسیدونکی، احمد وايي: «زه لا اوس هم د پخوانیو کندهاري سندرغاړو موسیقۍ اورم. زه خپلې روح ته په همدې موسیقۍ سره تسکین ورکوم. کندهاري موسیقي زما په زړه کې ځای لري.»

د کندهار یو بل اوسیدونکی، عبدالله وايي چې اوس مهال دا سندرغاړي او موسیقي ځیني نیمګړتیاووې لري.

هغه وايي: «زه کندهارۍ موسیقي نه اورم، ځکه هغه اوس د پخوانۍ موسیقۍ خوند نه لري. زه او یو زیات شمېر نور خلک اوس مهال هندي موسیقي اورو.»

د کندهار د اطلاعات او کلتور رئیس، دواخان مینه پال وايي چې د سیمه ایزو کلتوري فورمونو د ژوندي کېدو لپاره یي هلې ځلې کړي دي.

په دې وروستیو کې، د کندهارۍ موسیقۍ په برخه کې څه باندې ۴۰ موسیقي غږونکي او سندرغاړي د پنځو میاشتو روزنې نه وروسته فارغ شول.

نوموړی وايي: «موږ خپله هڅه کوو او ځینې نور پلانونه هم په مخ کې لرو. خو بیا هم، دا به غوره وي چې د کندهار په پوهنتون کې د ښکلو هنرونو یو پوهنځی جوړ شي تر څو د هغه له لارې د کندهارې موسیقۍ په اړه تمرکز زیات شي.»

شاعر، سید حبیب الله روحاني هم دا وايي چې سالمه او سهي روزنه د همدې له منځه تلونکي دود د ژوندي ساتلو لپاره یوازینۍ لاره ده.

 هغه وايي: «کندهاري موسیقي یوازې په دې ډول سره پر مخ تللی شي چې سندرغاړي هغه په ښوونځي یا پوهنتون کې زده کړي او همداشان چې څرنګه د موسیقۍ بېلابېل الات وغږوي.»

روحاني وايي چې هغه په خپله ۲۰ تنه تکړه سندرغاړي پیژني، خو یو یي هم د موسیقي کومه اله نشي غږولی او ټول نالوستي دي. که چیرې د هغوۍ لیک او لوست زده وای، نو هغوۍ به د موادو په ټاکنه او د هغوۍ د ټولو کړنو په ښه والي کې ډېر ښه وای.

هغه وايي: «تاسې پوهیږی چې زیاتره کندهاري سندرغاړي ښوونځي ته نه دي تللي. هغوۍ به د پخوانیو سندرغاړو شعرونو اوریدل او هغه به یي یادول. بیا به یي په هغه ډول چې د دوی به خوښ و، هغه سندره به یي ویله. خو که چیرې هغوۍ زده کړه کړې وای، نو په داسې یوه دریځ کې به وای چې کولای به یي شوای تر څو کندهاري موسیقي د ښو میلوډي ګانو، ښه کمپوزونو او ښو شعرونو له لارې مشهوره کړې وای.»

ابراهیم سپیڅلی په کندهار کې د (IWPR) یو روزل شوی خبریال دی.

Frontline Updates
Support local journalists