په بلخ کې د بريد په اړه ناڅرګندتيا او خپګان

افغان او بهرني چارواکي د نشه يي توکو په وړاندې د عملياتو په اړه ضد او نقيضې څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې سيمه ييز استوګن وايي هغوى وهل ټکول شوي او مال او شته يې لوټ شوي دي.

په بلخ کې د بريد په اړه ناڅرګندتيا او خپګان

افغان او بهرني چارواکي د نشه يي توکو په وړاندې د عملياتو په اړه ضد او نقيضې څرګندونې کوي، په داسې حال کې چې سيمه ييز استوګن وايي هغوى وهل ټکول شوي او مال او شته يې لوټ شوي دي.

: ((د ماښام د لمانځه مهال و، چې بهرنۍ چورلکې زموږ په کلي کې کېناستې. د افغاني ژباړونکو په بدرګه امريکايي سرتېرو زموږ کورونه محاصره کړل. هغوى د صوفي محمدګل، شاه خان، طلامحمد، جمعه خان، شهاب الدين، شېر جان او زما کورونه تالاشي کړل.))



د يو شمېر زياتو عيني شاهدانو د وينا له مخې د اکتوبر د مياشتې په لسمه نېټه نوموړو بهرنيو سرتيرو، چې ويل کېدل تر ٥٠ يې شمېر زيات و، دروازې ماتې کړې، ځايي استوګن يې وډبول او د ښځو د جامو او ګاڼو بکسونه يې ورمات کړل. يو کليوال وويل، چې د عملياتو په بهير کې د سرتېرو افغاني ژباړونکو د سرو زرو ګاڼې واخيستې.



د خان آباد شاوخوا د پېښې په اړوند زيات ابهام موجود دى. امريکايي پوځ او د کابل مشرتابه له پېښې څخه ناخبري څرګندوي، ولايتي چارواکي په بريد باوري دي، خو د ښکيلو بهرنيانو د مليت په اړه معلومات نه لري، په داسې حال کې چې ناتو د افغاني سرتېرو په لوژستيکي مرسته د نشه يي توکو په وړاندې د عملياتو خبرې کوي.



امين وويل: ((موږ په کور کې ناست وو، چې هغوى دروازې راماتې کړې. هغوى هر څه ماتول. هغوى آن زموږ د مېرمنو د ګاڼو بکسونه مات کړل. امريکايانو بکسونه ماتول او افغاني ژباړونکو يې ګاڼې پټولې.))



له امين څخه وپوښتل شول، هغه په څه پوه شو، چې سرتېرې د امريکا د متحده ايالتونو وو. هغه وويل: ((هغوى ټولو ماسکونه اغوستي وو او پوځي يونيفورم يي په تن و، خو موږ ځکه هغوى وپېژندل، چې په اوږو باندې يې امريکايي کوچنى بېرغ و. نن هرڅوک امريکايي بيرغ پېژني.))



د خان آباد يو بل اوسيدونکي، محمد ګل ددې خبرو پخلى وکړ.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((کله چې امريکايان زما کور ته راننوتل هغوى لومړى زما لاسونه وتړل او وروسته يې زما د مېرمنې بکسونه مات کړل. هغوى هر څه د ځمکې د پاسه وشيندل. بيا د هغوى يو افغان ژباړونکي، چې ماته يې قاچاقبر ويل، زما د مېرمنې د بحرين ساخت دوه سيټه ګاڼې واخيستې. هر سيت له پنځه زره امريکايي ډالرو څخه زياته بيه لرله.))



چاربولک د مزارشريف ختيځ ته څه ناڅه دېرش کيلومتره څېرمه پروت دى او تر دې وروستيو وختونو پورې د اپينو د کاروبار د توليد لوى مرکز و. خو د بلخ ولايت ددې ناقانونه بوټې په له منځه وړلو کې پرمختګ وکړ او له ٢٠٠٧ کال راهيسې د جرمونو او نشه يي توکو لپاره د ملګرو ملتونو د څانګې (UNODC) له خوا له (کوکنارو څخه د خلاص) ولايت په نوم ونومول شو. د چاربولک د اوسيدونکو ډېرى يې پښتانه دي. د نوموړي ولايت په پرتله ييز ارامه ولايت کې په دې ولسوالۍ کې امينيتي حالت يو څه کاواکه دى.



په مزارشريف کې د امنيت د نړيوالو پوځونو(ايساف) وياند، محمد مهدي په خان آباد کې د امنيتي عملياتو د سرته رسېدو پخلى وکړ. هغه وويل: ((د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د نشه يي توکو په وړاندې د مبارزې ځانګړې ځواک د نشه يي توکو د ميندلو لپاره عمليات تر سره کړل. په مزارشريف کې د ايساف ځواکونو د هغوى د څرخي الوتکو لپاره تيل چمتو کړل.))



په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو د پوځونو وياند ډګروال قوماندان والټر ماتيوس وويل د هغه اداره د پېښې په اړوند هيڅ معلومات نه لري.

په افغانستان کى امريکايي ځواکونه ددو قوماندانيو لاندى کار کوى دغه کار لامل شوى چى څر گنده شي چې د ځانګړو عملياتو لپاره مسؤوليت د کوم واحد (يونټ) په غاړه ده .



په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو سرتېري په دوو برخو کې کار کوي. يوه برخه يې ايساف ده، چې ناتو ته ځواب ورکوونکې ده او بله برخه يې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلاف ځواکونه دي، چې د امريکا د متحده ايا لتونوتر مرکزي قوماندې لاندې کار کوي. په همدې توګه په افغانستان کې امريکايي ځانګړى ځواکونه هم عمليات سرته رسوي.



ولايتي چارواکي ټينګار کوي داسې يو امنيتي عمليات سرته رسيدلي و، چې ولسي خلکو ته په کې زيان رسيدلى و، خو په عملياتو کې د ښکېلو سرتېرو مليت يې څرګند نه کړاى شو.



د بلخ والي، عطامحمد نور نوموړى عمليات يو ((بېرحمه عمليات)) ياد کړل. هغه وويل: ((که داسې عمل تکرار شي، نو خلکو ته به ووايم، چې په بهرنيو ځواکونوباندې په کوتکونو او ډبرو باندې بريد وکړي.)) هغه وويل: ((دا لا نه ده معلومه، چې په عملياتو کې کوم بهرني ځواک برخه درلوده.))



د بلخ ولايت د امنيې قوماندان، سردار محمد سلطاني آى ډبليو پي آر ته وويل چې د هغه اداره هم ډېر لږ جزئيات لري. هغه وويل پوليس بايد له پوځي عملياتو څخه دمخه خبر کړاى شي، ځکه هغوى په سيمې کې د عملياتو او برياليتوبونو د لارو چارو په هکله لازم معلومات لري.



هغه وويل: ((موږ د [خان آباد] عملياتو په اړه هغه مهال معلومات تر لاسه کړل، چې کله څرخي الوتکې په ځمکه کېناستې. له هغې وروسته سمدلاسه مو سيمې ته پوليس واستول، خو بهرنيانو کلى محاصره کړې وه او موږ ته يې کلي ته د ننوتلو اجازه رانکړه. موږ درې ساعته هلته انتظار وايست ترڅو عمليات پاى ته ورسېدل.))



سلطاني وويل، کله چې بهرني ځواکونه لاړل او پوليس سيمي ته ورننوتل، ډېر ژر يې يو ټپي کليوال څېرمه روغتون ته ولېږدولو.



په عين حال کې د کابل مشرتابه له ټول عمليات څخه بې خبري څرګندوي.



د بلخ والي، نور خبريالانو ته وويل، چې هغه د پېښې په اړوند له ولسمشر، حامد کرزي سره غږېدلى دى او هغه ورته ويلي، چې په دې هکله معلومات نه لري. همداسې د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمرى بشيري درواخله. هغه وويل: ((د افغانستان د کورنيو چارو وزارت کومه څرخي الوتکه نه لري. له دې امله په دې هکله هيڅ نه پوهيږم.))



په مزارشريف کې امنيتي چارواکي وايي، هغوى د پېښې د پلټنې په اړه يوکميسون جوړ کړى دى.



په مزارشريف کې د مولانا جلال الدين بلخي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي يو استاد، محمد ناصر اميني شک څرګند کړ، چې ګوندې کميسون دې وکولاى شي، د پېښې تل ته ځان ورسوي.



هغه وويل: ((حکومت له هرې پېښې وروسته يو کميسيون جوړوي، خو د پايلو په هکله هيڅ معلومات نه ورکوي.))



((د داسې عملياتو پلي کول په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو قانونيت تر پښو لاندې کوى. دا کار خلک په غوسه کوي.))



په سږني اوړي کې د شينډنډ او جلال آباد د هوايي بريدونو په پرتله، چې په لسګونو خلک په کې ووژل شول، ښايي د چاربولک پېښه کوچنۍ وګڼل شي. خو د تېرې مياشتې عملياتو په خلکو کې غوسه او خپګان رامنځته کړى دى.



د مزارشريف يو اوسيدونکي وويل: ((دا د شرم ځاى دى چې نه ولسمشر او نه بل کوم يو حکومتي چار واکى زموږ په هېواد کې د پوځي عملياتو په اړه معلومات لري. هغوى بايد له دې زيات په خپلوڅوکيو باندې پاتې نشي. د بهرنيانو له خوا دا رازپېښې يوازې طالبان زياتوي.))



د خان آباد قربانيان د پېښې په اړه د بښنې او تاوان غوښتنه کوي.



د عطا محمد په نوم د خان آباد يو اوسيدونکي وويل: ((هغوى زما پلار ووهلو او لاس يې ورباندې مات کړ. هغوى زموږ د کورنۍ بې عزتي وکړه او هر څه يې له ځان سره يوړل. د هغوى د کميسون د جوړولو پروا ما ته نه راځي. امريکايان بايد زما د مور د ګاڼو تاوان راکړي او له پلار څخه مې هم بښنه وغواړي.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists