په ملي کچه د ځوانانو په مناظرو کې افغان ټاکنې بريالۍ وگڼل شوې
په ملي کچه د ځوانانو په مناظرو کې افغان ټاکنې بريالۍ وگڼل شوې
په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه
محمد امين وويل: "موږ د افغانستان د ژغورلو لپاره دوه بديله درلودل: جگړه يا ټاکنې. هغه چا، چې د ټاکنو په ورځ رايه ورکړه، ښه کار يې وکړ. هغه چا، چې رايه ورنه کړه، بايد په راتلونکي کې دا کار وکړي."
محمد امين، د خپل عمر په اتيا کلونو کې، د لومړي ځل لپاره د اپرېل په پنځمه نېټه د خپلې خوښې ولسمشر او د ولايتي شورا استازي ته رايه ورکړه.
هغه په دې وروستيو کې د آی ډبليو پي آر په يوې غونډې کې د گډون لپاره د ده يک له ولسوالۍ څخه د غزني ښار ته راغلی و. نوموړی له ځوانۍ راهيسې د يو ځايي جومات ملا امام دی.
نوموړي گډون کوونکو ته وويل: "بچيانو، تاسو گورئ چې زه ډېر کمزوری يم او ښايي تر ډېره وخته ژوندی ونه اوسم. خو د دې دوو ځوانانو په مرسته مې کارت تر لاسه کړ او رايه مې ورکړه."
هغه د اوو مليونو افغانانو له ډلې څخه يو تن و، چې د طالبانو د گواښونو په وړاندې ودرېد او خپله رايه يې وکاروله. له ٢٠٠١ کال راهيسې د ولسمشريزو او نورو ټاکنو په پرتله د رايه ورکوونکو [اوسنۍ] اته پنځوس سلنه يوه لوړه شمېره ده.
د هرات د والي وياند، محمد انور متين وويل، څنگه چې د رايه ورکوونکو اوږدو ليکو د ياغيانو په وړاندې د کرکې څرگندونه کوله، له دې امله افغان ولس د هر نوماند په پرتله د ټاکنو رښتينی گټونکی دی.
په راوروسته اوونۍ کې د رايه ورکولو وړ نژدې يو زر تنو محصلانو د آی ډبليو پي آر له خوا په لسو جوړو شوو مناظرو کې گډون وکړ چې د ټاکنو له کارکوونکو، حکومتي چارواکو، د ناحکومتي موسسو له استازو او سياسي شنونکو سره د ټاکنو او د هغې د اغېز په اړه خبرې اترې وکړي. د غزني پر غونډې سربېره، چې محمد امين پکې خبرې وکړې، نورې غونډې په کابل، ننگرهار، پکتيا، خوست، کندهار، هلمند، هرات، بلخ او کندوز په ولايتونو کې جوړې شوې وې.
د دې غونډو عمومي موخه دا وه چې وکتل ي د خلکو د عملي تجربو پر بنسټ د ټاکنو بهير تر کومې کچې عادلانه او له ستونزو خالي و.
په شمالي ولايت، بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، عزت الله ارمان په خپلې اړوندې حوزې کې د ستونزو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: "ټاکنې هرو مرو له تاوتريخوالي او سرغړونو سره مل وې."
ارمان دا مني چې په بلخ ولايت کې درغلي شوې او ويې ويل، لامل يې تر يوې کچې د ټاکنو د خپلواک کميسون له خوا پر کار باندې د ټاکنو د مرکزونو د کارکوونکو ناوخته وگومارل و. هغه وويل: "په بلخ کې د ټاکنو د خپلواک کميسون زياتره کارکوونکو د خپلو کارونو په اړه سم معلومات نه درلودل. له دې امله هغوی ته سخته وه چې د ټاکنو په ورځ د درغلۍ او نورو سرغړونو مخه ونيسي."
په افغانستان کې يوه رامنځته شوې تخنيکي ستونزه د رايو ورکولو د پاڼو کمښت وو، چې د ټاکنو په يو شمېر مرکزونو کې د ورځې په نيمايي کې خلاصې شوې.
زياتره خلک به د خبريال، شاهپور صابر له دې خبرې سره يوه خوله وي، چې وايي، د هغه په ولايت، هرات کې د رايو ورکولو د پاڼو کمښت تر دې کچې نه و چې د ټاکنو مشروعيت تر سيورې لاندې راولي، خو له دې سره سره يې د ټاکنو د خپلواک کميسون پر کارکوونکو وغوښتل چې د دې کار د پېښېدو لامل څرگند کړي.
په سويلي ولايت، هلمند کې د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکي، محمد شفيع وويل، نوموړې ستونزه بيخي يوه تخنيکي او ناپلان شوې ستونزه وه.
هغه وويل: "د هلمند د رايو ورکولو په ځينو مرکزونو کې د رايو ورکولو د پاڼو د کمېدو لامل دا و چې له کابل څخه په استول شوو پاکټونو کې [د رايو ورکولو] د سلو پانو پر ځای ٥٠ پاڼې موجودې وې."
په بلخ ولايت کې د رايې ورکولو د پاڼو د کمېدو لامل توپير درلود او زياتره يې د مزارشريف په ښار کې ساتل شوي وې.
د مدني ټولنې يوې فعالې، نيلوفر سيار وويل: "دا کار د مزارشريف د ښار په بېلابېلو ناحيو کې پېښ شو. خلک سهار دوخته په ليکو کې د رايې ورکولو لپاره ولاړ وو، خو [د رايې ورکولو پاڼې] تر نيمايي ورځې پورې ورسېدې. کله چې د هغوی وار راورسېد، ناڅاپه د رايې ورکولو پاڼې خلاصې شوې وې."
سيار شک څرگند کړ چې د رايو د پاڼو کمښت لامل د ټاکنو نوماندان وو، هغوی غوښتل چې په بهير کې خپل ملاتړي زيات کړي او د هغو خلکو مخه ډب کړي چې نورو [نوماندانو] ته رايه ورکوي.
د ټاکنو د خپلواک کميسون مشر، ارمان وويل، ولسمشريزو او ولايتي شورا ته ولاړو ځينې نوماندانو د بلخ ولايت له لرې پرتو سيمو څخه رايه ورکوونکي په موټرو کې راوستل او هغه محاسبه يې گده وډه کړه چې د ځايي رايه ورکوونکو د شمېر له مخې د رايې ورکولو مرکزونو ته ټاکل شوې وه او په دې توگه په دې مرکزونو کې د رايو ورکولو پاڼې کمې شوې. په لرې پرتو سيمو کې د رايو ورکولو پاڼې سپينې پاتې شوې وې.
ارمان د سيار له نظر سره موافق و چې دا کار ټاکلو نوماندانو په خپله گټه پای ته رسولی دی.
هغه وويل: "دا کار، چې هغوی له لرې پرتو کلو څخه رايه ورکوونکي، د سيالو نوماندانو د اغېز د مخنيوي په خاطر، د رايې ورکولو لپاره د مزارشريف ښار ته راوستي دي، د يو شمېر نوماندانو په گټه پای ته رسېدلی دی."
په ختيځ ولايت، ننگرهار کې د نقيب احمد اتل په نامه يوه ژورنالست د يو لړ ناسمو کارونو د سرته رسېدو ادعا کړې، وايي په گاونډيو ولايتونو، کونړ او لغمان کې ځايي حکومتي کارکوونکي، چې نومونه يې ياد نه کړل، له هغه وروسته له دندې گوښه شول چې د يوه ټاکلي نوماند په گټه يې له کار کولو څخه لاس وانخيست.
په خوست ولايت کې په سرغړونو کې د رايې له پاڼو څخه د رايو د بکسونو ډکول او ډارول شامل وو. (وگورئ: رايه ورکوونکي په سويل ختيځ کې په ټاکنو کې د درغلۍ له امله نهيلي شوي دي - په خوست کې په ټاکنو کې ادعا شوې درغلۍ)
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ کارکوونکي، قادرالله لکڼوال وويل، په خوست کې ټاکنيزې سرغړونې د تېرو ټاکنو په پرتله لږې وې.
هغه وويل، په دې ولايت کې ښځو او نارينه گانو په "برابره شمېره"رايې ورکړې.
په شمالي ولايت کندوز کې د سولې لپاره د ښځو او ځوانانو د ناحکومتي موسسې مشرې، مرضيې رستمي هم د ښځو د گڼ شمېر رايه ورکوونکو يادونه وکړه. هغې وويل، په کندوز ښار کې د نارينه گانو په پرتله ښځو زياتې رايې ورکړي، چې دا خبره يې د "نه باور"وبلله.
هغې وويل: "په کندوز کې د نارينه گانو او ښځو د منظمو ليکو شاته درې لاملونه موجود وو؛ ښه امنيتي تدابير، د رسنيو له خوا پراخه هڅونه ... او د تېرو پارلماني ټاکنو په پرتله د کندوز په خلکو کې د سياسي پوهاوي د کچې لوړوالی."