د سولې لپاره د پتنګانو (کاغذ پران) الوزول

د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ددې ورځې لمانځل سولې ته د افغانانو تلوسه څرګندوي.

د سولې لپاره د پتنګانو (کاغذ پران) الوزول

د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ددې ورځې لمانځل سولې ته د افغانانو تلوسه څرګندوي.

Saturday, 29 September, 2007
21، د سولې د نړيوالې ورځې په رادبره کېدو افغانان په ځمکې باندې وسلې کېښودو ته وهڅول شي او خپل ټول سوچ او فکر د سولې خواته واړوي.



ملګرو ملتونو پلازمېنه کابل ښار په اسماني رنګه بيرغونو او د سولي په پوسترونو سينګار کړی او د سپتمبر په 20 د اتياوو تنو په شاوخواکې کوچنيان د ښار يو ښکلي ځای ته لاړل او د پتنګ الوزولو افغاني لوبه يي جوړه کړه.



د مرنجان غونډۍ چې د نادرخان د مقبرې له امله يي شهرت موندلای او څو نسله افغاني پاچايان په کې خاورو ته سپارل شوي، يو په زړه پورې ځای ګرځېدلی. ځکه هغه په لوړه غونډۍ پروت دی د ټول کابل ښار ننداره ترې کيږي او ښه باد په کې چليږي.



کوچنيان له بېلو بېلوځايونو څخه نه وو راټول شوي. هغوی ټول د ماشومانو د يوې افغاني ناحکومتي

موسسې، اشيانې ماشومان و. اشيانه له بې سرپرستو ماشومانو سره مرسته کوي. هغوی زياترو د جګړې په کلونو کې خپلې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي او يتيمان شوي دي.



يو 11 کلن ماشوم، وارث وويل: "زه جګړه نه غواړم. موږ خپلې ميندې او پلرونه له لاسه ورکړي او خلک مو وژل شوي دي."



وارث په وياړخپل اسماني رنګه پتنګ (کاغذ پران) وښود، چې د ملکرو ملتونو د (د سولې په سمبول، د خون د څانګې) په انځور ښکلی شوی و.



هغه وويل: "په دې پتنګ باندې يوه مرغۍ ده او ګل يي په خولې کې نيولی دی. دا د سولې لپاره دی. هيله من يم هغه د تلمدام لپاره پاتې شي."



د مرغۍ مخ يو څه بېل شوی و. هغه وويل: "زه ډېر خپه يم، ځکه زما پتنګ شکېدلی دی. زما د پتنګ الوزول زده و،خو اوس يي نه شم الوزولای. خوله دې سره يي موږ دې ځای ته د خوشالۍ لپاره راوستل شوي يو."



دولس کلن عزيز اغا په خپلو خوښيو او غمونو کې ډوب دی.



هغه وويل: "زه ډېر خوشال يم، چې د سولې په خاطر پتنګ الوزوم. ما له بل هلک سره پتنګ وجنګولو، خو ازاد شود."



پتنګ الوزول په افغانستان کې د ګډې خوښۍ يوه لوبه ده. په دې لوبې کې د يو پتنګ خاوند هڅه کوي د بل پتنګ د خاوند د پتنګ تار د خپل پتنګ د تار په واسطه په هوا کې وشلوي. ښايي دا کار دسولې د ورخې لپاره يو هيښوونکی کار وي، خو د مرګونو وسلو د کارولو پر ځای د کاغذ او تار جنګول ډېر ښه کار دی.



ديارلس کلن مصطفی وويل: "موږسولې ته اړتيا لرو، ترڅو خپل هېواد ودان کړو. که سوله وي، نو کولای شو يوځای ژوند وکړو او ښوونځيو ته لاړ شو."



د اشيانې مشر، انجنير محمد يوسف وويل هغه له شتو مالي سرچينو او کارکوونکو څخه د سولې د ورځې په لمانځلو کې ګټه اخيستې ده.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "دا کوچنيان تر ټولو زيات د جګړې له امله زيانمن شوي دي. هغوی د سولې پر اړتيا ښه پوهيږي. هغوی له جګړې ستړي شوي دي، هغوی يتيمان شوي دي او خپلو کورنيو ته د ډوډۍ دموندلو لپاره په کوڅو او سړکونو کې کار کوي."



"موږ دا کار ځکه غوره کړه، چې افغاني کوچنيان په پتنګ الوزولو کې ښه وړتيا لري. موږ هغوی ته پيسې نه دي ورکړي. دا بس دی، چې هغوی د افغانستان د ټولو کوچنيانو استازيتوب کوي."



آن له دې پېښې سره دا لوبه ډېره ښه مرسته کولای شي.



هغه وويل: "دا لوړه غونډۍ ده. دلته تل باد چليږي. که د يو پتنګ تار وشليږي، نو باد يي يو ګاونډۍ سيمې ته وړي. په دې توګه د سولې نښه ټول ښار ته ځي."



د افغانستان لپاره دملګرو ملتونو د مرستندويه څانګې، يوناما وياند عليم صديقي د په لاره اچول شوو بېلا بېلو پروګرامونو په اړه څرګندونې وکړي.



هغه وويل: "د افغانستان کوچنيان غواړي، چې که يوه ورځ هم وي، د ټوپکونو غږ وانه اورېدل شي. هغوی غواړي له ډار پرته ژوند وکړي."



د سولې نړيواله ورځ د ملګرو ملتونو نوښت دی، "ټولو خلکو ته په هرځای کې چې وي، د سولې د پراخيتا او سوکالۍ غوښتنه کوي." هغه د عمومي اوربندغوښتنه کوي يا هغسې د ملګرو ملتونو په يوې بيانيې کې چې راغلي دي: "له 24 ساعتونو لپاره د ډار او ناامنۍ ځنډول، چې بې شمېره ځايونه يي له منځه وړي دي."



يوناما په ناکرارو سهيلي سيمو کې د ګوزڼ د واکسين د پلي کولو په ګډون د اوربند غوښتنه کړې ده. زيات شمېرماشومانو ته تر اوسه پورې د ناامنۍ له امله واکسين نه دی ورکړ شوي، ځکه روغتيايي کارکوونکي ليرې پرتو او ناامنو سيمو ته په ورتګ نه دې توانيدلي.



داسې کوم تضمين په لاس کې نه شته، چې طالبان دې ګوندې په دې غوښتنې باندې سر وګروي.



صديقي وويل: "ټاکلو عناصرو په ګوته کړي، چې د ګوزڼ له کمپيان سره به مرسته وکړي. که جګړه کوونکي د کوچنيانو غږ واوري، نو ټوپک او ګولۍ به وجود ونه لري."



د سولې په لمانځلو کې ولس هغومره ونډه اخيستې نه ده.



د ليلامي جامو پلورونکي، 39کلن محمد ابراهيم وويل: "زه نه پوهيږم، چې کومه د سولې ورځ ده او کومه د جګړې. زه سهار دوخته خپلې دندې ته راځم او ماښان تياره بېرته کورته ځم. زه تل خپلې کورنۍ ته د ډوډوۍ د چمتو کولو په غم کې يم."



د کابل اوسيدونکي، 39کلن محمد اکبر د نوموړي نوښت په اړه شک درلود. هغه وويل: "دا ټوله يوه ننداره ده. سوله چېرته ده؟ موږ سوله په نړۍ کې نه ګورو. هغوی کومه سوله لمانځي؟ خلک هره ورځ وژل کيږي، ځانمرګي برېدونه کيږي، د پوليسو يا نورو کارکوونکو سرونه له تنو پرې کيږي. که چېرته سوله وي، نو دا ټول خلک ولې وژل کيږي؟ "
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists