ګوندونه د ګوښه کېدو له امله په غوسه دي
سياسي ډلې د پارلمان لپاره د ټاکنو له کمپاين څخه يوې خوا ته پرېښول شوې وې او يو شمېر يې په دې اند دي، چې دا کار د قانون جوړونکي ارګان د کمزوري کولو يوه برخه ده .
ګوندونه د ګوښه کېدو له امله په غوسه دي
سياسي ډلې د پارلمان لپاره د ټاکنو له کمپاين څخه يوې خوا ته پرېښول شوې وې او يو شمېر يې په دې اند دي، چې دا کار د قانون جوړونکي ارګان د کمزوري کولو يوه برخه ده .
هغه پارلمان به چې د وږي د مياشتې د ټولټاکنو په پايې کې راڅرګنديږي ديو رښتينې پارلمان سره لږ ورته والی ولري.
د سياسي بهير څارونکي وايي، که دا کار تر سره شي، نو دا به د افغانانو لويه غلطي وي، چې هغې يو رښتيني پارلمان وبولي. پرځای يې هغوی ټينګار کوي، دا د يو سنجول شوي پلان يوه برخه ده، چې پارلمان ټوټې ټوټې او مات مات کړې، ترڅو د اجرايوي ځواک په وړاندې خنډ نه شي.
ولسمشر حامد کرزی د 2001 کال په دسمبر کې د لنډ مهالې ادارې د واک له تر لاسه کولو راپه دې خوا د فرمانونو د صادرولو له لارې حکومت کوي. په 2004 کال د ولسمشر په توګه د هغه له ټاکل کېدو څخه راوروسته د هغه واک لا پسې پراخه شو. دا ښايي د پوهېدنې وړ وي، چې هغه ګوندې د خپل انحصاري واک ورکولو ته چمتوالی ولري. خو دسياسي څيړونکو په اند، اختيار شوی تاکتيک به د افغانستان له نوې رازغونېدونکي دموکراسۍ سره ډېره لږه مرسته وکړای شي.
جوانا ناتان د ناتار د ډلې د سلاکارانو غړې وايي: ((دموکراسي له سياسي ګوندونو پرته کار نه کوي. موږ به د يو غښتلي پارلمان شاهدان ونه اوسو، موږ به يوازې له 249 افرادو چوړ شوی يو پارلمان وګورو.))
زياتره دا نيمګړتيا د ټاکنو په لارو چارو کې ده. واحده نه لېږدېدونکې رايه، (SNTV: Single Non-Transferable Vote) چې هر رايه ورکوونکی رايه د ټاکلي ګوند او د هغه د برنامې پر ځای يو فرد ته
رايه ورکوي. په دې کار ګوندونه پر پېښو او موضوعاتو باندې د خبرو اترو، د خپلو پروګرامونو د پراخولو اويا د خپلو کانديدانو تر منځ د دسپلين د ځواکمنولو لپاره لږ فرصت لري. د هغې پرځای پارلمان ته کانديد شوي ټول درې زره تنه دې ته هيله من دي، داسې يوقوانين راوباسي، چې د هغوی په توکميز هويت او شخصي اړيکو ولاړ وي.
ناتان وايي، چې دا به د يو کمزوري او نيمګړي قانون جوړونکي يوه بېلګه وي: ((ان تر نورو زيات خوشبينه څارونکي وايي، د کار د کمېټو د جوړولو کار به له شپږو مياشتو څخه تر يو کال پورې وخت واخلي.))
هغه مهال چې د ټاکنو قانون رامنځه شو، ګوندونو ته د کمپاين اجازه ورنه کړای شوه. هغوی په دی ټينګار وکړ، چې په سلو کې دې تر اويا پورې څوکۍ د ګوندونو د شمېر له مخې هغوی ته بېلې کړای
شي.
په پای کې هغوی ته هيڅ په لاس ورنه راغلل. قانون ان د رايه اچولو په پاڼې کې د ګوند نښان (سمبول) او نوم ليکل منع کړي و.
د افغان ملت ګوند د عامه اړيکو د څانګې مسوول، عزيزاحمد اصف وويل: ((موږ سل په سلو کې د رايې د ورکولو له سيستم سره مخالف و. دا جوته خبره ده، د نړۍ په هغو ټولنو کې چې سياسي ګوندونه رول ونه لري، دموکراتيکي ټولنې نه دي.))
خو د SNTV پلي کولو خبره د حکومت او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې د پروګرام (يوناما)له خوا شوی وه، چې سياسي بهير ته د بڼې له ورکولو سره يې مرسته کړې ده. اصف وويل: ((زه نه پوهيږم، هغوی ولې داسې وکړل؟))
په يقيني توګه د پوهېدو وړ داسې لاملونه و، تر څو سياسي ډلې په بهير باندې له لاس بري څخه ليري پاتې کړای شړې. يو دليل دادی، چې د اوس لپاره 77 ګوندونه ثبت شوي او 16 نور يې د ثبتېدو په تمه دي، چې ښايي په دې توګه کار له کابو څخه ووځي.
د ګوندونو د ثبت لړۍ ښايي د غوښتنو د نرمښت له مخې شوي وي. يو ګوند بايد د ثبت لپاره 700 لاسليکونه، د ګوند برنامه او د ګوند د لوړپوړو چارواکو لست چمتو کړی وای.
د عدليې دوزارت د ګوندونو د ثبت او ليکني رئيس، عبدالغياث الياسي وايي: ((البته دا بس نه دی. دا هغه پرېکړه ده، چې کابينې نيولې ده. موږ د هغې په هکله څه شی نه شو کولای. موړ د ټاکنو د سمون ګډې څانګې ته ګوندونو لست او د هغوی پلاتفورم، نښانونه او پتو (ادرسونو) لست ورکړی دی.))
يو شمېر حکومتي چارواکي په خصوصي توګه وايي، چې په سلو کې نوي ګوندونه له شخصي پلويانو له مجموعې څخه پرته بل کوم شی نه دی او رښتينې کره کتنه نه لري. نتان وايي، دا د سياسي بهير يوه برخه ده. ((په پيل کې تل همداسې وي. خلک (دې ګوندونو) ته رايې نه ورکوي.)).
څارونکي وايي، په هر ترتيب د ډلو زياتوب به کرار کرار راټيټ شي او يا به له يو بل سره يو ځای شي. اصف وويل: ((زه ډاډمن يم چې دا ټول ګوندونه د اوږدې مودې لپاره نه شي پاتې کېدای، يو به له بل سره يوځای شي، او په پای کې به رښتياني سياسي ګوندونه رامنځته شي.))
د الياسي د وينا له مخې په پيل کې د عدليې وزارت د SNTV مخالفه وه. هغه وويل: ((موږ غوښتل په ټاکنو کې ګوندونو ته يو رول ورکړو. خو کابينه او د ټولټاکنو د سمون ګډه څانګه زموږ په پرتله
پياوړي دي. موږ هغوی ته نه شو ويلای چی څه وکړي.))
د SNTV سيستم دوه ستر ټکي لري: لومړی، هغه ډېر ساده و او د هغه کار تکرار و، چې د ولسمشرۍ لپاره د تېر کال په ټاکنو کې تصويب شوی و. دويم، افغانان د سياسي ګوندونو په هکله شکمن دي. هغوی دا ګوندونه له کمونيزم يا ټوپک والاو او جنګ سالارانو سره يو شان بولي، چې هېواد يې د کلونو کلونو کورنۍ جګړې له امله په کنډوالو بدل کړی دی.
ناتان وايي، دا ډار له هغه امله له منځه تللی و، چې حکومت ته د SNTV سيستم د پر مخ وړلو ځواک ورکړ شوی و.
ناتان وايي: ((زما په اند د ګوندونو تر منځ بې باوري زياته ده. دا يقينا د پوهيدو وړ ده. لومړی کمونيستان و او نور ډلې چې د تنظيمي جګړو سره يې تړاو درلود. خو زه فکر کوم په دې ډار کې يو
څه مبالغه شوې ده او د سياسي موخو لپاره کارول شوی دی، چې په رښتنيني ډول غواړي پارلمان کمزوری کړي.))
د مجاهدينو زړې ډلې، ((مجاهدين)) جنګ سالاران، چې په هېواد کې خلک ورته د ډاروونکو څېرو په توګه ګوري، چې زياتره يو له بل سره جوړجاړی لري.
ناتان وايي: ((دا سيستم د نويو دموکراتيکو ګوندونو رامنځته کېدل بې زړه کوي.))
د زياترو ګوندونو فعالين موافق دي، چې پارلمان به د پياوړو ګوندونو په نشتوالي کې خورا کمزوری وي.
د اوټ لوک (Outlook) د خپلواکې خپرونې مسوول چلوونکي، حسين ياسا، چې په عين وخت کې د حاجي محمد محقق په مشرۍ د حزب وحدت اسلامي مردم افغانستان وتلې سياسي مامور هم دی، وويل : ((دا ټاکنې د دموکراسۍ زړه دی. د دموکراسۍ ډېر مهم توکي سياسي ګوندونه دي. دا سيستم د دموکراسۍ يا هېواد په ګټه نه دی. خلک د پيسې او ځواک له لارې ښايي پارلمان ته لاره پيدا کړي. بيا به نو ستونزې لرو. هغه به ټول توکميز بلاکونه وي، نه سياسي ګوندونه.))
هغه وويل، ګوندونه بله چاره نه لري، ځکه سيستم د حکومت له خوا په دوی تپل شوی و.((هغوی يو پياوړی پارلمان نه غواړي.))
له هغه څخه د يو ساده سيستم په هکله پوښتنه وشوه، چې له چلوټيو او درغليو څخه ازادې ټاکنې په کې تر سره شي، ياسا په دې نظر پورې وخندل.
هغه وويل: ((حکومت وايي افغانان په سياست نه پوهيږي. خو په تېرو 25 کلونو کې د افغانستان خلکو ډېرې سړې تودې ليدلي او په يقيني ډول د سياست په هکله اوس زيات پوهيږي.))