تبصره: نوي ملاعمران
دطالبانو مشر له ځواکه لېرې شوى، خو ځينې چارواکي لا نن هم د هغه ځپونکې تګلاره تعقيبوي.
تبصره: نوي ملاعمران
دطالبانو مشر له ځواکه لېرې شوى، خو ځينې چارواکي لا نن هم د هغه ځپونکې تګلاره تعقيبوي.
پوره دوه کاله تېر شول، چې نړيوالې ټولنې په يو لاس په افغانستان کې طالبان له واکه ګوښه او پر ځاى يي يو منځمهالې حکومت جوړ کړ. داسې فکر کېده، نوې اداره به، چې نړيوال ملاتړ لري، د طالبانوناوړه عملونه تکرار نه کړي؛ خو هغه هيلې مړاوې شوې او په حکومت کې د ملا عمر په څېر نوې نوې ډلې رامنځته شوې.
ددې لپاره چې ددې نويو توندلارو د ځواک په هکله معلومات تر لاسه کړو، بايد دافغانستان په تاريخ کې د هغوى رول تر څېړنې لاندې ونيسو. د هغوى يو زيات شمېر د شوروي اتحادپه وړاندې د جهاد په جګړه کې ونډه اخيستې ده. په افغانستان کې د طالبانو د څرګندېدو له لاملونو څخه، ستر لامل، په ١٩٩٠ کلونو کې د مجاهدينو د مشرانو تر منځ کور ګډې جګړې وې.
د طالبانو غورځنګ د ملا محمدعمر تر مشرۍ لاندې د دين او شريعت د پلي کولو په بهانه سياست ته ورګډ شو او لوړه يي وکړه، چې امنيت به ټينګوي. هغوى دهېواد په سلو کې پنځه نوي خاوره تر لاس لاندې کړه او د متروکې، لښتې او سلا په زور يي پنځه کاله په هېواد کې امارت وچلاوه.
طالبانو په ټولو بشري ارزښتونو باندې په سترګو پټولوپه خلکو باندې ځانګړي قوانين پلي کړل. هغوى دې قوانينو ته د شريعت او اسلامي اصولو نومونه ورکړل.
هغوى د افغانستان اسلام پاله ولس، چې له ١٤٠٠ کالو راهيسې مسلمانان دي، بې دينه وګڼل او په خلکو باندې يي دينې مراسم د زور او جبر له لارې سرته رسول، هغه چې هغوى لا له وړاندې له زور او تېرې پرته په خپله خوښه سرته رسول.
طالبانو دنجونو پر مخ د ښوونځيو دروازې وتړلې او ښځې يي له کار او دندې او پوهنتون نه له تګ څخه منع کړې. هغوى په تلويزيون او فلمونو باندى بنديز ولګولو او په سلګونو داسې نور بنديزونه يي رامنځته کړل، چې له امله يي افغانستان پېړۍ پېړۍ شاته پاتې شو او د نهيلي ولس په ټپونو يي مالګه ودوړوله.
هر ظلم پاى لري. طالبانو هم زياته موده دوام ونه کړ، خو داسې يو شمېر نور افراد رامنځته شول، چې د هغوى د پښو په پل يي پل کيښود.
دلته د ملا عمر د تگلارو د پلى کولو په ډله کې د سترې محمکې د رئيس، فضل هادي شينواري، د سترې محکمې د مرستيال، فصل احمد معنوي او د هرات والي، محمد اسمعيل خان نومونه يادولاى شو، چې په هېواد کې يي د آزادۍ، دموکراسۍ، د ښځو د حقوقو او پرمختيا مخه ډب کړې ده.
د اسمعيل خان حقيقي څېره د ملا محمد عمر څېره ده. دا څېره په څرګنده د طالبانو مشر ته نه پاتې کيږي، خو په ايديالوژۍ او عمل کې هماغه شى دى. په هېواد کې نوې وضعې ته په نه پام او بشري حقوقو ته په نه درناوي اسمعيل خان نژدې هماغسې د ملا عمر په څېر سخت دريزى دى.
په هرات کې، چې اوسېدونکي يي د خپل روڼ فرهنګ له امله وتلي دي، آزادي نه شته. د هرات ښځې چې د ناپوهۍ، تورتم او وروسته پاتې والي په وړاندې په پښو درېدلې او د طالبانو له پېر څخه ژوندۍ راوتلي، اوس د اسمعيل خان له خوا د لګول شويو بنديزونو له امله په ټولينيزو فعاليتونو کې ګډون ته زړه نه ښه کوي.
يو حکومتي پلاوى په دې وروستيو وختونو کې د هرات له لېدو وروسته په خپل رپوټ کې د ښڅو خپلو څانونو ته د اور اچونى اشاره کړى ، په تېر کال کې ١٨٠ ښځو خپلو ځانونو ته اور اچولى ، چې ٦٥ تنو يي خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. ښځو د آزادۍ د نشتوالي، جبري ودونو او په کورونوکې د ناوړه چال چلن له امله نيوکې کړې وې. اسمعيل خان کولاى شول، د پوهې د پراخېدو پروګرامونه په لار واچوي، ټاکلي قوانين پلي کړي او ملايانو ته لارښوونه وکړي، چې په جوماتونو کې د جبري ودونو د مخنيوي په هکله خلکو ته تبليغ وکړي، خو هغه دا کار ونه کړ.
نن څوک نه شي کولاى اسمعيل خان ته ګوته ونيسي. د هغه د فرمانونو له مخې هلکان او نجونې په ټولګې کې د پردې په واسطه يو له بل بېل شوي دي. که چېرته کومه نجلۍ له کوم هلک سره په لاره کې وليدل شي، نو سمد لاسه د معاينې لپاره روغتون ته استول کيږي، چې وګوري لاس لاتر اوسه باکره نجلۍ ده.
لکه د ايران په څېر دلته هم د سينما ګانو او ويدويي سالونونو دروازې تړلې او د طالبانو په څېر د خلکو کسټونه او سي ډي ګانې ترې اخيستل کيږي. دا بنديزونه لا هماغسې د پخوا په څېر عملي کيږي، په داسې حال کې چې په هېواد کې په دې وروستيو وختونو کې نوى اسلامي منځلارى اساسي قانون تصويب شوى دى.
وسله والې ډلې د اسمعيل خان سياسي مخالفين ترهوي. د مرکزي حکومت په يو استازى هغه مهال د يو لاسي بم بريد وشو، چې د اسمعيل خان د ځواک د معلومولو په خاطر هرات ته تللى و. په همدې ډول يو وتلى منځلارى ملا هغه مهال ډېر سخت ټپي شو، چې يو ګړندي موټر په لار کې وواهه. هغه خلک له خطر سره مخامخ کيږي، چې اسمعيل خان ته ګوته ونيسي او يا له دموکراسۍ او خپلواکۍ دفاع وکړي.
قاضي القضات شينوارى او د هغه مرستيال معنوي د سترې محمکې له واک څخه په ګټې پورته کولو د وينا د آزادۍ او د ښځو د حقوقو په وړاندې مخالفت څرګندوي. هغوى د قرآني آياتو او نبوي احاديثو په بيانولو د آزادۍ او بشري حقوقو د مينه والو غږونه په ستوني کې ټپوي.
شينواري او معنوي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته د ليکونو په استولو هڅه کړې ترڅو په تلويزيون کې د ښځينه سندرغاړو په سندرو بنديز ولګوي. معنوي کله ناکله د ښِځو د حقوقو پلوى کوي، لکه چې په غير حکومتي موسسو کې د ښځينه کار کوونکو د کار کولو په وړاندې د ديني ملايانو د هڅو مخه ونيوله. خو دهغې تر څنګ بيا نور نور کارونه هم کوي. د بېلګې په توګه هغه دهېواد په محکمو کې ښځينه قاضي له کاره له دې امله ګوښه کړه، چى امريکې ته تللى وه .
اسمعيل خان او شينواري لکه د نورو ډېروسياستوالو او قوماندانانو په څېر خپلو ځانونو ته د عالمانو شورا ګانې جوړې کړي دي او داسې اصول رامنځته کوي، چې د ملاعمر له فرمانونو سره زيات توپير نه لري. دا شوراګانې چې له ملايانو جوړې شوي، تل په افغانستان کې موجودې او معمولا د حکومت په خدمت کې وې. هغوى په ولس ښه اغېزه لري. اوس دا شوراګانې د دين عمومي احکام او ارزښتونه کاروي، چې د بېلابېلو سياسي مشرانو سياسي نظريو ته دروندوالى ورکړي.
موږ نه شو کولاى د يو څو تنو د نومونو په يادولود ملاعمر په څېر ټولو افرادو ته ګوته ونيسو. وتلې جهادي څېره او داتحاد اسلامي د تنظيم مشر، عبدالرب رسول سياف، پخوانى ولسمشر او د جمعيت اسلامي د تنظيم مشر، برهان الدين رباني اود حرکت اسلامي د تنظيم مشر، آيت الله شيخ محمد آصف محسني د نورو تندلارو په ډله کې شمېرل کيږي.
څرنګه چې اسمعيل خان د هرات والي دى، رباني، سياف او محسني دولتي څوکۍ نه لري، خو له هغې سره بيا هم په حکومتي ادارې کې غښتلي دي. دا مشران له ډېرو لارو له ولسمشر حامد کرزي څخه زيات غښتلي دي؛ ځکه هغوى وسله والې ډلې لري، په داسې حال کې چې د حامد کرزي تر قوماندې لاندې نوې ملي اردو لا تراوسه تر روزنې لاندې ده.
افغانان هغه مهال له ډېر رنځ او کړاو سره مخامخ وو، چې سياف، رباني او محسني په کورنۍ جګړې کې ښکېل وو. محسني اوس په تندلاري اسلام کې د زده کړو د روزلو لپاره دکابل لويديڅ په دريمې کارته کې يوه ديني مدرسه جوړوي. رباني او سياف له هغې برسېره، چې په ١٩٩٠ کلونو کې د کابل په ورانى تورن دي.
افغانستان په دې ډول نه شي جوړېداى. امريکا، نړيواله ټولنه او کرزى په دې سلا شوي، چې که دا کارونه هم داسې روان وي، نو دامينت ټينګښت، دموکراسي، د ښځو آزادي، د ټاکنو سرته رسول، د نوي ولسمشر ټاکل،د نوي اردو او ملي پولسيو جوړول او دښارونو او سړکونو ودانول به څه ګټه ونه لري.