هندي فلمونو د کابل ښار په سر اخيستى دى
د باليوود يو فلم او په خلکو باندې د هغې اغېز په داسې يو ښار کې د هر چا په خولو کې دى، چې يو مها ل په کې د فلمونو ليدل منع و.
هندي فلمونو د کابل ښار په سر اخيستى دى
د باليوود يو فلم او په خلکو باندې د هغې اغېز په داسې يو ښار کې د هر چا په خولو کې دى، چې يو مها ل په کې د فلمونو ليدل منع و.
په کابل کې د باليوود يو وروستي فلم خلک تر ډېرې اندازې پورې تر خپل اغېز لاندې راوستي دي. د تېرې نام، هندي فلم د ښار د زياترو اوسېدونکو پام ځان ته اړولى دى.
د فلم د لوبغاړو، سلمان خان او بهوميکا چاولا عکسونه، له جامو څخه نيولې بيا د سينګار او خوراکي توکو په خرڅلاو کې کارول کيږي. دفلم سندرې او د هغې سينمايي فلمونه په هر ځاى کې تر سترګوکيږي.
داسې ښکاري، تېرې نام، چې په هندي کې د "ستا په نوم" مانا ورکوي، د هاليوود ډېر بريالى فلم، "تيتانيک"تر خپل اغېز لاندې راوستى وى؛ ځکه زيات شمېر خلک ددې فلم نندارې ته کينې. ددې فلم کرکترونه د کابل ښار د اوسېدونکو د ښکلا او فيشن په سر کې دي.
په ٢٠٠١ کال کې تيتانيک په دومره اندازه زيات شهرت موندلى و، چې په وياړ يي په کابل ښار کې يو بازار په نوم ونومول شو. سره له دې چې د اوږدووېښتانو پرېښودل په هغه مها ل کې منع و، خو زياترو ځوانانو د خپلو سرونو وېښتان په فلم کې د ليوناردو ديکاپريو د وېښتانو په څېر جوړول.
سخت سري رژيم د تيتانيک د فلم د اتل د وېښتانو په څېر دځوانانو د وېښتانو د جوړولو له امله په لسګونه سلمانيان بند ته اچولي وو.
اوس هرڅه بدل شوي دي. يو سلماني اسدالله وايي: "ځوانانو د تيتانيک د وېښتانو ډول خوښاوه، خو اوس يي ځاى دتېرې نام د وېښتانو ډول نيولى دى."
د تېرې نام اتل، سلمان خان اوږده وېښتان درلودل، چې د فلم پاى ته له رسېدو دمخه يي تر غوږونو پورې ځوړوند و. د روميو او ژوليت د مينانو کيسه د هغه يو بد هلک په کيسه پيل کيږي، چې د يو هندو پوه په لور د مينتوب له امله په يو نيک هلک بدليږي.
سينماګانو ته اوس يو ځل بيا خلکو، په تېره نارينه وو، مخه کړې ده. دتېرکال په وروستيو کې بازار ته دتيرې نام د فلم له راوتلو وروسته اوس د پلازمينې په څو سينما ګانو کې هغه نندارې ته ايښوول شوى او تراوسه دوه ځلې تلويزيون خپور کړى دى. ددې فلم سندرې د کابل ښار په هر ګوټ کې اورېدل کيږي.
د باليوود د ميلوډرامې څه شي کابل ښاريان ځانته راکښلي، هغه چې په پاى کې يي اتله مړه کيږي او اتل يي په روغتون کې بستريږي؟ د کاشي خښتو يو پلورونکى، مصطفى، چې د دوکان دېوالونه يي ددغه فلم په عکسونو پوښل شوي، وايي: "(داځکه) چې د فلم اتل په نجلۍ ډېر مين دى او په هغې پسې ليونى کيږي."
په همدې توګه فلم لکه د نورو فلمونو په څېر له ډېرو سړو تودو ډک دى، چې زياتره په هندي فلمونو کې لېدل کيږي. د هغې پيغامونه تر هر بل وخت تياره او تت دي. د فلم اتله له هغې وروسته د ځان وژنې هڅه کوي، چې کورنۍ يي د هغې له خوښې پرته بل سړي ته ورکوي او فلم په ډېر غمجن حالت پاى ته رسيږي.
په افغانستان کې چېرته، چې جبري ودونه، کومه نادوده خبره نه ده، او ناکامه مينه په مړينې پاى ته رسيږي، داسې فلمونه ځانګړې ليدونکي لري.
د ټايم آف انډيا له ورځپاڼې سره په يوې مرکې کې د تېرې نام د فلم ډايرکټر، سانيش کوشيک وويل، د ا فلم د باليوود د نورو له مبالغې ډکو فلمونو سره توپير لري. "ځکه، ددې فلم کيسه يو واقعيت دى. هغه د دوو مينو تر منځ يوه رښتيانۍ کيسه ده."
په کابل کې د ارمان د راديو د پروګرام د تنظيموونکي، مسعود سنجر د اټکل له مخې د هغوى راديو ته هره ورځ د سندرو د اورولو د غوښتنو په سلو کې څلوېښت هغه يي ددغه فلم سندرې دي. د (سي ډي) او (ډي وي ډي) عمده پلورونکى، مصدق وايي، هغه تر اوسه ددغه فلم پنځه زره کاپيګانې او د سندرو ١٥ زره کاپيګانې پلورلي دي.
نور پلورونکي وايي، چې د تېرې نام فلم په زيات شمېر پلورل کيږي. نجيب الله وايي: "هرکله چې نوي فلمونه راشي نو دوه، درې ورځې ښه بازار لري، خو هغه له دريو مياشتو راهيسې هره ورځ د تېرې نام د فلم شل، دېرش کاپيګانې پلوري."
داسې ښکاري، چې هر چا په خپل وار ددغه فلم له برياليتوب څخه ګټه پورته کړې وي. د جامو پلورنکى، محمد ولي وايي، يوازې په يوې اونۍ کې يي د تېرې نام په نوم د پټيو په نښه شوي ١٢٧ جوړې پتلونونه پلورلي دي. د عينکو يو پلورنکى، محمد ظريف وايي، هغه د هغه تورو عينکو د خرڅلاو له لارې ښۀ ګټه تر لاسه کړې، چې د تېر نام په فلم کې سلمان خان په سترګوکولې.
ستيکرونه او پوسترونه، چې يو شمېر يي د اتلانو په عکسونو ښکلي شوي، ځوانانو په خپلو جامو پورې کړي دي او په هرځاى کې لېدل کيږي
زياتره افغانان د ډېر پخوا راهيسې له هندي فلمونوسره مينه لري، آن هغه مهال چې طالبانو د فلمونو ليدل منع کړي وو، خلکو په پټه دا فلمونه ليدل. نن ورځ ناچلي (سي ډي) او (ډي وي ډي) په ارزانه بيه د کابل له هټيو څخه لاس ته راوړل کيږي. زياتره افغانان، چې په ګاونډې هېواد پاکستان کې يي وخت تېر کړى دى، په اردو او هندي ژبو پوهيږي.
کلونه، کلونه د طالبانو ترراتګ پورې د کابل تلويزيون، د هرې جمعې په شپې، هندي فلمونه له پښتو او يا درې ژباړې سره خپرول.
خو داسې ښکاري، چې دتېرې نام فلم نور هندي فلمونه شاته غورځولي وي.
د کابل ښار په يوې مرکزي برخه کې د (سي ډي) له يو پلورونکي ، سمير څخه د فلم د شهرت په هکله وپوښتل شول، هغه په څرګندو ټکو کې وويل: "زما دا فلم ځکه خوښيږي، چې د مينې خوږه کيسه او خوندورې سندرې لري." يو بل تنکي ځوان، هارون وويل، چې تراوسه يي دا فلم درې ځله ليدلى دى او دا چې څه شي د هغه پام دې فلم ته رااړولى دى، وايي: "زما د سلمان خان د وېښتانو ډول ډېر خوښيږي"