Skip to main content

هندوانو او سکهانو په پاى کې په ديني مراسمو د خپلو مړيو د سوځولو ځاى وموند

په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شها ب الدين تره خيل ليکنه

هندوانو او سکهانو په پاى کې په ديني مراسمو د خپلو مړيو د سوځولو ځاى وموند

په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، شها ب الدين تره خيل ليکنه

داسې بريښي چې د افغانستان د هندوانو او سکهانو لږه کيو د خپلو مړيو د سوځولو لپاره د يو مناسب ځاى په موندلو بريالي شوي وي.

 

د هندوانو او سکهانو د ټولنې يو مشر، اوتار سنګهه د تېر کال د نومبر په مياشت کې په دې هکله د آى ډبليو پي آر د يو رپوټ خپرېدل کاري وبلل، چې له امله يي د کابل ښاروالۍ چارواکي وهڅېدل، تر څو د څرخي پله په سيمه کې د ١٢ کيلومترو په پراخوالي يو ځاى جلا کړې او اوس هندوان او سکهان کولاى شي، هلته په مذهبي مراسمو خپل مړي وسوځوي.

 

په لويې جرګې کې د هندوانو او سکهانو يوې استازې، انارکلي وويل، چې د رپوټ له خپرېدو وروسته هغې په يوې غونډې کې نيغ په نيغه له ولسشمر حامد کرزي سره خبرې وکړې او د هغه پام يي دې ستونزې ته راواړاوه.

 

اوتار سنګهه وويل، دا نوې سيمه په څرخي پله کې، د پخوانۍ سيمې (دقلعچه خمدان ) په بدل کې ورکړ شوې ده. هغه پخوانۍ سيمه د جګړوپرمهال نه کارول کېده او په هغې برسېره ميشتو مسلمانانو د هغې خواوشا کورونه ودان کړي وو. هغه مهال چې هندوان د مړيو د سوځولو لپاره هغې سيمې ته ورغلل، نو ګانډيانو يي ممانعت وکړ.

 

د خمدان د قلعچې اوسېدونکي خوشحاله دي، چې هندوانو د خپلو مړيو د سوځولو لپاره نوې سيمه وموندله. يو هټيوال، امان آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغوى د هندوانو په وړاندې مخالف نه دى کړى، بلکې په سيمه کې يي د مړيو له سوځولو سره مخالفت څرګند کړى دى.

 

 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists