زيات شمېر ښځو له رايې ورکولو سره لېوالتيا څرګنده کړه

لږ ترلږه په دوو ولايتونو کې د ښځينه رايه ورکوونکو شمېر د نارينه وو په پرتله زيات و.

زيات شمېر ښځو له رايې ورکولو سره لېوالتيا څرګنده کړه

لږ ترلږه په دوو ولايتونو کې د ښځينه رايه ورکوونکو شمېر د نارينه وو په پرتله زيات و.

Wednesday, 2 March, 2005

د فارياب، دايکندي او نورستان په دريو ولايتونو کې د اکتوبر د نهمې نېټې په ټول ټاکنې کې د نارينه وو په پرتله زيات شمېر ښځې د رايو ورکولو مرکزونو ته راغلې وې.


د ټولټاکنو د چارواکو په وينا د داکتوبر په ٢٢ د دايکندي په مرکزي ولايت کې په سلو کې ٥٣ او د فارياب په ولايت کې په سلو کې ٥٢ رايه ورکوونکي ښځينه وې. په نورستان کې په سلو کې ٥٠ او په هرات او پکتيا کې په سلو کې يوازې اعشاريه يو وروسته پاتې وې.


د ټولټاکنو د کميسون د سکرتريت يو غړي، صادق مدبر وويل، په يو شمېر ولايتونو کې لارښوونو (پوهولو) او دودونو دواړو د ښځو د شمېر له زياتوالي سره مرسته کړې ده. هغه وايي، په دايکندي کې ټولنه په پرتليز ډول آزاده ده. ميړونو خپلې ماندينې رايو ورکولو ته هڅولې. د نورستان او فارياب په ولايتونو کې د موضوع په هکله خلکو ته د زده کړې ورکولو له دې کار سره مرسته وکړه.


د افغانستان د حقوق پوهانو د ټولنې مشر، عبدالکبير رنجبر وويل، د نورستان ټولنه د اسلام په دين د مشرف کېدو ترمهاله يوه مور واکه ټولنه وه. ميندې د قومونو مشرانې وې او ښځو زياتره په کروندو کې کارونه کول. د رنجبر د وينا له مخې له هغه ځايه چې ښځې په نورستان کې د خواړو او څښاک د چمتو کولو دنده په غاړه لري، هغوى زياتې خپلواکې دي او له دې امله يې په بشپړه توګه په ټولټاکنو کې ونډه اخيستې ده.


ځايې رواجونو او کورني دودونو په ځينو ځايونو کې د رايو ورکولو مرکزونو ته د ښځو د ورتګ مخه نيولې ده. د هلمند او ارزګان په ولايتونو کې د ښځو د رايې ورکولو شمېره په ترتيب سره په سلو کې دوه او اووه وه. په ځينو نورو ولايتونو کې د ښځو ګډون له توقع لږ و. مدبر وويل: "په کابل کې د ښځو شمېره د توقع په خلاف لږه وه. په داسې حال کې چې د هرات ، ننګرهار او باميانو په ولايتونو کې د ښځو شمېره ډېره ښه وه."


د آيېنه زن د خپرونې مسوولې مديرې، شکريې بارکزۍ يادونه وکړه، چې ددغو دريوولايتونو ښځې په ښارونو کې د استوګنو ښځو په پرتله ډېرې بې برخې دي. زده کړې، روغتيايي څارنې، روغتيايي کلينيکونو او نورو ته رسيدلاى نه شي. نوموړې وايي: "ښځو د اړتيا له مخې د رايو ورکولو مرکزونو ته مخه کړه او د خپلو ارمانونو د تر لاسه کولو لپاره يې مثبت ګامونه پورته کړل."


په هغو ځايونو کې چې د ښځو شمېره لږه وه، امنيت يې يو ستر عامل و. مذهبي اندېښنې او جنسي تبعيضونه هم د ښځو په وړاندې د لويو خنډونو په ډله کې وو.


د يوناما وياند، سلطان احمد بهين وويل، په مرکزي برخو کې نارينه ګان د کارونو د موندلو په موخه له خپلو کورونو څخه بهر ځي. په دغو سيمو کې د ښځو د نوم ليکنو او رايو ورکولو شمېره زياته وه. د ولايتونو په مرکزونو لکه مزارشريف، کندوز، جلال آباد، هرات او باميانو کې هم زيات شمېر ښځو د رايو په ورکولو کې ګډون کړى و.


د رايو ورکولو د وروستيو شمېرنو له مخې د ټولو رايو ورکوونکو په ډلې کې په سلو کې ٤٠ هغه ښځينه وې. د نارينه او ښځو بشپړه شمېره به د ټاکنو د شمېرو د څرګندولو په پاى کې څرګنده شي.


د ټولټاکنو د تنظيم ګډې څانګې وياند سيد اعظم وويل، د افغانستان او نړې د ګوټ ګوټ خلک ښايي د ولسمشرۍ لپاره په ټولټاکنو کې د ښځو د فعالې ونډې اخيستنې له امله ووياړي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists