ظلم او بى رحمۍ نابغه ماشوم وژنى ته راوکښه

داسى ښکاري چى کورني تشدد د هيواد هغه تنکى ځوان دى ته اړ ايستى چى خپل پلار ووژني چى خدايي استعداد (خدايي تحفه) ورسره ده.

ظلم او بى رحمۍ نابغه ماشوم وژنى ته راوکښه

داسى ښکاري چى کورني تشدد د هيواد هغه تنکى ځوان دى ته اړ ايستى چى خپل پلار ووژني چى خدايي استعداد (خدايي تحفه) ورسره ده.

Monday, 21 February, 2005

په دوه نيم کلنۍ کى يي ليک لوست کولى شو، او په ٥ کلنۍ کى يي د ښوونکو د روزنى په دارالمعلمين کى زده کړه کوله. په ١٠ کلنۍ کى سيد اعظم د کابل د طب په پوهنځي کى ومنل شو. خو ٧ کاله وروسته، د افغانستان دا نابغه بچى د خپل پلار سيد محمد اقبال د وژنى له امله چى په لاسي څټک يي وژلى په زندان کى دى.


اعظم او د کورنۍ نور غړي يي وايي، اقبال د ٢٠٠٢ ميلادي کال د مارچ په مياشت کى خپله ميرمن ووژله. هغه پر خپلى مور هم بريد کړى او غاښونه يي ورمات کړي، خپل دوه وريرونه يي پر تاوده ستوف سيزلي او خپل ماشومان يي هره ورځ وهل او ټکول.


په افغاني کورنيو کى فاميلي يا کورنى تشدد غير عادي خبره نه ده، خو ښځى اکثره د خاوند پر ضد له خبرو کولو څخه ډاريږي. اعظم د وظيفه شناس اولاد په توګه آن پس له هغى چى بورس او د نابغه ماشوم انعامونه يي تر لاسه کړل له خپلى کورنۍ سره د مالي مرستي له پاره يي پر کراچۍ اوبه خرڅول . خو د خپلى مور مړينه يي نه بخښلاى شوه او نه يي هيرولى.


هغه د زندان له سلول څخه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: زه له کوچنيوالي څخه دا رايادولى شم چى پلار مى ، زما له مور سره چنى وهل او نښتى به يي کولى، او هغه مهال چى واين به يي څکلي و نو زما مور به يي ډيره سخته وهله.


بالاخره له سختى وهنى او ټکونى وروسته يي هغه زندۍ کړه. زما پلار په بى رحمه توګه پرى بيا بريد وکړ او ادعا يي وکړه چى هغه ورسره چل کوي، پداسى حال کى چى د هغى له خولى وينه تويده. هغه مهال چى مو د رابعۀ بلخي روغتون ته يوړه ، زما تر سترګو وړاندى يي وروستۍ سلګۍ وه.


بالاخره په تير مني کى اعظم له کوره وتښتيد، خو خپلى دواړه خويندى يي چى يوه ٦ او بله ١١ کلنه وه په پټه ليدى. د هغه ترور او د هغى بچيان هم د مکرر تشدد له امله له کور څخه ووتل.


د وژنى په ورځ د هغه دوى خويندى په ژړا ده ته راغلى او ويل يي چى پلار يي پر ستوف سيزلي دي.


اعظم رايادوي او وايي چى ما خپلو خويندو ته وويل چى ولاړى شي او د تل په شان دوکان پاک کړي ځکه چى پلار مى تر ١٠ بجو بديده. هغه زياتوي ما له دغه فرصت څخه ګټه واخيسته او کور ته ولاړم. ما د هغه د خونى پخ کنج کى يو څټک وليد . ناببره مى راپورته کړ او پلار مى درى پلا پر سر وواهه تر څو چى مړ شو.


په کابل کى د دوهمى ناحيي د پوليسو د دفتر ريس سليم زرمتي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: هغه مهال چى دوى ورغلل ، اعظم سم د لاسه اقرار وکړ. هغه د خونى کنج را وښود چى مړى پکښى ښخ شوى و.


د اعظم انا د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل چى د هغى زوى اقبال د وژنى وړ و ځکه چى پر کورنى يي له تشدد څخه کار اخيست. هغى وويل د يوى عادلى مور په توګه ما پيژانده، خو دغه بى رحمه سړي زه له کوره ويستم، غاښونه يي رامات کړل او زما نګور يي ووژله. که زما په وس کى واى ما به پخپله وژلى واى ځکه هغه يو ظالم او بى رحمه انسان وو چى اصلا زړه يي نه درلود.


اوس د هغه کورنى هيله لري چى وبخښل شي، پداسى حال کى چى دوسيه يي د لوى څارنوال د پلټنى تر بشپړيدو ځنډيلى. دا چى هغه فقط ١٧ کلن دى، نو هغه د اعدام د سزا مستحق نه ګڼل کيږي، خو کيدى شي د اوږدى مودى سزا ورکړ شي.


د هغه کورنى چى د هغه انتظار باسي ، په ډير خپګان سره يي عکسونه او د ورحپاڼو هفه برخى ښيي چى د هغه د استعداد په هکله پکښى ليکل شوي و.


د فرانس پريس د آژانس هغه مضمون چى د ١٩٩٥ کال د دسمبر په مياشت کى خپور شوى ، اعظم يي چى هغه مهال ١٠ کلن و يو جدي ماشوم بللى چى له سترګو يي خپګان انديښنه او وارخطايي رابرسيره کيږي. مضمون هغه څه راڅرګندوي چى څرنګه ده په درى کلنۍ کى ښځو ته د سواد د زده کړى لوست ورکوه. مضمون د ساينسو د فاکولتى د مشر له خولى ليکي چى اعظم يي يو داسى ماشوم بللى و چى د آى، کيو درجه يا کچ يي ١٨٠ دى.


اعظم هغه مهال ويلي و چى غواړي ډاکتر شي او د اوبو په خرڅولو له خپلى کورنى سره د مرستى کولو له امله کومه انديښنه نه لري. هغه د فرانس پريس آژانس ته ويلي و ، زه هسى هم بله مشغولتيا نه لرم، او د خپل عمر له ماشومانو سره چندانى ښه نه شم چليدى ځکه چى دوى پر هغه څه سم نه پوهيږي چى زه يي وايم.


د روشان د پيداګوژي د انستتيوت ښوونکى سيد نسيم آغا لا هم دا هلک ښه په ياد لري. په څلور کلنۍ کى اعظم د آغا او د نورو ښوونکو د يوى کميټى له خوا ارزيابي شو دوى د هغه پر استعداد او خدايي تحفى حيران پاتى و او هغه يي نابغه وباله.


د يوه کال له زده کړى وروسته د دغه هلک د پوهى کچ د دولسم ټولګي د يوه فارغ هومره و، او د ښوونى او روزنى وزارت هغه ته په دوامداره توګه پيسى ورکولى تر څو وکولى شي خپلى زده کړى ته دوام ورکړي ځکه پلار يي يو خوار غريب دوکاندار و.


د اعظم يو عکس چى هغه مهال ښيي چى دى پر يوه ميز ولاړ دى تر څو ونه يي د خپل د فزيک د استاد هومره شي او له هغه سره د انشتاين د تيوري په هکله بحث کوي.


آغا خپل دغه ستورى د يو ه خاموشه او وظيفه شناسه زده کوونکي په توګه په ياد لري. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: چى اعظم اکثره له پزى وينه بهيدنه درلوده، ښايي دا د هغه د کمزورى روغتيا له امله وه.


آغا وويل: موږ له هغه آن يوه بده خبره هم نه ده اوريدلى. برعکس هغه به لوړو ټولګيو ته تلو او د تدريس په برخه کى به يي مرسته کوله.


خو د کورنۍ جګړى کلونو د ښوونى او روزنى سيستم وران کړ او آغا د دغه هلک سره تماس له لاسه ورکړ چى پر ده څه شوى. هغه د اقبال د وژنى او د اعظم د اقرار پر خبر ټکان وخوړ. هغه وويل زه هيله لرم چى قضائيه سيستم به هڅه وکړي او د هغه تير وخت به په پام کى ونيسي.


څارونکي په دى پوهيږي چى د داسى غميزى مخنيوى کيدى شو. آن د طالبانو د سخت دريزه رژيم له ړنګيدو وروسته، ډيرى لږى ښځى په دى پوهيږي چى دوى هم حقونه لري او که چيرى له کورني تشدد سره مخامخ شي نو د محکمو له لارى خپل د ځان دفاع کولى شي.


د افغانستان د لوى څارنوال محمود مدقق په وينا ، که چيرى يو خاوند د ميرمنى او يا کورنۍ په وهلو ونيول شي نو له قوانيونو سره به سم ورته سزا ورکړل شي.


هغه ميرمنى چى تعليم يي نه وي کړى اکثره د داسى وهنى او ټکونى په هکله محکمى ته نه وايي، او هغه مهال چى ښځه په لومړي ځل ووهل شي ، نو هغه داسى احساس کوي چى د خاوند پر ضد شکايت او په محکمه کى عريضه کول به د کورنۍ د شرم سبب شي.


په دى توګه د خاوند د وهنى او ټکونى مخنيوى نه کيږي او هغه بيا بيا دا کا کوي تر څو چى ميرمن مړه شي.


دا پخپله د ښځو ګناه ده ، ځکه د دوى پر ضد په لومړي ځل له تشدد څخه د کار اخيستو وروسته دوى بايد محکمى ته اطلاع ورکړي. که چيرى محکمه ورته خبردارى ورکړي نو خاوند به بيا د ميرمنى د وهلو جرئت و نه کړي.


Frontline Updates
Support local journalists