ژمى د وچکالۍ ځپلو کورنيو کړاو زياتوي

يو شمېر کورنۍ له زياتې لوږې څخه ځوريږي، خو چارواکي مازې نغدې پيسې تېروي.

ژمى د وچکالۍ ځپلو کورنيو کړاو زياتوي

يو شمېر کورنۍ له زياتې لوږې څخه ځوريږي، خو چارواکي مازې نغدې پيسې تېروي.

: ((دا غلطي به مې هيڅ وخت هېره نشي، چې ومې نه کړاى شول خپلې کورنۍ ته خواړه او درمل پيدا کړم. اتلس کلنه لور مې يوه اونۍ دمخه مړه شوه.))



عبدالرحمن د لسګونو زرو افغانانو له ډلې څخه يو دى، چې سختې وچکالۍ ځپلى دى. وچکالۍ د تېر کال راهيسې د افغانستان شمال ډېر ځپلى دى. د ژمې په راتګ زيات شمېر کورنيو خپل کورونه پريښي، د خواړو او سرپنا په لټه وتلي او په حکومت فشار راوړي، چې له هغې سره مقابله وکړي.



افغانستان يو وچ هېواد دى. زياتره په کې وچکالي راځي. په تېرو لسو کلونو کې دا هېواد سختې وچکالۍ ځپلى دى. کله ناکله کلونه، کلونه په کې بارانونه نه اوري او د هغه چا په وړاندې ستونزې رامنځته کوي، چې ژوند او د خوراکي توکو چمتو کول يې په ځمکې پورې تړلې وي.



سږکال د افغانستان په شمال کې، په تېره بيا په بلخ، جوزجان، فارياب، سرپل او تخار ولايتونو کې، تر ټولو سخت کال دى. په زرګونه خلک د بلخ ولايت د دهدادۍ ولسوالۍ ته د مرستې د لاسته راوړلو په هيله راغلي دي. خو د بېځايه کورنيو د وينا له مخې مرستې ډېر په ځنډ راروانې دي.



د دهدادي د ولسوالۍ د يکه توت په سيمې کې د بېځايه شوو کورنيو استازې خليفه باز محمد وويل: ((د اوړې پر مهال دې خلکو ته د استخدام فرصت موجود و. دې خلکو له خپلوکوچنيانو سره پنبه، پالک او پياز ټولول. اوس هغوى تقريبا هيڅ شى نه لري.))



کورنۍ د خواړو ترڅنګ په ساړه ژمي کې د ځان تودولو لپاره د سون توکو ته اړتيا لري.



باز محمد وويل: ((اړوندو رياستونو څو،څو ځلې دا کورنۍ سروې او د مرستوژمنې يې وکړې، خو تر اوسه له موږ سره په ستونزو باندې د لاسبري لپاره هيڅ مرسته نه ده شوې.))



داسې بريښي، چې چارواکي پيسې وهي او د ناکامۍ پړه يو پر بل باندې اچوي.



د دهدادي ولسوال، ولي شاه د بېځايه شوو کورنيو په وړاندې ستونزې مني او وايي چې دا ستونزې يې د کډوالو او راستنېدونکو او له پېښو سره د مبارزې له رياستونو سره شريکې کړي دي.



هغه وويل:: ((ما هغوى ته وويل دا [ستونزې] يوه رښتينې اندېښنه ده، خو لا تر اوسه ورسره چا مرستې نه دې کړي.))



په مزارشريف کې د پېښو په وړاندې د مبارزې رئيس، رحمت الله زاهد آى ډبليو پي آر ته وويل، د هغه رياست هم حکومت ته د مرستې د چمتو کولو په اړه غوښتنه وړاندې کړې ده.



هغه وويل: ((موږ يوه سروې کړې او موندلې موده، چې په روان ژمي کې په شمال کې ٧٤ زره کورنۍ بيړنيو خوراکي مرستو ته اړتيا لري. زياتره دې خلکو د وچکاليو له امله خپل کورونه پرېښي دي.))



هغه وويل، يوه اندازه مرسته چمتو شوې ده.



زاهد وويل: ((موږ دا ستونزې له لوړ پوړو حکومتي چارواکو سره شريکې کړي دي. د پېښو په وړاندې د مبارزې رياست په روان ژمې کې بېځايه شوو کورنيو ته ٥،٥٩٢ ټنه خوراکي توکي چمتو کړي دي. ددې خوراکي توکو زياته اندازه ليرې پرتو ولسوالۍ ته استولي او پاتې نور د استولو په حال کې دي.))



هغه وويل، يو شمېر اړمن خلک ډېر ليرې پراته دي او مرستې ورته په اسانۍ نشي رسېداى. نوموړي زياته کړه، د دهدادي د ولسوالۍ د البرز د غرونو اوسيدونکي له ځانګړې خطر سره مخامخ دي.



دالبرز غرنۍ سيمه له مزارشريف څخه سهيل ختيځ ته ٦٠ کيلومتره وړاندې پرته ده. له دې سيمو څخه د کال په لومړيو وختونو کې د اوبو اوخواړو د نشتوالي له امله څه دپاسه اته سوه کورنيو خپل کورونه پرېښي وو.



زاهد وويل: ((هغوى د هجده نهر د سيند غاړو ته راغلل.)) هغه زياته کړه خو ډېر ژر دا سيمه د بلخ د ولايت له کډوالو څخه تر مورګورسېدلې او ولايتي چارواکو په دې هکله بايد ګامونه پورته کړى واى.



هغه وويل: ((د فشار د کمولو لپاره د بلخ ولايت چارواکو وپتېله، چې بېځايه شوې کورنۍ بايد بېرته خپلو کورنو ته ستنې شي. نژدې اووه زره کورنۍ د بلخ ولايت د کلو د بيارغاونې او پراختيا رياست، افغاني سرې مياشتې، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې، د بلخ د کډوالو او له پېښو سره د مبارزې د رياستونو په مرسته بېرته خپلو کورونو ته ستنې شوې.))



خوالبرز ته ستانه شوې خلک لا تر اوسه له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.



هغه زياته کړه: ((دالبرز له غرونو سره نژدې د کډوالو ستونزې لا تر اوسه نه دې حل شوې. موږ به زياتو مرستو ته اړتيا ولرو.))



د زاهد د وينا له مخې دا د بلخ ولايت د کډوالو د رياست دنده وه، چې له دې ستونزې لاره چاره ومومي.



خو د البرز د چوقنک د سيمې د کډوالو د استازې، اسلام الدين د وينا له مخې خپله د کډوالو رياست د ستونزې يوه برخه ده. هغه ادعا کوي، چې نوموړې رياست د مرستو زياته برخه، چې اړمنو کورنيو ته ځانګړې شوي دي، بل لورې ته يوړې.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((په سلو بوريو کې شل بورۍ ووېشل شوې او پاتې نورې په بازار کې خرڅې شوې.))



نوموړي زياته کړه: ((د بېلګې په توګه، د البرز په غرنۍ سيمه کې ٣١٥ کډوالو بايد د چين له خوا چمتو شوې مرستې تر لاسه کړى واى. مرستې هغه سيمې ته ولېږدول شوې، خو کډوالو ته ونه وېشل شوې.))



د بلخ ولايت د سوداګرۍ د خونو رئيس، سيد محمد طاهر روشن زاده دا تاييدوي، چې کډوالو ته چتو شوي خواړه بل ځاى ته لېږدول شوي دي.



هغه وويل: ((مرسته شوي خوراکي توکي په ډېره ټيټه بيه په بازار کې پلورل شوي.))



د بلخ ولايت د کډوالو د رياست مرستيال، شېر محمد ببري لګول شوي تورونه رد کړل.



هغه وويل: ((دا د هغو پېځايه شوو کورنيو نظر دى، چې له ستونزو او ددې رياست له اسانتياوو څخه خبر نه دي. کومې مرستې چې موږ ته رسېدلي رښتينو اړمنو خلکو ته مو وېشلي دي.))



ببري زياته کړه، چې د ١٦ زرو په شاوخوا کې کډوال بېرته د بلخ په ولايت کې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي. نژدې ١٢ زره بېځايه شوې کورنۍ راجستر شوي دي. هغه ومنله چې ددې اړمنو ټولوخلکوستونزې هواريږي. خو ويې ويل، د هغه رياست ددې ظرفيت نه لري، چې په خپل وخت بېځايه شوو کورنيو ته مرستې چمتو کړو.



هغه وويل: ((موږ په پام کې لرو، چې په نژدې راتلونکې کې د البرز په غرنيو سيمو کې کورنيو ته مرستې چمتو کړو.))



خو تر هغه چې ځپل شوو ولسواليو ته مرستې وېشل کيږي، وچکالۍ به خلک ښه ځپلې وي.



باز محمد وويل: ((ما تېره شپه له څو کورنو څخه ډوډۍ راټوله کړه، چې اړمنو خلکو ته يې ووېشم. که چېرته مرستې ډېر ژر ونه وېشل شي، نو ښايي انساني فاجعه رامنځته شي.))
Frontline Updates
Support local journalists