يوازې لس مياشتې انتخاباتو ته پاتې دي.

په کابل کې د حفيظ الله ګردش ليکنه

يوازې لس مياشتې انتخاباتو ته پاتې دي.

په کابل کې د حفيظ الله ګردش ليکنه

Wednesday, 13 August, 2003

په دې آخرو کې د ټول ټاکنو د تنظيمولو له پاره يو موقته کميسون جوړ شوى خو لاتر اوسه د دې کميسون ځاى او ودانى مالومه نه ده. او همدارنګه د کم له کمه لس ميليونو راى ورکونو نوم ليکنه هم بايد د اکتوبر په مياشت پيل شي.


بې له شکه د امنيت ستونزه د نورو ستونزو په سر کې ده او داد پوښتنې لاندې ده چې په دې موده کې چې يوازې لس مياشتې ټولټاکنو ته پاتې دي، ايا امنيت به تامين شي او که نه. د ملګرو ملتو د سر منشي ښاغلي کوفي عنان په يوه ګزارش کې داسي ويل شوي چې د ټاکنو د تر سره کيدو له پاره امنيت(( چې په اصل کې شته نه)) ډير اړين ده. د افغان ملت د ګوند ريس ډاکتر انورالحق احدي د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل (( تر هغه چې ټوپک او وسلې ټولې شوې نه وي خلک زړه نه شي کولى چې خپل نظر او هيله په آزاده توګه ووايي نو په همدې خاطر دا ټاکنې ساختګي دي نه دموکراتيک))


د اکتوبر په مياشت کې يوه لويه جرګه جوړيږي چې په هغه کې قانون اساسي تصويبيږي. د بن د کنفرانس په اساس اوس د ١٩٦٤ کال اساسي قانون تطبيقوي. د نورو خبرو تر څنګ دغه نوى اساسي قانون بايد د ملي استازيتوب و شعبو خبره هم سپينه کړي چې آيا افغانستان بايد ريس جمهور او پارلمان لري او د هغه له پاره شرايط هم بايد مالوم شي


د بن د کنفرانس دپريکړو په اساس ټولټاکنې بايد دوکاله وروسته له اضظراري لويې جرګې نه چې د ٢٠٠٢ د جون په مياشت کې يې د انتقالي حکومت ريس جمهور وټاکه، پيل شي.


د جولاى په ٢٨ نيټه د ولت ريس حامد کرزي د ټولټاکنو يو يوولس کسيزه کميسون وټاکه چې شپږ کسه يې افغانان دي او پنځه نور يې بهرني متخصصين دي چې د يوناما له خوا ټاکل شوي. د يوناما د اطلاعاتو د څانګې، آن توماس وويل چې يوناما د کميسون له کاره نه پلوي کوي او مرسته به ورسره وکړي تر څو د نوم ليکنو پروسه په ښه ډول مخ ته يوسي او په آپريل کې پس له هغه چې د نوم ليکنې بهير پاى ته ورسيږي، نو دايمي کميسون چې ټول غړي به يې افغانان وي، وټاکي.


توماس وويل: امنيتي ستونزي يو ستر تشويش دى خو دا په کورنيو چارو وزارت او افغاني پوليسو پورې اړه لري چې امنيت ټنګ او د هيواد ګوډ ګوډ ته سوله راوړي.))


ځکه ډيرى هغه قوايې چې د طالبانو په ماتې کې يې لاس درلود، تاجکان دي او ډيرى له دې وضعې نه ډاريږي چې دانتخاباتو پروسه به ګډه وډه شي.د نوم ليکنې پروسه هم غواړي وښيي چې څومره وګړي د راى ورکولو د شرايطو سره برابر دي. هغه کسان چې عمر يې له ١٨ پورته او د افغانستان د تابعيت تذکره ولري او دا خبره سپينه کړي چې په افغانستان کې پيدا شوي د راى ورکولو حق به ولري. د نفوس شميرل په اوس حال د هيواد په لسو ولايتونو کې پوره شوې او داسې ويل شوي چې بايد د اکتوبر تر لومړى نيټې دا بهير پاى ته ورسيږي.


ان د دې خبرې سپيناوى چې څوک د راى ورکولو حق لري ستونزې را پيداکړي دي. يو پوښتنه پيدا کيږي چې هغه افغانانو ته چې دوګونى تابعيت لري، اجازه ورکړل شي چې په ټاکنو کې ګډون وکړي او که نه. او دا رنګه د هغو کډوالو چې په ګاونډيو هيوادو کې ميشت دي، نوم ليکنه او د راى ورکولو ستونزه به څنګه حل کيږي.


دنفوس د شميرولو کارمندان د ښځينه وګړيو د سرشمرينې په هکله د يو شمير ستونزو سره مخامخ دي. ځکه ډيرى ښحې په ډيرو ځايونو د هيواد کې په کورونو کې بنديانې دي. محمد علي وطنيار د مرکزي احصائيه ريس د آى ډبليو پي آر خبريال ته وويل چې کله چې د نفوس شميرولو کارمندان کورونو ته ورځي او د دوى د دکورونيو د ښځينه غړو د نومونو پوښتنه کوي، خلک ډير په غوسه کيږي (( داسې هم شوي چې زموږ کارمندا ان ګواښول شوي هم دي او ځينې نورو حالاتو کې خلکو غلط نومونه ورکړي.))


چې داکار د ښځو د نوم ليکنې او د هغوى ګډون په ټاکنو کې له ستونزو سره مخامخ کوي. د جوګې په ډول ډيرى ښځې نه غواړي چې عکس يې واخيستل شي، چې دا د راى ورکولو د کارت له پاره ډير اړين ده، ځکه په دې ډول د دوى مخونه د خلکو په مخ کې بايد لوڅ شي او ټول ورته وګوري


د کوچيانو د اسلامي او ټولنيزې شورا ريس، علي شاه رمز وويل چې پنځه ميليونه بې کوره کوچيان يو ډير غټې ټولنيزې ستونزې سره مخامخ دي. (( د ښځو دګډون له پاره يوازنى ښه لاره دا ده چې د ملايانو له خوا خلکو ته وعظ او تبليغ وشي.))


طايفه چې يوه له هغو ښځو وه چې د ښنبې د ورځې په غونډه کې يې د سوله ساتو ځواکونو د پرختيا غوښتنه کوله ، وويل چې ښځې به تر هغه راى ورنه کړي(( چې امنيتې وضع ښه نه شي او وسله ټوله نه شي. ان په کابل کې موږ ښځې وينو چې چادرى اغوندي او دا امنيت له کبله ده))


رمز دغه بهير په ناکامى يو ډير ستر دليل د ټوپکمارو شتون وښود او وويل: (( قوماندان او د دوى وسله وال کسانو زموږ ځمکې په زوره نيولې دي، زموږ رمې يې را ځينې اخيستې او زموږ شپاڼه يې را وزلي. موږ د دوى له لاسه څو ځله شکايت کړى خو هيڅ څوک زموږ حق له دغو ټوپکمارونه راته بيرته نه دى اخيستى. نو څنګه حکومت کولى شي چې د ټولټاکنې بهير په بريالي توګه مخ ته يوسي.


د ودان افغانستان د ګوند ريس، امين الله دريځ وويل: (( هغه له ټوپکمارونه سياستمدارانو ته د واک د انتقالو په هکله خوشبينه دى.))


هغه وويل چې ملي اردو اوس يوازې يوه کوچنى روزل شوى ډله ده چې يوازې ٥٠٠٠ کسه دي او سوله ساتو ځواکونو ته دا صلاحيت ورکړل شوى چې امنيت ټينګ کړي. (( د هيڅ يوه ګوند او يا مشر ته بايد دا اجازه ورنه کړل شي چې په دې بهير کې وسله وال کسان ګډ کړي.))


سياسي ګوندونه لا تر اوسه د دې خبرې په سر چې چاته بايد اجازه ورکړل شي چې ځان د رياست جمهورى له پاره کانديد کړي، سره دعوى لري. دريځ وويل: هغه ګوندونه چې په کورونيو جګړو کې( د ٩٢ -٩٦ د جهادي ډلو تر منځ) ښکيل ول بايد د ګډون چانس ور نه کړل شي. خو الحاج احمدزى د جمعيت اسلامې د ګوند د دارالانشا ريس له دا خبره نه مني وويل: ((هيڅ يوه ګروه او يا حکومت د جهادي تنظيمو له ګډون نه پرته نه شي کولى. ان بهرنيانو دا خبره منلې چې زموږ له ګډون نه پرته هيڅ کار کيدونکى نه دى.))


د زياته کړه((خو موږ له زور او واک نه له کار اخيستلو سره مخالفت لرو....... خو ټول مجاهدين بد خلک نه دي يو توپير بايد وشي.(( موږ له ظالمو او ګناهګارو قوماندانو نه دفاع نه کوو، هغوى بايد محکمه شي، خو په دې هکله فيصله نيول ډير سخت کار دى.))


د کورونيو چارو په وزارت کې د پوليسو ريس، محمد هارون آصفي وويل چې د راى ورکونکو او انتخاباتو د امنيت نيولو په هکله د ته هيڅ کوم امر نه دى ورکړل شوى. خو زه دا کولى شم ووايم چې پوليس د سولې او امنيت ټينګولو وس په ټولو ساحو کې لري او خلک دې له دې درکه تشويش نه کوي.))


عام وګړي په شمول د کابل اوسيدونکي د امينت په هکله تشويش لري او دا په دې خاطر ده چې دوى په پوليسو باندې باور نه لري.


د يو معلم په حيث محمد صادق داسې وويل(( په کابل د حامد کرزې د سترګو په وړاندې پوليس په کابل ښار کې په خلکو باندې تيرى کوي، نو څنګه به پوليس په ولايتونو کې چيرته چې واليان، د هغوى معاونين او پوليس يې په يوې ډلې پورې تړلي دي، امنيت تامين کړي.ځينې افغانانو چې سياسې وضع يې پخوا ليدلې د ټاکنو په هکله بدګمانه دي. دکاندار غلام حسن واي: (( زه او کورنى مې پنځه راى لرو، خو د هيڅ يو کانديد صندوق ته به يې وا نه اچوم، ځکه يو يې هم ملي څيره او رښتين مشر نه دى.))


نور افغانان بيا ټولټاکنو ته سترګې په لاره دي. محمد فهيم چې ملکي هوانوردى د وزارت يو کارمند دى واي: (( سره له ټولو ستونزو موږ ټولټاکنو ته هيله من يو. که څه هم رښتينه ډيموکراسي نه ښته خير يو نښه خو يې شته چې موږ ته د راتلونکې په هکله هيله رابخښي.


حفيظ الله ګردش په کابل کې د آى ډبليو پي آر خبريال


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists