يو شمېر دينې عالمان لا تر اوسه له ټولټاکنو سره مخالفت ښيي

د کليو ملايان وايي، يوازې دينې مشران ددې اجازه لري، چې د ولس مشر وټاکي.

يو شمېر دينې عالمان لا تر اوسه له ټولټاکنو سره مخالفت ښيي

د کليو ملايان وايي، يوازې دينې مشران ددې اجازه لري، چې د ولس مشر وټاکي.

په هېواد کې د اکتوبر د نهمې تاريخي ټول ټاکنو اسلامي عالمان په خپلو کې په ډلو سره وېشلي دي. يو شمېر په دې اند دي، چې دا ټاکنې له شريعت سره سمې وې او يو شمېرنور يې بيا غير اسلامي بولي.


په پلازمينې کې وتلي ديني عالمان په هېواد کې د وروستيو ټولټاکنو ملاتړ کوي. خو په ځينو کليو او بانډو کې ځينو ملايانو هغه غندلې دي او وايي چې دا د اروپايانو او امريکايانو کا رو. آن يو تن له خپلو لارويانو څخه غوښتنه کړې، چې د نوي حکومت په وړاندې جګړه پيل کړي.


د اختلافونو لړۍ د اسلامي قوانينو په دې ټکي راڅرخي، چې آيا يوازې ديني عالمان ددې حق لري، تر څو د هېواد مشر وټاکي او که عادي خلک هم کولاى شي، په دې ټاکنو کې ونډه واخلي.


ملايان په افغانستان کې په خلکو باندې د پام وړ اغېز لري. له هغه ځايه چې د هېواد ډېرۍ خلک نالوستي (بېسواده) دي ، د ديني عالمانو خبره، په تېره بيا په ليرې پرتو سيمو کې خلکو ته زيات درنښت لري.


د سختو مخالفو ملايانو په لړ کې يو هم ٤٥ کلن ملا عزيزالدين دى، چې د کابل ښار بهر جومات لري. هغه وويل، ولسمشر بايد د ديني عالمانو له خوا وټاکل شي، نه د عادي خلکو له خوا. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "هر هغه چا چې په ټاکنو کې برخه اخيستې او ووټ يې اچولى دى، لويه ګناه يې کړې ده." د ملا عزيزالرحمن نظر ډېر بنسټپال دى. د هغه په اند آن د حامد کرزي لنډمهاله او منځمهاله ادارې له اسلام سره مخالفې وې. نوموړى د هغه د اعتبار په هکله دا پوښتنه رامنځته کوي، چې د کرزي د حکومت له خوا کوم حدود (هغه جزا چې اسلام ورته اجازه ورکړې، لکه په متروکه وهل، د بدن د غړي پرېکول، سنګسار) عملي شوي دي. .


يو بل کليوال ملا، چې د نوم له څرګندولو يې ډده کړې، وويل، هغه له ټاکنو سره له دې امله مخالف دى، چې په هېواد کې د امريکايانود پياوړي اغېز او ښکېلتيا بوى ترې راځي. نوموړى د جمعې د ورځې په لمانځه کې د هېواد د نوم د اخيستلو په اړوند وويل: "د جمعې د لمانځه په خطبو کې ، چې موږ د خپل مشر نوم اخلو، نو زه نه پوهيږم، چې د بوش نوم ياد کړم او که د کرزي."


ددغه جومات ملا، چې په سلګونه لمونځ کوونکي ورته راځي، وويل، امريکايانو په افغانستان کې د يوې آزادې ټولنې د رامنځته له کبله زښتې زياتې پېسې ولګولې او اخلاقي فساد يې رامنځته کړ.


په همدې توګه د يو بل کلي ملا ، چې له کابل ښار سره نزدې د سلګونو لمونځ کوونکو امامت کوي او تنکيو ځوانانو د اسلامي زده کړو تدريس کوي، وويل: "ما هر چاته وويل، چې په ټاکنو کې ونډه وانخلي، ځکه دا د اروپايانو ټاکنې دي (د اروپايانو له خوا تر سره کيږي). دا ديني عالم ، چې د نوم له ښوول يې ډډه وکړه، وويل: "هر چا چې په دې ټولټاکنو کې برخه اخيستې وي، ځان يې د دوزخ اور ته نز دې کړى دى." هغه په خلکو باندې د هغه حکومت په وړاندې د جهاد غږ وکړ، چې ددې ټاکنو په پايلې کې جوړيږي.


د ده سبز په يو جومات کې د پاچا په نوم يو ملا وويل، چې د حکومت مشر لا له وړاندې د سپينې ماڼۍ له خوا غوره شوى دى. هغه وويل، چې دا ټاکنې پر افغانستان باندې تپل شوي دي او خلکو ته ددې فرصت نه ورکړ شوى، چې وګوري هغوى دا ټاکنې غواړي او که نه. هغه وپوښتل، که چېرته ټاکنو له اسلامي شريعت سره سمون درلود، نو ولې طالبانو سر ته ونه رسولې. هغه زياته کړه، چې مخکنۍ منځمهاله اداره (کافرانو) رامنځته کړې ده.


خو په کابل کې وتلي ديني عالمان د ټاکنو له مخالفينو سره موافق نه دي. د کابل د پول خشتي د جامع جومات ملاامام، مولوي قاري عبيدالله په هغو ملايانو نيوکه وکړه، چې د ووټ ورکول ناروا بولي. هغه وويل، چې ټاکنې له ديني عالمانو سره په سلا مشوره تر سره شوي دي او هغه څوک چې له دې کار سره مخالفت څرګندوي په اصل کې له کيسې خبر نه دي. هغه له دې ټکي سره همغږى دى، چې په هېواد کې فساد زيات شوى دى، خو وايي، چې هغه د کورينو چارو له وزارت څخه غوښتنه کوي، چې ددغه کار مخه ډب کړي.


يو شيعه وتلى عالم، شيخ محمد آصف محسني په دې اند دى، چې هم عادي خلک او هم ديني عالمان ټول بايد په ټاکنو کې ونډه واخلي. کله چې ترې د هغه ملا د نظر په اړوند پوښتنه وشوه، چې يوازې دينې عالمان کولاى شي، د ولس مشر وټاکي، ويې ويل، دا به ډېر ګران کار وي، په هېواد کې دې پنځه داسې عالمان وموندل شي، چې ددغه دندې وړتيا ولري. له هغه څخه د ټاکنو په ورځ د امرکايي جنګي الوتکو د ګزمو په هکله پوښتنه وشوه، هغه وويل: "کله چې حالت خطرنا ک شي، نو پروا نه کوي، چې کافر ستا دفاع کوي او که مسلمان." هغه دا هم وويل، چې ټولټاکنې اجباري نه وې: "هيچا هم په چا باندې د رايې د ورکولو زور نه و راوړى." محسني وويل، چې د شرعي قوانينو له مخې د اسلامي هېواد مشر بايد دټاکنو له لارې رامنځته راشي، ځکه چې ټول ولس يې وپېژني او هغه بايد يو ديني عالم، يا قاضي او د سم عقل خاوند او غښتلى واوسي، تر څو امنيت ټينګ کړي.


د حج او اوقافو د وزارت معين، عطاء الرحمن سليم په هغو ملايانو نيوکې وکړي، چې د ټولټاکنو غندنه کوي. هغه دغه شمېر ملايان تورن کړل، چې په عامو موضوعګانو نه پوهيږي او له سياسي پوهې بې برخې دي. هغه وويل، چې دا ديني عالمانو د ګډې مرستې برکت و، چې زيات شمېر خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل او ټاکنې په بريالي توګه سر ته ورسېدې.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists