اين مطلب در حال ترجمه ميباشد که بعدآ به صفحۀ انترنيت انتقال خواهد شد. لطفآ کمې بعدتر مراجعه نمايد

د مقبرى د بيا جوړولو پر سر لانجه

اين مطلب در حال ترجمه ميباشد که بعدآ به صفحۀ انترنيت انتقال خواهد شد. لطفآ کمې بعدتر مراجعه نمايد

د مقبرى د بيا جوړولو پر سر لانجه

په کابل کى د دانش کروخيل ليکنه


د حکومت او د سل ګونو کوچنيو دوکاندارانو تر منځ مقابله د تاريخي مقبرى او پارک د بيا جوړولو د هغو پلانونو پر سر د راڅرګنديدو په حال کى ده چى دوى په نسبي ډول په تيرو ٢٠ کلونو کى اشغال کړى.


د آغاخان د ګڼ مليونيز ه ډالرو کلتوري ټرسټ غواړي د تيمورشاه مقبره چى د افغان پخواني امپراطور له پاره وقف شوى چى د افغانستان پلازمينه يي له کندهار څخه کابل ته په کال ١٨١٧ کى انتقال کړه بيا جوړه کړي او دغه پارک چى يو وخت ډير شين او ښکلى د ښار په زړه کى پروت و هغه پخوانۍ بڼه او ځلا بيرته دغه پارک ته ور په برخه کړي.


له دوو لسيزو څخه زياتى جګړى دا مقبره ډيره سخته زيانمنه کړى او يو مينار يي د سيالو مجاهد چريکانو تر منځ د جګړى پر مهال د يوه توغندي د مستقيمى لګيدنى له امله وران شوى ، او پارک چى پکښى ونى نه شته ، د کثافاتو په ځاى بدل شوى چى خلک ترى د تشنابونو په شان کار اخلي.


د دغه ځاى بيا ودانول او پراختيا چى چارچاپير يي نژدى ٣٠٠ ګنډونکي او ټوکر پلورونکي دي ، يو له هغو پروژو څخه دى چى د آغا خان انجمن له خوا پر مخ بيول کيږي او مشري يي د کريم آغا خان له خوا کيږي چى په نړۍ ، افغانستان او نورو مسلمانو هيوادونو کى د اسماعيليه ټولنى موروثي مشر دى. په کابل کى د دغى ټولنى په نورو پروژو کى د بابر د ٥٠٠ کلن باغ چى د مغلو لمړنۍ مقبره ده او د کابل د لرغونى برخى، عاشقان او عارفانو جوړول دي چى د کابل د بالاحصار د پوځى کلا لاندى نرۍ کوڅى دي.


د آغا خان د ټولنى د پروګرامونو مشر عبدالحصيب لطيفي د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل موږ له جرمني، ناروى او هندوستان څخه ماهرين راوبلل چى په اصلي بڼه د هدير ى او پارک په جوړولو کى مرسته وکړي، خو يو هم د يوى داسى طرحى سره را نه غلل چى د منلو وړ وي نو موږ پر خپلو افغان ماهرينو اتکا کوو.


هغه وويل موږ دپروژى د چمتو کوونى ټول کار بشپړ کړيدى، خو اوس زموږ ستونځه دغه دوکانداران دي. موږ ٦٠ دوکانداران له سيمى ويستي دي خو ٣٠٠ نور نه غواړي دا ځاى پريږدي او ورته د ښاروالى له خوا د مارچ تر ٣١ وروستۍ نيټه ورکړ شوى ده.


د دى خبرى په پوهيدو سره چى د ګڼ شمير دوکانونو ليرى کول به په سل ګونو کورنۍ د کارونو څخه په داسى حال کى بى برخى کړي چى د افغانستان اقتصاد آن فعال هم نه دى ، او همدا دليل دى چى دغه ټولنه د ملګرو ملتونو د روزنيز او علمي سازمان يونسکو او د ښاري حکومت په ملتيا د يوى طرحى سره رامخ ته شوي چى د کوچنيو سوداګرو له پاره داسى يو مارکيټ جوړ کړي چى د اس د نال شکل يا بڼه ولري او دوى پکښى خپله سوداګري تر سره کړي.


يو تن ټکر پلورونکي ٣٥ کلن فضل محمد وويل د دوى اوسني دوکانونه د مذهبي چارو او اوقافو له وزارت سره چى هديرى ، مقبرى او نور مذهبي ځايونه کنترولوي په رسمي توګه ثبت شويدي، او دوى په دا تيرو شلو کلونو کى د يوه کال ګروي سره چى بيا نوى کيدى شي کار کوي او په دى توګه دوى مستحق دي چى نوى ځاى ورته ورکړل شي.


هغه وويل: د آغا خان ټولنه نوى مارکيټ جوړوي او موږ چمتو يو چى د دوى لګښت ورکړو. موږ دى ته آماده يو چى د يوه ځاى له پاره د ١٠٠٠ او ٢٠٠٠ ډالرو تر منځ پيسى ورکړو.


هغه وويل که څه هم د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کى د تاريخي څلو يامنارونو مشر عبدالاحد دا خبره واضحه کړه چى نوي دوکانونه يوازى د ټوکرانو د صنعت له پاره دي ، بلکى يو کلتوري بازار به وي. هغه د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: دوکانونه به هغو کسانو ته ورکول کيږي چى لاسي صنايع او انتيک شيان پلوري. ټوکر پلورونکو او ګنډونکو ته به اجازه ور نه کړل شي.


٤٠ کلن محمد اسلم چى ټوکر پلورونکى دى وايي: که چيرى د لاسي صنايعو دوکانونه جوړ شي نو موږ يي د اخيستو وس نه لرو، ځکه پانګه نه لرو. زه په اعتبار ټوکر اخلم او چى کله مى وپلوره بيا يي پيسى ورکوم.


د دوکاندارانو د اوه کسيزى شورا يو غړي نجيب اله د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل: که چيرى دوى زموږ دوکانونه ورانول نو موږ به ځانونه له بلدوزر سره وتړو او تر هغى به موږ خپلى مبارزى ته دوام ورکړو تر څو دوى موږ ته نوي ځايونه راکړي.


هغه وايي شل کاله کيږي چى موږ دلته يو، او د دغو دوکانونو د ليرى کولو معنى به دا وي چى په زرګونو کورنۍ به مالي ملاتړ له لاسه ورکړي.


هغه زياته کړه زه د ټوکرو دوکان لرم او لس کسيزه کورنۍ پرى ساتم. زه چمتو يم چى دا ځاى پريږدم خو په دى شرط چى داسى يو ځاى پيدا کړم چى د ورځى هلته ٢٠٠ افغانۍ ( ٤، ٧٤ ډالره) وګټم.


هغه همدارنګه وويل: شورا يو شکايت ليک د افغانستان د ولس مشر مرستيال او د دفاع وزير محمد قسيم فهيم ته ورليږلى دى.


دانش کروخيل په کابل کى د جنګ او سولى د راپور ورکوونکى ټولنى خبريال –مسول مدير دى.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists