وطن خوږ وطن

له لويديځ څخه را ستانه شوي افغانان هم ستايل كيږي او هم رټل كيږي

وطن خوږ وطن

له لويديځ څخه را ستانه شوي افغانان هم ستايل كيږي او هم رټل كيږي

Wednesday, 16 November, 2005

د بنسټپالو طالبانو د رژيم له رانسكوريدو سره سم په لويديځ كي د اوسيدونكو افغانانو يو څو يي خپل هيواد ته په راستنيدو پيل كړى دى.


حميده امان، چي كورنى يي د كمونيستي رژيم په وخت کې هيواد پريښود، له اوو ويشتو كلونو څخه را پديخوا د سويس په هيواد كي اوسي، خو په دي دومره موده كي يي خپل هيواد، افغانستان، هير كړى نه دى.


نوموړې د پاكستان له لارې خپل هيواد ته په کال ٢٠٠٢کې راستنه شوه.


هغه، چي د يوي خبريالي په توگه په كابل كي له يوي راديو سره كار كوي، اوس هم خپلې خاوري ته راتگ يادوي او د هغي په ياد اوښكي تويوي.


هغه وايي: "كله چي د لومړي ځل لپاره افغانستان ته راتلو، د پيښور له لاري جلال اّباد ته راورسيدو. زه نه پوهيدم چي دا افغانستان دى، كله چي ماته وويل شو، چي دا د جلال اّباد ښار دى او د افغانستان خاوره ده، نو په موتركي كيناستم او ښه مي وژړل، په چيغو چيغو مي وژړل. بيا له موتر ه راکښته شوم، ژر ژرمي سا واخيسته. زما دا هوا خوښيده. ډيره ښايسته هوا وه. شه بوى يي درلود. زړۀ مي كيده چي د ښار ټول خلك په غيږ كي ونيسم او ښكل يي كړم."


د ديرش كلن باقي لپاره د هاليند په امستردام كي له اتو كلونو تيرولو وروسته اوس دا يوه نوي اقتصادي موقع وه، چي خپل هيواد ته يي راستون كړ، چيرته چي په سړكونو د جنايتونو ډار موجود و او افغاني سوداګر له خپلو شتو بي برخي شوي وو.


باقي د بيوزلۍ په نتيجه كي افغانستان پريښى و، هلته يي په يوي هالنډي څانګې كي كار كاوه او پيسي به يي خپلي كورنۍ ته راليږلي.


هغه اوس د خپلو سپما په پيسو دوه موټري او يوتراكتور پيرودلي اويوه هټۍ لري. هغه هيواد د جګړه مارانو له خوا د مزاحمت له موجوديت سره سره بيرته بيا بهر ته د تګ زړه نه ښه كوي. هغه وايي: "زما ژوند ښه دى، تقريبا اوس لس تنه زما سره په كار بوخت دي او خوشحاله يم، چي افغانانو ته زما د پانګي له امله كار پيدا شوى دى."


د زيات شمير نورو لپاره له هيواده وتل له پيسو سره هيڅ كوم تړاو نه لري.


قمر وكيل اڅکزى، خپل مياشتني څلويښت ډالرو معاش ته خاندي. هغي يو سوكاله ژوند او خپله كورنۍ په جرمني كي پريښي او اوس د كار او ټولنيزو چارو په وزارت كي د مرستيالي وزيري په توګه كار كوي.


هغه چي پنځه پنځوس كلنه ده او شل كاله دمخه يي كندهار پريښى دى، د اّى ډبليو پي آّر خبريال ته وويل: "له هيواد سره ميني زه اړ ايستم ، چي د جرمني ټولي اسانتياوي يوي خواته كړم و اّن خپل اولادونه پريږدم او خپل هيواد ته راستنه شم، تر څو خپلو خلكو ته خدمت وكړم. "


د منځ مهالي اداري مشر حامد كرزي په بهر كي يو شمير لوړ پوړي افغانان رابللي، لكه د نړيوال بانك پخوانى مامور او د ماليي اوسنى وزير اشرف غني، د كورنيو چارو وزير علي احمد جلالي ، د افغانستان بانك رئيس ډاكترانور الحق احدي چې له متحده ايالتونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.


ځيني افغانان په دي اند دي، چي د دا ډول تجربه لرونكو افغانانوپه راستنيدو به هيواد بيا ودان شي.


محمد خان فرهاد په بغلان ولايت كي د سولي د غورځنګ په نامه د يوي سياسي ډلي مشر د اّى أبليو پي اّر خبريال ته وويل: "هغه افغانان چي له بهر راستانه شوي، هغوى ماهران دي، هغوى د كار ډيري ښي تجربي لري او د كار په وړاندي د مسووليت احساس كوي."


ددي تر څنګ د ځينو هغو افغانانو تر منځ د هغوى په وړاندي يو څه كركه او نفرت هم شته ،چي د جګړو پر مهال په افغانستان كي پاتي شوي وو او د بهرنيو مفكورو د راتګ ډار لري.


عبدالرحمن ، چي يو وخت د پكتيا ولايت په يحيى خيلوكي د مجاهدينو قوماندان و، په څرګنده وايي: "موږ نه غواړو هغوى دلته راشي، ځكه هغوى زموږ ملك خرڅ كړى دى، هغوى وطن وران كړى دى. موږ له هغوى څخه د هيڅ خدمت هيله نه لرو."


كله ناكله ځيني سپك الفاظ، لكه : سگ شويان هغوي ته كارول كيږي او وايي چي دي افغانانو په بهر كي تر دي هم ډير سپك او خوار كارونه لرلي دي.


ښايي د ځينو لپاره به دا رښتيا هم وي، خو ځيني نور داسي شته چي ډير ښه او لوړ كارونه يي پريښي دى.


د بيلګي په توگه ، محمد عيسى رضايي په جرمني كي يوه لوړه دنده درلوده، چي 4500 يورو معاش يي تر لاسه كاو. هغه دا دنده پريښي او اوس په كابل كي د لوړو زده كړو په وزارت كي د سلاكار دنده لري، چي ټيټ معاش لري. دا 29 كلن ځوان له دي هركلي څخه مايوسه دى.


رضايي د دنګي وني اوښايسته څيري څښتن، چي ښکلي دريشي هم اغوندي، د اّى أبليو پي اّر خبريال ته وويل: "خلك موږ نه خوښوي. هغوى موږ ته په بده ګوري. معمولا زه خلكو ته نه وايم، چي له جرمني څخه دلته راغلى يم. ځكه كه ووايم نو سمد لاسه زما په هكله د خلكو چلند بدلون مومي." هغه وايي: "موږ نه سگ شويان يو او نه قاب شويان. موږ خپل هيواد ته د خواخوږۍ د يو احساس په بنسټ راغلي يو.


هغوى چي په لويديځ كي اوسيدلي دي، په افغانستان كي ورته د ښځو په وړاندي چال چلند هم د زغم وړ نه بريښي.


حميده امان وايي: " كله چي بهر ته وځم، نو سړي او هلكان په ځير ځير راته گوري، ځيني يي خو لا ودريږي، چي سترگي راكي ښي ښخي كړي. كله كله مي په څنگل وهي او ځيني وخت مي ځوروي." نوموړې زياتوي چې نورى ښځې هم له دا رنګه چا ل چلند سره مخ دي.


هغه دا حقيقت مني او وايي، چي د سويس په هيواد كي د نارينه او ښځينه ووتر منځ چال چلند يي خوښيږي وايي: "دا مي ډير ځوروي، چي (په افغانستان كي) بهرنړۍ د نارينه وو او د كور دننه هغه د ښځو ده."


پنځه ويشت كلن يما ترابي، چي په فرانسي كي اوسيږي او اوس اوس كابل ته په چكر راغلى دى، وايي، چي د شخړو دوام او د ښووني او روزني د سطحي د تيتوالي له امله نه غواړي، بيرته هيواد ته راستون شي. هغه وايي: "كله چي د سړى پښه د افغانستان په خاوره ولګيږي، نو ستونزي پيل كيږي. دلته هره خبره جګړه ده او هرګام مشكلات خلك په روحي ناروغيو باندي اخته دي. تر هر څه زيات د خلكو فكرونه ويجاړ شوي دي.دلته قانون غل دى. امنيت نه شته. كله چي سړى افغانستان ته راننوزي، فكر كوي محاصره دى. ډار په سړي واكمن كيږي. ځوانانو ته اّ ّزادي نشته...."


جلا وطنه ځوان نسل ته تر تولو ډيره ګرانه ده، چي دلته له چاپيريال سره ځانونه سم كړي. د زړو لپاره، چي بهر ته له تګ دمخه يي د عمر زياته برخه په افغانستان كي تيره كړي ده، اّ ّسانه ده، چي وطن ته راستانه شي او خپل ژوند له سره پيل كړي.


محمد يونس وايي، په كانادا كي د پنځلس كاله جلاوطنۍ سره سره د هغه زړه تل په افغانستان كي و. نن دا متقاعد د خپلي زوكړي په خاوري كي خپله خوښي په ګرانه تر لاسه كوي. هغه وايي: "زه افغانستان ته د لاس د يوي لكړي (همسا) په مرسته راغلم، خو څو ورځي وروسته ما هغه لكړه ليري كړه، ځكه چي روغتيا مي ډيره ښه شوي وه."

















Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists