ولسي خلک د طالبانو په ماينونو وژل کيږي او ټپيانيږي

ياغيانو د پوځيانو او ولسي خلکو د په نښه کولو لپاره له هلمند څخه د ځمکنيو ماينونو سمندرګى جوړ کړى دى.

ولسي خلک د طالبانو په ماينونو وژل کيږي او ټپيانيږي

ياغيانو د پوځيانو او ولسي خلکو د په نښه کولو لپاره له هلمند څخه د ځمکنيو ماينونو سمندرګى جوړ کړى دى.

Thursday, 17 September, 2009
(ايمرجنسي روغتون) په وړاندې د اسماعيل په نامه يو تن ولاړ دى او وايي: "نړۍ مې اوس بدې راغلې ده.مېرمن مې ووژل شوه. کشکې د ملا عمر مېرمن هم په داسې يوې چاودنې کې ووژل شي."



د اسماعيل د درې ورځو ناوې، ګلانه له خپلې مور او ورونو سره يوځاى داګست په شلمه، د ټولټاکنو په ورځ ځمکني ماين ووهل. د هغې مور د نادعلي ولسوالۍ د زرغون په کلي کې پر سينه په ګولۍ لګېدلې وه او د درملنې لپاره يې په لښکرګاه کې يو روغتون ته راوسته. ټول ووژل شول. له دوى سره مل درې ګاونډيان هم په چاودنې کې مړه شول.



دا د افغانستان د سهيل په تاوتريخوالي کې ډوب ناکرار، هلمند کې، د جګړې نوى مخ دى، چې د متحده ايالتونو د نوې تګلارې د ازمېښت ډګر دى. د جولاى په لومړيو کې د ولسشمر بارک اوباما له خوا له جګړې سره د مقابلې لپاره د تصويب شوو سرتېرو له برخې څخه ٤٠٠٠ سمندري ځواک د هلمند د سيند په غاړو کې د خنجر په نامه پراخ عمليات پيل کړل. برتانويانو، چې له تېرو دريو کلونو څخه په هلمند کې جنګيږي، د پنجۀ پلنګ په نامه نورو پوځي عملياتو کې ښکېل وو او د هلمند شمال يې تر بريد لاندې نيولى و.



طالبانو د خپلو عادي کارونو په ټينګولو د ولايت په ټولو برخو کې په زرګونه ماينونه او نور "چاودېدونکي توکي" وکرل، چې پوځې او ولسي خلکو دواړو ته مرګ او ژوبله اړوي. داګست مياشت د کور دننه ددې جوړو شوو چاودېدونکو توکو له امله په افغانستان کې د متحده ايالتونو د سرتېرو لپاره د ٥١ تنو په وژلو مرګونې مياشت وه.



دطالبانو وياند، قاري يوسف احمدي وويل: "موږ خپل تاکتيک بدل کړى دى. اوس مجاهدينو ته ويل شوي چې ماينونه ښځ کړي، چريکې جګړې وکړي او په ځانمرګو بريدونو کې زياتوالى راولي."



د هلمند د امنيې پخواني، قوماندان، چې ونه يې غوښتل ونومول شي، وويل د تاکتيک دا بدلون د مخامخ جګړې د روحيې د بايللو نښه ده.



هغه وويل: "طالبانو خپل مورال له لاسه ورکړى د‌ى. هغوى اوس يوازې ددې ماينونو له لارې بهرني پوځونه ننګوي. هلمند د ځمکنيو ماينونو جونګړه ګرځېدلې. ډېرو ولسي خلکو او همدارنګه پوځيانو ته به مرګ ژوبله واوړي."



د هلمند د سمندري پوځ مشر، جنرال لاري نيکولسن رسينو ته وويل طالبانو سيمه له چاودېدونکو توکو څخه ډکه کړې ده. جنرال نيکولسن تېره مياشت د نوازد ولسوالۍ له نيولو لږ وروسته له خبريالانو سره د خبرو پرمهال ومنله چې د چاودېدونکو توکو له امله پرمختګ غړند شوى دى.



هغه وويل: "که اوس په نوازد کې د ماينونو په پاکولو پيل وکړو نو اته مياشتې وخت به مو ونيسي. که طالبانو ددې توکو د جوړولو پرځاى د هلمند بيارغاونې ته هڅه کړى واى، نو هلمند به اوس ډېر ښه و."



د ماهرينو په وينا زياتره نوي چاودېدونکي توکي د لرګو له تختو او سپرېنګونو څخه د هېواد دننه جوړيږي. ښايي ټپ رامنځته کړي، خو مرګوني نه دي.



د هلمند والي ګلاب منګل وويل: "ددې ماينونو له امله به زياتره ولسي خلکو ته زيان ورسيږي. پوځ دا ماينونه له ځمکې څخه داسې وباسي لکه کب نيوونکى مرغه چې کب له اوبو څخه راوباسي."



د افغان چارواکو د وينا له مخې د لښکرګاه سهيل ته د ناوې په ولسوالۍ کې له تېرو دوو مياشتو راهيسې له سلو څخه زيات ولسي خلک وژل شوي دي.



د ولايتي شورا د پخواني غړى او د ناوې اوسيدونکي، حاجي تورخان وويل: "خلک هره ورځ خپل عزيزان له لاسه ورکوي."



هغه په طالبانو غږ وکړ په ولسي خلکو باندې بريدونه ودروي او له بهرنيو ځواکونو يې له ولسي خلکو سره د مرستوغوښتنه وکړه.



تورخان وويل: "موږ له ماينونو څخه د ناوې ولسوالۍ د پاکولو لپاره يوبشپړ پروګرام ته اړتيا لرو. بهرني ځواکونه بايد سهار له وخته، له کورونو څخه د ولسي خلکو له وتلو دمخه، ګزمه وکړي. هغوى د ماينونو د پېژندلو وسيلې لري. هغوى کولاى شي سيمه پاکه کړي."



د نوموړي ولسوالۍ د امنيې قوماندان، نفس خان آى ډبليو پي آر ته وويل، په ناوې ولسوالۍ کې ماينونه او ناچاودلې توکي ولسي خلکو او پوځيانو ته ستر خطر دى.

هغه وويل: "طالبان په سلو کې ٦٠کمزوري شوي دي. خو د ماينونو په ښخولو کې ډېر غښتلي او ماهر شوي دي. موږ ته ددې شيانو په اړه هره ورح خبر رارسيږي."



د ناوې سهيل ته د ګرمسېر ولسوالي پرته ده. په دې لويې ولسوالۍ کې هم ډېر ناچاودلي توکي ښخ شوي دي. تېره اونۍ پر هغې باندې د يوې ٢١ کسيزې کورنۍ د موټر د ختلو له امله ټوله کورنۍ پوپنا شوه.



د هلمند د والي وياند،داود احمدي وويل: "طالبان د خلکودښمنان دي." هغه لومړى ټينګار وکړ چې ٢١ تنه نه، بلکې يوازې پنځه تنه مړه شوي دي او هغوى ماشومان او ښځې وې. وروسته د امنيې قوماندان د هغه د خبرو خلاف د لوړې شمېرې پخلى وکړ.



ماينونه پخپله طالبانو ته هم ستونزې پيد اکوي. د مارجې په ولسوالۍ کې د يو طالب جنګيالي د نامه د نه ښودلو په شرط وويل، ډېر هغه خلک چې داماينونه يې ايښي دي پخپله وژل شوي او يا له سيمې تښتېدلي دي.



هغه وويل: "زموږ پاکستاني ورونو په مارجې کې له طالبانو سره زياته مرسته کړي او روزنه يې ورکړې ده. هغوى په هرځاى کې ماينونه کرلي دي. ورسته يا وژل شوي او يا بېرته پاکستان ته تللي دي. اوس څوک نه پوهيږي چې ماينونه چېرته ايښودل شوي دي."



د لښکرګاه شمال ته د ګرشک په ولسوالۍ کې د طالبانو د ځايي قوماندان زوى هغه مهال ووژل شو، چې د خپل پلار له وسله والو انډيوالانو سره يې موټر په ماين برابر شو.



د محمد اسلام په نامه يو ځايي اوسيدونکي وويل: "د هغه يو لاس وموندل شو. هغه د ملا قدوس زوى و او په هغه ماين وخوت چې پلار يې پر يو پول ايښى و."



د نادعلي ولسوالۍ اوسيدونکي اوس خپلې ولسوالۍ ته "د ماينونو لاره" وايي او وايي چې سړکونه خالي دي.



د نادعلي يو خبريال زين الله ستانکزى وايي: "هيڅوک پر سړکونو نه ځي. خپل ماشومان هم بهر ته و تلو لپاره نه پريږدو."



د اګست په ٢٥ له نهو کلونو د لږ عمر درې تنه ماشومان د نهر سراج په ولسوالۍ کې ووژل شول. هغوى يوماين موندلى و او د پنډوسکې په څېر يې له هغې سره لوبې کولې. هغوى درې واړه سره ورونه وو.



نوراحمد ويل: "زما زامن! هغوى پر هغې باندې د پنډوسکې خيال کړى و."



په لښکرګاه د ايتالويانو د بيړني روغتون يو کارکوونکي، سردار ولي حقاني يو خبريال ته خپل لاس وښود، چې بيړنۍ خونې ته د ټپيانو د لېږدولو له امله په وينو لړلى و.



هغه وويل: " دې ماشومانو له هغه ماين سره لوبې کولې چې يوه شپه دمخه طالبانو بهرنيو ځواکونو ته ايښي وو. باد ماين لوڅ کړى و. اوس هغه درې واړه ماشومان مړه او څلور نور ټپيان دي."



د هلمند د امنيې د قوماندانۍ مرستيال، ايوب خان دا مني چې دې ماينونو د عادي خلکو او د ولايت د کارکوونکو ژوند سخت کړى دى.



هغه وويل: "طالبانو ټول سړکونه په ماينونو تړلي دي. خپل ځانونه يې د ماينونو په يو کمربند کې دننه ساتلي دي، ترڅو افغان او بهرني ځواکونه هغوى ته په اسانۍ ورنشي. هغوى په دې کار خپل زور ښيي. خو موږ هغې ته وخت او ځاى لرو. موږ به مخکې لاړ شو او له طالبانو به ځانونه بېغمه کړو."
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists