وژنو په شمال کې د ډار او وېرې سپرغۍ شيندلي دي

په مزارشريف کې دوه زاړه غليمان پارلمان ته د نوي ټاکل شوي غړي په وژلو يو بل تورنوي.

وژنو په شمال کې د ډار او وېرې سپرغۍ شيندلي دي

په مزارشريف کې دوه زاړه غليمان پارلمان ته د نوي ټاکل شوي غړي په وژلو يو بل تورنوي.

Wednesday, 17 May, 2006
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

. دوه غښتلي سياستوال برالا د هغه د وژلو په اړه يو بل تورنوي او مظاهره کوونکي د وضعې د لاپسې خرابوالي او ګډوډلو ګواښونه کوي.



دا ستونزې د هزاره ګانو د وتلي سوداګر محمد اشرف رمضان له وژلو سره سم پيل شوې، چې د حاجي محمد محقق په مشرۍ يې له حزب وحدت مردم افغانستان سره تړاو درلود.



رمضان په مزارشريف کې د تلې د مياشتې په پنځمه نېټه (سپتمبر په 27)، د پارلماني ټول ټاکنو څخه يوازې نهه ورځې وروسته ووژل شو، چې په اغلب ګومان يې څوکۍ ګټلې وه.



يوې وړې لږې پېژندل شوې ډلې د بريد پړه په غاړې اخيستې، چې ځان له طالبانو سره تړلې بولي. خو دا راز څرګندونې لږ خلک مني، ځکه زياتره خلک وايي چې په دې وروستيو وختونو کې طالبان په سيمه کې هغومره فعال نه دي.



محقق او د هغه پلويانو سمله لاسه ادعا وکړه، چې د هغوی زاړه سياسي سيال، د بلخ والي، تاجيک توکمه عطامحمد نور د وژلو تر شا لاس درلود. عطا د جمعيت اسلامي له ګوند سره تړاو لري.



دا دوه تنه زاړه دښمنان دي او د نوي يمو کلونو په بهير کې يې د تنظيمي جګړو قومانده په لاس کې لرله.



محقق وايي، رمضان وروسته له هغه سمله لاسه ووژل شو، چې غوښتل يې کابل ته د هغه د ليدلو لپاره راشي. هغه له والي څخه سر ټکوي او ډار څرګندوي، چې ښايي هغه نوموړی له منځه وړی وي.



عطا دا تورونه نه مني او برعکس ادعا کوي، چې پخپله محقق ددې وژلو تر شا لاس درلود.

عطا وايي: ((ما له اشرف رمضان سره هيڅ راز ستونزه نه درلوده. دا د محقق له خوا يوه جوړه شوې توطيه ده، چې غواړي هزاره ګان زما په وړاندې راوپاروي.))



له وژنې راوروسته تاوتريخوالی مخ په زياتېدو دی. د تلې په مياشت کې د يو زر تنو په شاوخوا کې هزاره ګانو په مزار کې مظاهره وکړه او کابل ته غځېدلی سړک يې د 24 ساعتونو لپاره وتړلو. هغوی سپينې جامې، چې د شهادت نښه ده، اغوستې او داسې لوحې يې وړلې، چې په کې ليکل شوي و: ((يا به ځانونه د رمضان په څېر شهېدان کړو او يا به د هغه وژونکي تر ګوتو کړو.))



مظاهره کوونکو د عطا محمد د ګوښه کولو نارې وهلې او له مرکزي حکومت او نړيوالې ټولنې يې د مرستې غوښتنه کوله. هغوې همدارنګه ويل، بايد د رمضان ورور په پارلمان کې د هغه څوکۍ ونيسي، په داسې حال کې چې د ټاکنو د قانون له مخې هغه کانديد د څوکۍ د نيولو وړتيا لري، چې تر ټولو يې ډېرې رايې وړې وي..



مرکزي حکومت د وضعې د کرارولو لپاره د چټک غبرګون يوه 300 کسيزه ډله سيمې ته واستوله.



له مظاهرې وروسته له وژنې سره په تړاو کې درې تنه ونيول شول. د هغوی په ډلې کی يو تن حبيب الرحمن و، چې له والي سره نژدې اړيکې لري. دا درې واړه د لړم په مياشت کې خوشې شول،خو ناکراري لاپسې روانه ده.



دا ځل تر ګومان لاندې ددې درې تورنو کسانو په پلوۍ د لړم د مياشتې په 16 نېټه (نومبر اووم) د بلخ ولايت د څارنوالۍ ددفتر په وړاندې مظاهره وشوه.



د مظاهره کوونکو يو تن غړي، عبدالمجيد وويل: ((موږ غوښتنه کوو، چې ددې دريو تنو له حق څخه دې دفاع وشي. هغه څوک دې ونيول شي چې خلک دا راز تورنوي، ترڅو په راتلونکې کې نورو خلکو ته ستونزې رادمخه نه کړي.))



محقق او د هغه پلويان د بندي شويو کسانو د خوشې کېدو له امله په غوسه و او په دې باور و، چې والي د ځان د ساتلو لپاره دا کارونه کوي.



په حزب وحدت کې د محقق مرستيال، سردار سيدي د وينا له مخې : ((د هغو اسنادو او شواهدو له مخې، چې زموږ په لاس کې دي، د رمضان په وژلو کې يو ښکېل قوماندان له عطامحمد سره تړاو لري.))



والي له دې تړاو څخه منکر نه دی. هغه وايي: ((حبيب الرحمن زما يو قوماندان و، چې د جهاد په پېر کې له ما سره و. زه ډاډمن يم، چې هغه به بيګناه ثابت شي.))



د لړم د مياشتې په 19 نېټه (د نومبر 10) نوموړي درې تنه يو ځل بيا بنديان شول او دا پلا کابل ته د پلټنو لپاره واستول شول.



د بلخ د ولايت څارنوال، عبدالغفار لعل پوروال وويل: ((د (وژل شوي شخص) کورنۍ کابل ته شکايت کړی و، چې ولايتي حکومت د والي عطامحمد نور په ولکه کې دی. موږ دا خلک شل ورځې بنديان کړل. په هغوی باندې د ګناه کوم ثبوت مو ونه موند. هغوی موږ ته بېګناه دی. خو مرکز ته د هغوی د لېږلو په اړوند موږ ته د ولسمشر يو امر راورسېد، نو ځکه نوموړې درې تنه مو بېرته ونيول او مرکز ته مو واستول. اوس به مرکزي حکومت او لويه څارنوالي د هغوی په اړه پرېکړه کوي. له موږ سره قضيه پای ته رسېدلې ده.))



څارونکي وايي، ښايي کابل د ښکېلتيا احساس له دې ډاره کړی وي، چې د رمضان وژنه يو ځل بيا قومي او سياسي تاوتريخوالي رامنځته نه کړي، چې کلونه کلونه روان و.



پخوا، ان تر 2004 کال پورې، هغه مهال چې ځمکې او حکومتي څوکۍ وېشل کېدې، په مزارشريف کې د تاجيکو او هزاره ګانو ترمنځ بېلتون موجود و. زياترو هزاره ګانو د وينا له مخې عطا خپل مقام د هغوی په بيه د خپلو ګټو لپاره کاروي.



د محقق مرستيال سيدي وايي: ((والي زياتره ځمکه خپلو پلويانو ته ورکړې او هغه ځمکه يې غيرقانوني ګرځولې، چې هزاره ګانو ته ورکړ شوې وه. هغه همدارنګه په بېلا بېلو بهانو له ادارې څخه هزاره ګان شړلي دي.))



يو سياسي څيړونکي او د جهان نو د خپرونې چلوونکی، قيوم بابک وايي، داسې بريښې چې دواړه لوري د رمضان له مړينې څخه په خپله ګټه کار اخلي.



نوموړی وايي: ((سوله او ثبات ددې دواړو ګوندونو په ((ښو ګټو)) کې ځای نه لري. محقق او عطا له کلونو کلونو راهيسې په ولايت کې د حکومتي څوکيو په وېشلو يو د بل په ستوني ناست دي. د رمضان وژنه د هغوی د زور ازموينې لپاره يو چانس دی.))



سياسي څېړونکی او د بلخ د پوهنتون يو استاد، غلام فاروق خپلواک وويل، د حکومت لاسوهنې دا په ګوته کړه، چې په شمال کې وضعه څومره ترينګلې ده.



هغه وويل: ((د نورو وژل شويو کانديدانو په اړه حکومت له خپګان څرګندولو پرته هيڅ ګام پورته نه کړ. دا ځل هغوی وپوهېدل چې بايد اقدام وکړي. د مذهبي، قومي او ګوندي دښمنيو په لمبو تېل وپاشل شول.))



د کورنيو چارو د وزارت د ښوونې او روزنې مسوول، ګل نبي احمد زی له دې خبرې سره موافق دی، چې د رمضان د قضيې د څيړلو لپاره ګومارل شوی و.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((په مزار شريف کې دا وروستۍ پېښې ژورې رېښې لري... او بغاوت ته يې په دې ولايت کې لاره پرانيستې ده. د حکومت موخه داده، چې په مزارشريف کې تاوتريخوالی پای ته ورسيږي او د وژلو قضيه وڅيړل شي.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists