واده شوي ښځي په زده کړو کى ستونزى لرى
پلي شوى زوړ قانون ښوونځيو ته د واده شوو ښځينه زده کوونکو د ورتګ مخه نيسي او د نجونو د زده کړې موضوع شاته غورځوي.
واده شوي ښځي په زده کړو کى ستونزى لرى
پلي شوى زوړ قانون ښوونځيو ته د واده شوو ښځينه زده کوونکو د ورتګ مخه نيسي او د نجونو د زده کړې موضوع شاته غورځوي.
په زرګونو ځوانې افغاني ښڅي يوازې له دې امله،چې ودونه يې کړي دي، له ښوونځيو ايستل شوي دي. دا کار د ښځينه زده کوونکو په وړاندې يو لوى خنډ دى، چې د سخت دريځو طالبانو د حکومت پر مهال د زده کړو له نعمت څخه بې برخې اود منځمهالې ادارې څخه د زياتو امتيازاتو د تر لاسه کولو په تمه وې.
د اويايمو کلونو په بهير کې يو قانون چې له مخې يي واده شوو زده کوونکو نه شواى کولاى ثانوي زده کړې تر لاسه کړي، د ولسمشر حامد کرزي له خوا د وږي په مياشت کې تاييد او د پوهنې وزارت له خوا ټولو ښوونځيو ته د هغې د عملي کېدو لارښوونه وشوه.
د پوهنې وزارت د ثانوي زده کرو د رياست مرستيال سيد احمد سروري آى ډبليو پي آر ته وويل، چې هغه د هغو مېرمنو بشپړه شمېره په لاس کې نه لري، چې له ښوونځيو ايستل شوي دي، خو وايي: "ښايي د دوو يا درې زرو تنو په خواوشا کې به وي."
د طالبانو له راپرزېدو راوروسته د چارواکو لومړنى کار د نجونو د ښوونځيوپرانستل و، خو په واده شوو زده کوونکو باندې نوموړى قانون پلى شوى نه و
ددې قانون د وضع کولوپلويان وايي، دا قانون په ښوونځيو کې ناواده نجونې د "واده دکېسو" له اورېدو څخه ساتي. په بله وينا داقانون د واده شوو همصنفانو له خوا د واده په زېر او زور باندې د هغوى دخبرېدو مخه نيسي.
معمولا د مرکزي حکومت فرمانونه په مياشتو مياشتو نه عملي کيږي، خو دا کار په ځينو سيمو کې لا له وخته عملي شوى دى.
په دې وروستيوکې د کاپيسا په ولايت کې له ښوونځي يوې ايستل شوې مېرمن خورشېد آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ فکر کاو چې د طالبانو له سقوط راوروسته به حکومت زموږ ښوونې او روزنې ته لومړيتوب ورکړي، خوله بده مرغه هغوى موږ د تورتم په لوري بيايي. د ښوونځيو مسوولينو موږ له ښوونځي و ايستلو.
هغه وايي: "موږ زياتې خواشينې يو، چې ولې مو له ښوونځي وباسي، په داسې حال کې چې زده کړې مو لا پاى ته نه دي رسولي؟ هغوى موږ ته وويل، له دې امله چې مو ودونه کړي دي، نو بايدله ښوونځي وايستل شو. په هغې ورځې چې له ښوونځي ايستل کېدو، ټولو په چيغو چيغو ژړل."
د کاپيسا د اشتر ګرام د ليسې د مدير، محمد انور په وينا هغوى يوازې د حکومت امر پلى کړى دى. هغه وايې: "موږ دا زده کوونکي د پوهنې د وزارت په امر خارجې کړي دي. پخوا داسې يوه لايحه موجوده وه، هغو نجونو چې ودونه به يي کول، له ښوونځي څخه به ايتسل کېدې."
له هغې سره چې واده شوې مېرمنې په ټولګي کې د ناستې اجازه نه لري، خو کولاى شي، خپلې کلنى ازموينې تېرې کړي.
سروري آى ډبليو پي آر ته وويل: "موږ هغوى ته ددې وخت ورکوو، چې ... خپل بريليکونه واخلي."
هغه زياتوي: "موږ په دې وروستيو وختونو کې په کابل کې له يوې ليسې څخه له سلو تنو څخه زياتې واده شوې زده کوونکې خارج کړې، خو له هغوى سره مو مرسته وکړه، چې خپلې ازموينې تېرې کړي، چې دا هغوى ته يو امتياز دى."
خو دا کار له هغوزده کوونکو سره مرسته نه کوي، چې هيله يي درلوده د طالبانو له تورې دورې وروسته به ورته د هغوى د مدني حالت په پام کې له نيولو پرته ښوونځي ته د تللو حق ورکړ شي.
د پروان ولايت د جبل السراج د يوې ليسې سرښوونکې ذکيه ذکي وايي: "سره له دې چې خارجې شوې زده کوونکې په پروان ولايت کې د ګوتو په شمار دي، خو دې زده کوونکو له لوست سره ډېره مينه لرله او ښه استعداد يي درلود. دې نجونو ويل چې له زده کړې پرته يي پورته ټولګي ته تلل او د بريليکونو اخيستل په کار نه دى."
د بلخ ولايت يوې پخوانى زده کوونکې وويل: "زه په دې نه پوهېدم چې که واده وکړم، نو له زده کړې به پاتې شم، که نه نو له زده کړو وروسته واده کړى واى. ما دطالبانو په وخت کې ځکه واده وکړ، چې د نجونو ښوونځي نه وو. اوس يې راته خبر راکړ، چې ازموينه ورکړم، خو څنګه؟ ځکه په دې دومره موده کې چې په کور کې ناسته وم هر څه مې له ياده وتلي دي."
د کابل د مريم د ليسې مديره فهيمه هادي وايي، د هغې يو شمېر زده کوونکي "دومره ډارېدلي دي، چې له ښوونځي څخه د ايستل کېدو له ډاره نه غواړي واده وکړي."
د ښځو د چارو وزيرې حبيبې سرابي آى ډپليو پي آر ته وويل، هغه له واده شوو ښځينه زده کوونکو سره زړه سوى لري او ددې وړانديز يي کړى دى، چې چارواکي د هغوى د اړتيا د پوره کولو په خاطر زيات کا روکړي. هغه وايي: پخوا د واده شوو مېرمنو لپاره د زده کړو بېلا بېل ځايونه موجود وو، چې يوه هغه يي د "مېرمنو ټولنه" وه، چېرته چې واده شوو مېرمنو کولاى شول زده کړه وکړي."
اوس موږپه څلورو لايتونو کې د حکومت له خوا د واده شوو مېرمنو منل شوو مسلکي ليسو ته پراختيا ورکوو، خو لا تراوسه د مالي ستونزو له امله دا ليسې پرانيستل شوي نه دي. خو په هر ډول بايد دا زده کوونکي موږته راشي او څه مرسته مو چې له لاسه کيږي ورسره وبه يي وکړو.
په همدې توګه غير حکومتي نړيوالې موسسې هم هلې ځلې کوي، چې ددغې ضايع شوي نسل حالت ښه کړي. هغوى د هغو نجونو لپاره د سواد د زده کړې کورسونه جوړوي، چې نه شي کولاى ښوونځي ته ولاړې شي. خو ددې کورسونو مخه هم د ځينو مذهبي مشرانو له خوا نيول کيږي.
د سواد د کورس يوې زده کوونکې د نوم د نه ښوولو په شرط وويل چې ځينې ښځينه زده کوونکې له زياتو ستونزو سره مخامخ دي. سيمه ييز ديني عالمان زموږ د زده کړې مخه نيسي او زموږ پلرونو ته ګواښنه کوي، چې بايد خپلې لوڼې ښوونځيو ته پرې نه ږدي. خو موږ غواړو چې تحصيل وکړو. زموږ زياترو ټولګيوالو ته، سره له دې چې ښوونکي مو ټولې ښځينه دي، د زده کړې اجازه نه ورکول کيږي. موږ دلته هيڅ مذهبي ستونزه نه لرو، بايد له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړو، ځکه موږ ته پاک خداى د زده کړې حق راکړى دى."
ددې ګوتنيونو په وړاندې د غبرګون په ښوولو يو ديني عالم مولوي عبدالحق ټينګار کاوه چې نجونې بايد له زده کړې منع شي، ځکه الله په قرآن کريم کي فرمايي، چې ښځې بايد د کور دننه وي او خپله ښکلا خلکو ته ښکاره نه کړي."
هغه وايي: "د سواد د زده کړې په کورسونو کې ښايي نجونې له غيرمحرم نارينه سره وګوري."