ټولټاکنې پای ته ورسېدې، خو پوسترونه لا ځوړند دي

زياتره افغانان نه پوهيږي، سياسي اعلانونه، چې لا تراوسه د ښار په هرځای کې تر سترګو کيږي، د څه لپاره پاتي دي.

ټولټاکنې پای ته ورسېدې، خو پوسترونه لا ځوړند دي

زياتره افغانان نه پوهيږي، سياسي اعلانونه، چې لا تراوسه د ښار په هرځای کې تر سترګو کيږي، د څه لپاره پاتي دي.

د ميرويس ميدان د بس په يو تم ځای کې 14 کلن محمد سمير د ولسمشرۍ کانديد، د ازبک ملېشې مشر، جنرال عبدالرشيد دوستم د پوستر په څيرې کولو لګيا و. کله چې له هغه پوښتنه وشوه، ولې دا پوستر څيرې کوي، ويې ويل: ((زما د دوستم پوستر بدې راځي، ځکه هغه مسلمان نه دی. هغه د زرګونو خلکو وژونکى (قاتل) دی.))


د ټاکنو د پوسترونو بدرنګه کول ، که د رخې او کينې له مخې وي او يا د ملنډو او ټوکو، په زياترو هېوادونو کې غيرعادي خبره نه ده. خو په افغانستان کې ښايي د دښمنيو د راپارولو لامل شي، چې داکتوبر په نهمه يې د لومړي ځل لپاره د ولسمشرۍ په مستقيمو ټاکنو کې ونډه اخيستې ده.


د بېلګې په توګه په کابل کې زيات شمېر خلک لا اوس هم دوستم ته په 1990 کلونو تنظيمي جګړو کې د رول د لوبولو له امله ښکنځلې کوي. سمير د محمود هوتکي د ښوونځي د پنځم ټولګي زده کوونکی دی او وايي چې هغه د خپل پلار له خولې د دوستم په هکله کيسې اورېدلي دي او ورته يې ويلي دي، چې له هغه کرکه وکړي.


يو شمېر خلک له دې امله اندېښنه لري، چې د کانديدانو د پوسترونو څيرې کول او بدرنګه کول ښايي د قومي تبعيض د راپارېدو لامل شي. د کابل يو اوسېدونکی، 53 کلن سيد اعظم وايي، خلک په دې نه پوهيږي، چې د کانديدانو د پوسترونو څيري کول او بدرنګه کول څه مانا لري. هغه وايي: ((کله چې د يو کانديد پوستر څيري شي او د يو بل پاتې شي، نو دا کار ملي يووالي ته تاوادن رسوي، تبعيضونه رامنځته کوي او د نورو جګړو لامل کيږي.))


د کندهار د ولايت اوسيدونکی، 36 کلن محمد ولي له دې خبرې سره موافق دی، هغه وايي: ((دا به سمه خبره نه وي، که د يو کانديد پوستر څيرې کړم. ځکه که دا کار وکړم، نو يو بل څوک به د بل کانديد پوستر څيرې کړي. دا به د تاوتريخوالي د رامنځته کېدو لامل شي. د پوسترونو د ځړولو مهال تېر شوی دی. که د چا د يو کانديد پوستر خوښيږي، نو په خپلو کورونو کې دې ځوړند کړي.))


د کانديدانو خپل ملاتړي هم د خپل د خوښې کانديد د پوستر په راکښته کولو کې زړه نا زړه دي.


د کابل يو اوسيدونکی، 25 کلن محمد عمر د هټۍ په ښيښه باندې د محمد يونس قانوني پوستر ځړېدلی دی. له هغه پوښتنه وشوه، چې ټاکنې خو پای ته ورسېدې، ولې تا تر اوسه دا پوستر ځړولی دی، هغه وويل: ((زه پوهيږم، چې ټاکنې سرته رسېدلي دي، خو ډاريږم، که د قانوني پوستر راکښته کړم، د هغه ملاتړي به راته سرخوږی پيدا کړي، نو همداسې مې پرېښی دی.))


د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي محصل، 23 کلن ضياءالرحمن وويل، دا د ځايي ادارو دنده ده، چې د ټاکنو له تېرېدو ورسته ټول پوسترونه راکښته کړي. هغه وايي: ((د پوسترونو څيري کول او يا د هغوی بدرنګه کول د کانديدانو په شخصيت او حيثيت باندې تېری دی. له دې امله ښاروالۍ دنده لري هغه راټول کړي.)) خو د کابل يو بل اوسېدونکی، 76 کلن حاجې اسدالله بيا وايي، چې پوسترونه دې هماغسې ځړېدلې پاتې وي. نوموړی زياتوي: ((د کانديدانو پوسترونه دې نه راټوليږي. هغه بايد په خپلو ځايونو باندې پاتې وي، تر څو افغانان هغوی وپېژني او که چېرته بيا دويم ځلي تاکنو ته اړتيا ولېدل شوه، رايې ورته ورکړ شي.))


د ولسمشرۍ لپاره يوازينۍ ښځينه کانديدې، مسعودې جلال لوی لوی پوسترونه په کابل ښار کې په تختو ځړول شوي. د کابل اوسېدونکی 21 کلن حامد وايي، د هغه په اند د هغې (مسعوده) د کمپاين پوسترونه بايد ځړېدلي پاتې شي. هغه وايي: ((د مسعودې جلال پوسترونه بايد همداسې ځوړند پاتې وي، ترڅو خلک هغه وپېژني او په نورو ټولټاکنو کې ورته رايې ورکړي. د مسعودې جلال پوسترونه د دموکراسۍ نښه ده.))


دا لا څرګنده نه ده، چې ددې پوسترونو د پاکولو او راټولو مسووليت د چا پرغاړه دی. د ټولټاکنو د تنظيم د ګډې څانګې د وياند، سلطان احمد بهين په وينا د کابل ښاروالي د هغوی د راټولو مسووله ده. هغه وايي: ((موږ ويلي، چې د کمپاين او ټولټاکنو په پای ته رسېدو وروسته خلک او د کابل ښاروالي کولای شي، له خپلو هټيو او د ودانيو له دېوالونو څخه پوسترونه لرې کړي. موږ په دې کې کوم رول نه لرو.))


کله چې آی ډبليو پي آر د کابل ښاروالۍ له تنظيف او سرسبزۍ د رياست له مرستيال غلام محمد څخه د پوسترونو د نه راټولولو په هکله پوښتنه وکړه، هغه وويل: ((موږ ته په دې اړوند، نه د حکومت او نه د يوناما (د افغانستان لپاره ملګرو ملتونو د مرستې څانګه) له خوا کومه لارښوونه شوې. تر هغه چې راته لارښوونه ونه شي، (په خپل سر) کوم کار نه شو کولای. که امر راته وشو، نو په يوه ورځ کې به ټول پاک کړي.))


Frontline Updates
Support local journalists