توکميز تاوتريخوالی د موزيم په ناندريو کې رابرسېره شو

هغه مهال چې د فرهنګ وزارت په يو لرغوني ښار کې د لرغونو توکو د پاتې شونو د بيا ځای په ځای کولو لپاره پلان شنډ کړ، نو د تبعيض او تعصب تورونه رامنځته شول.

توکميز تاوتريخوالی د موزيم په ناندريو کې رابرسېره شو

هغه مهال چې د فرهنګ وزارت په يو لرغوني ښار کې د لرغونو توکو د پاتې شونو د بيا ځای په ځای کولو لپاره پلان شنډ کړ، نو د تبعيض او تعصب تورونه رامنځته شول.

. خو دا ناندرۍ د فرهنګ د ساتلو پر ځای زياتره شخصي او توکميزې ناندرۍ وې.



دا موزيم چې د احمدشاه سلطاني د شخصي راټولو شوو توکو څخه جوړ شوی دی، اوس د هرات د ښار په مرکزي برخې کې پورت دی. خو هم سلطاني او هم د هرات والي، سيد حسين انوري غواړي هغه ښار ته څېرمه د اختيارالدين تاريخي کلا ته وليږدوي.



د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ددې کارمخه ډب کړې ده او د انوري دا خبرې ردوي، چې هلته به د موزيم توکي خوندي وي.



د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، عبدالکريم خرم وويل: "زه تاريخي ودانۍ ته د شخصي موزيم يا شخصي ګالری له لېږدولو سره په بشپړ ډول مخالف يم. موږ به هيڅکه اجازه ورنه کړو، چې موزيم د اختيارالدين کلا ته وليږدول شي."



خرم وويل، لرغون پېژندونکي ددې کلا د بيارغاولو په کا رلګيا دي. هلته به د موزيم لېږدونه د کار په وړاندې خنډونه رامنځته کړي.



سلطاني د لرغونو توکو د راټولو له نېکمرغه کار وروسته خپله دنده وګڼله، ترڅو د افغانستان فرهنګي ميراث وساتي. هغه له لويديځي اروپا، ايران او پاکستان څخه د افغانستان د لرغونو زرګونو توکو په راټولو کې په مليونونه (ډالره) لګولي دي او ويلي يي دي، چې غواړي په ټول هېواد کې د شلو په شاوخوا کې موزيمونه پرانيزي.



په داسې حال کې چې چارواکو دمخه د افغانستان د لرغونو توکو د راټولولو په اړه د سلطانې د هڅو ستاينه کوله، خو د هغه اړيکې په 2006 کال کې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير په توګه د خرم له ټاکل کېدو وروسته تتې شوې.



سلطاني آی ډبليو پي آر ته وويل، خرم ځکه له ما سره مخالفت کوي، چې هغه پښتون دی او زه تاجيک يم. د هرات والي، په لږه کيو هزاره توکمو پورې تړلي. انوري زياتره له پښتنو څخه جوړ بنسټ پال حزب اسلامي پورې د خرم له تړاو سره په دې اورباندې تېل تویوي.



له آی ډبليو پي آر سره په يوې مرکې کې انوري د نوي يمو کلونو په لومړيو کې د کورنۍ جګړې پر مهال د افغانستان د ويجاړتيا پړه په حزب اسلامي باندې واچوله.



خرم په خپل وار د سلطاني له خوا د تاريخي توکو د راټولولو کار تر پوښتنې لاندې ونيو او هغه يي د لرغونو توکو په غير قانوني تجارت پړ وبللو.



د هرات د متخصصينو د شورا مشر، محمد صديق شهير وويل، هغه د اختيارالدين په لرغوني کلا کې د خلکو لپاره د موزيم له جوړلو سره ځکه مخالف دی، چې هلته د لرغونو توکو د موندلو کېندنې روانې دي او له دې لارې کېدای شي، يو شمېر لرغونو توکو ته تاوان ورسيږي.



د اطلاعاتو او فرهنګ وزير، خرم آی ډبليو پي آر ته وويل، په کلا کې د موزيم جوړول به د يونسکو په نړيوال ميراث کې د هرات د يوځای کېدا نوماندي له ګواښ سره مخامخ کړي.



خو د فرهنګي توکو لپاره د يونسکو د پروګرام متخصص، ماسانوري نازواکا وويل، دا کار هغه مهال کېدای شي، چې د اختيارالدين کلا په نوې بڼه واړول شي.



هغه وويل: "که هغوی دا کلا همداسې د موزيم لپاره وکاروي، نو فکر نه کوم، چې (نړيوال ميراث ته د هرات د يوځای کېدو) په نوماندۍ به کوم اغېز وکړي." نوموړي زياته کړه، د فرهنګ لپاره د اغاخان ټولنه اوس د کلا په بيارغاونې باندې بوخته ده.



نازواکا وويل، يونسکو د افغانستان له حکومت سره له 2003 کال راهيسې په ګډه کار کوي، ترڅو د هرات د نوماندۍ لپاره اسناد راټول او چمتو کړي. اوس دا بهير بشپړتيا ته نژدی دی. حکومت لګيا دی، په ښار کې د ويجاړو شوو تاريخي ځايونو لست چمتو کوي، چې د نړيوال تاريخي او فرهنګي دريځ تر لاسه کولو ته اړتيا لري.



د يونسکو استازي يادونه وکړه، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کلا او د هغې د ځمکې ملکيت لري.



نازواکا وويل: "دا د مرکزي حکومت او د هرات د ولايت ترمنځ خپلمنځي کشمکش دی."



سلطاني ځان د افغانستان د تاريخ او فرهنګ د ساتونکي په توګه نومولی دی. په 2005 کال کې هغه خپل شخصي 3000 لرغوني توکي د کابل په ملي ګالرۍ کې د خلکو د نندارې لپاره کېښودل او ژمنه يي وکړه، چې خپل لرغوني توکي به د افغان دولت ته وروبښي.



هغه اوس وايي، دې ناندريو هغه تر دې کچې پورې خپه کړی دی، چی د موزيمونو د جوړلو له کار څخه لاس واخلي.



سلطاني پخوا د غزني يو زرګر و. د هغه ليک او لوست نه و زده. خو د ښکلا کار ته يي دوام ورکړ او وروسته د لرغونو توکو سوداګرۍ د هغه په بريالۍ دندې واوښته. هغه په اتيايمو کلونو کې د مجاهدينو د جګړو پر مهال له هېواد څخه وتښتېد او اوس د برتانوي پوله ليک (پاسپورت) خاوند دی.
Frontline Updates
Support local journalists