Skip to main content

ترتيارو، ګام لرې

دطالبانو له څو کلنې زور واکۍ وروسته ،افغان ميرمنې دا فرصت ګوتو ته کوي چې په سياسي هلو ځلو کې برخه منې شې.

ترتيارو، ګام لرې

دطالبانو له څو کلنې زور واکۍ وروسته ،افغان ميرمنې دا فرصت ګوتو ته کوي چې په سياسي هلو ځلو کې برخه منې شې.

شپږ مياشتې مخته دطالبانو کرغيړن نظام پر هيواد منګولې ښخې کړې وې،افغان ميرمنو په کورو کې دبنديانو په څير ژوند کاوۀ،دکار اجازه يې نه لرله ،زده کړې يې نشواى کولاى ،ان بهر لا بې چادري نشواى راوتلې.

ميرمنو تيرو درويشت خونړيو کلونو ته اوږې ورکړې وې ،دوى مړونه ،پلرونه او زامن له لاسه ورکړل، په زور او جبر يې دکار کولو مخه نيول کيده.په کراتو دوى مجبوره کړاى شوې چې خپل کور کلى پريږدي او مهاجرې شې،ان روغتيايي اسانتياوې يې لا محدودې کړاى شوې وې.

اما اوس موږ ازادې يو ، خپلواکې يو، زده کړې کولاى شو،دکار اجازه لرو، که وغواړو بې چادري بهر راوتلاى شو، او دا واقعا دخوشالۍ زيرى دى.

وروسته له لسيزو په ديمو کراتيکه توګه مير منو ته دا موقع مساعده شوې چې نيغ په نيغه دلويې جرګې له لارې په سياسې هلو ځلو کې برخه منې شې او ددې وخت رارسېدلى چې دوى خپلې پاتې ستونزې حل اود هيواد په بيا ودانولوکې لاس وکړي.

په لويه جرګه کې تر يونيم زرو زيات استازي برخه اخلې ددوى شاوخوادوه سوه استازي مير منې تشکيلوي. دلويې جرګې کميسيون ته چې ديو شمير استازيو دټاکلو واک ورکړاى شوى دى دهغوى له يوويشت کسانو څخه نولس ميرمنې دي چې يوه يې زه يم خو اکثر ميرمنې په ازاده او ديموکراته توګه دخلکو او ولس له خوا انتخاب شوې دې چې ددغو ميرمنو ټاکنې په راتلونکيو سياسي هلو ځلو کې ددى سترې ونډې زيرى تداعي کوي.

دغه ونډه ديوې روښانې پيلامې په توګه دا په ډاګه کوي چې په راتلوکې کې به افغان ميرمنې دلارښود توان تر لاسه کړي او په يوه نسبتا اوږده راتلونکې کې به دسازمانونو له لارې ستونزو ته لارې هوارې کړې.

سره له هغو خنډونو چې افغان مير منې ورسره لاس اوګريوان دې ،بيا هم ډيرې ميرمنې اوچتې زده کړې لرې اودکار کولو پوره توان ورسره دى.

ددو لسيزو له جګړو وروسته افغان ولس له جګړو ستړى او دسولې تږى دى اوبې روغې جوړې به موږ کله هم ونه توانيږوچې خپلې ستونزې هوارې کړو.

سره له دې چې موقت حکومت په څو مياشتو کې برياوې تر لاسه کړې دې خو بيا هم دويرې سيورى له سرونو لرې شوى نه دى.په هيواد کې ګڼ وسلوال شته ،يو شمير يې هغه زلميان دي چې په جګړو کې راستر شوي ،له زده کړو محرومه شوي او اوس له عادي نارمل ژوند سره اشنا نه دي.ددوى تر څنګ ډير خلک په غير قانوني توګه په وسلو سمبال دي او جنګ سالاران ورته خوشاله دي چې سولې ته ستونځې وپنځوي.

نو اوس دلويې جرګې يوه بنسټيزه دنده دا ده چې يوه قانونې اداره رامنځته کړي داسې اداره چې منظم پوځ او پوليس ولري څو وتوانيږي خپل مسوليت تر سره کړي که داسې وشي افغان ميرمنې به په خوندي توګه خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.

زه دوړاند وينې له مخه داسې اټکلوم چې ميرمنې به په جرګه کې له چادري سره برخه وانخلې،او دحکومت له ټاکلو سره هيله ده ډيرې ښځې چادري وغورځوې،په ځانګړې توګه ښايي دا کار دهيواد په پلازمينه کابل کې تر سره شي.

سربيره پردې به ميرمنې په لويه جرګه کې له نوې ادارې څخه دښځو پر زده کړو ټينګار وکړي او دا خو څرګنده ده چې زده کړې دميرمنو په پر مختيا کې بنسټيزه ونډه لري . دطالبانو دبنديز له امله به دښځو استازې په جرګه کې پر دې خبره زور واچوې چې دوى ته په ليسو او پوهنتونوکې د زده کړو ښه شرايط ميسره شي. دميرمنو ستونزې بايد نه يوازې په ټولنه کې بلکې دکورنيو دننه هم حل شي.په هيواد کې اکثر ودونه د کورنيو د جوړ راتلو په ډول تر سره کيږي،زلمي زده کوونکې نه غواړې چې دزده کړو په جريان کې ودونه وکړي ،دوى دې ته ليواله وې چې ميرمنې يې هم تعليم ولري دا او داسې نورې ګڼې ستونزې به هله هوارې شي چې ګوندونه او په ځانګړې توګه وسله والې ډلې ديموکراتيکې فيصلې ته غاړه کيږدي.

دجرګې ښځينه استازې له يو بل چلنج سره مخامخ دي اوهغه په موږ پورې اړوند چلنج دى ،موږ ته ښايې چې په ګډه خپل غږ پورته کړو په يوه اواز دا ثابته کړو چې هوکې ميرمنې خپل واک غواړې .موږ دنارينه و پر ضد ګام نه اخلو ،خو دټول افغانستان په ا ستازيتوب موږ ديو شمير نارينه و ډ لګيو نسبي مخالفتونو ته غاړه ږدو تر څو خپلې موخې تر لاسه کړو، نه بدليدونکي شيان بدل اوبدليدونکي په نه بدل واړوو.

ټولو ډلو ته ښايې چې خپل مسوليت درک کړي او دا هيله به کوو چې پر دې غونډو ستونزو لاس برې شو.

موږ له نړيوالو ښځينه ټولنو څخه دا توقع لرو چې له موږ سره ژغملې شې . افغانان د سپتمبر ديو لسمې پر پيښو خواشيني دي خو همدې خونړۍ پيښې نړيوال دې ته متوجه کړل چې زموږ ستونزو ته مخ کړي او د طالبانو له زندان څخه مو وژغوري.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists