ترټاکنو دمخه د ډارونې رپوټونه رارسيږي

چارواکي په مرکزي ولايتونو کې وايي، چې اوس د ډارونې رپوټونه، نه شته او وضع ترکترول لاندې ده.

ترټاکنو دمخه د ډارونې رپوټونه رارسيږي

چارواکي په مرکزي ولايتونو کې وايي، چې اوس د ډارونې رپوټونه، نه شته او وضع ترکترول لاندې ده.

د شپې لس بجې وې، چې په اتوماتيکو وسلو سمبال يوه دېرش کسيزه ډله راپيدا شوه. هغوی پګړۍ پر سرکړې او دوديزي جامې يې په تن وې. هغوی په يو ٤٠کلن کروندګر غږ وکړ، چې د خپل کور په دروازه کې ولاړ و: ((ودرېږه او غږ دې ونه باسې!)) هغه آی ډبيلو پي آر ته وويل، ((زه وډار شوم.)) نوموړي زيات کړه: (يو څو تنو سره ټوپکونه و. له هغوی شره کلاشينکوف او ؛پي کا(ماشينګڼې)؛ وې.))


وسله والو سړيو د کروندګراو دهغه دکلي د نوم پوښتنه وکړه او وروسته يي وويل: ((موږ دې ته راغلي يو، تاته ووايو تر څو په ټاکنو کې برخه وانه اخلي. که هرچا برخه واخيسته، نو که کور او شتو ته يې څه زيان ورته ورسېد او يا ووژل او يا ټپي شو، نو له خپله ځانه دې ګيله وکړي. خپلو خپلوانو او ګانډيانو او نورو خلکو ته ووايه، چې امريکايان نه شي. ته بايد د هغه چا لست جوړ کړې، چې په (ټاکنو کې) برخه اخلي.


له هغې وروسته يې ورته وويل، چې ننوزي.: ((ځه کور ته دې ننوزه او تر سهاره زموږ په هکله چاته څه ونه وايې. که تر هغې دمخه دې چاته وويل، نو مړ به شې!))


کروندګر وويل، چې د شپې له دې ميلمنو څخه يې هم ونه پېژانده. کله چې خلک لاړل، نو هغه خپل د رايې اچولو کارت وشکولو. هغه په خپل کلي، ګيدړ خېلو کې هم دپېښې په هکله څه ونه ويل او نه يې د سيد اباد ولسوالۍ ته خبر ورکړ. هغه ډېر ډارېدلی و.


دا د ډارونې يوازينۍ بېلګه نه ده، چې آی ډبليو پي آر د راروانو ټاکنو په هکله په مرکزي ولايت، ميدان وردګ کې تر لاسه کړې ده.


هغه مهال چې آی ډبليو پي آر د سيمې دملکي او پوليسو له چارواکو څخه له ټاکنو دمخه او د هغې په بهير کې د امنيت په هکله پوښتنه وکړه، نو چارواکو په ډېر ډاډ له دغه راز ګواښونو سره د مقابلې په وړاندې د وړتيا خبرې کولې او د هر راز ستونزو له شتون څخه يې انکار کاو.


يوازې هغه مهال چې يو خبريال د ډارونو د يو څو پېښو په اړه وويل، نو چارواکو ومنله چې په دې هکله به خپلې څېړنې سرته وروسوي.


په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره امنيت يوه لازمي او اړينه خبره ده. په کابل کې د ټاکنو د تنظيم د څانګې د امنيت مسوول، چان ميک کامبر وويل، ملي پوليس او اردو، د ملي استخباراتو رياست د نړيوال سوله ساتی پوځ، ايساف، او د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې ايتلافي ځواکونه په ګډه له تاوتريخوالي خلاصو ټاکنو ته زمينه برابره کړي. خو په وردګو کې د آی ډبليو پي آر له رپوټونو څخه دا ښکاري، دا به ډېر ستونزمنه وي، تر څو هرڅوک وکړای شي په ډاډه زړه د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکړای شي.


د آی ډبليو پي آر رپوټونه د ملګرو ملتونو د بشر ي حقونو د کمېټې اوسنيو رپوټونو نور هم پسې پياوړي کړل، چې دا په کې جوته شوې ده، د ازادو او عادلانه ټاکنو لپاره لا زمينه نه ده چمتو شوې. دوردګو ولايت اووه ولسوالۍ لري، .پنځه هغه يې پښتانه او دوه نور پاتې يې هزاره ګان دي. دا ولايت د کابل له ختيز څخه نيولی بيا په سهيل کې د طالبانو له پخوانيو مرکزونو غزني او لوګر سره په پوله پورې پروت دی. د سيمې د خلکو د وينا له مخې په هغه ځای کې طالبان شته او ځينې خلک لا تر اوسه له هغوی سره خواخوږي لري.


دتېر کال راهيسې د وردګو په ولايت کې امنيتي حالت لا پسې مخ په خرابېدو دى او خيريه موسسې هغه ولايت ته د ورتګ زړه نه ښه کوي.


د کورنيو چارو د وزارت يو چارواکي د وينا له مخې د سپتمبر په لومړۍ نېټې امنيتي پوځونو د هغه ولايت په مرکز، ميدان ښار، کې د وسلو او مهماتويوه لويه زېرمه وموندله.


د کورنيو چارو وزارت وياند، لطف الله مشعل وويل: ((په دې کې سپکې او درنې وسلې، ځمکني ماينونه، ميزايلونه او نورې وسلې شته. دا وسلې کابل ته ولېږدول شوې.)) نوموړي زياته کړه: ((عمليات له ترهګرۍ سره د مقابلې د رياست له خوا پيل شوي و. د وردګو په ولايت کې امنيت ځواکونه او نړيوال سوله ساتي ځواکونه، ايساف، په دې عملياتو کې ښکېل نه وو.))


دا لا روښاه نه ده، چې دا وسلې او مهمات نوروولايتونو ته لېږدول کېدل او يا هم د همدې ولايت لپاره و.


آی ډبليو پي آر د سيداباد په ولسوالی کې له هغه کروندګر پرته چې د شپې له نابللو ميلمنو سره مخامخ شوی و، د ټاکنو په وړاندې د ډارونې نورې پيښې هم برسېره کړې وې.


يو ګنډونکي، ٢٧ کلن نعمت الله چې د خپلې ولسوالی نوم يې ونه ښود، وويل، د اګست د مياشتې په لومړيو کې، چې کله سها رد وخته له خوبه پاڅېد، ويې لېدل، د ډارونې يو پوستر يې په دوکان ځړېدلی دی. هغه وويل، په پوستر کې هرهغه چاته ګواښ شوی و، چې په راتلونکو ټول ټاکنو کې ونډه واخلي. ؛ ((ټولو مسلمانو وروڼو ته خبر ورکول کيږي، چې په راتلونکو ټول ټاکنو کې له برخې اخيستلو ډډه وکړي. که چا رايه ورکړه، نو اخرت (ژوند) به يې خراب شي، زيان به ورته ورسيږي او خپل ژوند به له خطر سره مخامخ کړي.))


نعمت الله وويل: ((ما دواړه (شبنامه) او خپل د رايې ورکولو کارت وسېزل.))


((د ولسوالۍ چارواکي د نوم ليکنيې له پيل څخه درې ورځې وروسته راغلل، له نزدي کليو او بانډو څخه يې خلک راوبلل او ورته ويې ويل، تاسو بايد ټول خپل نومونه وليکئ او خپل ولسمشر پخپله وټاکئ، .... که تاسو (د نوم ليکنې) دا کارتونه وانخلئ، نو د ولسوالۍ د ادارې له خوا به مو ستونزې حل نه شي.))


دا لومړی ځل نه دی، چې دا ولسوالۍ له ګواښ او ډارونې سره مخامخ کيږي. د مې په مياشت کې آی ډبليو پي آر د سيد اباد په ولسوالۍ کې د نوم ليکنې په يوې ښځينه کارکوونکې باندې د بم د اچولو خبر ورکړی و. دا دېرش کلنه مېرمن ټپي نه شوه، خو يوه غوا يې له لاسه ورکړه.


بريد له (يو شمېر شبنامو) څخه وروسته تر سره شو، چې د سيد اباد په ګاونډ کې د چک په ولسوالۍ کې ځړېدلې وې. په لاس ليکل شويو دې شبنامو د ملګرو ملتونو او حکومتي کارکوونکو، په تېره بيا ښځو هغو ته ګواښونه شوي و، چې د ټاکنو په بهيرکې ښکېل دي. د سيد اباد د ولسوالۍ د پوليسو مشر، بلبل شاه په هغه ولسوالۍ کې د اوسنۍ امنيتي وضعې په هکله وويل. ((د نوم ليکنې پر مهال کومه پېښه رامنځته نه شوه. امنيت ټينګ و. د رايو ورکولو له امله اندپښنه نه لرم.))


هغه مهال چې له بلبل شاه سره د ځانګړو پېښو په هکله خبرې وشوې، نو ويې منله چې يو څو پيښې وې، خو ارزښت يي ورنه کړ: ((ښايې په ځينو ځايونو کې خلکو خپل کارتونه شلولي وي او يا ډارول شوي ي، خو په داسې يوې لويې ولسوالۍ کې ( دا پېښې) بې ارزښته دي.


د چک په ولسوالۍ کې د يوناما د دفتر مشر شاهين اسدي د ځينو پېښو شتون تاييد کړ: ((يوه شپه يو شمېر شبنامې د لنګر په کلي کې ځړېدلې وې، چې د نوم ليکنې ښځينه کارکوونکو هلته ژوند درلود. اسدي وويل، چې د شبنامو متن د آى ډبليو پي آر له خوا د خبر ورکړ شوې هغه سره توپير درلود. په هغې کې ويل شوي و: ((له يهودو سره مرسته مه کوئ! که نه نو څه چې درپېښ شول، مسووليت به يې ستاسو په خپلې غاړې وي.))


هغه وويل، چې د نوم ليکنې د بهيرکارکوونکي (په هغه شبنامې) ډارول شوي و، خو سيمه ييزو مشرانو ته هغوی ته ډاډ ورکړ خپلو کارونو ته يې دوام ورکړ. هغه وويل، د نوم ليکنې په بهير کې ښځې په هماغه اندازه خوندي وي، چې نارينه وو.


په چک کې د يوناما په دفتر کې يوې ښځې په بورقې کې د امينت په اړوند وويل: ((د سيمې ټولو قوماندانانو له موږ سره مرسته کړې ده.)) يو شمېر نورو هم د قوماندانانو د مرستې يادونه وکړه. انجينير محمد امان وويل: ((د سيمې قوماندانانو د ټاکنو له کميسون سره د هغوی (د ملګرو ملتونو د ټاکنو کارکوونکو) د کار لپاره د يو خوندي حالت په چمتو کولو کې مرسته کړې ده.))


د غالي له کلي يوې ٣٣ کلنې مېرمنې، هما وويل: ((ما کارت اخيستی او زه به هغه چا (کرزي) ته رايه ورکړم، چې له موږ سره مرسته وکړي. په سيمه کې امنيت تامين دی. د قوماندانانو په ګډون، هر څوک د ټاکنو له بهير سره مرسته کوي،))


خو که چېرته قوماندانان د ټاکنو پر مهال د امنيت د ټينګولو پر دندې وګومارل شي، نو ښايې هغه د دوه تېغ لرونکي توري په څېر کار وکړي. يو ښه ډاډمن حالت به رامنځته کړي، خو خلک به هم وډاروي، تر څو ازاده رايه ورنه کړي.


د ارداې د ورځپاڼې مسوول مدير، ظهور افغان وويل: ((دا خبره ډېره روښانه ده، چې سيمه ييز قوماندانان د خپلو تنظيمونو په ګټه کار کوي.))


د قوماندانانو رول د ملګرو ملتونو او د افغانستان د بشر د حقوقو د خپلواک کميسون په رپوټ کې راغلی دی. په رپوټ کې يو لړ پېښې راغلي چې د رايه اچووانکو د نوم ليکنې په بهيرکې د قوماندانانو د ښکېلتيا خبرې کوي، وايي: ((په داسې حال کې چې زياتره د زور د کارونې يا ډارونې په هکله مستند رپوټونه په لاس کې نه شته. د نوم ليکنې د کارتونو په راټولولوکې د ښکېلو قوماندانانو وقار او په تېرو جنايتونو او جګړو کې د هغوی ګډون خلکو ته د کسات اخيستنې او په پټې خولې د مننې ډار رامنځته کړی دی.))


آی ډبليو پي آر د چک او سيد اباد د ولسواليو په خلاف د بهسودو د لومړۍ برخې او دويمې برخې په ولسواليو کې د ډار او ګواښ رپوټونه تر لاسه نه کړل. سره له دې دا ولسوالۍ د وردګو په ولايت پورې اړوند ده، خو د نوم ليکنې بهير د باميانو د ولايت له لارې سرته ورسېد، چې زياتره په کې هزاره ګان اوسيږي.


خلکو په بهسودو کې ويل، هغوی امنتيي اندېښنې نه لري. زياترو ويل، چې هزاره کانديد، محمد محقق ته رايه ورکوي.


د يو رستورانت خاوند، د جوقل د کلي اوسيدونکي، ٢٥ کلن سيد نصير وويل: ((امنيت ټينګ شوی دی. موږ د چا له خوا نه يو ډارول شوي.))


د وردګو والي، راز محمد دليلي وويل، د امينت د ټينګولو لپاره ځينې ګامونه پورته شوي، لکه په ولسواليو کې د امنيت شوراګانو د جوړولو په ګډون، دوديزې قومي شوراګانې يا جرګې فعالې شوي دي.


دا هر يو په خپل وارولايتي شوری ته د ګډون لپاره دوه يا درې تنه غړي استوي، چې په هره يکشنبه غونډيږي. ((که د ولايت په هرې برخې کې کومه ستونزه موجوده وي، دلته راولاړيږي او خبرې پرې کيږي.))


د وردګو د امنيي قوماندان، تورن جنرال عبدالبصير سالنګي په محرم ډول وويل: ((موږ په ولايت کې د امنيت د ټينګولو لپاره پوره شمېر سرتيري او افسران لرو.)) خو کله چې يي د شمېر په هکله ترې وپوښتل شول، نو وويل، چې: ((شمېره پټه (محرمه) ده))


سالنګي هر راز ډارونه رد کړه، ويې ويل: ((دا درواغ دي، که څوک ووايي، چې کارت يې سيزلی او يا چا ډارولی دی.))


يوازې هغه مهال چې آی ډبليو پي آر په سيد اباد کې ځينو پېښو ته ګوته ونيوه، نو سالنګي ومنله، چې: ((که موږ ته د چا ( د ډارولو) رپوټ راورسيږي، نو د اسنادو او شواهدو له مخې به پلټنه وکړو (تر څو روښانه شي) او له هغې وروسته به عمل وکړو.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists