Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

ترکمنستان: ښځې د نيشه يي توکو په سوداګرۍ کې ښکېلې شوي

بېوزلتوب او د هېروينو آسانه تر لاسه کولو ښځې دې ته هڅولي، چې د هغې سوداګري پيل کړي.
By IWPR staff

د ترکمنستان د پلازمينې، عشق آباد يوې اوسېدونکې، چې په دې وروستيو وختونو کې يې د نيشه يي توکو د قاچاق په تور د بند يوه کلنه دوره بشپړه کړې، وويل: ((موږ اصلا د خوراک لپاره څه نه درلودل. مېړه مې له يوکال راهيسې وزګار و. موږ څلور کوچنيان درلودل. يوې انډيوالې مې د نيشه يي توکو له سوداګرۍ سره اشنا کړم. د هغې زما په کورنۍ باندې زړه وسوځېد او د يو کار وړانديز يې راته وکړ.))


په نړۍ کې د هيروينو د تر ټولو ستر توليدوونکي هېواد، افغانستان سره د هغې د اوږدې سوړې بوړي پولې له امله ترکمنستان شمال ته د روسيې او د اروپا نورو پاتې برخوته د (نيشه يي توکو) د لېږدولو لاره ده او له دې امله دا هېواد د نيشه يي توکو د قاچاق وړونکو په برمته کې دی.


طالبانو د کوکنارو په کرکيلې بنديز لګولی و، چې په 2001 کال کې د امريکا د متحده ايالتونو تر مشرۍ لاندې له واکه وغورځول شول. له هغې راوروسته بغاوتونو د کوکنارو په کرکيلې کې زياتوالی راوستی او له دې امله يې صادرات پراخه شوي دي. لکه څنګه چې خام اپين په پراخه توګه د هېواد دننه په هيروينو باندې بدليږي، نو دې امله يې پټول او ليږدول ډېر اسانه دي.


لکه د ترانزيت په نورو هېوادونو کې، د قاچاق د شبکې پراختيا ددې مانا لري، چې نېشه يي توکي ان د عمده پېرودلو په بيې په اسانه تر لاسه کېدای شي او له دې امله په ترکمنستان کې د روږدي کېدونکو د شمېرې له زياتېدو سره مرسته کوي. دا ستونزه د بېوزلتوب له امله څو برابره شوې، چې يو شمېر خلک د هغې پلورل او کارول يوه ښه او اسانه لار بولي.


په عشق آباد کې د نيشه يي توکو او بدلمنۍ تر منځ تړاو خورا څرګند دی. زيات شمېر بدلمنې ښځې غوره ګڼې چې د پيسو په ځای هيروين تر لاسه کړي.


د آی ډبليو پي آر مرکې دا خبره رابرسېره کوي، چې په دې دوديزې محافظه کارې ټولنې کې زيات شمېر ښځی د نيشه يي توکو په سوداګرۍ ددې لپاره لاس پورې کوي، ترڅو خپلې کورنۍ ته بنسټيزې اړتياوې ډوډۍ او کالي پيدا کړای شي. يو شمېر نور بيا د نژدې خپلوانو له لارې روږدي کيږي، چې د غيرقانوني نيشه يي توکو کاروبار کوي.


لامل يې چې هر څه وي، وي به، خو هغوی ټول دترکمنستان په ظالمانه زندانونو کې له خطر سره مخامخ دي.


زهره وايي، (د نيشه يي توکو په کاروبار کې) د هغې ښکېلتيا د يو منځګړې له لارې په بشپړې ځيرکتيا سرته رسېدلې وه: ((يو سړي ماته مواد (نيشه يي توکي) راوړل او ماښام د پيسو د اخيستلو لپاره راغی. ما د هغه نوم او ځای ځايګی نه پېژاند. له ما سره د تليفون شمېرې او د تماس پتې هم نه وې. هغوی ماته زما پېرودونکي هم وموندل. هغوی له يو اوبل سره پيېلې و.))


آن د نيول کېدو د خطر په هکله هم سوچ شوی و. زهره وايي: ((زموږ د سيمې پوليس خبر و. په اوونۍ کې يو ځل زماد معامله دار له لارښوونې سره سم ما هغه ته يوه اندازه پيسې ورکولې.))


يوه بله ځوانه مېرمن، ناز سلطان، چې په 2004 کال کې له بند څخه د بښنې د يو فرمان په ترڅ کې خوشې شوې وه، ورته کيسه درلوده. هغې وويل: ((زه درې واړه ماشومان لرم. زما مېړه درې کاله دمخه خپله دنده له لاسه ورکړې او د بېچاره ګۍ او نهيلۍ له امله يې په شرابو څښلو لاس پورې کړ..... داسې ځای نه شته، چې کار په کې وموم. ما تحصيل نه دی کړی.))


هغې زياته کړه: ((يو شمېر خلکو، چې ما ورسره پېژندل، ماته وړانديز وکړ، نيشه توکي وپلورم او په سلو کې د خرڅلاو يوه برخه يې واخلم. ما په کار پيل وکړ، ما فکر وکړ، چې د هغې په عايداتو به کورنۍ وچلولای شم. دا خطر مې په ځان ومنلو.))


د يو شمېر نورو لپاره، د نيشه يي توکو په نړۍ کې سفر، د خپلو میړونو د رغاولو په پلمه پيل شوی، چې په نيشه يي توکو روږدي و. د 2004 کال په دسمبر کې د يوې بښتنې له لارې خلاصې شوې آيېنې وويل: ((که هغوی ته خپله ورځنۍ اندازه ونه رسيږي، نوله خپل کور څخه به هر شي وباسي او په وړيا بيه به يې وپلوري))


هغه وايي: ((زه ماشومان او زاړه مور او پلار لرم. ما وپتېله چې پخپله په دې کار لاس پورې کړم او له دې لارې ښې پيسې تر لاسه کړم، ترڅو د خپل مېړه ورځنۍ اندازه او د کورنۍ خواړه ومومم. ما د بندي کېدو په اړه هيڅ سوچ نه کاو.))


يوسف اګپا، يو متقاعد نيکه، چې په خپل کلي کې يې ورته کيسې د خلکو له خولې اورېدلي، پوښتنه کوي: ((دا شيان له کومه کيږي؟ زياتره پلرونه او زامن (په نيشه يي توکو) روږدي کيږي. په داسې حال کې چې مور د ورځې له خوا نيشه يي توکي پلوري، په لاسته راغلو پيسو يې نور اخلي او ماښام يې خپل مېړه او ښايي هم خپل زوی ته ورکوي.))


آن که ښځی په خپله د نيشه يي توکو په راکړې ورکړې او کارونې کې ښکېل نه وي، دا د هغوی لپاره غيرعادي نه ده، چې کله يې مېړونه ونيول شي، دا کار پخپلی غاړې واخلي. دا ځکه چې ښځو ته سپکه سزا ورکول کيږي.


عشق آباد ته څېرمه يو متقاعد استوګن، لکه د نورو مرکه شويو خلکو په څېر، د خپل نوم له ورکولو ډډه وکړه، وويل: ((زما ګاونډی نيشه يي توکي خرڅوي او ټول شاوخوا خلک په دې پوهيږي. خلک د (نيشه يي) توکو د اخيستلو لپاره سيده د هغه کور ته راځي. هغه څو څو ځلې ويلي و، چې که څه پېښ شول، نو پړه به يې د هغه مېرمن په غاړه واخلي. هغوی درې کوچني ماشومان لري... قانون به له هغې سره په ډېرې سختۍ چلن ونه کړي. زه نه پوهيږم، چې د هغه ښځه په دې هکله څه فکر کوي؟))


ښځې زياتره په داسې حالتونو کې لږ اختيار لري، نه يوازې دا چې ترکمنۍ مېرمنې د خپلو نارينه خپلوانو متابعت کوي، بلکې ځکه چې زياتره د نارينه وو د نيشه يي توکو د کاروبار له لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي. که چېرته هغه زندان ته لاړ شي، نو (د نفقې د برابرولو لاره) هم له منځه ځي.


د هغې پرځای ښځې په بنديخانو کې له هغې بښنې څخه برخمنې کيږي، چې هر کال د روژې د مياشتې په پاې کې ورکول کيږي. د لسو زرو په شاوخوا کې بنديان هر کال د بښنې له دغه فرمان څخه په ګټې اخيستلو، د نيشه يي توکو کاروبار، غلا او نورو جدي جرمونو په څېر سزاګانې بښل کيږي.


آن که دا جواري (قمار) نتيجه هم ورکړي، خو د هېواد په هر زندان کې اوسېدل دزغملو وړ يو شی نه دی. په داسې حال کې چې په ترکمنستان کې د نارينه بنديانو په پرتله د ښځو بنديخانې ښې دي، خو هلته حالت لاپسې خراب دی.


د هېواد په شمال کې تاشوز ته نژدې د ښځو په يوې بنديخانې کې هغه بنديان چې پيسې لري، د استوګنې يو سم ځای پېرودلای شي. زيات شمېر نور يې اړ دي، تر څو په عادي خونو کې خپله د بند موده تېره کړي، چې په ژمې کې ډېرې يخې او د اوړي په ګرمۍ کې يې تودوښه له 40 درجو لوړه وي.


بنديانو ته د څارويو له وښو څخه جوړه شوې ښوروا (سوپ) ورکول کيږي او د نري رنځ او نسخوږي په ناروغيو د اخته کېدو شونتيا يې ډېره وي او د روغيتايي خدمتونو د نشتوالي له امله يې روغتيا نوره هم پسې ناوړه کيږي.


د نيشه يي توکو يوې پخوانۍ کاروبار کوونکې وويل: ((ما (د بنديخانې) په يوې عادي خونې کې پنځه مياشتې تېرې کړي. کله چې به زما د خونې انډېوالې له کور څخه خواړه تر لاسه کول، نو په موږ به اختر و، ځکه هغه ښوروا چې موږ ته راکول کېده آن آش به په کې نه و. داسې ډول خواړه څوک خوګانو ته هم نه ورکوي.))


ګوزل ته له کور څخه خواړه نه راتلل. هغې ويل: ((زما مېړه د کور ټول شيان وپلورل، چې د خپل روږديوالي چاره وکړي. زه د کور يوازينۍ نفقه پيداکوونکې وم. کله چې زه په بنديخانې کې وم، نژدې وه، چې (زما کورنۍ) له لوږې ومري.))


د ډېرو نورو مېرمنو په څېر، چې په ترکمنستان کې يي د نيشه يي توکو د کاروبار د سزا موده بشپړه کړې، ګوزل بيا هلته يو وارې له ورتګ څخه ډاريږي.


هغه وايي: ((يو څو مياشتې کيږي، چې په کور کې يم. دا راته څرګنده شوې، چې ماته يوازې د هيروينو د خرڅلاو لاره راپاتې ده. ځکه د خواړو د چمتو کولو بله لاره نه شم موندلای. زه پوهيږم، چې يو ځل به بيا زندان ته واستول شم. خو زه دې ته چمتو يم، چې د خپلو ماشومانو په خاطر خپل پاتې ژوند قربان کړم.))